• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه؛ په عام محضر کې بدني سزاګانې د ملا هبت‌الله له امر سره زیاتې شوې

۱۷ زمری ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۰

لیکوال: بری افغان واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نږدې درې کاله کیږي، چې دغې ډلې په ۱۴۰۱ کال یعنې د دوی له بېرته راتګ څخه شاوخوا یو کال وروسته بیا بدني سزاګانې پیل کړې چې د ۱۴۰۲ کال تر وروستیو پورې دغه سزاګانې روانې وې او لږې رسنیزې کېدلې.

د شمېرو له مخې د طالبانو سترې محکمې د ۱۴۰۱ کال له مرغومي میاشتې راهیسې، چې دغې ډلې په رسمي ډول په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول اعلان کړل او د طالبانو سترې محکمې یې په اړه خبرپاڼې خپرول پیل کړي، د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې یې د خبرپاڼو له مخې شاوخوا ۵۰ د سزاګانو پېښې ثبتې شوې.

خو بیا د ۱۴۰۲ کال د زمري له ۱۵مې وروسته د ۱۴۰۳ کال د زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې شاوخوا ۵۸ پېښې ثبتې شوې چې طالبانو په کې په بېلابېلو برخو کې ولسي افغانانو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکړې.

100%

په تېرو څه باندې دوو کالو کې دغه سزاګانې په هغو درېیو میاشتو کې زیاتې شوې دي چې د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو له لوري له شلو د ډیرو هیوادونو د استازو او سازمانونو په ګډون له طالبانو سره د خبرو لپاره د دوحې دویمه ناسته د ۱۴۰۲ د لیندۍ په ۲۹ او ۳۰ جوړېده او له دغې غونډې یوه اوونۍ وروسته د ۱۴۰۳ د وري میاشتې په پنځمه د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله یو غږیز کليپ هم خپور شو چې خپلو تر لاس لاندې کسانو ته یې د شریعت د پلي کولو او «تورنو او مجرمانو» ته یې په عام محضر کې د سزا ورکولو امر وکړ او په دې یې هم ټينګار وکړ چې دغه کار لوېدیځ والو ته د زور په ورښودلو سره کوي.

د ۱۴۰۳ په لومړیو درېیو میاشتو کې دغه پېښې د نورو میاشتو پرتله زیاتې وې چې د همدې کال په وري، غوايي او غبرګولي زیاتې، په چنګاښ او د روانې زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې یو څه کمې وې چې د افغانستان د ۲۴ ولایتونو په ۵۸ پېښو کې ۲۴۷ کسانو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکړل شوې چې ښځې هم په کې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د غبرګولي ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د خلکو بدني سزا ورکول د غندلو وړ دي.

طالبانو د هغې غبرګولي میاشتې په ۱۵مه په سرپل ولایت کې د ۱۴ښځو په ګډون ۶۳ کسان د «لواطت، غلا او نامشروع اړیکو» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل.

له بل پلوه د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼو کې بیا راغلي، چې دغې ډلې په څه باندې یوه میاشت کې «د غلا، لواطت، زنا، بچه بازۍ او الکولي مشروباتو» د پلور او د بېلابېلو نورو جرمونو په تور شاوخوا ۱۱۶ کسانو ته په عام محضر کې سزاګانې ورکړې دي.

100%

تر هغه وروسته د دغه کال په چنګاښ او روانه زمري میاشت کې دغه پېښې په پرله پسې ډول راکمې شوې دي او ښايي لامل یې هم د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د نږدې کس ذبیح الله مجاهد ګډون وي چې د ملا هبت‌الله په خوښه لیږل شوی و او له هغه لوري یې د ملګرو ملتونو او هلته له شلو د زیاتو هیوادونو او سازمانونو د استازو پیغام خپل مشر ته رسولی وي.

طالبانو دغه سزاګانې کله پیل کړې؟

که څه هم د طالبانو حکومت د تېرې ۹۰ مې لسیزې په څېر خلکو ته د بدني سزاګانو لړۍ لا هماغسې روانه ساتلې او لا هم خلکو ته د نورو د سترګو په وړاندې سزاګانې ورکوي خو په دې وروستیو کې یې د تېرو میاشتو پرتله په شمېر کې کموالی راغلی، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د افغانستان د مرکزي ولایت روزګان په مرکز ترینکوټ کې د فوټبال په لوبغالي کې د طالبانو حکومت ځايي محکمې د بېلابېلو «جرمونو» په تور ۲۲ تنه د نورو د سترګو په وړاندې په دورو ووهل. چې دوه تنه یې ښځې وې.

