منیژه تلاش د سیاسي شعارونو له کبله له المپیک سیالیو واېستل شوه

د پاریس ۲۰۲۴کال المپیک سیالیو کې د پناه غوښتونکو له ډلې منیژه تلاش له دې امله له المپیک سیالیو لرې کړای شوه، چې د ښځو په اړه یې یو شعار نندارې ته وړاندې کړ.

د پاریس ۲۰۲۴کال المپیک سیالیو کې د پناه غوښتونکو له ډلې منیژه تلاش له دې امله له المپیک سیالیو لرې کړای شوه، چې د ښځو په اړه یې یو شعار نندارې ته وړاندې کړ.
دغه انګلیسي شعار چې د ۲۱کلنې منیژې په کمیس راڅرګند شو، په کې لیکل شوي وو « افغان ښځې ازادې کړئ».
المپیک د خپل قانون له مخې اغلې منیژه له دغې نندارې وروسته له لوبو بهر کړه.د المپیک د قانون له مخې، په دغه سیالیو کې پر سیاسي شعارونو بندیزونه لګول شوي دي.منیژې تلاش له اسپانیا څخه د دغو سیالیو د پناه غوښتونکو له ډلې د برېک ډانس په برخه کې ګډون کړی و.


د قانون او جنسیتي برابرۍ لپاره نړۍوالې شبکې د حقوقو او مشرتابه په برخه کې د ۲۰۲۴ کال جایزه د افغانستان مدني فعالې او د ښځو له حقونو ملاتړې زبیدې اکبر ته ورکړې ده.
دغې شبکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د شنبې په ورځ د (زمري په ۲۰مه) ویلي، چې دغه جایزه یې مېرمن اکبر ته د هغې د هڅو او د ښځو د حقونو په لار کې د هغې د مبارزې او هلو ځلو په پار ورکړل شوې ده.
دغې شبکې په خپله خبرپاڼه کې دا هم ویلي چې: «موږ په دغې سیالۍ کې د یو سخت ازمون سره مخامخ وو؛ نو د دغې جایزې لپاره مو د بشري حقونو د ملاتړو دوه تنه غوره کړې او دواړه مو بریالۍ وګڼلې.»
دویمه مېرمن چې دغه جایزه یې تر لاسه کړې د تونس د بشري حقونو فعاله حفیدا چکیر وه، چې نوموړې هم په خپل هېواد کې د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي.
زبیدې اکبر په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ لپاره مبارزه کړې او د هغې هلې ځلې لا هم د هغو مبارزو ښځو په ملاتړ راټولې دي، چې په افغانستان کې د ننه د طالبانو لهخوا د لګېدلو بندیزونو پر وړاندې غږ اوچتوي.
هغې دا رنګه د هغو څېړنیزو پروژو مشري هم کړې، چې د نړۍوالې ټولنې لهخوا د افغان مېرمنو لپاره په تېرو شلو کالو کې ترسره شوې دي.
زبیدې اکبر د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ښځو د وضعیت په اړه وینا کړې وه او د طالبانو کړنې یې د ټولو بشري حقونو سره به ټکر کې بللې وې.
دغه جایزه په ۲۰۱۸ کال کې د الجزایري زدهکړیالې برای امل زواني په نوم نومول شوې ده.
هغه چې د حقوقو د څانګې زدهکړیاله وه په ۱۹۹۷ کال کې د بنسټ پالو لهخوا په دې تور وژل شوې وه، چې هغه ولې زدهکړې کوي.
اوس دغه جایزه داسې مهال یوې افغانې مېرمنې ته ورکول کېږي، چې په تېرو درېیو کالو کې طالبانو مېرمنې او نجونې له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د المپیک له نړۍوالې کمېټې وغوښتل، چې د افغان ښځینه لوغاړو ملاتړ دې وکړي او هغوی ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی له ورزشي سازمانونو وغوښتل، چې په سپورټي لوبو کې د ښځو پر ګډون دې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر سپورټ بندیز د دوی له حقونو څخه سرغړونه ده او بل هېڅ هېواد دا ډول اقدام نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو په ګډون د افغانستان لپاره د بشري حقونو د سازمان مشر ریچارډ بنټ، د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د ښځو او نجونو د سپورټ په وړاندې د طالبانو کړنې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د تبعیضي او ظالمانه برخورد یوه برخه ده، چې د بشریت پر وړاندې د جنایت یوه بیلګه کیدای شي.
شاوخوا درې کاله کېږي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ښځې او نجونې له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي. د کار او زده کړې له حق څخه نیولې تر سپورتي لوبو کې ګډون او پارکونو ته تګ او د کورنۍ له نارینه غړي پرته سفر کول.
د پاریس د المپیک په سږنیو سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب درې ښځینه او درې نارینه ورزشکارانو برخه اخیستې ده. خو طالبانو ویلي، چې دغه ډله د المپیک په سیالیو کې افغان ښځینه ورزشکارانې په رسمیت نه پیژني.
د ملګرو ملتونو استازو دا هم ویلي، چې د سپورټ په ګډون د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو او کرامت څخه ناوړه محرومیت باید پای ته ورسیږي.
په خپره شوې اعلامیه کې ټینګار شوی: «کولتور باید د بشري حقونو څخه د سرغړونې لپاره د عذر په توګه ونه کارول شي، لکه په سپورټ کې د ګډون حق.»
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي، چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه مسوولیت لري چې د طالبانو له "جابرانه" سیاستونو سره مبارزه وکړي او په هر ځای کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ملاتړ وکړي.
دوی په دغو سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو د ګډون لپاره د المپیک د نړۍوالې کمېټې ملاتړ «ښه» وباله، خو ټینګار یې وکړ، چې لا زیات ملاتړ ته اړتیا ده.
دغو کارپوهانو ویلي< چې د سپورټ نړۍوال سازمانونه باید له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د طالبانو له تبعیضي او غیر قانوني تګلارو سره د تړاو په توګه تعبیر شي.

