• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ګردېز کې له ښوونکو غوښتي، چې له زدکوونکو سره د دوی مراسمو ته ور شي

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۱

په ګردېز کې د طالبانو پوهنې ادارې ده ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو له مسولينو غوښتي، چې له استادانو او زدکوونکو سره د دغې ډلې واک ته د رسېدو د درېمې کلېزې په مراسيمو کې ګډون وکړي. طالبانو له خلکو او دوکاندارانو هم غوښتي، چې د دوی سپين بیرغ ولګوي.

د ګردېز د پوهنې رياست یو مسول په يوه پيغام کې د دولتي او خصوصي ښوونځيو مسولينو ته خبرداری ورکړی، که سبا د طالبانو د بیا واکمنېدو د بريا په دريمه کليزه کې برخه وانه خلي وروسته د شکایت حق نه لري.

په پيغام کې ويل شوي: « د ښوونځيو ټول ښوونکي، مسولين، سرمعلمين له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ زدکوونکي بايد ضروري د ازادۍ په جشن کې ګډون وکړي که څوک حاضر نه شول د معارف رياست په هدایت که د وظایفو ستونزه ورته جوړه شوه حق د شکایت نه لري.»

په دې ږغيږ پيغام کې ويل شوي، چې د طالبانو دغه مراسيم د ولایت په عمومي لوبغالي کې تر سره کيږي.

په ورته وخت کې د دې ولایت طالب مسولينو هم له خلکو غوښتي، چې د کور او دوکانونو مخ ته د دوی سپين بيرغ ولګوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو د افغانستان پر پلازمېنه کابل ولکه وکړ او دغه ډله واک ته ورسېدله.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دوی هر کال دغه ورځ د خپلي «ازادۍ جشن» په نوم لمانځي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: د طالبانو د کندهار د تخنیکي او مسلکي زدکړو امریت د ښوونکو بستونه په پیسو پلوري

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د کندهار تخنیکي او مسلکي زدکړو امریت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د دې ادارې امر د ښوونکو بستونه په څلوېښت زره افغانۍ پلوري. د اسنادو پر بنسټ کریم الله حمیم له بشري سرچینو غوښتي چې ده معرفي کړي کسان د ښوونکو د خالي بستونو ازموینه کې بریالي کړي.

د طالبانو د کندهار تخنیکي او مسلکي زدکړو امریت امر په کوچنیو پرزو کې چې د دې ادارې ټاپه پرې وهل شوې او د نوموړي پرې لاسلیک شوی، د بشري سرچینو عمومي مدیریت ته د یو شمیر کسانو نومونه ورکړي دي، چې د ښوونکو د خالي بستونو په ازموینه کې نومرې زیاتې ورکړي ترڅو بریالي اعلان شي.

په دغه امریت کې سرچینې وايي، ځینې کسانو ور ته نیمې پیسې ور کړې او نیمې یې د دوی تر بریالیتوب او د دندې ترلاسولو وروسته ور کوي.

100%

همدا وجه ده چې د طالبانو د کندهار تخنیکي او مسلکي زدکړو امریت امر د خپلې ادارې بشري سرچینو مدیریت ته لیکلي، «عبدالتواب ته ۹۴ نومرې ورکړل شي او پاتې حساب به له استعلام وروسته راوړي.»

د طالبانو د کندهار تخنیکي او مسلکي زدکړو امریت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پاتې حساب له دې څخه د هدف دا دی چې نیمې پیسې ورته رسېدلې او نیمې پاتې پیسې به د ښوونکي په توکه د ګمارنې استعلام سره دوی ته سپاري.

100%

د ښوونکو خالي بستونو ته ازاد رقابت له لارې د کامیاب او ریزرف کسانو جدول هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی دی.

په دوی کې ډیری کسانو په ازموینه کې د کامیابۍ نومرې هم وړې دي خو بستونه یې ریزرف شوي دي.

سرچینې وايي یوازې هغه کسان په ازموینه کې بریالي اعلان شوي، چې هغوی د بریاليتوب په بدل کې رشوت ورکړی دی او د هغو کسانو بستونه ریزرف اعلان شوي، چې رشوت یې نه دی ورکړی.

100%

د ترلاسه شو معلومانو پر بنسټ د طالبانو د کندهار تخنیکي او مسلکي زدکړو امر کریم الله حمیم د بلخ اوسني والي یوسف وفا اوښی دی.

که څه هم طالبانو ویلي چې د دوی د واک لاندې دولتي ادارو کې فساد نشته خو د افغانستان عام خلک بیا د دوی له بېلابېلو ادارو شکایتونه کوي، چې له رشوت پرته یې کارونه نه کیږي.

پر طالبانو بله نیوکه دا ده، چې د خپلې واک لاندې دولتي ادارو کې یې خپل هغه کسان ګمارلي چې مسلکي نه دي او د دیني زدکړو پرته کافي عصري زدکړې نه لري.