خو د دوحې له دویمې ناستې څو ورځې وروسته د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتې په پنځمه نېټه د طالبانو مشر ملا هبت‌الله ته په یوه منسوب غږیز فایل کې چې د دغې ډلې تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو په خواله رسنیو خپور کړ، په کې ویل شوي وو، چې «له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.» هغه ټینګار کړی و، چې دوی به له دې وروسته په «عملي ډول شریعت پلی» کړي.

100%

په دې غږیز فایل کې «لوېدیځوالو» ته په اشارې سره ویل شوي و چې «موږ له تاسو سره شل کاله جګړه وکړه، موږ به نوره شل کاله جګړه وکړو.» چې «په ځمکه کې شرعي قانون پلي کړو.»

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په دغه غږ کې وايي، «موږ د الله حدود نافذوو، تاسې (لوېدیځوال) به واياست چې دا د ښځو حقوقو پایماله کېدل دي چې په ډبرو یې ولئ. سبا به موږ د زنا حدود تطبیقوو په عام محضر کې به یې په ډبرو ولو او یا به ښځې په دورو وهو، دا ټول ستا د ډيموکراسۍ خلاف دي. په دې هر یوه به ستا سره مقابله کوو،»

د قطر په دوحه کې د ملګرو ملتونو او له شلو د زیاتو هیوادونو د استازو په ګډون له طالبانو سره د خبرو لپاره د دوحې دویمه ناسته د ۱۴۰۲ د لیندۍ په ۲۹ او ۳۰ وشوه چې طالبانو په کې له ګډونه انکار وکړ او د دوی له ګډون پرته دغه غونډه پای ته ورسېده، په دغې غونډه کې د نورو مسلو تر څنګ یوه موضوع دا وه چې ملګري ملتونه په دغې ناسته کې د افغانستان لپاره نوی استازی وټاکي خو طالبانو او ورسره د افغانستان ګاونډیو هیوادونو روسیې، چین، ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د نوی استازي ټاکل کېدو مخالفت وکړ او ويل یې چې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي(یوناما) بسنه کوي.

ولې طالبان په عام محضر کې سزاګانې ورکوي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دا ډول سزاګانې د دوی په وینا، د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبت‌الله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته ورکوي. د دغې ډلې ستره محکمه وايي، دوی په عام محضر کې خلکو ته ځکه سزاګانې ورکوي چې ګواکې دا کتونکو ته د «عبرت» سبب وګرځي او په افغانستان کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د داسې سزاګانو ورکول اړین دي.

په افغانستان کې په «حنفي فقې» او قوانینو کې «تورنو او مجرمانو» ته د سزا ورکولو لپاره د «حدود» او «تعزیري» اصطلاح ګانې کارول شوې دي.

100%

د طالبانو حکومت ستره محکمه وايي، هغه سزاګانې چې اسلام لازمې کړې دي، د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ یې خلکو (مجرمانو) ته ورکول پر امیر لازم دي. «الله جل جلاله په قران کې فرمايلي، چې خلکو ته د سزاګانو ورکولو یا د شریعت او حدودو تطبیق او تعزیرات باید د مسلمانانو ډله وویني. چې نورو ته یې بیان کړي‌ او د عبرت لامل شي»

طالبان په عام محضر کې خلکو ته کوم ډول سزاګانې ورکوي؟

د سترې محکمې له لوري په خپرو شویو خبرپاڼو کې د دغو سزاګانو په اړه بېلابېلې اصطلاح ګانې لیکل شوې چې په هغوی کې د ځينو تورونو او جرمونو وضاحت او تفسير سخت او کله پراخ وي، لکه «نا مشروع اړیکې» یا «فسق او فساد.»

خو بیا په ټوله کې د طالبانو سترې محکمې دغو جرمونه او تورونو ته د غلا، قتل، زنا، لواطت، نا مشروع اړیکو، فسق او فساد، له کوره د تېښتې، قصاص او ځینې نور نومونه ورکړي دي.

یوه لویه برخه په کې د غلا پېښې دي چې پرې تورن کسان په کې له ۲۵ تر ۳۹ دورې وهل کیږي. ځينو ته د دورو وهلو تر څنګ له درېیو میاشتو تر یو کال پورې د بند سزا هم اورول شوې.

