• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ژغورنې نړۍواله کمېټه: ۲۳ میلیونه افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له بحران سره مخ دي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ وروسته ۲۳ میلیونه افغانان له بشري ناورین سره مخ دي. دوی زیاتوي، چې کورنۍ پاشل شوي، بې ځایه شوي دي او خلک له ناهیلۍ سره مخ دي.

دغه کمېټه زیاتوي، سره له دې چې افغانان په دې شرایطو کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري خو نړۍوال ملاتړ مخ په کمېدو دی.

دا مهال افغانان له بل هر وخت څخه ډېر دوامداره نړۍوالې ښکیلتیا او بشري مرستو ته اړتیا لري تر څو د ناورین مخه ونیول شي.
له دې حیاتي ملاتړ پرته افغانستان د یوه هېر شوي بحران د رامنځته کېدو خطر سره مخ دی.
له ۲۳ میلیون څخه ډېر خلک د افغانستان نیمايي نفوس بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

ښځې او ماشومان چې فصیدي یې ۲۵ او ۵۲ سلنې ته رسیږي تر ټولو ډېر اغیزمن شوي دي.
بل خوا هېواد د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ شوی او د بېکارۍ کچه د تېر کال په پرتله دوه چنده شوې ده.
نږدې ۱۴.۴ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له ناخوندیتوب سره مخ دي. که د خوړو ناخوندیتوب همداسې دوام ومومي تر نیم میلیون ډېر خوراځواکي ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کیږي.

دا وضعیت اومیدوارې میندۍ هم اغیزمنې کوي.
د ۲۰۲۴ کال تر جون پورې، له ۶.۳ میلیون څخه ډېر افغانان د اوږدمهاله بې ځایه کېدو سره مخ دي، چې ډېری یې امنیت او لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې وویل، چې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ پر ۲۹ د طالبانو او امریکا د دوحې تړون راهیسې د افغانستان شاوخوا اته میلیونه اوسېدونکي له خپلې خاورې وتلي دي.


ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچينې: د تورخم دروازه د درېيمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د تورخم له کميسارۍ څخه سرچينې وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د درېيمې ورځې لپاره هم د ګاډو او کورنيو د تګ راتګ پر مخ بنده ده. د معلوماتو له مخې؛ د دروازې د خلاصېدو لپاره به ژر دواړه لورې ناسته وکړي.

د تورخم له کميسارۍ څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وويل، چې له تېرو درېيو ورځو څخه دواړو غاړو ته بند پاتې موټر چلوونکي او کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

سرچينه زياتوي، چې د تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه په د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه، چې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

د سرچينې په خبره، چې د سې شنبې په ورځ د دواړو غاړو د چارواکو ترمنځ ګډه غونده د افغان طالبانو د نه ګډون له کبله پاتې شوه.

سرچینه وايي، چې د ستونزې د حل لپاره به ډېر ژر پاکستاني چارواکي او افغان طالبان بله ناسته وکړي.

څو ورځې وړاندې په تورخم کې د طالبانو د کمیسارۍ مشر عبدالجبار حکمت ويلي وو، چې د ډېورنډ کرښې ها غاړې پاکستان حکومت سوداګرو او د باروړونکو لاریو چلوونکو ته د تګ راتګ لنډ مهاله سند یا ټاډ په برخه کې ستونزې جوړې کړي دي.

خو پرون بیا د پاکستان امنیتي چارواکي ويلي وو، د افغان طالبانو له‌خوا د پوستې د جوړولو له امله ډزې شوي او دغه لار په مکمله ډول تړل شوې.

د افغانستان سقوط؛ ولې د اګست ۱۵ مه د ټول افغانستان د سقوط ورځ ده؟

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې یو حکومت نه، یو دولت هم نه، بلکې ټول افغانستان سقوط شو. دا احساساتي او له انساني درده زېږېدلې خبره نه ده، بلکې پر استدلال ولاړ واقعیت دی.

