دوو باوري سرچینو زن ټایمز ته تایید کړه، چې حورا سادات د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له خوا تر احضارولو وروسته وژل شوې او پر بدن یې د شکنجې نښې هم ښکارېدلې.
دوی د دغه قومي، سمتي او ژبني تعصب د تبلیغ له لارې سرمایه تر لاسه کوي او خپلې کمیشنکارۍ او سوداګرۍ ته دوام ورکوي.
د دې لیکنې مخاطبین متعصبین او کمېشنکاران نه دي، بلکې عام ولس او په ځانګړې توګه هغه ځوانان دي، چې باید له خپل فکر څخه کار واخلي څو د دغه ډول کسانو ملاتړ او پلوي په پټو سترګو ونه کړي او نه د دوی خبرې په پټو سترګو بدرګه کړي.
د دې لیکنې په وخت کې یوه کیسه را په یاده شوه، چې کله به په پېښور کې د حکمتیار د اسلامي حزب مشران چېرته تلل او خبرې به یې کولې؛ نو له ځانونو سره به یې دوه درې موټره ځوانان هم د شعارونو ورکولو لپاره غونډو ته بیول، تر څو د دوی خبرې د تکبیر په شعارونو بدرګه کړي.
یو ځلې په چارسده کې د پاکستان د اسلامي جمعیت د تنظیم له خوا غونډه جوړه شوې وه، چې د مجاهدینو د تنظیمونو مشران یې هم دعوت کړي و.
د حکمتیار د اسلامي حزب په مشرۍ قاضي محمد امین وقاد خبرې کولې.
هغه په خپلو خبرو کې د پخواني پاچا ظاهر شاه په ضد خبرې وکړې.
د قاضي وقاد خبرې د حزب ځوانانو د مرګ په ظاهر شاه شعارونو سره بدرګه کولې.
د قاضي محمد امین وقاد له خبرو وروسته د مولوي محمد یونس خالص نوبت و.
مولوي خالص بې له مقدمې او ان له بسم الله ویلو پرته په خلکو غږ وکړ، چې اې خلکو!
مولوي خالص وویل؛ همدا هلکان چې د ظاهرشاه په ضد خبرې کوي او شعارونه ورکوي، همدا د ظاهر شاه اېجنټان دي، ځکه مونږ او تاسو ته هغه را په یادوي که نه ظاهر شاه د هېچا په یاد هم نه دی.
لکه مخکې مې چې یادونه وکړه، د تجزیه طلبو او هم د قومي متعصبینو او کمېشنکارانو شمېر ډېر کم دی، خو د یو بل په ضد تبلیغ دواړو ډلو ته پلیټ فارم ورکوي او د دوی منفي تبلیغ د یو بل په ضد د دوی لپاره مثبت تبلیغ دی، ځکه یو څو کسان په اګاهانه او یا غیر اګاهانه توګه د احساساتو پر بنسټ د دوی پلوي کوي.
له بده مرغه د ژورنالیزم له نظره د مثبت تبلیغ خبرونه زیات نه جوړېږي؛ خو منفي تبلیغ بیا د خبرونو سر ټکي وي لکه په ژورنالیزم کې چې وایي؛ News is always bad news یعنې خبر تل بد خبر وي.
که ووایو، چې یوه سپي لس کسان وخوړل دا مهم خبر نه دی، ځکه سپي خوړل کوي، خو که ووایو چې یوه سړي یو سپی وخوړ نو دا خبر مهم دی ځکه انسان سپی نه خوري.
د افغانستان تجزیه طلبان دې پوه شي، چې افغانستان د ډیموګرافیک، جیو پالیټکس او جیو اکنامیکس (اقتصادي) له پلوه تجزیه کېدای نه شي.
ګاونډیان به تجزیه شي، خو افغانستان تجزیه کېدلی نه شي، نو د تجزیې په نوم نفاق اچوونکي باید پوه شي، چې د دوی دا د بې اتفاقۍ تخم نه زرغونیږي.
د دوی د مفکورې خریدار په داخل او بهر کې نه شته، خو دوی فقط خپل بازار ګرم ساتي.