په اسلام اباد کې ګڼ افغان کډوال د خپلو لوڼو لپاره د یواځیني ښوونځي په تړلو خواشیني دي او وايي، چې د دغه ښوونځي په خلاصولو کې د ملګرو ملتونو اړونده ادارو ورسره هیڅ لاسنیوی نه دی کړی.
دغه ښوونځی چې افتاب نومېده د ۲۰۲۳ میلادي کال په جنورۍ کې د هغو افغانو نجونو لپاره پرانیستل شو، چې تازه له افغانستانه کډوالې شوې او په اسلام اباد کې مېشتې شوې وې.
د شاوخوا اتلس میاشتو په ترڅ کې دغلته تر ۴۰۰ زیاتو نجونو چې په خپل هېواد کې له زدهکړو بې برخې شوې وې، زدهکړې کولې او د افغانستان د تعلیمي نصاب سره سم د افغانو ښوونکو لهخوا ورته تدریس کېده.
د دغه ښونځي موسس سید فاسم هاشمي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: دغه ښوونځی چې په بهر کې د مېشتو یو شمېر افغان خواخوږو په ملاتړ او د نومړي په شخصي لګښت جوړ شوی و، له دوه میاشتو را په دې خوا د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله وتړل شو چې له امله یې شاوخوا ۴۰۰ نحونې له تعلیمه بې برخې پاتې شوې.
ښاغلی هاشمي وايي، چې د ښونځي د بیا پرانیستلو لپاره یې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ او د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف له ادارو څخه یې په وار، وار د مرستو غوښتنه کړې؛ خو دغو ادارو ورسره له مرستې چور لټ انکار کړی.
دغه ښوونځی چې د افغان کډوالو په ګڼ مېشته سیمه کې جوړ شوی و، ډېرو هغو نجونو په کې زدهکړې کولې چې له افغانستانه کډه شوې وې او د ګڼو کورنیو د کډوالۍ لامل هم د هغوی د لوڼو د تعلیم مسله وه چې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پرې بندیز لګول شوی دی.
موږ په دې اړه هڅه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د اړونده ادارو غبرګون هم ولرو؛ خو د پر له پسې اړیکو سره، سره هغوی زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وایه.
په اسلام اباد کې ګڼې کورنۍ وايي، دوی له دغه ښوونځي څخه ځکه رضایت لاره چې یو خو یې میاشتینی فیس نه اخیست او بله دا چې د افغاني نصاب سره سم یې لوڼو زدهکړې کولې او هم ګڼې زدهکوونکې یې افغانې وې؛ نو له همدې امله د دوی لوڼو په کې ښې زدهکړې کولای شوې.
په اسلام اباد کې افغان کډوال محمد نعیم وايي، د هغه درې لوڼو په دغه ښوونځي کې زدهکړې کولې، اوس چې ښوونځی تړل شوی نو هغه د دې وس نه لري چې خپلې لوڼې په پاکستاني ښوونځیو کې د فیس په بدل کې شاملې کړي، چې دا کار د ده لپاره سخت ځورونکی دی.
یوه بله افغانه کډواله ګل مکۍ وايي، دلته په پاکستاني ښوونځیو کې د فیس تر څنګ زموږ له ماشومانو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنې هم کوي چې ډېر افغان کډوال ویزې نه لري او که لري یې هم، وخت پرې تېر شوی دی او دغه وخت تېرې ویزې هم دوی ته د منلو نه وي.
په اسلام اباد کې ګڼ افغان کډوال وايي، چې د ملګرو ملتونو او د مهاجرت سازمان د کنوانسیونونو له مخې هر کډوال چې د ناخوالو او تاوتریخوالي له امله نورو هېوادونو ته کډه شوی وي، هغه دا حق لري چې د ملګرو ملتونو د ادارو لهخوا ورته د تعلیم او روغتیا زمینې برابرې شي؛ خو په پاکستان کې دوی ته هیڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې شوې او دغه ادارې هم د هغوی غږ نه اوري.
په افغانستان کې د تېر نظام پر مهال ګڼو هغو خلکو چې په لرې پرتو سیمو کې هم ژوند کاوه، هیله یې دا وه چې د هغوی لوڼې د هغوی د زامنو په څېر د تعلیم په ګاڼه سینګارې شي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د دوی دغه هیلې په سیند لاهو شوې.
د نجونو تعلیم خو په خپل ځای، د هغوی د زامنو لپاره هم اوس هغسې زمینې نه دي برابرې چې دوی وشي کولای د نړۍ له نورو هېوادونو سره ځانونه د تعلیم په ډګر کې سیال وګڼي.

