• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا هبت الله اخوندزاده افغانانو ته: ما ته دعا وکړئ د وخت امام او امیر ته دعا واجب ده

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۲ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپلې بریا د درېیمې کلیزې په وینا کې د خپلې ډلې له غړو یو ځل بیا غوښتي چې له نفاق څخه لاس واخلي او پر افغانانو یې غږ کړی، چې د وخت امیر ته دعا واجب ده او باید ده ته دعا وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې په افغانستان کې امنیت د الله له اړخه راغلی دی او پر خپلو پلویانو یې غږ کړی، چې غفلت ونه کړي.

هغه زیاته کړه: " ګورئ چې زړونه په منصبونو کې بند نه کړئ، په خپل منځ کې دوستي او دښمني یوازې د الله لپاره وکړی او د قرابت لپاره دوستي مه کوئ، د قدرت او قومیت شوق په ځان کې مه پېدا کوئ".

ملا هبت الله په خپله وینا کې طالبانو ته په اشارې سره ویلي، چې په افغانستان کې عدالت راولئ او که چېرې مو ظلم او سفارش وکړ نو د دوی نظام به دوام ونه شي کړی.

هغه وايي: " څلوېښت کاله کیږي، چې د افغانستان پر مسلمانانو ظلمونه شوي دي، دغو خلکو سره مرسته وکړئ او اسلام ور وښیئ".

نوموړي د خپل حکومت پر چارواکو غږ کړی، چې د بیت المال ساتنه وکړئ او د افغانستان له خلکو څخه یې غوښتنه کړې، چې طالبانو ته دعا وکړي.

ملا هبت الله زیاته کړې ده: "دا واجب ده چې تاسو د وخت امام او امیر ته دعا وکړئ".

د طالبانو دغه مشر چې تر اوسه په عام محضر کې نه دی را ښکاره شوی له خلکو غوښتي، چې د فلسطین مسلمانانو ته هم دعا وکړي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله دغه نېږدې ۱۹ دقیقې وینا تر ډېره نصیحتي بڼه لرله، چې لویه برخه یې د طالبي حکومت چارواکو او یوازې څلور دقیقې یې د افغانستان له خلکو د دعا غوښتنه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو مشر د خپل ډلې غړو ته د یووالي او اتحاد نصیحت کوي؛ بلکې له دې وړاندې یې هم په کراتو - کراتو د خپلې ډلې له غړو غوښتي، چې له نفاق څخه لاس واخلي او په خپل منځ کې سره یو شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

جمهوري غوښتونکي: د اګسټ په ۱۵ مه یوازې نظام نه بلکې ټول افغانستان سقوط کړی

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د اګسټ ۱۵مه د افغانستان لپاره یوه توره ورځ بللې او ویلي یې دي، چې په دې ورځ یو ځل بیا په افغانستان کې ولسواکي د ټوپک، نیابتي جګړو او معاملو په اساس له منځه لاړه.

دغه خوځښت په یوې اعلامیه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه لیکلي: «نه یوازې دا چې په دغه ورځ په افغانستان کې یو نظام سقوط شو بلکې د یوې سیاسي جغرافیې په توګه ټول افغانستان سقوط شو، چې له امله یې نړۍواله پېژندنه له منځه لاړه، ولسواکي او د ملت د ارداې تمثیل جبري ونړول شول او افغانانو خپل لومړني حقونه له لاسه ورکړل.»

دغه خوځښت په خپلې اعلامیه کې زیاتوي، چې د طالبانو په راتګ سره د افغانستان بحران لا اوږد، کړکېچن او له جبري انزوا ډک شوی دی.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت لیکلي: «طالبانو یو ځل بیا وښوده، چې دوی په خبرو باور نه لري او په افغانستان کې د ټوپک او زور له لارې حاکمیت کوي، چې دغه جبر د افغانستان ټول مادي او معنوي ارزښتونه سقوط او د یو مشروع نظام بدنه له منځه یوړه.»

