• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تخار کې یو شمېر مېرمنو یو ځل بیا د طالبانو پر ضد د تالقان په واټونو کې لاریون وکړ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۱

په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د تګلارو پر ضد واټونو ته په راوتلو سره لاریون وکړ. لاریون کوونکو د "جنسيتي توپیر" پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې طالبان نه شي کولی د ښځو غږ په ټوپک خاموشه کړي.

دغه لاریون د طالبانو له خوا د کابل د نیولو د درېیمې کلیزې په مناسبت وشو.

په تخار کې د ښځو د حقونو فعالانې چې ځانونه د نوي فکر غورځنګ غړي بولي د "ښځې ژوند او ازادي" په شعارونو سره د دغه ولایت واټونو ته راوتلې دي.

دغه ښځې پر طالبانو تور لګوي، چې په هېواد کې د جنسیتي توپیر په عملي کولو لاس پورې کوي او پر نورو ښځو یې غږ کړی، چې د خپلو حقونو لپاره د دې ډلې پر وړاندې ودرېږي.

طالب چارواکي د اګست ۱۵مه له "امریکا او د هغوی د متحدینو د اشغال پر وړاندې د خپلې بریا» د ورځې په توګه نمانځي.

د افغانستان په دننه او بهر کې د ښځو د حقونو غورځنګونه د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو توره ورځ بللې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچینې؛ په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۲۷ GMT+۱

له تورخم څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې ده.

هغه ویډیو چې ځايي سرچینو رالېږلې په کې لېدل کیږي چې دواړو خواو درنه جګړه روانه ده.

ځايي سرچینې زیاتوي، چې جګړه د یوې پوستې د جوړېدو پر سر پیل شوې ده.

د تورخم دروازه هم تړل شوې ده.

طالبانو تقاعد ته د سوق شویو دولتي مامورينو د خدمت موده تر راتلونکو دوو کلونو تمدید کړه

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کمېسيون په یوې نوې پرېکړه کې د هغو دولتي مامورينو چې تقاعد ته سوق شوي وو، د خدمت موده تر راتلونکو دوو کلونو تمديد کړه. طالبانو وايي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۳ روان کال د وري مياشتي له لومړۍ نېټې څخه د منلو وړ ده.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په یوه راپور کې ويلي، چې د طالبانو د تقاعد د تمديد په دې بهیر کې د ښوونيزو او تحصیلي بنسټونو هغه استادان او نور دولتي مامورين شامل دي، چې روحي او جسمي سلامتي ولري.

دا پرېکړه د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر هم تایید کړې ده.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته پخواني متقاعدينو د معاشونو د ورکړې بهير له ځنډېدو سره مخ و.

څه موده مخکي تقاعد شویو کسانو شکایت وکړ، چې د طالبانو حکومت یې پيسې نه دي ورکړي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د روان کال د وري په مياشت کې د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه حکم کې د دې ډلې له مالیې وزارت څخه غوښتي و، چې د ټولو ملکي او نظامي ادارو د کارکوونکو له معاش څخه د تقاعد وضع کېدل بند کړي.

د یادولو ده، په افغانستان کې د تقاعد عمر ۶۵ کاله دی او یا باید یو کس ۴۰ کاله کاري موده بشپړه کړې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې بیا د تقاعد شویو کسانو کره شمېره معلومه نه ده.

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان د ځواکمنو هیوادونو د سړې جګړې ډګر ګرځېدلی دی

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر وايي، پخوا افغانستان د سړې جګړې ډګر و، خو اوس پاکستان د جګړې په ډګر بدل شوی دی. فضل الرحمن وايي، یو لوریزه نړۍ د چین په راپورته کېدو سره بدلېږي او له همدې امله پاکستان تر اقتصادي فشار لاندې دی.

د پاکستان دغه مذهبي-سیاسي شخصیت د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۱مه) د دغه هیواد له سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې د پاکستان د حکومت له خوا غوره شوې پالیسي به په هیڅ صورت کوم ځای ونه نیسي.

پر شهباز شریف دغه نیوکه کوونکی سیاستوال وایي، چې د پاکستان حکومت له یوې خوا روانو جګړو ته سړه جګړه وایي او د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز چې د ترهګرو ډلو د اغېز او پراخېدو لامل شوی کوم ځای ته نه رسېږي، له بلې خوا بیا له چین څخه د دغې پروژې د امنیت لپاره پیسې غواړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي، چې په دې وروستیو کې لومړی وزیر او د پوځ مشر چین ته سفرونه کړي، چې چین په پاکستان کې پانګونې ته وهڅوي، خو تش لاسونه راستانه شول، «ځکه چې کوربه چینايانو ورته ویلي، پاکستان له سیاسي پلوه بې ثباته دی او امنیت یې د ډاډ وړ نه دی.»

فضل الرحمان همداراز ټینګار کړی، چې پاکستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی، چې له اقتصادي پلوه له ډوبیدو سره مخ دی.

هغه زیاته یې کړه:«اوسنی پارلمان د خلکو استازیتوب نه کوي. هغه پارلمان چې د خلکو باور نه لري د هېواد ستونزې نه شي هوارولی.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې حال کې پاکستان د ځواکمنو هیوادونو لپاره د سړې جګړې په ډګر بدلیدل، له اقتصادي اړخه د پاکستان د ډوبېدو او له افغانستان سره په پر ډیورنډ فرضي کرښه د ناامنۍ په اړه خبرې کوي، چې نوموړي د چنګاښ په شپږمه په پارلمان کې د خپلې وینا پر مهال ویلي و، چې تر راتلونکو درېیو، څلورو میاشتو به «اسلامي امارت» پر خیبرپښتونخوا واکمن شي.

