• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره: افغان میرمنې د ځپونکي رژیم په سختو شرایطو کې ژوند کوي

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۱۴ GMT+۱

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره وايي، افغان مېرمنې د طالبانو د «جبر رژیم» په چوکاټ کې ښوونځيو، پوهنتونونو او د کار بازار ته له لاسرسي پرته د خپلې بقا لپاره ژوند کوي. حجه لحبیب وویل، بلجیم په افغانستان کې د خلکو د ملاتړ او د نجونو د تعلیم او د بشري حقونو د دفاع لپاره ژمن دی.

اغلې لحبیب د طالبانو د واک د دریمې کلیزې په مناسبت د اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې لیکلي، چې د دې ډلې واک ته رسېدل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د سترې ماتې لامل شوي.

هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان ښځې یې نه دي هېرې کړې.

اغلې لحبیب وویل، بلجیم لا هم ژمن دی، چې د هدفي پروژو له لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، د نړیوالې ټولنې په تحرک او د نجونو د زدکړې او بشري حقونو دفاع وکړي.

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر کړي، چې د ژوند، کار او زدکړو په بېلابېلو برخو کې یې د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.

دا مهال په افغانستان کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي بې برخې دي او دې ډلې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

طالبانو د ښځو پر کارموندنې،سفر او حتی په پارکونو کې تګ راتګ پر مهال هم پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

پیاتنګترن شیناواترا د تایلنډ تر ټولو ځوانه لومړۍ وزیره وټاکل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۳۱ GMT+۱

د تایلنډ پارلمان نن ځوانه سیاستواله پیاتنګترن شیناواترا د دغه هېواد د تر ټولو ځوانې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله. مېرمن شیناواترا په اسانۍ د پارلمان ۳۱۹ څوکۍ یا له دریو دوه برخې رایې خپلې کړې. د تایلنډ نننیو ټاکنو سره پیاتنګترن شیناواترا دویمه ښځه ده چې لومړۍ وزیره کېږي.

مېرمن شیناواترا له خپل برید وروسته وویل، چې د تایلنډ د پرمختګ لپاره به هڅې کوي: «دا هغه څه دي چې زه یې کول غواړم، نن زه وویاړل شوم او ډېره خوشاله یم.»

د ډېر ځواکمن خو جنجالي سیاستوال تسکین شیناواترا ۳۷ کلنه لور له هغه دوه ورځې وروسته لومړۍ وزیره شوه چې د نوموړي متحد سریتا تاوسین د اساسي قانون محکمې له خوا د فساد له امله له دندې ګوښه شو.

د نوموړي تر لرې کېدو وروسته تایلنډ کې واکمنه ټلواله پرون په دې سلا شوه چې پیتانګترن شیناواترا لومړي وزارت ته نومانده کړي.

پیاتنګترن شیناواترا د میلیاردر تسکین شیناواترا لور او حکومت کې د تر ټولو ستر ګوند مشره ده.

شیناواترا څوک ده؟

شیناواترا د ټاکل کېدو پر مهال له خپل مېړه سره
100%
شیناواترا د ټاکل کېدو پر مهال له خپل مېړه سره

پیاتنګترن شیناواترا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۷ د فیوتای ګوند مشره شوه.

پیاتنګترن سوداګره ده او د انګلنډ له سوري پوهنتون یې د هوټل مدریت کې سند ترلاسه کړی دی.

د ۳۷ کلنې پیاتنګترن د پلار په ګډون د دې کورنۍ درې غړي د تایلنډ لومړي وزیران تېر شوي دي.

اوسنۍ پرېکړې سره اټکل دی چېد شینواترا میلیاردرې کورنۍ سیاسي واکمني به نوره هم اوږده شي چې له نږدې ۲۵ کلونو راهیسیې یې په تایلنډ کې لري.

ځینې خلک دا کورنۍ په فساد هم تورنوي او د پوځ اسټبلشمنټ ملاتړو عناصرو له خوا یې درې لومړي وزیران هم له دندو لرې شوي دي.

جرمني وايي 'د طالبانو غیر انساني رژیم'، افغانستان د ښځو لپاره په زندان بدل کړی

۲۶ زمری ۱۴۰۳ - ۱۶ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۴۷ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پر طالبانو د توندو نیوکو سره وویل، چې «د طالبانو غیر انساني رژیم» د مېلیونونو مېرمنو او نجونو هیلې له خاورو سره خاورې کړې او هغوی ته د دې اجازه نه ورکوي، چې هغوی «د ښځو په شان ژوند وکړي.»

انالنا بېربوک وایي، چې نن سبا افغانې ښځې او نجونې په عملي بڼه په «کورني زندان» کې بندیانې دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ په یوې وینا کې وویل، چې واک ته د طالبانو د بیا راستنېدو سره سم د افغانستان د خلکو په تېره بیا د مېرمنو ژوند بدل شوی دی.

د هغې په وینا، «طالبان د اسلامي شریعت په پلمه د مېرمنو له حقونو په منظمه توګه سرغړونې کوي.»
جرمني او نورو اروپايی هېوادونو، د طالبانو پر یو شمېر جګبوړو چارواکو د مېرمنو له حقونو څخه د سرغړونو په تور بندیزونه لګولي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې د پنجشنبې په ورځ وویل، که طالبان نړۍوالې ژمنې له پامه غورځوي؛ نو دغه هېواد «له نړۍوالې ټولنې سره نه شي یو ځای کېدای.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) له لویدیځو هېوادونو وغوښتل، چې له دغې ډلې سره دې خپلې اړیکې پراخې کړي.

