طالبان: ځيني مغرضې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ ښې اړیکې اغېزمنې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان ماشوم د شکنجې په غبرګون ویلي، چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې اغېزمنې کړي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې ناوړه پېښې د طالبانو ژوره اندېښنه راپارولې ده.