د طالبانو تر ډېر څار او پام لاندې یوه بله برخه له جنسي اړیکو سره تړلي جرمونه او تورونه دي چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې قاضیانو په «زنا»، «نامشروع اړېکو» او یا «غیر اخلاقي» سره جلا کړې دي.

«له کوره تېښته» بل هغه جرم دی چې ښځې یې په تور په سزا رسېدلې دي.

په دې کې ښايي هغه ښځې هم شاملې وي چې د کورني تاوتريخوالي او یا په زور یا کم عمر کې له واده په تېښته دغه کار ته اړې شوې وي. دا هغه موضوع ده چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو نړۍوالو څارونکي او بنسټونه ورته تر نورو ډېر اندېښمن دي.

په عام محضر کې د دغو سزاګانو په اړه غبرګونونه؟

که څه هم د ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او د نړۍ هېوادونو پر طالبانو له لومړۍ ورځې غږ کړی چې د افغانانو انساني حقونه خوندي کړي او په عام محضر کې له سزا ورکولو ډډه وکړي خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د طالبان حکومت له خپل دريځ او تګلارو نه اوړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ۱۴۰۳ کال د غبرگولي ۱۷مه نېټه په عام محضر کې د طالبانو له‌ لوري بدني سزاګانې وغندلې او دغه کړنې یې د ظالمانه او نا انساني سزاګانو او ربړوونو د منعه کولو په برخه کې د طالبانو له کړو ژمنو سرغړوونه وبلله او په طالبانو یې غږ وکړ چې دغه سزاوې باید سملاسي ودروي.

100%

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) په سرپل ولایت کې د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د ۶۳ کسانو سزا ورکول غندلي و.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ د ۱۴۰۳ کال د غبرگولي ۲۹مه د خپل ځانګړي راپور جزییات د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ۵۶ مې ناستې ته وړاندې کړي.

هغه په دغه نوي راپور کې ویلي، جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت دی چې په افغانستان کې د ښځو د «ځپلو لپاره د یوې ښکاره بېلګې» په توګه ترېنه کار اخېستل کېږي. د نوموړي له‌خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي و چې نړۍواله ټولنه دې طالبانو ته تر هغې مشروعیت نه ورکوي؛ چې دوی د ښځو او بشري حقونو په برخه کې خپلې کړې ژمنې نه وي پوره کړي.

پوښتنه دا ده چې دغه سزاګانې په چا عملي کیږي؟

که څه هم طالبان وايي، چې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې د «شریعت د احکامو» له مخې ورکوي او په خبره یې چې دوی غواړي د ځمکې پر مخ «د الله تعالی قانون (قران) پلی کړي او هغو کسانو ته چې له الهی حکمونو یې سرغړونه کړې وي، پر دوی حدود جاري کوي» چې نورو کسانو ته «عبرت» شي.

خو د طالبانو سترې محکمې چې د تېرو څه باندې دوو کلو په اوږدو کې کومې خبرپاڼې خپرې کړې او په کې یې په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو ډولونه ښودلي لکه «غلا، زنا، لواطت، نامشروع اړیکې، له کوره تېښته، قصاص او فساد...» داسې سزاګانې یوازې په ولسي او بې کسه خلکو پلې شوې دي او هغه کسان چې د دوی په حکومت کې لویه یا وړه دنده او مسوولیت ولري هغوی ترې مستثنا دي.

د بېلګې په ډول د طالبانو له راتګ سره د ۱۴۰۰ کال د کب په ۲۶مه نېټه د دغې ډلې د پاسپورټ د مشر عالم ګل حقاني ورور د کابل ښار په شهرنو کې په یوه دفتر کې د نجونو د ګډا او الکولي مشروباتو سره یو ځای په یوه ګرم محفل کې ونیول شو او خپله د طالبانو استخباراتو یې ویډیو خپره کړه خو تر ننه پورې ورته چا نه په عام او نه په پټ محضر کې سزا ورکړه.