«سقوط» د سین په پېښ (ضم) د سقط له ریښې څخه لوېدلو ته وايي. إسقاط او مُساقَطَه یې نور اشتقاقونه دي او ټول د ساقطېدو په معنا اخیستل کیږي. دا ویی په اصطلاح کې د حق یا تکلیف (مکلفیت) له منځه تللو ته وايي.

په یاده نېټه افغانستان هم له لغوي پلوه سقوط شو، هم له اصطلاحي پلوه. له لغوي پلوه افغانستان راولوېد، راوپرځېد او تر اوسه لا پرېوتی دی، څنګه پریوتی؟ وروسته به روښانه شي.

له اصطلاحي پلوه هم سقوط کړلای شو، معنا ټول مکلفیتونه، مسئولیتونه او حقونه یې په نړۍواله ټولنه کې له منځه ولاړل. د نړۍ لویو ځواکونو د خپلو موخو لپاره افغانستان په اصطلاحي معنا سقوط کړ. د دوی داسې یو افغانستان په کار و/ دی، چې هېڅ ډول التزامي مکلفیت ونه لري، څوک یې په رسمیت ونه‌پېژني او حقونه یې ورڅخه تروړل شوي وي.

په هغه هېواد چې مکلفیتونه او نړۍوال مسئولیتونه ونه‌لري، هرڅه او هرڅوک راتللای شي. دلته د نړۍ ټول مذهبي بدمعاشان او انسانوژونکي دېره کېدلای شي، ټولې پوځي نیابتي ډلې ځالې جوړولای شي، له دې هېواده هر بل هېواد ګواښل کېدلای شي، ځکه دا هېواد له نړیوالو مسئولیتونو او مکلفیتونو څخه ساقط شوی دی.

100%

خو له لغوي پلوه افغانستان د خپلو خلکو لپاره سقوط کړای شوی دی، یعنې راپرېوتی دی. همدا څو ورځې وړاندې خبرونه و، چې ناڅرګندو الوتکو پر ننګرهار و کونړ دورې وهلي، خوست و پکتیا و پکتیکا بمبار شوي. پر ډېورند کرغېړنه کرښه ببرسري وسله وال وځي و ننوځي. د دوښمن پښو ته راپرېوتلی (سقوط شوی) هېواد یعنې همدا.

که په افغانستان کې حکومت یا دولت سقوط شوی وای، دومره لویه غمیزه به نه وای. هغسې لکه په بنګلدیش کې چې یو حکومت سقوط شو. دا چې وروسته په بنګلدیش څه راځي؟ لا څرګنده نه ده، خو لا تر اوسه یې اساسي قانون واکمن دی، بشري پانګه و کادرونه یې پرځای دي، بیرغ یې پر نړۍ رپیږي، نړۍ یې په رسمیت پېژني، ملي پوځ یې د ګډوډۍ مخه ونیوله او د خلکو له ملاتړه لاپیاوړی شو، ښځې یې انساني حقونه لري، ښوونځيو او پوهنځیو ته یې لا د تکفیر کولپونه لوېدلي نه دي.

یوه سیاستواله ولاړه پر ځای یې د اقتصاد و بانکدارۍ یو داسې متخصص راغی، چې نوبل جایزه یې ګټلې ده. د مدني و ټولنیزو فعالیتونو اتل ګڼل کیږي، وايي بنګلدیش ته به ولسواکي راستنوي. بنګلدیش د بنګالي ژبې و بنګالي هویت پر بنسټ جوړ شوی هېواد دی. په نړۍ کې د فېبروري یویشتمه ځکه د مورنۍ ژبې نړۍواله ورځ ګڼل کیږي، چې په دې ورځ بنګالیانو خپلې ژبې و هویت ساتنې لپاره خپل هېواد ازاد کړ.

