د طالبانو بند کې امریکایي وګړی؛ ایفبيای وايي، د محمود شاه حبیبي په برخلیک نه پوهیږي

دوه کاله وروسته له هغه چې طالبانو یو افغان الاصله امریکایی محمود شاه حبیبي نیولی، د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې وویل چې د هغه په اړه معلومات نه لري.

دوه کاله وروسته له هغه چې طالبانو یو افغان الاصله امریکایی محمود شاه حبیبي نیولی، د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې وویل چې د هغه په اړه معلومات نه لري.
د مخکیني افغان حکومت د ملکي هوايي چلند ادارې مشر حبیبي یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د کابل په شیرپور سیمه کې د القاعدې پخوانی مشر ووژل شو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې منلې چې درې امریکايي وګړي جورج ګلزمان، محمود شاه حبیبي او راین کاربېټ د طالبانو په بند کې دي.
خو د امریکا د څېړنو فدرالي اداره وايي له دوو کلونو راهیسې د حبیبي د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې د خبرپاڼې په وینا، حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ نیټه په کابل کې د هغه کور ته نږدې د خپل موټر چلوونکي سره «وتښتول» شو. ایفبيای ویلي دي چې ګومان کیږي هغه د طالبانو پوځي یا امنیتي ځواکونو تښتولی وي.
د ايفبيای د خبرپاڼې له مخې، حبیبي او د هغه موټر چلوونکی د «ایارایکس مخابراتي» شرکت له ۲۹ نورو کارمنانو سره وتښتول شو. خو له حبيبي او يو بل کس پرته نور ټول کارکوونکي خوشي شول.
په واشنګټن کې د ایفبيای د دفتر مرستیال ډیویډ سنډبرګ وویل: «دوه کاله کیږي چې ښاغلی حبیبي ورک شوی دی، او موږ د هغه کورنۍ ته د بیرته راستنیدو لپاره په کلکه کار کوو.»
د امریکا د څېړنو فدرالي ادارې له هر چا غوښتي چې د هغه په اړه معلومات ولري د متحده ایالاتو نږدې ډیپلوماتیک ماموریت سره اړیکه ونیسي.
محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ مه د «ایارایکس مخابراتي شرکت» له ۲۹ نورو کارکوونکو سره ونیول شو.
د حبیبي کورنۍ تېر کال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هغه یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري د کابل په شیرپور کې ووژل شو.
طالبانو دغه شرکت د ایمن الظواهري په نښه کولو کې په لاس لرلو تورن کړ.
خو طالبانو د حبيبي د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.د طالبانو یوه ویاند په دې وروستیو کې منلې، چې له امریکايي استازو سره یې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کړې دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکا باید د خپلو وګړو د خلاصون په اړه د دوی غوښتنې ومني. د طالبانو له غوښتنو څخه یوه له ګوانتانامو زندانه د دغې ډلې د یوه زنداني مهاجر افغان خوشي کول دي.

