• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې له اوکرایني ځواکونو سره د درېیمې ورځې لپاره سخته جګړه کړې

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۳۷ GMT+۱

روسي ځواکونه د پنجشنبې په ورځ د درېیمې ورځې لپاره د اوکراین له سرتېرو سره سخته جګړه کې ښکیل دي. د سې شنبې په ورځ اوکراینې ځواکونه د کرسک په سیمه کې د روسیې پولې ته ننوتل، د نړۍ تر ټولو لوی دغه اټومي ځواک باندې دغه برید مسکو اړ کړ، چې خپل احتیاطی ځواکونه د جګړې میدان ته راوبولي.

د روسي چارواکو په وینا؛ د دوه کلنې جګړې په لړ کې پر روسیې د اوکراین تر ټولو لوی برید کې شاوخوا ۱۰۰۰ اوکرایني پوځیان د اګست د شپږمې نېټې په لومړیو ساعتونو کې ټانکونو او زغره والو موټرو سره د روسیې پولې ته ننوتل، چې پر سر یې ډرون او جنګي الوتکو هم روانې وې او د توپونو ډزې یې کولې.

د سودزا ښار ته نږدې د سختې جګړې راپور ورکړل شوی، چیرې چې د روسیې طبیعي ګاز اوکراین ته تیریږي، چې اروپا ته د لیږد احتمالي ناڅاپي بندیدو په اړه یې اندېښنې راپورته کړي.

دغه برید د روسیې لپاره د یوې لویې ناکامۍ په توګه بلل کیږي، ځکه چې د جګړې له پیل نږدې دوه نیم کاله وروسته لا هم اوکراین کولای شي چې روسیې ته خپل پوځ واستاوي.

پوتین د اوکراین برید د "د یو لوی ګوزار" په توګه بللی دی.

د کرملین د وفادار سیاسي ګوند مشر سرګي میرونوف دا یو "ترهګریز برید" او "په نړۍواله کچه پېژندل شوې بهرنی برید" بللی دی.

د کورسک سیمه ییز سرپرست والي الیکسي سمیرنوف ویلي، چې د سیمې زرګونه اوسیدونکي یې امنو ځایو ته ایستلي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې متحده ایالاتو د برید په اړه له وړاندې معلومات نه درلودل او له کییف څخه به نور جزيیات وغواړي.

امریکا د اوکراین تر ټولو لوی ملاتړ کوونکی دی.

د روسیې د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې اردو او د فدرالي امنیت خدماتو د اوکراین د پرمختګ مخه نیولې او په کرسک سیمه کې د اوکرایني واحدونو سره جګړه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په میسچوسټس کې له یوه کب نیوونکي څخه یوې مرغۍ د پیسو بټوه وړې

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۲۶ GMT+۱

د میسچوسټس په ټاپو کې په یوې نادره پېښه کې یوې مرغۍ له له یوه کب نیوونکي څخه د پیسو بټوه وړې ده.

میسچوسټس ټاپو کې له کب نیولو یوه ورځ وروسته نوح کاربرګ کور ته په لار روان و، چې مېرمنې یې ورته زنګ وواهه او له نوموړي څخه یې کور ته د سودا ور وړلو غوښتنه وکړه.

کاربرګ د سې شنبه په ورځ ویلي، چې هغه د کب نیولو په جامو کې و او جامو یې جېب هم نه درلوده.

نوموړی وایي: "ما د خپلو پیسو بټوه او ټلیفون د سودا اخیستو په ټوکرۍ کې کېښوده او سودا مې واخیسته، نو کله چې موټر ته مې سودا پورته کوله ټوکرۍ ته مې پام شو، چې یوه مرغۍ پرې ناسته وه او زما بټوه یې واخیسته او والوته."

کاربرګ زیاته کړه: «داسې ښکارېده چې مرغۍ ښه په پلان سره راغلې وي.»

د منځني ختیځ د کړکېچ په زیاتېدو سره هوايي شرکتونو خپلې الوتنې ځنډولې دي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۱

په منځني ختیځ کې د پراخې شخړې په اړه اندېښنو نړۍوالو هوایي شرکتونه اړ کړي، چې سیمې ته الوتنې وځنډوي یا اغیزمن شویو هوایي ډګرونو ته له الوتنو ډډه وکړي.

د الجزایر ایر، ایر انډیا، ایرفرانس، کی ایم ال، دلتا ایرلاین په ګډون شاوخوا لسو معتبرو هوايي شرکتونو منځي ختيځ ته خپلې الوتنې ځنډولي دي.

د الجزایر هوایي شرکت په لنډمهاله توګه لبنان ته الوتنې تر بلې خبرتیا پورې وځنډولې.

د هند ملي هوايي شرکت ایر انډیا هم د اګست تر 8 پورې تل ابیب ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.

100%

بل خوا ایر فرانس د پاریس او بیروت ترمنځ د الوتنو ځنډول د اګست تر ۱۱ مې پورې غځولي دي.