په افغانستان کې تر سقوط وروسته ملي هویت کفر ګڼل کیږي. ملتپالنه او ان وطنپرستي کفر دی. د ملي ژبې د ودې و پیاوړتیا ټول بنسټونه یې د تکفیر په ډبره ویشتل شوي او سقوط شوي دي. په همدې تېرو ورځو کې به مو لسګونه رسمي و شرعي فتواوې اورېدلې وي، چې پښتونولي، افغانیت، وطن‌پرستي،ملتپالنه کفر وبلل شول او د ملي تفکر خاوندان یې کفار وبلل. هڅه روانه ده، چې د افغانستان نوم ورو - ورو له رسمي سرلیکونو ولویږي. په رسمي محاورو کې یوازې «اسلامي امارت» ډېر نېغ نېغ کیږي.

د هویتي او ملي ارزښتونو له نظره ټول (افغانستان) سقوط دی. بیرغ یې راپرېوتلی دی، اساسي قانون نه لري. پر هېڅ نړۍوال ستیژ یې څوک په رسمیت نه پېژني. د نړۍ ښکېلاکي ځواکونه ورسره د همدې اصطلاحي «سقوط» په قیمت (تعامل!) کوي. د ډالرو راروانې کڅوړې د افغانستان د سقوط کرایه ده.

همدا څو ورځې وړاندې اعلان وشو، چې له افغانستان څخه اته میلیونه وګړي کډوال شوي دي. دا اته میلیونه عادي انسانان نه دي. دوی لوستي، متخصصان، مجرب کادرونه او ټولنیز فعالین و، چې د اقتصاد و ټولنپوهنې د علم پر بنسټ د دوی وتل یعنې د بشري پانګې له منځه تلل. افغانستان له بشري پلوه هم سقوط کړای شوی دی. یو خو د واکمنو عقدې دي، چې وايي: ملتپال، روښانفکران او متخصصان کافران دي. وتل یا نه وتل یې مهم نه دي! خو علم بل څه وايي. بشري پوهنه و اقتصاد وايي، چې له بشري پانګې پرته فیزیکي، مالي او ټولنیزه پانګه هېڅ معنا نه لري.

100%

په افغانستان کې څلور واړه سرمایو (پانګو) سقوط کړی، علم راته وايي: موږ څلور ډوله سرمایې لرو، چې یو هېواد پرې ژوندی وي:

مالي پانګه

دا ډول پانګه له پیسو، سټاکونو، پورونو، او هر ډول مالي شتمنیو څخه جوړه ده، چې د توکو او خدماتو د پیرلو یا پانګونې لپاره کارول کېږي.

فیزیکي پانګه

دا پانګه د فیزیکي شتمنیو ټولګه ده، لکه کانونه، ماشینونه، ودانۍ، تجهیزات، زمکه، او بېخبناوې چې د تولید په بهیر کې د توکو او خدماتو د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.

بشري (انساني) پانګه

دا ډول پانګه د کار ځواک مهارتونه، پوهه، تجربه، او توانمندیو ته وايي، چې د زده کړې، تجربې، او شخصي پرمختګ له لارې ترلاسه کېږي.

ټولنیزه پانګه

ټولنیزه پانګه د یوې ټولنې د انسانانو ترمنځ حقوقي اړیکو، اړیکتیايي شبکو، ټولیز باور، او اجتماعي همکارۍ ته اشاره کوي چې کولای شي د تعاملاتو په اسانولو او اجتماعي او اقتصادي اغېزناکتیا کې مرسته وکړي.

دا څلور واړه پانګې د یوې ټولنې د هوساینې څلور بنسټونه دي، یوه له بلې پرته معنا نه ښندي او له بده مرغه چې دا څلورسره سقوط کړای شوې دي. بشري پانګه ووته، اته میلیونه انسانان ووتل، چې ګڼ شمېر یې متخصص کادرونه وو. هغه برخه لوستي و متخصصان چې په هېواد کې پاتې دي تر شدید سانسور او محدودیت لاندې دي، دندې یې له لاسه ورکړي او په کور ناست دي یا له خپل تخصص څخه په وتلې ساحه کې مزدوري کوي. په رسنیو کې څوک سپوڼ وهلای نه‌شي. دوی خپل حالت یوازې هغه وخت بیانوي، چې له هېواده ووځي. معنا اته میلیونه خو ووتل، هغه شمېر چې پاتې دي، هم موثریت ورڅخه اخیستل شوی دی.