لیکوال: خالد خسرو د افغان حکومت د نیولو د درېیم کال په درشل کې، د طالبانو هغه ستراتیژي چې د یو "مشروع او عادي حکومت" په توګه په رسمیت وپیژندل شي او نه د "ځانمرګي ترهګرې ډلې" په توګه، لا کومې پایلې ته نه ده رسېدلې.
طالبانو امریکا او سیمه ییزو قدرتونو ته د ثبات د راوستلو، د داعش د ځپلو او د نشه یي توکو د له منځه وړلو په ژمنو سره هیله درلوده، چې په رسمیت وپېژندل شي، خو د بشري حقونو پر اجنډا د لوېدیځو هېوادونو او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو په اړه د سیمې د هېوادونو ټينګار د طالبانو د غوښتنو پروړاندې خنډ ګرځېدلی دی.
امریکا د روسیې او چین پرخلاف چې د منځنۍ اسیا له وسله والو څخه د ګواښ احساس کوي، له افغانستانه د ترهګرو او اورپکو ډلو پر ځپلو او شړلو ټینګار نه دی کړی.
داسې ښکاري، چې واشنګټن د دوحې په هوکړه کې د طالبانو پر هغې ژمنې باور لري، چې دغه ډله القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې د امریکا پر ګټو برید وکړي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې هیڅ یو دولت یې په رسمیت نه پېژني، حال دا چې د ارمنستان، شمالي قبرس او اذربایجان ترمنځ جنجالي سیمه قره باغ لږ تر لږه د ارمنستان او ترکیې له خوا په رسمیت پېژندل کیږي.
د دغه نړۍوال مشروعیت نشتوالی له دې امله نه دی، چې طالبانو واک په زور ترلاسه کړی، بلکې په دې دلیل دی چې دا ډله د روسیې په ګډون د ډېرو قدرتونو او د امنیت شورا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې ده.
دغه راز طالبانو د ښځو پر زده کړو سربېره ډېری نړۍوال قوانین هم له پامه غورځولي دي.
لوی قدرتونه د طالبانو د چلند د بدلولو لپاره له رسمیت پېژندلو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، ځکه له هغې ډلې سره تعامل چې ټول نړۍوال قوانین له پامه غورځوي د لوېدیځو دولتونو لپاره ستونزمنه ده.
دا دولتونه دا ډول تعامل په سختۍ سره رایه ورکونکو او فرصت غوښتونکو سیاسي ګوندونو ته توجیه کولای شي.
له دې سره، طالبان ډېر هیله من دي چې د نړۍوال مشروعیت ستونزه به ژر حل شي.
دغې ډلې هڅه کړې، چې خپل انځور له یوې ترهګریزې او ځانمرګي ډلې څخه په یوې داسې عادي بې پلوي ملتپاله حکومت بدل کړي، چې ان له خپل پخواني دښمن امریکا او له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د لوېدیځو ډیپلومانو او ملایانو اړیکې
په کابل او قطر کې له لوېدیځوالو ډیپلوماټانو سره د طالبانو کتنې او په دوحه کې د ملګرو ملتونو ناستې ته د دغې ډلې بلل دا پوښتنه رامنځته کوي، چې د طالبانو د مشروعیت نه درلودل څه معنا لري؟
د بهرنیو ډیپلوماټانو او چارواکو چلند د دې ښکارندویي کوي، چې هېوادونه له طالبانو سره د یو حاکم قدرت په توګه برخورد کوي.
پېژندل شوي ترهګر سراج الدین حقاني د عربي متحده اماراتو د دولت له مشر محمد بن زاید النهیان سره په ابوظبي کې د الشطي په ماڼۍ کې وکتل.

داسې ښکاري چې د طالبانو د عادي څرګندیدو ستراتیژي لږ تر لږه پر دې ډلې فشارونه کم کړي دي.
امریکا سره له دې چې په دې پوهیږي چې طالبان له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، خو بیا یې هم د خپلو مرستو سیاست بدل کړی نه دی.
امریکا او غربي قدرتونه له طالبانو سره د سیمې د یو شمېر هېوادونو پر سیاسي راکړې ورکړې نیوکه نه کوي.
چین او روسیې سره له دې چې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له دې ډلې سره یې اړیکې پراخې کړي دي، ان یو شمېر کوچني هېوادونه چې د روسیې له ملاتړ څخه برخمن دي هم د روسیې تګلاره تعقیبوي.
هغه ګټې چې نه دي غوښتل شوي
د دې چلند لامل ښایي دا وي، چې امریکا او اروپا غواړي طالبان له یوې ترهګریزې ډلې څخه په یو پیاوړي عادي حکومت بدل شي، ځکه طالبان د افغانستان په کنټرولولو او د داعش په ځپلو سره د غربي هېوادونو په تېره بیا د امریکا د ګټو لپاره کار کوي.
د لوږي او بشري ناورین انځور په افغانستان او عراق کې د لوېدیځ د دولت جوړونې د پروژې ناکامي په ګوته کوي.
له افغانستان څخه د نا هیلو او لوږو کډوالو څپې په اروپا کې د کډوالو منلو ته د ښي اړخو ګوندونو او ډلو د غبرګون له امله رامنځته شوي سیاسي ناورین ته لمن وهي.
د طالبانو مخالفانو په ځانګړې توګه افغان ښځو په اغېزمنه توګه په لوېدیځو حکومتونو فشار راوړی، څو د طالبان ډله په رسمیت و نه پېژني.
افغان مدني ټولنې په ځانګړې توګه د ښځو فعالان په غربي مدني ټولنو کې قوي متحدین لري، چې له طالبانو سره د امریکا او اروپا د اړیکو له عادي کېدو سره مخالفت کوي او پر وړاندې یې جدي خنډ جوړ کړی دی.

