• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسه: له ټولنیز ژوند څخه د ښځو لرې کولو سره به افغانستان پرمختګ ونه کړي

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۱۲ GMT+۱

د طالبانو له خوا د دوهم ځل لپاره د کابل د نیولو د درېیمې کلیزې په مناسبت د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې که ښځې له ټولنیز ژوند څخه لرې شي نو د افغانستان پرمختګ ناشونی دی.

دوی زیاتوی؛ تر څو چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه پای ته ونه رسیږي، دغه هېواد به عادي حالت ته را و نه کرځي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د زمري ۲۶مه) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې غندي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړه، چې د طالبانو پریکړه چې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز ولګول شي «د منلو او توجیه وړ نه ده».

د فرانسې حکومت ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته، فرانسه پر خپلو ژمنو عمل کوي، او د افغانستان د خلکو د وضعیت د ښه کولو لپاره به له ټولو فشارونو کار واخلي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم طالبان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک په نه مراعاتولو تورن کړل او ویې ویل، چې دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او په پرله پسې ډول یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پر طالبانو سختې نیوکې کړې وې او ویلي وو، چې د طالبانو «غیر انساني رژیم» د میلیونونو افغان ښځو او نجونو خوبونه له منځه وړي او هغوی ته یې د «ښځو په توګه د ژوند کولو» اجازه نه ده ورکړې. د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک زیاته کړه، چې افغان ښځې او نجونې اوس مهال عملا په "کورنۍ زندان" کې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره: افغان میرمنې د ځپونکي رژیم په سختو شرایطو کې ژوند کوي

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره وايي، افغان مېرمنې د طالبانو د «جبر رژیم» په چوکاټ کې ښوونځيو، پوهنتونونو او د کار بازار ته له لاسرسي پرته د خپلې بقا لپاره ژوند کوي. حجه لحبیب وویل، بلجیم په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ او د نجونو د تعلیم او د بشري حقونو د دفاع لپاره ژمن دی.

اغلې لحبیب د طالبانو د واک د دریمې کلیزې په مناسبت د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د دې ډلې واک ته رسېدل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د سترې ماتې لامل شوي.

هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان ښځې یې نه دي هېرې کړې.

اغلې لحبیب وویل، بلجیم لا هم ژمن دی، چې د هدفي پروژو له لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، د نړیوالې ټولنې په تحرک او د نجونو د زدکړې او بشري حقونو دفاع وکړي.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر کړي، چې د ژوند، کار او زدکړو په بېلابېلو برخو کې یې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

دا مهال په افغانستان کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي بې برخې دي او دې ډلې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

طالبانو د ښځو پر کارموندنې،سفر او حتی په پارکونو کې تګ راتګ پر مهال هم پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

پیاتنګترن شیناواترا د تایلنډ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره وټاکل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د تایلنډ پارلمان نن ځوانه سیاستواله پیاتنګترن شیناواترا د دغه هېواد د تر ټولو ځوانې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله. مېرمن شیناواترا په اسانۍ د پارلمان ۳۱۹ څوکۍ یا له دریو دوه برخې رایې خپلې کړې. د تایلنډ نننیو ټاکنو سره پیاتنګترن شیناواترا دویمه ښځه ده چې لومړۍ وزیره کېږي.

مېرمن شیناواترا له خپل برید وروسته وویل، چې د تایلنډ د پرمختګ لپاره به هڅې کوي: «دا هغه څه دي چې زه یې کول غواړم، نن زه وویاړل شوم او ډېره خوشاله یم.»

د ډېر ځواکمن خو جنجالي سیاستوال تسکین شیناواترا ۳۷ کلنه لور له هغه دوه ورځې وروسته لومړۍ وزیره شوه چې د نوموړي متحد سریتا تاوسین د اساسي قانون محکمې له خوا د فساد له امله له دندې ګوښه شو.

د نوموړي تر لرې کېدو وروسته تایلنډ کې واکمنه ټلواله پرون په دې سلا شوه چې پیتانګترن شیناواترا لومړي وزارت ته نومانده کړي.

پیاتنګترن شیناواترا د میلیاردر تسکین شیناواترا لور او حکومت کې د تر ټولو ستر ګوند مشره ده.

شیناواترا څوک ده؟

شیناواترا د ټاکل کېدو پر مهال له خپل مېړه سره
100%
شیناواترا د ټاکل کېدو پر مهال له خپل مېړه سره

پیاتنګترن شیناواترا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۷ د فیوتای ګوند مشره شوه.

پیاتنګترن سوداګره ده او د انګلنډ له سوري پوهنتون یې د هوټل مدریت کې سند ترلاسه کړی دی.

د ۳۷ کلنې پیاتنګترن د پلار په ګډون د دې کورنۍ درې غړي د تایلنډ لومړي وزیران تېر شوي دي.

اوسنۍ پرېکړې سره اټکل دی چېد شینواترا میلیاردرې کورنۍ سیاسي واکمني به نوره هم اوږده شي چې له نږدې ۲۵ کلونو راهیسیې یې په تایلنډ کې لري.

ځینې خلک دا کورنۍ په فساد هم تورنوي او د پوځ اسټبلشمنټ ملاتړو عناصرو له خوا یې درې لومړي وزیران هم له دندو لرې شوي دي.