ټولنیزه پانګه هم فلج ده. مدني ټولنه چې د ټولنیزې پانګې د فعالیت بنسټ او خوځوونکی ځواک دی، له کفر سره مترادفه ګڼل کیږي. د ټولنیزې و بشري پانګو نیمايي وجود خو هغه وخت وژل شوی، چې نجونې و ښځې له ټولو حقونو محرومې دي. نجونې وښځې د نیمايي بشري نفوس په توګه د دې دواړو پانګو نیمايي وجود جوړوي.

مالي پانګې اقتصادي ارزښت بایللی. د پیسو تولیدي او ګټور دوران نه‌شته. د پیسو هغه کڅوړې چې راځي جرمي اقتصاد چاغوي او د جنګ اقتصاد یې په پښو درولای. د نړۍوالې ټولنې دغه مسخره تعامل، ناروغ ته د سیروم په بوتل کې د زهرو ورګډول دي ځکه وږیو افغانانو ته نه وررسیږي.

میلیونونه انسانان وږي، وزګار او کپ ډوډۍ ته احتیاج دي. د جنګ پیسې له واکمن پوړ سره په ولاړه بڼه زېرمه کیږي او هغوی پرې د خپلې مستبدې واکمنۍ جرړې پیاوړې کوي.تر دې بریده، چې حتا له دغو (تعامل شویو پيسو) څخه د متقاعدینو روا حق نه ورکول کیږي.

لسګونه زره متقاعدین، چې د لکونو انسانانو د ژوند برخلیک ورسره تړلی، له لوږې څخه د مرګ پر پوله رنځیږي.

فیزیکي پانګه هم له ګټورتیا لوېدلې. کانونه پاکیستان ته روان دي او ګټه یې د واکمنو جیبونو ته پریوځي.

د یوه هېواد سقوط یعنې همدا.

موسیقي سقوط ده، سینما سقوط ده، انځورګري سقوط ده، ادبیات و ژورنالیزم سقوط دي. فرهنګ له کفر سره مترادف دی. د واکمنو نړۍ د هغوی د بیرغ په شان تور و سپینه ده، بل رنګ په کې نه‌شته. د پاکیستان له استخباراتي مدرسو فارغان يې چې خوښ دي سپین دي، نور ټول هېواد و هېوادوال تور دي. رنګ و رنګین ژوند کفر دی. هنر و فرهنګ چې د رنګارنګ ژوند نښې دي سقوط شوي دي.

او دې ته وايي له اصطلاحي او لغوي دواړو اړخونو د یوه هېواد سقوط، چې ښايي مخه یې ونیول شي.

څه باید وشي؟

تر هرڅه وړاندې باید ټولنه د دغه دردناک او غمجن سقوط په ماهیت وپوهول شي. مخکې مو وویل، چې سقوط یعنې رالوېدل. که یو انسان له لوړې په سرراوغورځول شي، ګنګس وي، په سترګو یې توره شپه شي، نه‌پوهیږي څه ورپېښ شوي دي؟

زموږ ټولنه هم همداسې رالوېدلې، په سر راپرېوتلې ده، ګنګسه ولاړه ده او نه پوهیږي څه ورپېښ شوي، یوازې درد احساسوي او خواشیني.

ټولنه باید راویښه کړو، له ګنګستیا څخه یې وباسو. هغو دوښمنو چې ټولنه یې له لوړ ځایه ټېلوهلې او غورځولې ده، دغه ګنګستیا او درد یو مقدس حالت ګڼي. دوښمن زموږ ټولنې ته وايي: « دا سپېڅلې ګنګستیا ده او له دې څخه راوتل کفر دی. » موږ باید ټولنه خبره کړو، چې سقوط کړای شوې او دوښمن یې دروغ ورته وايي.