هغو افغان سیاستوالو چې د کابل له پرځېدو وروسته لوېدیځو هېوادونو او سیمه کې پناه اخیستې ده، له طالبانو سره د دولتونو د اړیکو د عادي کیدو په مخنیوي کې اغېزمن رول لوبولی نه شي، ځکه په تېر حکومت کې یې د ګډون له امله مشروعیت او اعتبار ته سخت زیان رسېدلی دی او دویم دا چې د دوی نظامي او سیاسي مقاومت لا هم د طالبانو لپاره سوله ییز بدیل نه دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو سیاسي او مدني مخالفین د طالبانو د رژیم پر نسکورېدو ټینګار کوي، خو هېوادونه بیا په افغانستان کې د بې ثباتۍ او یوې بلې جګړې له وېرې له طالبانو سره خړو پړو اړیکو ته دوام ورکوي.

د افغانستان د ای ټي ايف تکواندو ملي فدراسيون وايي، چې دوو ملي لوبغاړو علي اکبر او سمير رحماني د اسيا اتلولۍ جام سياليو کې د سرو زرو مډالونه ګټلي. دغه فدراسيون په يوه اعلاميه کې زیاتوي، چې دغو لوبغاړو خپلو چينايي سيالانو ته ماتې ورکړې ده.
د افغانستان د ای ټي ايف تکواندو فدراسيون د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې علي اکبر په ۶۲ کیلوګرام او سمير رحماني په ۸۵ کیلو ګرامه وزن کې خپل چينايي سيالان مات کړل او لومړۍ مقام يې خپل کړ.
دغه سيالۍ دوې ورځي وړاندي د چين په اونان ښار کې پيل شوي وې.
د اسيا اتلوتلۍ جام په دې سياليو کې د مرکزي اسيا د پنځو هېوادونو لوبغاړو برخه اخيستې وه.
په دې سيالیو کې د افغانستان دوو لوبغاړو او د لوبډلې مشر ګډون کړی و.