د دې تر څنګ د طالبانو د کابل برېښنا ریاست مشر ملا احمد اخوند ویډيو په ۱۴۰۲ کال د زمري په ۲۷مه نېټه له خپل یوه کشر ساتوونکي سره د دغه ریاست په یوه خونه کې په بستره کې پروت و، چې وېډيو یې افغانستان انڼرنشنل ـ پښتو خپره کړه خو هغه هم کندهار ته د ملا هبت‌الله له لوري تر ورغوښتلو وروسته یوازې څو ورځې وروسته پرته له کومې سزا خپلې دندې څخه وشړل شو.

په یوه بله پېښه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت رسنیز سلاکار قاري سعید خوستی د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د کابل ښار په څنډو کې د یوې پیغلې کورته په زور دننه شوی و او هغه پیغله الهه دلاورزۍ یې ځانته په زور نکاح کړه چې د شریعت له مخې په زور د دوو تنو تر منځ نکاح نه کیږي. خو تر اوسه پورې چې پېښه یې رسنیزه هم شوه چا ورته د دغې غیر شرعي نکاح سزا ورنه کړه.

داسې ډېرې نورې لویې او وړې بېلګې شته چې د طالبانو لوی او واړه کسان په کې ښکېل دي خو تر اوسه پورې د دغې ډلې سترې محکمې ورته سزا نه ده ورکړې او که په کومه برخه کې څوک په سزا هم رسیدلي یوازې یې له دندې ګوښه کړي او بیا یې بل ځای بېرته په دنده ګومارلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو مرستيال ویاند: ایران سره د خبرو له لارې مو ۴ زره بنديان افغانستان ته انتقال کړي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندي ملي ټلویزيون د طالبانو د مرستيال ویاند له قوله ويلي، چې له ایران سره د خبرو له لارې يې تر دې مهال ۴ زره افغان بنديان هېواد را انتقال کړي دي. حمدالله فطرت له ایراني چارواکو غوښتي، چې د افغانان بنديانو سره احتياط وکړي.

د طالبانو تر واک لاندي ملي راډيو ټلویزيون د سې شنبې په ورځ (د زمري ۱۶مه) په يوه ويډيويي راپور کې د دغه ډلې د مرستيال ویاند حمدالله فطرت له قوله ويلي، چې هېواد ته د افغان بنديانو د رالېږد په برخه کې يې له ايراني چارواکو سره ناستې کړي.

فطرت د ملي ټلویزيون سره په مرکه کې له ايراني چارواکو غوښتي، چې د دوی له قضايي او عدلي مسوولينو سره دي په همغږۍ پاته افغان بنديان را وليږي، تر څو دلته د قانون له مخي سزا وويني.

فطرت په خپلو کې وويل: «موږ وينو، چي په ايران کې افغان بنديانو ته د اعدام او نوري سزاګانې ورکول کيږي، زموږ غوښتنه دا ده، چې د افغاني بنديانو سره احتیاط وشي او د افغانستان د قضايي ارګانونو سره په همږغۍ دغه بنديان افغانستان ته را انتقال شي تر څو دلته د افغانستان د قوانينو له مخي سزا وويني.»

فطرت په خپلو خبرو کې د ایران له زندانونو څخه افغانستان ته د ۴ زره بنديانو د رالېږد وخت ياد نه کړ او نه یې هم د دې کسانو د جرمونو جزیيات ورکړي.

د افغانستان دوه ګاونډ پاکستان او ایران هغه هېوادونه دي، چې د افغان کډوالو سره یې ناوړه چلند لوړې کچې ته رسېدلی او دواړه هېوادونه نږدې هره ورځ تر سل زيات افغان کډوال نيسي او افغانستان ته یې لېږي.

په وروستیو اوونیو کې یو ځل بیا د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د اوسېدو د قانوني اسنادونه پلټه پیل شوې او په ایران کې بیا د افغان کډوالو پر ضد لاریونه شوي دي.

همدا پرون د ختیځ اذربایجان د عدلیې مرستیال احمد موقري ويلي وو، چې په دغه ولایت کې د افغانانو اوسېدنه منع ده او له سرغړوونکو سره به «سخت» چلند وشي.
نوموړي ويلي وو، هغه افغانان، چې د اوسېدو اسناد هم لري نه شي کولای په دغه ولایت کې واوسېږي.

افغان کډوال له ایرانه د اېستلو او شړلو د ګواښ تر څنګ، د یو شمېر ایرانیانو د بد چلند او تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي.
د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د حکومت او ټولنې له‌خوا د تر سره کېدونکې نژاد پالنې څخه د «یو ناورین» په توګه یادونه وکړه.