ټولنه باید د خپل سقوط له ټولو ابعادو، عواقبو او هراړخیزو اغېزو خبره کړو.ټولنه باید پوه شي، چې د اته میلیونه کادرونو وتل یوازې له میندو پلرونو او خواخوږیو د زړه د ټوټو بېلتون نه دی، بلکې دا غمیزه تر دې ژوره ده.

د وطن معنا له وطن څخه وتلې ده. د اته میلیونه بشري پانګې وتل د واکمنو د مسخرو او ریشخندونو په شان یوه مسخره خبره نه ده، بلکې ملي ناورین دی. دا سقوط د کفر او اسلام په ترازو کې مه تلئ، بلکې دا سقوط د خپلو اولادونو د راتلونکي تباهي وبولئ، د یوه هېواد له لاسه تلل یې وګڼئ او د افغانستان سقوط یې وبولئ!

د دې سقوط مخه یوازې او یوازې له ګنګستیا څخه راویستل شوی او ویښ کړای شوی ملت نیولای شي.

اته میلیونه راوتلې بشري پانګه باید شپه و ورځ د خپل ملت د راویښولو او د تکفیر له ګنګستیا څخه د راایستلو لپاره هڅه وکړي او ولس ته دا وړتیا ورکړي، چې دوی په یوه څلویښت میلیوني اراده د دې سقوط مخه نیولای شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ملا هبت الله په کندهار کې خپلو وسله والو ته د مخابرې له لارې د خپلې بريا مبارکې ويلې

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۱

د طالبانو مشر د مخابرې له لارې په کندهار کې خپلو امنيتي مسوولينو ته واک ته د دغه ډلې د رسېدو د درېيمې کليزې د مراسمو د امنيتي تدابيرو د نيولو تر څنګ مبارکې ويلې. هبت الله خپلو سرتېرو ته ويلي: « شاباس تکړه ياست، چې ښه مراسم مو سرته ورسول.»

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده هغه غږ لېږلی، چې پکې نوموړی د مخابرې له لارې د دغې ډلې د امنيتي حوزو او امنيه قوماندانۍ له مسوولينو سره خبري کوي.

هبت الله په دې غږ کې خوښي ښودلې، چې د تمې سره سم يې واک ته د رسېدو د درېيمي کلېزه مراسم په ښه ډول تر سره کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ مه کابل ښار ونیوه او پر افغانستان بیا واکمن شول، دغه ډله هر کال د زمري ۲۴مه د خپلې بريا د ورځې په نوم نمانځي.

په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر ضد مرګوني او ویجاړوونکي عملیات کړي دي.

دې ډلې د بمونو او له چاودیدونکو توکو ډک موټرونو په کارولو سره عامه تاسیسات ویجاړ کړي.

د پوځي تلفاتو تر څنګ د طالبانو په بریدونو کې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.

څېړنیز راپور؛ په افغانستان کې ۳۶۱۲ بهرني سرتېري وژل شوي او نېږدې ۲۸زره ټپیان شوي دي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنیز راپور پر بنسټ؛ د پخواني جمهوري نظام په تېرو شلو کلونو کې د ناټو په چوکاټ کې ۳۶۱۲ بهرني سرتېري وژل شوي او ۲۷۹۶۴ ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې ۲۴۶۱ امریکايي سرتېري هم شامل دي.

افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ سره سم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې مساله هم پیلیږي او له مخامخ جګړو نیولې تر چادونو او ځانمرګو بریدونو پورې په نښتو کې د ناټو په چوکاټ کې ۳۶۱۲ وژل شوي او ۲۷۹۶۴ ټپیان شوي دي.