د کی ایم ال شرکت بیا د اګست له پیل څخه د اکټوبر تر ۲۶ مې پورې تل ابیب ته خپلې ټولې الوتنې لغوه کړې دي.

په همدې حال کې انګلستان د دغه هېواد هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې، چې د اګست له ۸مې څخه د نومبر تر ۴مې پورې د لبنان هوایي حریم ته له ننوتو ډډه وکړي، ځکه چې "د پوځي فعالیت له امله الوتنو ته احتمالي خطر" شته.

د غزې کړکېچ؛ اسراییل په تازه هوايي بریدونو کې په غزه کې ۴۰ فلسطینیان وژلي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۱ GMT+۱

فلسطیني ډاکټرانو ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې په ډیریدونکو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژلي دي.

د حماس تر مشرۍ لاندې وسله والو سره د اسراییل جګړه په داسې حال کې روانه ده، چې دغه هېواد په سیمه کې د احتمالي پراخې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.

ډاکټرانو ویلي، چې اسراییلي الوتکو د غزې په مرکزي البوریج کمپ کې پر یو شمېر کورونو برید کړی، چې لږ تر لږه ۱۵ کسان یې وژلي او د النصیرات کمپ ته نږدې یې په بل برید کې څلور تنه وژلي دي. نصیرات او بوریج د ګڼ مېشته سیمو له اتو تاریخي کمپونو څخه دی او د اسراییل له خوا د وسله والو سخت دریځو د پټنځایونو په توګه لیدل کیږي.

بل خوا اسراییلي الوتکو د غزې په ښار کې پر یو کور بمباري کړې، چې له امله یې پنځه فلسطینیان وژل شوي او په سویلي ښار خان یونس کې په یو بل هوايي برید کې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د سیمې د ملکي اضطراري خدماتو ادارې په یوه اعلامیه کې وویل، چې د پنجشنبې په ورځ د غزې ښار په ختیځ کې پر دوو ښوونځیو د اسراییل په بمباریو کې ۱۵ فلسطینیان ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.

د اسرايیل پوځ ویلي، چې د غزې ښار په طوفه سیمه کې یې د عبدالفتاح حمودا او الزهرا په ښوونځیو کې د حماس د قوماندې او کنټرول مرکزونه په نښه کړي، چې د حماس وسله وال پکې فعالیت کوي.

اسراییل پر حماس تور لګوي چې د پوځي اهدافو لپاره د ملکي خلکو او ملکي ملکیتونو څخه کار اخلي؛ خو حماس دا تور ردوي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښیې چې ټپیان ګاډۍ ګانو کې روغتون ته وړل کیږي.

د حماس او اسلامي جهاد وسله والو ډلو ویلي، چې دوی د غزې په اوږدو کې پر اسراییلي ځواکونو د ټانک ضد راکټونه او هاوانونونه غورځولي، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اسراییل پوځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په غزه کې لسګونه پوځي هدفونه په نښه کړي، چې پکې د راکټونو د توغولو مرکزونه هم شامل دي.

د حماس په مشرۍ وسله والو د تېر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ او ۱۲۰۰ اسراییلیان او بهرنیان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه تازه اعلامیه کې وویل، چې له هغه وخت راهیسې په غزه کې د اسراییل په ویجاړونکي هوايي او ځمکنۍ جګړه کې ۳۹ زره ۶۹۹ فلسطینیان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان دي.

په بنګله دېش کې هندوان هڅه کوي چې د تاوتریخوالي له امله هند ته لاړ شي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱

په سلګونو بنګله دیشي هندوانو په روانه اونۍ کې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه په مشرۍ د حکومت له ړنګېدو وروسته هند ته د تېښتې هڅه کړې. هند ته د تګ دا هڅې وروسته له هغې شوي، چې د اعتراضونو په لړ کې د لږه کیو ټولنې د غړو ډیری کورونه او کاروبارونه ویجاړ کړل شوي دي.

د “بنګله دېش د هندو-بودا-مسیحي یووالي شورا” وویل، چې د هېواد له ۶۴ ولسوالیو څخه په ۴۵ هغو کې یې په دې اونۍ کې د ډیری هندوانو کورونه ، سوداګري یا معبدونه په نښه شوي دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ښوونځي یو ښوونکی وژل شوی او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

هندوان د بنګله دېش د ۱۷۰ میلیون نفوس شاوخوا ۸٪ جوړوي او په دودیز ډول په پراخه کچه د حسینې عوامي لیګ ګوند ملاتړي دي.

هندوان د اپوزیسیون بلاک پر ځای چې سخت دریځه اسلامپال ګوندونه پکې شامل دی، په لویه کچه د سیکولریزم پلوي کوي.

حسینه د دوشنبې په ورځ د هغه څه په وړاندې چې منتقدین یې د استبدادي واکمني بولي، د پراخو لاریونونو په ترڅ کې له هېواده له تېښتې وروسته په هند کې پناه واخیسته، هغه څه چې د خپل ګاونډي په وړاندې د ځینو بنګله دېشیانو غوسه راوپاروله.