د چاپېریال ساتنې اداره: افغانستان د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وايي، د افغانستان اقلیم ګډوډ شوی چې له امله یې د کرنې، اوبو او ټولنیز امنیت په برخه کې ګڼ زیانونه اوښتي دي.

د دغه ادارې مسوولین له نړۍوالو غواړي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې نن سه شنبه د (زمري ۲۳مه) د خپل کلنې راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالره په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي.
د یادې ادارې مسوولین وايي، د چاپېریالي اغېزو له امله هر کال د ۳۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان زیربناوې زیانمنې کېږي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال زین العابدین عابد وايي، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.
نوموړی وايي:« د افغانستان اقلیم ګډوډ شوی، چې له امله یې د کرنې، اوبو او ټولنیز امنیت په برخه کې زیانونه ویني.»
همدارنګه نوموړی وایي، نړۍوالو چاپېریالي مالي جوړښتونو له لوري د طالبانو له واکمنۍ سره سم ۳۲ پروژې ځنډېدلې او دوی توانېدلي، چې د یوه کال په ترڅ کې یې ۷ پروژې له تعلیق څخه وباسي.
ښاغلی عابد وايي،‌ په تېر یوه کال کې یې د ۱۷۲۱۶ وحشي حیواناتو او الوتونکو د قاچاق مخنیوی کړی.
نوموړی وايي، په یاده موده کې یې د بازانو ښکار او نورو نایابو حیواناتو د ښکار او ګاونډیو هېوادونو ته یې د قاچاق په تور یو شمېر کسان نیولي هم دي.
نوموړی وايي، په افغانستان کې هر ډول ښکار منعه شوی دی.
خو څه موده وړاندې د فراه، نیمروز او هلمند له ولایتونو څخه داسې راپورنه ورکړل شوي ول، چې یو شمېر عربان د یادو ولایتونو په دښتو کې ښکار کوي او طالبانو یې امنیت ټینګ کړی دی.
د یادې ادارې مسوولین وايي، په تېر یوه کال کی د موسمي سېلابونو له امله ۱۰۰ زره جریبه ځمکې تر څنګ ۱۵۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي او لسګونه کسان مړه شوي دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلون مشر روح الله امین وايي، په افغانستان کې د تودوخي او سړو درجه مخ په لوړېدو ده.

ښاغلی امین وايي:« له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې مو ۱۴ سلنه طبیعي یخچالونه د تودوخې د درجې د لوړېدو له امله ویلي شوي دي. ۲۰۰۰ تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۸۱ کیومتره مربع یخچالي پوښښ مو له لاسه ورکړی دی.»
نوموړی وايي، د اقلیمي او چاپېریالي اغېزو له امله دمګړۍ په افغانستان کې ۲۱ مېلیونه وګړي د څښاک پاکې اوبه نه لري.
همدارنګه ښاغلی امین زیاتوي، چې د اقلیمي بدلون له امله هر کال د ۲۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان کرنې ته زیان اوړي.
د روح الله امین د معلوماتو له مخې د وچکالۍ او چاپېریالي اغېزو له امله د ۲۰۲۲ کال تر ورستیو ۲،۵ مېلیونه کسان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځایه شوي دي.

ډان ورځپاڼه: د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري په ټپه درېدلې ده

۲۳ زمری ۱۴۰۳ - ۱۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۰۶ GMT+۱

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د تورخم له لارې له افغانستان سره سوداګري د دوشنبې په ورځ هغه مهال په بشپړه توګه په ټپه ودرېده چې د پاکستان او افغانستان د موټر چلوونکو لپاره د لنډمهاله اسنادو د شرط پر ضد د باروړونکو لاریو موټر چلوونکو او د ګمرکونو د تصفیې کارکوونکو دغه غځېدلې لار وتړله.

اعتراض کوونکو په عمومي سړک کانټینرونه کېښودل او ټایرونه یې سوځولي وو؛ چې د لاریون کولو دمخه دواړو خواو ته د سوداګریزو توکو د موټرو د تګ مخه ونیسي.
معترضو کسانو د تګ راتګ لپاره د «ټي اې ډي» کارټونو شرط د لغوه کولو او د ویزې په پالیسۍ کې د اسانتیا غوښتنه کوله.
پاکستان او افغانستان د مارچ په میاشت کې هوکړه کړې وه، چې د پاسپورټ او ویزې پرته د دواړو هېوادونو د موټر چلوونکو لپاره «ټي اې دي» کارټونه ورکړي.
دوی وایي، چې د دغه کارټ اخیستلو لپاره د ۱۰۰ ډالرو د ورکړې وس نلري.
دوی وایي، تر هغو چې مرکزي حكومت د سوداګرو او موټر چلوونکو لپاره د وېزې په پالېسۍ له سره غور نه وي كړې؛ دوی به دغه لاره تړلي وساتي او هیڅ یوې لارۍ ته به د تګ اجازه ورنه کړي.
دوی وایي، دغه ګامونو پر سوداګرۍ بد اغېز کړی چې له امله یې اوس‌مهال ځايي سوداګر او صنعتکاران له ګاونډیو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.
خو افغان سوداګر بیا وايي، د دغو ټولو ستونزو او خنډونو زیان تر ډېره افغانانو ته اوړي.