د افغانستان د واليبال په ملي لوبډله کې د داخلي جنجالونو او تر هغه وروسته، چې د لوبډلې يو شمېر لوبغاړو ته بلنه ور نه کړل شوه اوس طالبانو د واليبال پر فدراسيون فشارونه زيات کړي دي. طالبانو د واليبال ملي نوي ايراني مشر روزونکي ته ځيني لوبغاړي معرفي کړي دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچينو ويلي، چې دغه فشارونه تر ډېره د حقاني شبکې له خوا ترسره شوي دي.
په دې وروستیو کې د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې هغو لوبغاړو، چې بلنه نه ده ورکړل شوې د دې موضوع په وړاندي اعتراضونه کړي او د دې لوبډلې د مشر روزونکي د استعفا غوښتنه یې کړې ده.
په تېرو څو ورځو کې د والیبال فدراسیون مشرتابه پلاوي د طالبانو د بدني روزنې له مشر احمدالله وثیق سره هم کتلي او خبرې یې ورسره وکړي دي.
واليبال فدراسيون او د بدنې روزنې ادارې د دې ناستې جزيیات نه دي شريک کړي.

د هند د غېږ نیونې په تاریخ کې د دغه هېواد لوبغاړې ونیش پوګاټ لومړنۍ غېږنیوونکې شوه چې د اولمپیک سیالیو پایلوبې ته وځي. مېرمن پوګاټ پرون د فرانسې مرکز پاریس کې پرون د اولمپیک لوبو د غېږنیونې نیمه پایلوبه کې د کیوبا لوبغاړې ته د ۵ د صفر په مقابل کې ماتې ور کولو سره دا ویاړ وګاټه
ونیش پوګاټ دې بري سره د ځان لپاره د سیلورو مډال یقیني کړل او هم لومړنۍ هندۍ شوه چې د اولمپیک پایلوبې ته وځي.
مېرمن پوګاټ د غېږنیونې فدراسیون د مشرانو پرضد د مظاهرو او پر هغوی د لوبغاړو د جنسي ځورولو د تور له امله هم مشهوره ده.
ونیش پوګاټ او بجرنګ پونیا نږدې یو نیم کال مخکې د هغو سلو لوبغاړو مشري کوله چې د دغه فدراسیون د مشر د لرې کولو لپاره یې د هند د پارلمان مخ ته یې اعتراض کړی و.
ونیش پوګاټ تر دې مخکې د همګټو هېوادونو د غېږنونې سیالیو کې درې ځلې د سرو مډالونه ګټلي دي.