په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو او پولیسو د فشارونو په دوام سره، اوس له افغانانو سره د سخت چلند او په ناقانونه توګه د هغوی اېستل ډیر شوي دي. د شرق په نوم ایرانۍ ورځپاڼې ویلي، چې د ۱۰ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکي تنکي ځوانانو د اسنادو د لرلو سربیره، نیول شوي دي
شرق د زمري په ٢٠مه په خپل رپوټ کې ليکلي، چې په تېرو ورځو کې د ایران دماوند په ښار کې له یو افغان ځوان سید مهدي سره د ایراني امنیتي ځواکونو قهرجن چلند په دغه هېواد کې له بهرنیو وګړو سره ناوړه چلند پېښې نورې هم پېچلې کړي دي.
دغه راپور د ټولنیزو فعالانو په حواله لیکلي، چې که څه هم له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومانو او ښځو یوازې له پولې اړول غیرقانوني دي، خو دا ډول پېښې شوي دي.
د ایران په دماوند ښار کې د ایرني امنیتي مسوولانو د یو افغان ځوان سید مهدي سره ناوړه چلند ویډیو تېره چهارشنبه - زمري په ۱۷مه - افغانستان انټرنشنل خپره کړه.
دې ویډیو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راوپارول او د دغه ځوان پر غاړه د ایراني افسر د زنګون ایښودل، په ۲۰۱۹ کال کې په امریکا کې د جورج فلویډ له مړینې سره پرتله شو، چې په دغه هېواد کې د پراخو اعتراضونو لامل شوی و.
شرق په خپل راپور کې د پنځلس کلن افغان ځوان امیر علي د نیولو په اړه بله کیسه کړې، چې د تهران په سویل لویدیځ کې په یو ښوونځي کې زدهکړې کوي.
هغه څو ورځې وړاندې د استوګنې د اسنادو لرلو سربیره له پولې څخه د اړولو لپاره ونيول شو.
په دې راپور کې راغلي، چې د امیر علي د زندان پر مهال ټپي شوې و او د هغه د اورېدلو وسیله چې دوی په ډېر زیار سره ترلاسه کړې وه، د هغه د نیول کیدو پرمهال تر پښو لاندې شوې او ماته شوې وه.
د اسنادو له لرلو سربیره د افغان تنکیو ځوانانو نیول
يوې ټولنيزې فعالې او د امير علي د کورنۍ سره مرسته کوونکې سيما صدر شرق ته وويل، د ۱۰ او ١٧ کلونو ترمنځ افغان تنکي ځوانان د کافي اسنادو له لرلو سربیره له پولې څخه د اړولو په موخه نیول شوي دي.
د دې په بیانولو سره چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ډیری ماشومان په ځانګړي توګه هلکان ښايي د امیر علي قضیې ته ورته یو څه تجربه کړي ، صدر زیاته کړه: "دا دوهم ځل دی چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان پرته له دې، چې د دوی د هویت اسناد وڅېړل شي د پولې څخه د اړولو لپاره کمپونو ته لېږل کیږي.
دغې ټولنيزې فعاله پاکدشت يو له هغو سيمو څخه بولي، چې په کې کډوال مېشت دي او وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د ۱۰ او ١٧ کلونو تر منځ د هلکانو ډېرې کيسې اورېدلي چې د استوګنې پېژندپاڼو له کتلو پرته نيول شوي دي.
د جمعې په ورځ، د زمري په ۱۹مه، د یو ایراني پولیس افسر د ویډیو له خپرېدو څو ورځې وروسته چې د سید مهدي پر مرۍ یې زنګون ایښی و، په کابل کې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران اسلامي جمهوریت غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
د طالبانو د کډوالو وزارت په دغه اعلامیه کې لیکلي دي چې «د ایراني پولیسو له خوا له یو کډوال سره د ناوړه چلند د زړه بوږنونکو ویډیوګانو خپریدو دغه ډله ډیره اندېښمنه کړې ده.»
دا لومړی ځل دی چې طالبانو په رسمي ډول د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو له خوا د یو افغان کډوال د شکنجه کولو په اړه غبرګون ښيي.
حقوق پوه رضا شفاخواه د کم عمره بندیانو سره په زندان کې د چلند په اړه د شرق ورځپاڼې ته وویل: "دغه چلند هیڅ یو د ایران اسلامی جمهوریت له قوانینو او هغه کنوانسیونونو سره چې موږ لاسلیک کړي دي، همغږی نه دی."
دغه وکیل د دې په بیانولو سره چې کله حقوقي بحث کیږي، ځینې فکر کوي چې د ماشوم د حقونو فعالان له پوهې او تخصص پرته احساساتي خلک دي، وايي، چې دا ډول چلند د منلو وړ نه دی.
شفاخواه زیاته کړه، چې له «ناقانونه وګړو» سره باید د کډوالو د کنوانسیون او کورنیو قوانینو په چوکاټ کې چلند وشي.
د زمري د میاشتې په ۱۹ نېټه د اهل سنت زاهدان د جمعي امام مولوي عبدالحمید اسماعیل ذهي د جمعې د لمانځه په خطبه کې د افغان کډوالو تنکیو ځوانانو سره د پولیسو د افسرانو د ناوړه چلند او د دوو تنکیو انجونو د وهلو ویډیوګانو ته اشاره وکړه او د ارشاد ګزمې ځواکونو ددې کار په اړه یې وویل، چې دا پیښې به "د بدنامۍ لامل شي".
پرته له محکمې د کډوال له پولې اړول
شفاخواه نورو هېوادونو ته په اشارې سره وايي، چې دریمه محکمه باید د هر پناه غوښتونکي وضعیت وڅېړي او حتا پناه غوښتونکی حق لري چې د محکمې د حکم په وړاندې د اعتراض لپاره وکیل ولري. هغه وویل: "تاسو باید څوک په سړک ونه نیسی که هغه اسناد لري یا یې نه لري او داسې هم باید ونکړی چې موټر ته یې واچوي او په مستقیم ډول یې د پولې څخه د اړلو لپاره کمپ ته بوځي. پولیس باید دا کسان شخصاً ونه نیسي.»
نوموړي له کورنۍ پرته د ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو شړل د ټولو قوانينو خلاف بللی او ټينګار يې کړی، چې که شړل کېږي، بايد د محکمې په حکم او له کورنۍ سره یې یوځای وشړل شي.
په پای کې دغه وکیل د پولیسو هغه افسر ته چې د یو کاڼه افغان ماشوم (سید مهدي) پر غاړه یې زنګون وهلی و، وايي، چې پولیس حق نه لري چې څوک ووهي او زیاته یې کړه: "دا ټول ناروا چلند دی خو موږ هره ورځ په ښار کې ګورو، چې مهمه نه ده کوم کډوال اسناد لري او که یې نه لري ،دوی اېستل کیږي."
د افغانستان انټرنشنل د راپورونو پر پنسټ په افغانستان کې بیا ځلي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پام وړ شمېر افغانان ایران ته کډوال شوي دي.
د دغو کډوالو یوه لویه برخه ښځې او نجونې دي، چې په افغانستان کې د زده کړې او کار له حق څخه بې برخې شوي دي.
د کډوالو بله برخه د تیر حکومت عسکر او کارمندان دي، چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې ایران ته تښتیدلي دي.
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اقتصادي بحران او پراخې بېکارۍ له امله یو شمېر کډوال هم ایران ته د کار لپاره تللي دي.
په دې وروستیو اونیو کې پر کډوالو د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیتي ځواکونو او یو شمیر ایراني وګړو فشارونه زیات شوي او په کډوالو باندې د بریدونو د پام وړ پېښې ثبت شوي دي، خو په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایران عامو وګړو د سیستماتیک ناوړه چلند موضوع د پام وړ ده.