دوی وايي، د میوو دانو په دې موسم کې د هغوی حاصلات په کور د ننه خوسا کېږي او بهرنیو بازارونو ته یې هم پر لارو بندیزونه لګول شوي دي، همدا نن سبا د افغانستان د خټکیو، هندوانو، انګورو، زردالو، ګېلاس او الو بالوو د حاصلاتو موسم دی او سوداګر او بڼوال نه شي کولای خپل محصولات بهرنیو مارکېټونو ته ولېږدوي.

دغه ورځپانه بیا وایي، چې دغه لاره یوازې د بار وړونکو موټرو لپاره تړل شوې؛ مساپر پرې تګ راتګ کولی شي.

د بشري حقونو د مدافعان: نړۍوال باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال بشري حقونو ته پام وکړي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د بشري حقونو د مدافعانو فورم له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې له طالبانو سره په خبرو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو اساسي حقونه په پام کې ونیسي.

دوی وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د بشري حقونو فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین د طالبانو له خوا ګواښل شوي، بندیان شوي او شکنجه شوي دي.

د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) کابل ته د طالبانو د راتګ د درېیمې کلیزې په مناسبت د بشري حقونو د مدافعانو شورا په يوې اعلاميه کې ويلي: «موږ د نړۍ له ټولو هغو دولتونو څخه چې له افغانستان سره تعامل غواړي غوښتنه لرو، چې د نړۍوالو میثاقونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک ته درناوی وکړي.»

د بشري حقونو دغه ډله وايي؛ طالبان د افغانانو استازي نه دي او دا ډله په زور او غرور پر افغانانو تپل شوې ده.

دې فورم له ملي او نړۍوالو لوبغاړو وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي او دغه ډله د خپلو کړونو مسووليت ومني.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په خپله اعلامیه کې د سیمې له هېوادونو غوښتي، چې له طالبانو سره په تعامل کې دې د سیاسي اړیکو لپاره انساني ارزښتونه نه قرباني کوي.

په اعلامیه کې راغلي، د سېمې هېوادونه باید هغه طالب چارواکي، چې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي د همدې سازمان د منشور خلاف غونډو ته دعوت نه کړي. 

د بشري حقونو د مدافعانو فورم له نړۍوالو سازمانونو او نړۍوالې ټولنې هم غوښتي، چې د افغانستان د بشري حقونو له بنسټونو ملاتړ وکړي.

دوی ویلي، چې له دغو بنسټونو سره نړۍوال ملاتړ به د دې لامل شي، چې د طالبانو د بشري حقونو په ضد د کړونو څارنه زیاته او د سرغړونو اسناد به ثبت شي.

دغه سازمان د افغانستان د مدني ټولنو، د ښځو د حقونو له فعالانو او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل، چې د کړکېچ او حساسو شرايطو له امله تر بل هر وخت له يو بل سره همغږي او همکاري وکړي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د بشري حقونو له فعالانو، د مدني او بشري حقونو د بنسټونو له ځینو چارواکو څخه له هېواده بهر جوړه شوې ده.

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو نښته؛ په مومندره کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۹ GMT+۱

د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې پر یوه کور د پاکستان له لوري د یوه هاوان د لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان دي. د راپورونو له مخې؛ وژل شوي کسان یوه مور او درې زامن دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د پاکستان خوا ته د شاوخوا کلینکونو او سیمه ییزو روغتونونو ټول روغتیايي کارکونکي دندو ته راغوښتل شوي او په سیمه کې بېړنی حالت دی.
سرچینې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، چې د جګړې شدت کم شوی خو درېدلی نه دی.
یوه ځايي ډاکتر هم له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د پېښې مرګ ژوبله زیاته ده.
د راپورونو له مخې، جګړه هغه وخت پیل شوې چې طالبانو غوښتل یوه پوسته جوړه کړي، خو پاکستاني ځواکونو مخالفت وکړ.
ویل کیږي، چې له جګړې سره سم د تورخم دروازه هم د هر ډول تګ او راتګ پر وړاندې بنده شوې ده.

100%

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپل اېکس کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته منلې او وایي، چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ غرمه مهال د ننګرهار ولایت د تورخم په غورکي سیمه کې تر هغه وروسته وشوه، چې د ډیورند کرښې په استقامت د پاکستان د سرحدي ځواکونو لخوا د طالبانو په امنیتي ځواکونو ډزې وشوې.
د عبدالمتین قانع په خبره، د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونه هم اړ شوي، چې ځوابیه برید وکړي.
نوموړي همداراز لیکلي، چې د دغې پېښې په پایله کې پاکستاني ځواکونو ملکي کورونه په نښه کړل، چې له امله یې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.