د پاکستان لومړي وزير د کرېکټ په ملي لوبډله کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزير په لاهور کې د قذافي لوبغالي د بیارغونې په مراسمو کې د دغه هېواد له کرېکټ بورډ څخه غوښتي، چې په ملي لوبډله کې دې اصلاحات راوستل شي. شهباز شريف ټينګار کړی، چې ملي لوبډلې ته دې د وړتيا له مخې لوبغاړي غوره شي.

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې لومړي وزير شهباز شريف د پاکستان له کرېکټ بورډ سره هم ژمنه کړې، چې د کرېکټ لوبغالي به په عصري ډول جوړوي.

نوموړي په لاهور کې د قذافي لوبغالي د عصري جوړېدو پر مهال د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې ته په اشارې ويلي: « ملي لوبډلې ته د وړتيا به اساس لوبغاړي وټاکئ، سمون په کې راولئ، که لومړۍ وزير هم د لوبغاړو د انتخاب دا درته ووايي مه یې منئ او وړتيا په نظر کې ونيسئ.»

لومړي وزير د پاکستان له کرېکټ بورډ څخه په جدي ډول غوښتننه کړې، چې ملي لوبډلې ته بايد پاملره زياته کړي.

په دې وروستيو کې د پاکستان ملي لوبډله ښې پايلي نه دي ورکړي او د هرې لوبې تر ماتې وروسته د پاکستاني رسنيو او مينه والو له سخت غبرګون سره مخ شوي.

پاکستان ملي لوبډله په تېرو ۲۰ او ۵۰ اوره نړيوالو جامونو کې د تمي خلاف له پرله پسې ماتو وروسته له سختو انتقادونو سره مخ شول.

څېړنه: د يوټيوب کارکوونکې حورا سادات د طالبانو په زندان کې د شکنجې له امله مړه شوې

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

زن ټايمز په خپل يوه راپور کې د طالبانو د ادعا برعکس ويلي، چې د يوټيوب کارکوونکې حورا سادات د مړينې لامل مسموميت نه و. د دې راپور ليکوونکې د خپلو سرچینو په حواله وايي، چې نوموړې تېر کال د طالبانو په زندان کې د شکنجې له امله وژل شوې ده.

زن ټایمز په ډاګه کړې، چې حورا او د هغې دوې خویندې تېر کال د چنګاښ په ۲۲مه د طالبانو له خوا د «اخلاقي فساد» په تور نیول شوې وې؛ خو یوه میاشت وروسته د زمري په ۱۹مه خوشې شوې.

زن ټایمز د دغو درېیو خویندو د یوې ملګرې له قوله ويلي، چې دا درې خويندې په یوټیوب کې د خپلو فعالیتونو له امله سختې شکنجه شوي وې.

د دې سرچینې په خبره طالبانو په زندان کې دغو خویندو ته ویلي وو: «موږ اوس نه شو کولی تاسو ووژنو، ځکه چې بېرته به موږ ته راشي؛ خو موږ به تاسو ژوندۍ پرې نه ږدو.»

د دوی له خوشې کېدو دوې اونۍ وروسته په ټولنیزو شبکو کې د حورا سادات د مړینې خبر خپور شو.

دوو باوري سرچینو زن ټایمز ته تایید کړه، چې حورا سادات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له خوا تر احضارولو وروسته وژل شوې او پر بدن یې د شکنجې نښې هم ښکارېدلې.

د طالبانو له خوا د بندیانو د شکنجه کولو تېرو کړونو ته په پام ډېری په دې پېښه کې د تورنو ګوته دغه ډلې ته نیسي.

زن ټایمز د خپلو څېړنو پر بنسټ لیکلي، چې د حورا سادات د مشکوکې مړینې له پراخ پوښښ وروسته طالبانو یوه جعلي کیسه خپره کړه او ویې ویل، چې هغه د موږکانو د زهرو خوړلو له امله مړه شوې ده.

زن ټایمز ویلي، چې د حورا سادات د مړینې په اړه په یو شل دقیقې مستند فلم کې طالبانو د هغې کورنۍ دې ته اړ کړه، چې د دوی نظر تایيد کړي.

یوې سرچینې، چې د حورا سادات مړی یې د ښخولو له مخه لیدلی زن ټایمز ته وویل: «د هغې پر سينه زخمونه وو، د هغې د ​غاړې یو رګ پرې شوی او شا یې د وهلو له امله په بشپړه توګه توره شوې وه، یوازې د هغې مخ روغ و.»