متقي بي‌بي‌سي ته وویل، چې د مېرمنو د حقونو مسله باید د دوی د رسمیت پېژندنې په لار کې خنډ نه شي.
مېرمن بېربوک د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د وضعیت یو تت انځور وړاندې کړ، چې د هغې په ټکو دغې ډلې مېرمنې له عمومي حوزې څخه څنډې ته کړې دي.

سرچینې وايي، طالبانو په کابل کې د یو خصوصي شرکت تر ۵۰ زیاتې ښځینه کارکوونکې وهلې دي

۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۱

سرچینې وايي، چې طالب وسله والو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ممیزو د پاکولو د یو شرکت ښځینه کارکونکو پر موټر برید کړی او هغوی یې په «وحشیانه ډول» وهلې دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د عبدالحق په څلورلارې کې یو موټر چې تر ۵۰ زیاتې ښځې پکې سپرې وې، درولی او دغه ښخې یې وهلې دي.

یوې ښځینه کارکوونکې وویل: «طالبانو پر موږ ځکه حمله وکړه، چې ښځې د موټر په مخکیني سیټ کې ناستې وې او د رخصتۍ په ورځ کار ته تللې وو. هغوی د موټر ښیښې ماتې کړې او زه په شا د ټوپک په میل ووهلم.»

دغه ښځينه کارکوونکې وايي، چې د طالبانو له لوري تر وهلو ټکولو وروسته د کابل د ابن سينا ​​روغتون ته ورغلې، خو روغتون يې له درملنې ډډه کړې.

کارګرو میرمنو یوه ویډیو رالیږلې چې وايي، دوی د خپلو ماشومانو د نس مړولو لپاره کار کولو ته اړ شوي دي.

يوې ښځې وويل: "موږ د هوس له امله له کوره نه یو وتلي. زه څلور ماشومان لرم. زه د سهار له ۵ بجو څخه تر مازیګر ۵ بجو پورې په ۲۰۰ افغانیو کار کوم. "

دغه مېرمنې وايي، چې د نارینه موټر چلوونکي په ګډون د طالبانو غړو ډېری مېرمنې د ټوپک په زور ګواښلي او وهلي یې دي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو نن چهارشنبه د زمري ۲۴مه د "امریکا او متحدینو پر وداندې یې د دوی د بریا د ورځې" په توګه اعلان کړې او په مختلفو ښارونو کې یې په پوځي موټرو کې ګزمې کړي دي.

د تایلنډ واکمنه ټلواله یوه سیاستواله لومړي وزارت ته نوماندوي

۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۱

تایلنډ کې واکمنه ټلواله وايي، ټول په دې سلا شوي چې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې۳۷ کلنه پیاتانګترن شیناواترا لومړي وزارت ته نومانده کړي. پیاتانګترن شیناواترا د میلیاردر تسکین شیناواترا لور او سرپرست حکومت کې د تر ټولو ستر ګوند مشره ده.

د اساسي قانون د محکمې له خوا د سریتا تاویسن له ګوښه کېدو وروسته به ېرمن شیناواترا سبا د پارلمان ځانګړې ناسته کې دې څوکۍ ته نومانده شي.

پیاتانګترن شیناواترا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۲۷ د فیوتای ګوند مشره شوه.

پیاتانګترن سوداګره ده او د انګلنډ له سوري پوهنتون یې د هوټل مدریت کې سند ترلاسه کړی دی.

د ۳۷ کلنې پیاتانګترن د پلار په ګډون د دې کورنۍ درې غړي د تایلنډ لومړي وزیران تېر شوي دي.

اوسنۍ پرېکړې سره اټکل دی چېد شینواترا میلیاردرې کورنۍ سیاسي واکمني به نوره هم اوږده شي چې له نږدې ۲۵ کلونو راهیسیې یې په تایلنډ کې لري.

ځینې خلک دا کورنۍ په فساد هم تورنوي او د پوځ اسټبلشمنټ ملاتړو عناصرو له خوا یې درې لومړي وزیران هم له دندو لرې شوي دي.

په تخار کې یو شمېر مېرمنو یو ځل بیا د طالبانو پر ضد د تالقان په واټونو کې لاریون وکړ

۲۲ زمری ۱۴۰۳ - ۱۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۱

په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو یوې ډلې د دوشنبې په ورځ د طالبانو د تګلارو پر ضد واټونو ته په راوتلو سره لاریون وکړ. لاریون کوونکو د "جنسيتي توپیر" پر ضد شعارونه ورکول او ویل یې چې طالبان نه شي کولی د ښځو غږ په ټوپک خاموشه کړي.

دغه لاریون د طالبانو له خوا د کابل د نیولو د درېیمې کلیزې په مناسبت وشو.

په تخار کې د ښځو د حقونو فعالانې چې ځانونه د نوي فکر غورځنګ غړي بولي د "ښځې ژوند او ازادي" په شعارونو سره د دغه ولایت واټونو ته راوتلې دي.

دغه ښځې پر طالبانو تور لګوي، چې په هېواد کې د جنسیتي توپیر په عملي کولو لاس پورې کوي او پر نورو ښځو یې غږ کړی، چې د خپلو حقونو لپاره د دې ډلې پر وړاندې ودرېږي.

طالب چارواکي د اګست ۱۵مه له "امریکا او د هغوی د متحدینو د اشغال پر وړاندې د خپلې بریا» د ورځې په توګه نمانځي.

د افغانستان په دننه او بهر کې د ښځو د حقونو غورځنګونه د اګسټ ۱۵مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو توره ورځ بللې ده.