د افغانستان مطلق اکثریت مسلمانان دي او هیڅ داسې رژیم په افغانستان کې نه شي راتلی او نه بقا کولی، شي چې اسلامي ارزښتونه ونه مني.
هو! یو څو محدود کسان به د اسلامي عقایدو او د اسلام د دین مخالف وي او یا یو څو کسان چې ځانونه د دین ټیکه داران بولي، د دین تر نامه لاندې به غیر اسلامي، غیر افغاني او غیر انساني کړنې تر سره کوي، خو هغوی هېڅکله د اسلام او اسلامي حکومت استازولي نه شي کولی.
افغانان مسلمانان دي، خو اکثریت افغانان افراطیان نه دي.
د افغانستان تجزیه؛
لکه مخکې چې یادونه وشوه، په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان حکومتونه او رژیمونه د ایډیالوژيو او قومي جوړښتونو په اساس رامنځته شول او داسې وخت هم و، چې هره سیمه کې ملوک الطوایفي حاکمه وه، خو افغانستان تجزیه نه شو.
د جګړو او لاسوهنو تر څنګ د سیمې او نړۍ هېوادونو هڅه وکړه، چې د افغانانو ملي احساس ووژني، خو د دوی د کړنو له امله ملي احساس د افغانانو په منځ کې ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او ملي ارزښتونه لکه د افغانستان نوم، درې رنګه ملي بیرغ، دین او هویت د څو کسانو په شعارونو د افغانانو له زړونو پاکولی نه شي.
د افغانستان مهمې پرېکړې به یوازې د افغان ملت کوي او ملت په عموم کې که د هر قوم او سمت دي، د دغه مسایلو له بدلون سره مخالف دي.
په پایله کې یادونه کیږي، هغوی چې د تجزیې په نوم وېره خپروي او یا ځیني سیاسي کمېشنکاران د تجزیې د وېرې له امله د افغانستان د قومونو په منځ کې کرکه پیدا کوي، هغوی فقط له پپولیستي سیاست څخه کار اخلي، چې یو څو کسان پلویان د هاها لپاره پیدا او خپل بازار ګرم وساتي.
د داسې اشخاصو څېرې ورځ تر بلې رسوا کیږي او نور د افغانستان د سیاست په بازار کې د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته هڅه وکړه، چې د دولت بېلابېل لګښتونه د درنو مالیاتو له لارې پوره کړي، چې دې کار خلک غوسه کړي هم دي.
ښاريان وايي، طالبان خدمات نه وړاندې کوي؛ خو په يو اړخيز ډول له خلکو پيسې ټولوي.
د طالبانو د ماليې وزارت د ګمرکونو او عوايدو رییس عبدالقاهر وايي، چې د هبت الله د فرمان له مخې د پمپ سټېشنونو د ماليې اندازه او د رسټورانونو پر خالصو عوايدو ماليه کمه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې پخوا له هر ليټر تېل او ګاز ٠،٦ افغانۍ ماليه اخيستل کېده؛ خو اوس دغه اندازه ٠،٣ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
په دې غونډه کې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، چې ډېر عایده هوټلونه او رسټورانټونه به بیا هم لس سلنه مالیه ورکوي.
د نوموړي په خبره هغه رسټورانټونه، چې عاید یې له ۷۵۰ زره افغانیو څخه لوړ وي ۵ سلنه او هغه هوټلونه چې عاید یې له ۷۵۰ زره څخه کم وي ۲ سلنه ماليه به ورکوي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د ۶۰ کلونو څخه د پورته عمر په پرتله ۵.۳ برابره زیات ماشومان په خپل ژوند کې له وچکالۍ سره مخ دي او دغه بحران د ماشومانو ژوند ته بدلون ورکوي.
دغه سازمان د ملګرو ملتونو له قوله لیکلي دي، چې په افغانستان کې له هرو ۳ نفرو څخه ا نفر د لوږې له بحران سره مخ دی او ددې بحراني وضعیت لامل د اقلیم بدلون او د خوراکي توکو د بیو لوړوالی دی.