د دغه یوټیوب چینل یوه کارکوونکې زن ټایمز ته ومنل، چې د حورا سادات ویډیوګانې د طالبانو په غوښتنه لیرې شوې.

زن ټايمز دا هم موندلې، چې د سټار فان یوټيوب چينل نوم، چې حورا سادات خپلي ويډيوګانې په کې خپرولې هم سلام افغاستان ته بدل شوی.

په راپور کې راغلي، چې د حورا سادات د مړینې خبر په فعالو مېرمنو په ځانګړې توګه د یوټیوب کاروونکو باندې ډیر اغیز کړی.

یو شمېر ښځینه یوټیوبرانو زن ټایمز ته ویلي، چې د حورا سادات د مړینې د خبر له اورېدو وروسته یې خپل فعالیتونه درولي دي.

د افغانستان انټرنشنل ځانګړې مرکه؛ ارسن وینګر د فوټبال د وضعیت د کتلو لپاره افغانستان ته ځي

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د فوټبال د نړۍ پخوانی روزونکی او د فیفا له لوړ پوړو چارواکو څخه ارسن وینګر له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان د فوټبال د مالي مسایلو د څېړلو، د ښځو د فوټبال د وضعیت او د طالبانو د ورزشي چارواکو سره د خبرو په موخه سفر کوي.

ارسن وینګر به د افغانستان د فوټبال فدراسیون له طالب چارواکو سره د مالي راپورونو د څېړلو، په دغه هېواد کې د فوټبال په ځانګړي ډول د ښځو د فوټبال د وضعیت، د فوټبال د پرمختګ او راتلونکي په اړه د طالبانو د ورزش ادارې له چارواکو سره هم خبري وکړي.

په کابل کې د فوټبال د نړۍ د دې مشهورې څېرې د شتون یو مهم ټکی به د ماشومانو لپاره د فوټبال د اکاډمي درلودل وي.

په افغانستان کې د ارسن وينګر شتون د ورزش د شرايطو د ښه کولو لپاره مهم بلل شوي.

افغان مېرمنې، چې له څو کلونو راهیسي له فوټبال څخه بې برخي او منع شوي دي د فيفا او د فوټبال نړۍ لپاره اړينه ده، چې په دې برخه کې پاملرنه زياته کړي.

د فوټسال نړۍوال جام ته د افغانستان د فوټسال لوبډلې تګ د فوټسال لوبې د ودې او پر فوټبال د هغې د اغېزو لپاره مهمه ده.

داسي معلوميږي، چې په افغانستان کې به فوټسال د تېر په پرتله لا ډېر پرمختګ وکړي.

شننه؛ د افغانستان د تجزیه طلبۍ خوبونه

۱۶ زمری ۱۴۰۳ - ۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

د افغانستان د څلویښت میلیونه نفوس په منځ کې ډېر محدود کسان دي، چې شمېر یې زرګونو کسانو ته هم نه رسېږي، د افغانستان د تجزیه طلبۍ مسایل او یا داسې نور مسایل مطرح کوي، چې د افغانانو تر منځ د نفاق تخم وکري.

دا ډول کسان دوه طبقې خلک دي.

یوه ډله هغه کسان دي، چې د خپلو خلکو په منځ کې تجرید شوي او خریدار نه لري؛ خو د دغه سوژو په نوم غواړي، چې د خلکو پام ځانونو ته راواړوي او یو څو کسان پلویان پېدا کړي.

بله ډله بیا هغه کسان دي، چې د سیمې او یا نورو هېوادونو له خوا ګومارل شوي دي، تر څو د افغانانو په منځ کې یې اتفاقي واچوي، ملي وحدت کمزوری او د خپلو ګوډاګیانو له لارې په افغانستان کې نفوذ ته دوام ورکړي.

د دغه تجزیه طلبو کسانو د څرګنونو په وړاندې بیا یو شمیر نور محدود قومي سوداګر او کمېشن کاران هڅه کوي، چې د ځینو تجزیه طلبو څرګندونو ته قومي، ژبني او سمتي رنګ ورکړي.

دوی د دغه قومي، سمتي او ژبني تعصب د تبلیغ له لارې سرمایه تر لاسه کوي او خپلې کمیشنکارۍ او سوداګرۍ ته دوام ورکوي.