فضل الرحمن ویلي و، چې طالبان به پر شمالي او سوېلي وزیرستان، دېره اسماعیل خان، لکي مروت، بنو او نورو سیمو واکمن شي.

شپږیزه لیګ؛ بند امیر ښامارانو د ۱۹منډو په توپیر سپین غر پړانګانو ته ماتې ورکړه

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د نهم پړاو شپږیزې لیګ په لومړی لوبه کې د حشمت شهیدي په لوبډلمشرۍ بند امیر لوبډلې سپین غر پړانګانو ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه. په نننۍ لوبه کې د بند امیر لپاره په توپ وهنه کې صدیق اتل ۶۹ منډې جوړې او په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر او امیرحمزه درې درې ویکېټې واخیستې.

د شپږیزې لیګ د لومړی سیالۍ پچه د سپین غر پړانګانو لوبډلې وګټله او بند امیر ښارمارانو لوبدلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د بند امیر ښارمارانو لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د شپږو ویکېټو په سوځېدو سره د سپین غر پړانګانو لوبډلې ته د ۱۶۸ منډو هدف ورکړ.

د بند امیر ښارمارانو لپاره صدیق اتل ۶۹، کریم جنت ۳۴، ننګیال خروټي ۲۱ او اصف موسی زي۱۷ منډې جوړې کړې.

خو په توپ اچونه کې بیا د سپین غر پړانګانو لپاره ظاهر خان درې، عصمت عالم او سمیع الله شینواري یوه یوه ویکېټه واخیسته.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د پړانګانو لوبډلې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره ۱۴۸ منډې جوړې کړې او نهه ویکېټې یې له لاسه ورکړې او ونه توانېدل چې د بند امیر لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د سپین غر پړانګانو لپاره د توپ وهنې په برخه کې بهیرشاه محبوب ۳۸، حسن عیسی خیل ۲۴ سمیع شینواري ۲۱ او اکرام علیخیل ۲۰ منډې جوړې کړې.

خو د توپ اچونې په برخه کې بیا د بند امیر ښامارانو لپاره الله محمد غضنفر او امیر حمزه درې درې، ننګیال خروټي دوه او افتاب عالم یوه ویکېټه واخیسته.

نن د افغانستان پر وخت د ورځې دوه بجې دویمه لوبه د امو او مس عینک لوبډلو تر منځ ترسره کیږي.

پاکستانی ډیپلومات: هڅه کوو چې د ټي ټي پي په اړه د طالبانو تګلاره بدله کړو

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم ویلي، هېواد یې هڅه کوي چې د پاکستاني طالبانو په وړاندې د افغان طالبانو تګلاره بدله کړي. ښاغلي اکرم زیاته کړه چې د طالبانو خپلمنځي مخالفتونو د ټي ټي پي پر ضد د کوټلو ګامونو مخه نیولې ده.

ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د (زمري ۲۲مه) د منیر اکرم په حواله راپور ورکړ چې پاکستان په دوه اړخیزه، سیمه ییزه او نړۍواله کچه د ډیپلوماسۍ له لارې د ټي ټي پي په وړاندې د طالبانو پالیسي بدلوي.

ښاغلي اکرم وویل: «دا ستاسو انګېرنه ده چې موږ نه شو کولی د هغوی (طالبانو) پالیسي بدله کړو. دا زموږ انګېرنه نه ده. که طالبان وي او که بل څوک، هر حکومت هڅه کوي چې د ډيپلوماسۍ له لارې خپله تګلاره بدله کړي او دا هڅې روانې دي.»

اسلام اباد پاکستاني طالبان یوه ترهګره ډله بولي او له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې اصلي غوښتنه د ټي ټي پي مخنیوی دی، هغه ګام چې طالبانو نه دی پورته کړی.

منير اکرم وايي، اسلام اباد د دغه ګام د پورته کولو لپاره ډېرې هڅې کړې وې، خو د طالبانو په حکومت کې دننه مخالفتونو افغان طالبان د پاکستاني طالبانو پر ضد د کوټلو ګامونو د پورته کولو مخه نيولې وه.

دغه لوړپوړي پاکستاني ډیپلومات وویل، «موږ هڅه کوو چې طالبان قانع کړو چې د دوی شتون (په افغانستان کې پاکستاني طالبان) د پاکستان، سیمې او ان د طالبانو پر ضد دي.»

هغه همداراز د نړۍوالې اجماع غوښتنه وکړه چې د افغانستان په قضیه کې د ترهګرۍ موضوع ته لومړیتوب ورکړي.

د پاکستان استازي دا هم وویل چې په راتلونکي کې د طالبانو په رسمیت پیژندل او پر هغوی د بندیزونو لرې کول به د ترهګرۍ پر وړاندې د دغې ډلې له کړنو سره مشروط وي.

کابو درې کاله وړاندې د اګسټ پر ۱۵مه پاکستان په افغانستان کې د طالبانو په بري او په کابل کې د اسلام اباد په مشرۍ د حکومت په جوړېدو خوښ و، خو په تېرو درېیو کلونو کې داسې ونه شول، بلکې د پاکستاني چارواکو په وینا، د کابل او اسلام اباد اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې دي.