خراساني: د طالبانو لپاره د خپل ټول قوم په مقابل کې ودرېدم

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د پکتیا د احمدابا لپاره د طالبانو پخوانی ولسوال وايي، کله چې په پنجشېر کې هر څوک د طالبانو پر ضد و، نو د خپلو "خلکو" په وړاندې ودرېد او د طالبانو ملاتړ یې وکړ. عبدالحمید خراساني ویلي چې اوس «د طالبانو مشري د یو قوم په لاس کې ده او له نورو سره د غلامانو په څېر چلند کېږي.«

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې د طالبانو پخواني ولسوال عبدالحمید خراساني په دې وروستیو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

مجاهد خراساني "بې کوره" بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو په اداره کې هېڅ رول نه لري.

خراساني دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وويل: «په داسې وخت کې چې د پنجشېر خلک د طالبانو پر وړاندې په کلکه ولاړ وو او هغوي د يوې مرمۍ د وېشتلو امکان نه درلود، ما د طالبانو ملاتړ وکړ او د خپل قوم پر وړاندې ودرېدم. اوس چې تاسې د واک او نظام خاوند یې، مونږه بې کوره معرفي کوي او تاسې پخپله د کور خاوند يې؟»

خراساني دا هم ویلي، چې کابل ته د دې ډلې تر راتګ مخکې د ذبیح الله مجاهد په ګډون طالب چارواکو له ده څخه په پنجشېر کې د پوځي عملیاتو غوښتنه کړې وه، «خو اوس چې قدرت یې په لاس کې اخیستی دی، ما بې کوره بولي.»

تر دې مخکې ذبیح الله مجاهد د ایران له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و، چې خراساني د طالبانو په اداره کې کوم مقام نه لري او د هغه څرګندونې د طالبانو د ډلې د نظر انعکاس نه کوي.

د ایران په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د وتلو لپاره وخت ټاکل شوی

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د ایران اقتصادي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د فارس ولایت په ځینو سیمو کې بېنرونه لګول شوي، چې افغانانو ته تر دوو میاشتو پورې وخت ور کړل شوی چې له دغو سیمو ووځي. تر دې مخکې له اصفهانه یوه افغان کډوال هم د کوی راه حق په سمیه کې د ورته ضرب الاجل د لګولو خبر ورکړی و.

د ایران اقتصادي خبري اژانس لیکلي د یو بېنر انځور هم خواله رسنیو کې خپور شوی چې پکې د طسوج ښار او د دشتک او ولی عصر په کلیو کې د کورونو مالکینو ته خبرداری ورکړل شوی.

په دغو بینرونو کې له افغان کډوالو غوښتل شوي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل کرايي کورونه خالي کړي او خپلو مالکانو ته یې وسپاري او له دغو سیمو ووځي.

په دې پیغامونو کې بیا هم خبرداری ورکړل شوی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دا معلومه نه ده چې دا بېنرونه چا نصب کړي دي.

د دغو بېنرونو انځورونه چې په ټولنیزو شبکو او ایراني رسنیو کې خپاره شوي ښيي، چې په ولي عصر کلي کې په لګول شویو بېنرونو کې له دې سیمې د افغانانو د اېستلو لپاره د تلي تر ۳۰ مه نېټه ټاکل شوې ده.

د طسوج ښار په دشتک کلي کې نصب شوي بېنر کې، افغان کډوال د وږي تر پایه پورې وخت لري چې له دې کلي ووځي.

په طسوج ښار کې په لګېدلو بېنرونو کې افغان وګړو ته د کرایه شویو کورونو خاوندانو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې له دغو کډوالو سره خپل تړونونه تمدید نه کړي.

په دې وروستیو کې په اصفهان کې یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو کې خبر ور کړی، چې د کوی راه حق په سیمه کې یو بېنر لګول شوی، چې افغان کډوال د وږي تر پایه له دغه ولایته ووځي.

په همدې حال کې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړې او هره ورځ سلګونه کډوال افغانستان ته ستنوي.

ایران د تهران په جنوب لویدیځ کې له یوه کوچني ښارګوټي دوه زره افغانان واېستل

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۷ GMT+۱

د تهران د رباطکریم ولسوالۍ د پولیسو مشر وايي، د روان کال له پیله تر اوسه دوه زره افغانان له پرند ښار اېستل شوي دي. تیمور کلانتري د سپاه پاسدران اړوند تسنیم خبری اژانس ته ویلي، په دې موده کې ۲۰ تنه بهرنی وګړي هم نیول شوي دي.

د راپور پر اساس چې د پنجشنبې په ورځ «د زمري ۲۵مه» خپور شو، د رباطکریم ښار د پولیسو مشر په خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې «د روان کال له پیل راهیسې په پرند ښار کې ۲۰ تنه بهرني وګړي نیول شوي دي. په ښار کې دوه ټیمي کورونه هم په پېژندل شوي او له درېو زرو بهرني وګړو دوه زره یې خپل هېواد ته لېږل شوي دي.»

د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ساتونکو قوماندان احمد علي ګودرزي د دوشنبې په ورځ « د زمري ۲۲مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې د غیر قانوني کډوالو د اېستلو پالیسي به د روان کال تر پایه دوام وکړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د وروستیو راپورونو له مخې تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه څه باندې ۱ میلیونه ۷۹۹ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.