د دغه خوځښت په باور، د زور له لارې واکمني اوږدمهالې نه وي او تل یې د هېواد بحران په یو بل کړکېچن ناورین بدل کړی دی.

دغه خوځښت زیاتوي، چې په افغانستان کې طالبانو دا مهال ۴۰ میلیونه افغانان په جبري ډول یرغمل کړي، له هغوی یې د کار او زده کړو حق اخیستی، د بیان ازادي یې محدوده کړې او د پخواني جمهوري دولت کارکوونکي یې زنداني کړي، شکنجه کړي او وژلي دي.

دغه خوځوښت د نړۍوالې ټولنې بې حسي هم د اندېښنې وړ بللې ده او وایي: «که چېرې نړۍواله ټولنه افغانستان ته پاملرنه ونه کړي، لرې نه ده، چې ټوله سیمه او نړۍ به د روان بحران پور پرې کړي.»

د افغانستان جمهوري غوښتونکي په دې باور دي؛ تر هغې چې په افغانستان کې د یوې ټولګډونه پروسې له لارې نظام، اساسي قانون او له نړۍ سره تعامل نه وي رامنځته شوی، د افغانستان روان کړکېچ به لا خشن او داخلي ګډوډي به دوام ولري.

شپږیزه لیګ؛ مس عينک اتلانو د ۷ ويکټو په توپير د سپين غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۰۷ GMT+۱

د شپږېزې لیګ په شپږمه سیالۍ کې د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ مس عينک اتلانو د ۷ ويکټو په توپير د سپين غر پړانګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. د مس عينک اتلانو لوبډلمشر ابراهيم ځدران ځوان لوبغاړي وفي الله تره خېل ته د ښه توپوهنې له کبله خپل بېټ هم ډالۍ کړ.

د لوبې پچه د سپين غر پړاګانو لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورد وایي، سپين غر لوبډلې په ۱۹.۲ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مس عينک اتلانو لوبډلې ته ۱۰۶ منډې هدف وټاکه.

د مس عينک اتلانو په لوبډله کې ضياء الرحمان اکبر او وحيدالله ځدران دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ۱۲،۳ اور کې د خپلو درېيو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ او لوبه یې د ۷ ويکټو په توپير وګټله.

دا په همدې سياليو کې د مس عينک اتلانو دويمه بريا ده، چې تر لاسه کوي يې.

د شپږیزې لیګ کرېکټ سیالۍ په کابل کې د پنځو لوبډلو ترمنځ پيل شوي دي.

طالبانو د بامیان له هرې ولسوالۍ څخه ۵۰ تنه کابل ته د خپلې بریا د نمانځلو لپاره راوستي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۴۲ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د چهارشنبې په ورځ د باميان له هرې ولسوالۍ څخه ۵۰ کسان پر افغانستان د خپلې واکمنۍ د درېيمې کليزې د نمانځلو مراسمو راوستي. سرچينې زياته کړې، چې دغه کسان په باميان کې د دولتي ادارو کارکوونکي او د ښوونځيو ښوونکي دي.

هغه انځورونه، چې موږ ته رسېدلي طالبانو د باميان دولتي کارکوونکي او ښوونکي په یوه بس کې کابل ته بيايي.

طالبانو د زمري ۲۴ مه د کابل سقوط ورځ د خپل «برياليتوب» په نوم نومولې، چې طالبانو دغه ورځ د کابل په غازې لوبغالي، د بګرام په پوځي اډې او ټول هېواد کې ونمانځل.

په دې وروستیو کې طالب چارواکو په بېلابيلو ښارونو کې د دولتي ادارو کارکوونکو او استادانو ته امر کړی، چې واک ته د دغې ډلې د بېرته ستنېدو په درېیمه کلیزه کې ګډون وکړي.

په دایکندي کې طالب چارواکو هټیوالو ته امر کړی، چې د د دوی بیرغ ولګوي.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د ټانګونو او پوځي وسایطو سره يو ځای په ښارونو کې وګرځېدل.