ځايي خلکو ویلي، چې هند ته نږدې اوسېدونکي ډېری بنګله دېشیان هغه هېواد ته د تېښتې هڅه کوي، خو د دواړو خواو له مقاومت سره مخ کیږي.

دواړو هېوادونو ویلي، چې له تاوتریخوالي وروسته یې پر پوله ګزمې زیاتې کړې دي.

محمد رقیب الحسن، چې د بنګله دېش په شمال لوېدیځ کې د ټاګورګاون په ولسوالۍ کې ځایي حکومتي چارواکی دی وویل، چې شاوخوا ۷۰۰ – ۸۰۰ هندوانو د چهارشنبه ماښام له هغه وروسته هند ته د تېښتې هڅه وکړه چې د دوی پر ځینو کورونو بریدونه وشول او لوټ شول.

حسن رویټرز خبري اژانس ته وویل: "هغوی بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول کله چې موږ ورته له پولې د تېرېدو اجازه ورنه کړه. سرحدي ځواکونه په سیمه کې ګزمې کوي. اوس هر څه سم دي او نور د تاوتریخوالي راپورونه نه شته."

د پنجشنبې په سهار شاوخوا ۳۰۰ بنګله دېشیان د هند جلپایګوري ولسوالۍ ته نږدې په یوه سرحدي سیمه کې راټول شوي وو؛ خو وروسته وویشل شول.

هندي رسنیو هلته د یوې ډلې په شاوخوا کې هندي سرحدي سرتېري ښودلي دي.

د ډهاکې څخه په شاوخوا یو ساعت کې د نارسنګدي په سیمه کې یو هندو زرګر، چې نه یې غوښتل د غچ اخیستنې له ویرې یې نوم واخیستل شي وویل، چې دوو ځوانانو د یو میلیون بنګله ديشي ټکه (۸۵۵۰ ډالر) د محافظت پیسو غوښتنه وکړه او یوازې وروسته له هغه له سیمې ولاړ چې هغه دوی ته د یو لک ټکه د ورکړې موافقه وکړه.‌

نظرپوښتنه: د کمالا هرېس د ګټلو چانس د ټرمپ پرتله زیات شوی دی

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۵ GMT+۱

په پراخه کچه داسې انګېرل کېده، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ به په اسانۍ سره ډیموکراټ ګوند سیالې کمالا هرېس ته ماتې ورکړي. خو اوس یوې پراخې نظرپوښتنې ادعا کړې، چې په ټاکنو کې د کمالا هرېس د ګټلو چانس ډېر دی.

د پی بي اېس، اېن پي ار او مارېسټ له‌خوا د یوې ګډې نظرپوښتنې له مخې، ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند نومانده اوس‌مهال د دغو ټاکنو د ګټلو ۵۱ سلنه او ډونالډ ټرمپ بیا ۴۸ سلنه د ګټلو چانس لري.
د نظرپوښتنې له مخې، د محبوبیت له پلوه کمالا هرېس ۴۸ سلنه او ټرمپ بیا ۴۵ سلنه په خلکو کې منل شوی دی، چې کمالا هرېس په دې برخه کې هم مخکښه ده.
د اقتصاد په برخه کې د ټرمپ محبوبیت ۳ نمرې لوړ دی؛ خو د کمالا هرېس دریځ د بایډن پرتله ډېر ښه دی.
د نظرپوښتنې له مخې ټرمپ د کډوالۍ په برخه کې ۶ نمرې مخکې دی؛ خو دلته هم د کمالا هرېس دریځ د بایډن پرتله ۱۵ درجې ښه دی.

د ښځینه رای ورکوونکو په منځ کې، د کمالا دریځ د ټرمپ پرتله ۱۳ درجې لوړ دی؛ خو د نارینه رای ورکوونکو په منځ کې د هغې دریځ ۹ نمرې ټیټ دی.
نظرپوښتنې څرګنده کړه، چې د تور پوستو رای ورکوونکو په منځ کې د کمالا محبوبیت د ډونالډ ټرمپ پرتله له ۲۳ څخه ۵۴ پواینټونو ته لوړ شوی دی.

د خپلواکو رای ورکوونکو په منځ کې د کمالا هرېس دریځ د ډونالډ ټرمپ پرتله ۹ پواینټونه ډېر شوی دی.
خو تر ټولو اړینه دا ده، چې د کمالا هرېس محبوبیت له ۴۰ سلنې څخه ۴۶ سلنې ته لوړ شوی چې نه یوازې بایډن؛ بلکې له بارک اوباما هم لوړ دی.
دا په ۱۹۷۶ کال کې له جېمي کارټر وروسته لومړی ځل دی، چې ډیموکراتانو دغه مقام خپل کړی دی.
دغه نظرپوښتنه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او تر یکشنبې پورې یې دوام وکړ.