دغه مرګ ژوبله په مخامخ جګړو، ځانمرګو او چریکي بریدونو او دغه راز د سړک غاړې بمونو په چاودنو کې رامنځته شوې ده، چې تر ټولو لویه برخه سرتېري د امریکا وژل شوي دي.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي سرتېري وژل شوي، ورپسې ډېر سرتېري د برېتانیا او بیا د کاناډا دي.

په لاندې بڼه یې شرحه کوو:

امریکا: ۲۴۵۶وژل شوي او ۲۰۷۱۳ ټپیان شوي

برېتانیا: ۴۵۷ وژل شوي او ۲۱۹۱ ټپیان شوي

کاناډا: ۱۵۹ وژل شوي او ۱۴۱۲ ټپیان شوي

فرانسه: ۹۰ وژل شوي او ۱۳۱ ټپیان شوي

جرمني: ۶۲ وژل شوي او ۲۴۵ ټپیان شوي

ایټالیا: ۵۳ وژل شوي او ۱۹۳ ټپیان شوي

پولنډ: ۴۴ وژل شوي او ۲۳۱ ټپیان شوي

ډنمارک: ۴۳ وژل شوي او ۲۱۴ ټپیان شوي

اسټرالیا: ۴۱ وژل شوي او ۲۶۱ ټپیان شوي

اسپانیه: ۳۵ وژل شوي او ۲۸۱ ټپیان شوي

جورجیا: ۳۲ وژل شوي او ۴۳۵ ټپیان شوي

رومانیا: ۲۷ وژل شوي او ۱۳۱ ټپیان شوي

نېدرلنډ: ۲۵ وژل شوي او ۱۴۰ ټپیان شوي

ترکیه: ۱۴ وژل شوي او ۹۲ ټپیان شوي

چک: ۱۴ وژل شوي او ۲۶ ټپیان شوي

نیوزېلنډ: ۱۰ وژل شوي او ۶۱ ټپیان شوي

ناروی: ۱۰ وژل شوي او ۹۴۰ ټپیان شوي

استوانیا: ۹ وژل شوي او ۹۲ ټپیان شوي

هنګري: ۷ وژل شوي او ۱۴ ټپیان شوي

سوېډن: ۵ وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي

لتیوا: ۴ وژل شوي او ۱۱ ټپیان شوي

سلواکیا: ۳ وژل شوي او ۸ ټپیان شوي

سلوانیا: ۲ وژل شوي وژل شوي او ۸ ټپیان دي

فنلنډ: ۲ وژل شوي او ۱۱ وژل شوي

جوردن: ۲ وژل شوي او ۳ ټپیان شوي

پرتګال: ۲ وژل شوي او ۱۹ ټپیان شوي

سویلي کوریا: ۲ وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي

البانیا: ۱ وژل شوی او ۲ ټپيان شوي

بلجیم: ۱ وژل شوی او ۱۴ ټپیان شوي

بلغاریا: ۱ وژل شوی او ۷ ټپیان شوي

کړاوسیا: ۱ وژل شوی او ۹ ټپیان شوي

لېتوانیا: ۱ وژل شوی او ۱۳ ټپیان شوي

مونټینیګرو: ۱ وژل شوی او ۱ ټپي شوی

یونان: ۲ ټپیان شوي

ایسلینډ: ۳ ټپیان شوي

شمالي مقدونیه: ۳ ټپیان شوي

د دندې پرمهال د بهرنیو سرتېرو د ځانوژنو شمېر:

د فرانسې ۲ سرتیري

د امریکا ۲ سرتېري

د کاناډا ۱ سرتېری

د برېتانیا ۱ سرتېری

د اسپانیا ۱ تېری

د رومانیا ۱ سرتېری

د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور دلته ولولئ:

د افغانستان د شل کلنې جګړې د ښکېلو اړخونو مرګ ژوبله (۲۰۰۱-۲۰۲۱)

څېړنیز راپور؛ په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو په ګډون نېږدې ۹۰زره وسله وال وژل شوي دي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۰۱ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنیز راپور پر بنسټ؛ په تېرو شلو کلونو کې له جمهوري دولت سره په جګړه کې د طالبانو په ګډون، داعش، پاکستانۍ ملېشې، حزب اسلامي او د نورو کوچنیو وسله والو ډلو نېږدې ۹۰ زره وسله وال وژل شوي دي.