د طالبانو مخالفينو واک ته د دې ډلې بیا ستنېدل یوه «توره ورځ» بللې او د دې ډلې پر ناسمو سیاستونو يې سختي نيوکې کړې دي.

د ژغورنې نړۍواله کمېټه: ۲۳ میلیونه افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له بحران سره مخ دي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۱

د ژغورنې نړۍواله کمېټه وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ وروسته ۲۳ میلیونه افغانان له بشري ناورین سره مخ دي. دوی زیاتوي، چې کورنۍ پاشل شوي، بې ځایه شوي دي او خلک له ناهیلۍ سره مخ دي.

دغه کمېټه زیاتوي، سره له دې چې افغانان په دې شرایطو کې زیاتو مرستو ته اړتیا لري خو نړۍوال ملاتړ مخ په کمېدو دی.

دا مهال افغانان له بل هر وخت څخه ډېر دوامداره نړۍوالې ښکیلتیا او بشري مرستو ته اړتیا لري تر څو د ناورین مخه ونیول شي.
له دې حیاتي ملاتړ پرته افغانستان د یوه هېر شوي بحران د رامنځته کېدو خطر سره مخ دی.
له ۲۳ میلیون څخه ډېر خلک د افغانستان نیمايي نفوس بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

ښځې او ماشومان چې فصیدي یې ۲۵ او ۵۲ سلنې ته رسیږي تر ټولو ډېر اغیزمن شوي دي.
بل خوا هېواد د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ شوی او د بېکارۍ کچه د تېر کال په پرتله دوه چنده شوې ده.
نږدې ۱۴.۴ میلیونه افغانان د خوراکي توکو له ناخوندیتوب سره مخ دي. که د خوړو ناخوندیتوب همداسې دوام ومومي تر نیم میلیون ډېر خوراځواکي ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کیږي.

دا وضعیت اومیدوارې میندۍ هم اغیزمنې کوي.
د ۲۰۲۴ کال تر جون پورې، له ۶.۳ میلیون څخه ډېر افغانان د اوږدمهاله بې ځایه کېدو سره مخ دي، چې ډېری یې امنیت او لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې وویل، چې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ پر ۲۹ د طالبانو او امریکا د دوحې تړون راهیسې د افغانستان شاوخوا اته میلیونه اوسېدونکي له خپلې خاورې وتلي دي.


سرچينې: د تورخم دروازه د درېيمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د تورخم له کميسارۍ څخه سرچينې وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه د درېيمې ورځې لپاره هم د ګاډو او کورنيو د تګ راتګ پر مخ بنده ده. د معلوماتو له مخې؛ د دروازې د خلاصېدو لپاره به ژر دواړه لورې ناسته وکړي.

د تورخم له کميسارۍ څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وويل، چې له تېرو درېيو ورځو څخه دواړو غاړو ته بند پاتې موټر چلوونکي او کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.

سرچينه زياتوي، چې د تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه په د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه، چې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

د سرچينې په خبره، چې د سې شنبې په ورځ د دواړو غاړو د چارواکو ترمنځ ګډه غونده د افغان طالبانو د نه ګډون له کبله پاتې شوه.

سرچینه وايي، چې د ستونزې د حل لپاره به ډېر ژر پاکستاني چارواکي او افغان طالبان بله ناسته وکړي.

څو ورځې وړاندې په تورخم کې د طالبانو د کمیسارۍ مشر عبدالجبار حکمت ويلي وو، چې د ډېورنډ کرښې ها غاړې پاکستان حکومت سوداګرو او د باروړونکو لاریو چلوونکو ته د تګ راتګ لنډ مهاله سند یا ټاډ په برخه کې ستونزې جوړې کړي دي.

خو پرون بیا د پاکستان امنیتي چارواکي ويلي وو، د افغان طالبانو له‌خوا د پوستې د جوړولو له امله ډزې شوي او دغه لار په مکمله ډول تړل شوې.