د دې لیکنې مخاطبین متعصبین او کمېشنکاران نه دي، بلکې عام ولس او په ځانګړې توګه هغه ځوانان دي، چې باید له خپل فکر څخه کار واخلي څو د دغه ډول کسانو ملاتړ او پلوي په پټو سترګو ونه کړي او نه د دوی خبرې په پټو سترګو بدرګه کړي.

د دې لیکنې په وخت کې یوه کیسه را په یاده شوه، چې کله به په پېښور کې د حکمتیار د اسلامي حزب مشران چېرته تلل او خبرې به یې کولې؛ نو له ځانونو سره به یې دوه درې موټره ځوانان هم د شعارونو ورکولو لپاره غونډو ته بیول، تر څو د دوی خبرې د تکبیر په شعارونو بدرګه کړي.

100%

یو ځلې په چارسده کې د پاکستان د اسلامي جمعیت د تنظیم له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مجاهدینو د تنظیمونو مشران یې هم دعوت کړي و.

د حکمتیار د اسلامي حزب په مشرۍ قاضي محمد امین وقاد خبرې کولې.

هغه په خپلو خبرو کې د پخواني پاچا ظاهر شاه په ضد خبرې وکړې.

د قاضي وقاد خبرې د حزب ځوانانو د مرګ په ظاهر شاه شعارونو سره بدرګه کولې.

د قاضي محمد امین وقاد له خبرو وروسته د مولوي محمد یونس خالص نوبت و.

مولوي خالص بې له مقدمې او ان له بسم الله ویلو پرته په خلکو غږ وکړ، چې اې خلکو!

د ظاهر شاه اېجنټان مو وپېژندل چې د ظاهرشاه لپاره تبلیغ کوي؟

ټولو وویلې، چې نه.

مولوي خالص وویل؛ همدا هلکان چې د ظاهرشاه په ضد خبرې کوي او شعارونه ورکوي، همدا د ظاهر شاه اېجنټان دي، ځکه مونږ او تاسو ته هغه را په یادوي که نه ظاهر شاه د هېچا په یاد هم نه دی.

له دې خبرو وروسته د غونډې منتظمینو د مولوي خالص د خبرو په منځ کې لاوډسپيکر بند کړ، چې ګډوډي رامنځته نه شي.

د مولوي خالص خبره د ستراتیژیک کمونیکیشن په برخه کې سمه وه، ځکه چې د مخالفینو په ضد بې ځایه منفي تبلیغ هم د هغوی لپاره مثبت تبلیغ کېدلی شي او هغوی مطرح کوي.

لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، د تجزیه طلبو او هم د قومي متعصبینو او کمېشنکارانو شمېر ډېر کم دی، خو د یو بل په ضد تبلیغ دواړو ډلو ته پلیټ فارم ورکوي او د دوی منفي تبلیغ د یو بل په ضد د دوی لپاره مثبت تبلیغ دی، ځکه یو څو کسان په اګاهانه او یا غیر اګاهانه توګه د احساساتو پر بنسټ د دوی پلوي کوي.

له بده مرغه د ژورنالیزم له نظره د مثبت تبلیغ خبرونه زیات نه جوړېږي؛ خو منفي تبلیغ بیا د خبرونو سر ټکي وي لکه په ژورنالیزم کې چې وایي؛ News is always bad news یعنې خبر تل بد خبر وي.

که ووایو، چې یوه سپي لس کسان وخوړل دا مهم خبر نه دی، ځکه سپي خوړل کوي، خو که ووایو چې یوه سړي یو سپی وخوړ نو دا خبر مهم دی ځکه انسان سپی نه خوري.

د افغانستان تجزیه طلبان دې پوه شي، چې افغانستان د ډیموګرافیک، جیو پالیټکس او جیو اکنامیکس (اقتصادي) له پلوه تجزیه کېدای نه شي.

ګاونډیان به تجزیه شي، خو افغانستان تجزیه کېدلی نه شي، نو د تجزیې په نوم نفاق اچوونکي باید پوه شي، چې د دوی دا د بې اتفاقۍ تخم نه زرغونیږي.

د دوی د مفکورې خریدار په داخل او بهر کې نه شته، خو دوی فقط خپل بازار ګرم ساتي.