کاسټس اف وار پروژې په خپل وروستي راپور کې په تېرو شلو کلونو کې د جمهوري دولت د مخالفو وسله والو د وژلو شمېر په تخمیني ډول ۵۱۱۹۱ یاد کړی؛ خو دا شمېر بیا له هغه شمېر سره لوی توپیر لري، چې د پخواني جمهوري دولت اداراې یې یادوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته یوازې د یوازې د یو ځل لپاره د لوست اجازه ورکړل شوې وه، پکې د درېیو امنیتي ادارو د ۲۰۲۰ کال د جون د میاشتې راپور ته اشاره شوې ده.

په دغه راپور کې درې واړه امنیتي ادارې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کوي.

د جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت راپور ښيي، چې له ۲۰۰۳ کال څه تر ۲۰۲۱ کال پورې د طالبانو د لوړ رتبه چارواکو په ګډون ۱۱۳۴۲۰ طالبان وژل شوي او ۴۸۲۱۰ کسان یې ټپیان شوي دي.

خو د دفاع وزارت بیا په خپل راپور کې د ۱۰۳۲۴۵ طالبانو د وژنې خبره کوي او ۵۲۱۰۳ ټپیان ښيي.

بل خوا د جمهوري دولت د ملي امنیت ریاست بیا دا شمېر یو څه کم یاد کړي او د وژل شویو طالبانو شمېر یې ۷۹۵۳۲ ښودلی او ټپیان یې ۳۸۴۲۱ ښودلي دي؛ خو د ملي امنیت په راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۰۱ کال را په دېخوا د افغانستان جمهوري دولت ۹۱۳۶۲ کسان د دولت د مخالفت په تور نیولي، چې ۳۲۴۹۸ کسان یې له لومړنیو څېړنو وروسته خوشې شوي، ۱۷۸۹۰ کسان یې له لومړۍ محکمې وروسته خوشې شوي او یوې برخې یې د بند له سزا پوره کولو وروسته خوشې شوي او ۱۹۴۳۹ بندیان لا هم په زندانونو کې وو.

د پخواني جمهوري دولت ولسمشر د ۲۰۲۱ کال د فېبروري په میاشت کې د امنیتي ځواکونو د شهدا او معلولینو سره په یوې غونډې کې ویلي وو، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۸۷۵۰۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

کونسل اف فارن ریلیشن په تخمیني ډول له اویا زره پورته طالب وسله والو د وژلو یادونه کړې؛ خو په دقیق ډول یې څه نه دي ویلي.

د سویلي اسیا د کړکېچ مدیریت ادارې بیا په خپل راپور کې د طالبانو د وژنې شمېرې له ۹۰ زره پورته ښودلي دي او تر ډېره یې د رسنیو په راپورونو بسنه کړې ده.

د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې د هغه راپور پر بنسټ چې د ولایتي ادارو د معلوماتو په استناد په ۲۰۱۹ کال کې جوړ شوی، له ۲۰۰۱ کال څخه د ۲۰۱۹ کال تر ډسمبر میاشت پورې په ټول افغانستان کې ۶۹ زره او ۳۰۰ طالبان او نور مخالف وسله وال وژل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د وژنې کره شمېرې ځکه نه شو وړاندې کولی، چې په دغه برخه کې امنیتي ادارو هم مبالغه کړې او یو شمېر راپورونه د مبالغو پر بنسټ لیکل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو چارو وزارت له هغه وخته چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي ۳۱۶۱۲ د شهیدانو د کورنیو په نوم تازه ثبت کړي دي.

د شهدا او معلولینو چارو په وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې ثبت شوې کورنۍ د طالبانو اړوند دي.