په تورخم کې د طالبانو د کمیسارۍ مشر وايي، چې د ډيورنډ کرښې ها غاړې ته سوداګرو او د باروړونکو لاریو چلوونکو احتجاج کړی او افغانستان خواته کومه ستونزه نشته.
عبدالجبار حکمت وايي، چې د پاکستان حکومت سوداګرو او موټر چلوونکو ته د تګ راتګ لنډ مهاله سند یا ټاډ په برخه کې ستونزې جوړې کړي دي.
په تورخم کې د طالبانو کميسار عبدالجبار حکمت رسنيو ته ويلي، چې د پاکستان حکومت سوداګرو او موټر چلوونکو ته د تګ راتګ لنډ مهاله سند نه ورکوي او له همدې امله هلته په زيات شمېر سوداګريزې لارۍ ولاړې دي.
حکمت وايي، چې د ټاډ په لرو سره د سوداګريزو لاریو چلوونکي دواړو لوريو ته د تګ راتګ اجازه لري.
په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی هم وايي، چې پاکستان خواته تورخم ته نژدې سېمو کې سوداګرو احتجاج کړی دی.
الکوزی زياتوي، چې پاکستان هغه سوداګريزې لارۍ درولي، چې د تګ راتګ سند نه لري.
الکوزي د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو له مسولينو څخه غوښتنه کړې، چې سوداګرو او موټر چلوونکو ته د قانوني اسنادو اخیستلو لپاره وخت ورکړي.
نوموړي ټينګار کړی، د اسنادونو تر اخيستلو وروسته دې مسولین سوداګرو او لارۍ چلوونکو ته نوري ستونزې نه جوړوي.
سوداګر وايی، چې د دغه لنډ مهاله سند له مخي د دواړو هېوادونو لارۍ چلونکي د شپږو مياشتو لپاره له پاسپورت او وېزې پرته تګ راتګ کولی شي؛ خو د سند تر ختمیدو وروسته باید بيرته تمدید شي.
پاکستاني چارواکو ځايي رسنيو ته ويلي، چې د دغه سند اخیستل د دغه د امنیت لپاره مهم دی.
د دوي په خبره، د دغه لڼډمهاله سند په مټ، دوی هڅه کوي چې د تورخم او نورو دروازو څخه د وسله والو د تګ راتګ مخه ونيسي.

د طالبانو د عامي روغتيا وزير د افغانستان لپاره د بريتانيا له شارژدافير سره په ليدنه کې له هغه غوښتې، چې د مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې ور سره مرسته او همکاري وکړي. نړیوالو ادارو تېر کال افغانستان د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې له پلوه تر ټولو بد هېواد بللی و.
د طالبانو د عامي روغتيا وزارت نن په اعلاميه کې ويلي، نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د بريتانيا له شارژدافير رابرټ ډيکسن سره په ليدنه کې د مور او ماشوم د روغتيا تر څنګ، د روغتيايي سيسټم او په نشه د روږدو ناروغانو د درملنې اړوند د همکاري غوښتلو په اړه هم خبرې کړې دي.
اعلاميه زياتوي، چې شارژدافير په روغتيايي برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې.
که څه هم روغتيايي نړيوالو سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د وضعت په اړه خپل وروستي معلومات نه دي شريک کړي؛ خو تېر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن ډوچارېک ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.
همدا راز، د روغتیا نړیوال سازمان هم د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دې هېواد تر شپږو ګاونډیو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو ویره شته.
د افغانستان ډېری ولایتونه په ځانګړې توګه کلیوالو او لرې پرتو سیمو کې معیاري روغتیايي اسانتیاوې او ډاکټران نشته.
لومړنیو روغتیایی خدمتونو ته نه لاسرسی او د روغتیایي کارکوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ډاکترانو او کارکونکو کموالی د میندوارۍ اړوند ناروغیو له امله د میندو د مړینې زیاتیدو لوی لاملونه بلل کیږي.