د تجزیې په اړه افغانان باید هیڅ اندېښنه ونه لري، ځکه د پورته درېو مهمو اړخونو له امله د افغانستان تجزیه یو ارماني فکر دی.

که افغانستان تجزیه کېدلی، نو څو لسېزې مخکې به هغه وخت تجزیه شوی و، چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته کورنۍ جګړې او ملوک الطوایفي حاکمه وه.

د لاندې څلورو ټکو تغیر ناممکن ښکاري؛

د افغانستان نوم؛

د یوه نوي هېواد ایجادول او بیا د هغه نوم د یوه هېواد په خپلو خلکو او نړۍوالو منل، اصلا په اوسني وخت کې ناشونې ښکاري.

د افغانستان نوم په نورو ستانونو نه شي بدلېدلی، خو نور ستانونه به په افغانستان کې وي او د افغانستان نوم به باقي وي.

که هر څومره کتابونه او مقالې څوک ولیکي، د افغانستان نوم به په خپل ځای پاتې وي.

د یوه هېواد نوم د څو کسانو په غوښتنو، لیکنو، مقالو او کتابونو هېڅکله بدلېدلینه شي، نو په دې اړه باید افغانانو هېڅ کومه اندېښنه و نه لري.

د افغانستان د اوسېونکو هویت؛

د افغانستان د جغرافیې ټول اوسېدونکي که د هر قوم، دین او مذهب پورې تړاو لري، دوی افغانان دي او د هویت دا کلمه “افغان” هېڅوک بدلولی نه شي.

د افغان کلمه د افغانستان له نوم سره تړلې ده او دا د افغانستان په یوه قوم پورې اړه نه لري، بلکې دا د افغانستان د جغرافیې د ټولو اوسېدونکو هویت دی.

ځیني محدود کسان که هویت نه مني، له هغوی سره اصلا بحث پکار نه دی.

په دې توګه هندوان، سېکان، پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، نورستانيان، پشه یي، ایماق او نور ټول قومونه چې د افغانستان په جغرافیه کې اوسېږي، افغانان دي.

د څو کمېشنکارانو په وسیله د دوی هویت بدلېدلی نه شي.

100%

د افغانستان دین؛

د افغانستان مطلق اکثریت مسلمانان دي او هیڅ داسې رژیم په افغانستان کې نه شي راتلی او نه بقا کولی، شي چې اسلامي ارزښتونه ونه مني.

هو! یو څو محدود کسان به د اسلامي عقایدو او د اسلام د دین مخالف وي او یا یو څو کسان چې ځانونه د دین ټیکه داران بولي، د دین تر نامه لاندې به غیر اسلامي، غیر افغاني او غیر انساني کړنې تر سره کوي، خو هغوی هېڅکله د اسلام او اسلامي حکومت استازولي نه شي کولی.

افغانان مسلمانان دي، خو اکثریت افغانان افراطیان نه دي.

د افغانستان تجزیه؛

لکه مخکې چې یادونه وشوه، په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان حکومتونه او رژیمونه د ایډیالوژيو او قومي جوړښتونو په اساس رامنځته شول او داسې وخت هم و، چې هره سیمه کې ملوک الطوایفي حاکمه وه، خو افغانستان تجزیه نه شو.

د جګړو او لاسوهنو تر څنګ د سیمې او نړۍ هېوادونو هڅه وکړه، چې د افغانانو ملي احساس ووژني، خو د دوی د کړنو له امله ملي احساس د افغانانو په منځ کې ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او ملي ارزښتونه لکه د افغانستان نوم، درې رنګه ملي بیرغ، دین او هویت د څو کسانو په شعارونو د افغانانو له زړونو پاکولی نه شي.

د افغانستان مهمې پرېکړې به یوازې د افغان ملت کوي او ملت په عموم کې که د هر قوم او سمت دي، د دغه مسایلو له بدلون سره مخالف دي.

په پایله کې یادونه کیږي، هغوی چې د تجزیې په نوم وېره خپروي او یا ځیني سیاسي کمېشنکاران د تجزیې د وېرې له امله د افغانستان د قومونو په منځ کې کرکه پیدا کوي، هغوی فقط له پپولیستي سیاست څخه کار اخلي، چې یو څو کسان پلویان د هاها لپاره پیدا او خپل بازار ګرم وساتي.

د داسې اشخاصو څېرې ورځ تر بلې رسوا کیږي او نور د افغانستان د سیاست په بازار کې د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.