دغې سرچینې وویل، چې په پخوانیو او اوسنیو ثبت شویو کورنیو کې ۸۹۳۴۱ کورنۍ د طالب چارواکو له خوا پېژندل شوي، چې د طالبانو اړوند دي، چې د طالبانو د مشر په حکم دغو کورنیو ته باید خپل حقوق پر خپل وخت ورسیږي.

سرچینه وايي، چې په دغو کورنیو کې یې یو شمېر داسې هم دي، چې د قبایلو کارت او یا هم د طالبانو ځانګړی کارت لري؛ خو د افغانستان تذکره او نور سندونه نه لري.

د یادې سرچینې په خبره، چې یو شمېر کورنۍ په پاکستان کې اوسیږي، چې هغوی د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو لپاره په کال کې یو ځل افغانستان ته راځي او په نغدي ډول ورته پېسې ورکول کيږي.

د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست د شهدا او معلولینو د برخې سکرتریت د راپور په اساس تر ۲۰۲۱ کال د فېبرورۍ د میاشتې تر ۲۱مې نېټې پورې د شهدا او معلولینو ۹۲۱۰۴۳ کورنۍ ثبت شوې وې، چې د کورنۍ غړي یې په جګړه کې وژل شوي او یا هم معلول پېژندل شوي دي، په دغو کورنیو کې د طالبانو، داعش او حزب اسلامي کورنۍ شاملې دي.

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د طالبانو په نوم یوه ډله هغه ملېشې هم وژل شوي، چې له ډېورنډ پولې را اوښتي او د طالبانو په لیکو کې یې جګړه کړې ده او اوسمهال د طالبانو تر کنټرول لاندې د شهدا او معلولینو چارو وزارت څخه یې کورنۍ او یا معلول شوي وګړي خپل حقوق تر لاسه کوي.

په ورته وخت کې د پخواني حکومت د جمهوري ریاست د امنیت شورا د راپور په اساس په افغانستان کې ۷۹۱ د داعش – خراسان ډلې غړي هم وژل شوي دي.

د پنټاګون د معلوماتو په اساس چې راپور یې واشنګټن پوسټ خپور کړی په افغانستان کې تر ۲۰۲۰ کاله پورې ۸۴۱۹۱ طالبان، داعش او نور مخالف وسله وال وژل شوي دي.

که څه هم د طالبانو، پاکستاني ملېشو او داعش - خراسان د وژل شويو سرتېرو په تړاو ارقام متفاوت او د جګړې په ډګر کې یې دقیقه احصایه ستونزمنه وه؛ مګر د طالبانو له خوا د خپلو غړو د ثبت او راجستر په اساس او د جمهوري دولت ارقامو ته په کتو ویلی شو، چې په تخمیني ډول ۹۰ زره طالبان، پاکستانۍ ملېشې، القاعده، داعش – خراسان ډله او د حزب اسلامي جنګیالي وژل شوي دي.

په دغو وژل شویو وسله والو کې یې نېږدې ۱۲۰۰ په ځانمرګو بریدونو، یوه لویه برخه په مخامخ جګړه، هوايي بمبارویو، شپېنیو عملیاتو، کمینونو او د ګوتو په شمېر په زندانونو کې وژل شوي دي.

د ټپیانو په اړه یې که څه هم د افغانستان پخواني جمهوري دولت امنیتي ادارو ارقام وړاندې کړي؛ خو له مبالغې ډک او دقیق نه دي.

د مخالفو وسله والو د ټپیانو شمېر ځکه دقیق نه دی، چې د اکثرو یې په پاکستان او ایران کې درملنه شوې ده.

همدا راز طالبان هم د خپلې مرګ ژوبلې په اړه دقیق ارقام نه لري.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو څېړنیز راپور دلته ولولئ:

د افغانستان د شل کلنې جګړې د ښکېلو اړخونو مرګ ژوبله (۲۰۰۱-۲۰۲۱)