• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ووژل شول

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي. د روغتیايي چارواکو په وینا؛ دغه ماشومان د دیر البلاح په مرکزي ښار کې په یوه کور کې له خپلې مور سره یو ځای وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ تر اوسه د وژل شویو ماشومانو په اړه څه نه دي ویلي.

اسراییل پوځ ویلي، چې په دغو بریدونو کې یې په جنوبي ښار خان یونس کې چې په وروستیو اونیو کې د سختو نښتو ډګر و، پر اسراییل د بریدونو کې کارول شوي راکټ لانچرونه له منځه وړي او ۲۰ فلسطینیان یې وژلي دي.

په همدې حال کې په دې وروستیو ورځو کې د اسراییل او حماس تر منځ د شخړو پای ته رسولو او د غزې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو لپاره د یوې موافقې د تر لاسه کولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوي دي.

په پام کې ده، چې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب خبرې اترې روانه اونۍ په قاهره کې دوام وکړي.

تمه ده، چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او نورو لوړ پوړو اسراییلي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د نتنیاهو دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې "محتاطه خوشبیني" شته، چې یوې موافقې ته به ورسیږي او دا چې امریکایي چارواکو هم د خبرو اترو هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې حماس د امریکایانو خوشبینانه څرګندونې "دروغ" وبللې او نتنیاهو یې تورن کړ، چې د خبرو اترو د ګډوډولو لپاره نوي شرایط رامنځته کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د افریقايي هېوادونو مشران: په سوېلي افریقا کې شاوخوا ۶۸ میلیونه وګړي له وچکالۍ سره مخ دي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۱

د ۱۶ افریقايي هېوادونو مشرانو خبرداری ورکړی، چې د افریقا په سوېل کې د ۶۸ میلیونو وګړو ۱۷ سلنه وګړي د «ال نینو» له امله د وچکالۍ له اغېزو سره مخامخ دي. د روان کال له پیل راهیسې وچکالۍ کرنیز محصولات او مالدارۍ زیانمنې کړې او د خوراکي توکو د کمښت لامل شوې.

د ګډو دولتونو سازمان «سوېلي افریقا پرمختیايي ټولنې» د ۱۶ غړو هیوادونو مشران د شنبې په ورځ د زیمبابوې په پلازمینه کې سره راټول شوي چې د سیمه ییزو ستونزو په ګډون د خوړو خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.

د دغه سازمان اجرایوي سکرتر الیاس مګوسي وویل، د ۲۰۲۴ کال د باران موسم له ننګونو ډک موسم دی او د سیمې ډیری سیمې د ال نینو یا موسمي بدلون د پدیدې له منفي اغېزو سره مخامخ دي.

هغه وروستۍ وچکالي په سوېلي افریقا کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو بده وچکالي ګڼلې ده.

ال نینو د نړۍ یو له خورا مشهور موسمي دورو څخه ده، چې له هرو دوو څخه تر اوو کلونو پورې په ټوله نړۍ کې د موسم ګډوډۍ لامل کیږي.

د افریقایي هیوادونو زیمبابوې، زامبیا او مالاوي لا له مخه په دغو هیوادونو کې د لوږې د ناورین اعلان کړی دی.

د انګولا ولسمشر جواو لورنکو او د سوېلي افریقا د پراختیايي ټولنې مشر وویل، چې سیمې د مئ په میاشت کې د ۵،۴ ملیارډوډالرو بشري مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه پورې هیڅ مرسته ورسره نه ده شوې.

روسیه: اوکراین په کرسک سیمه کې د امریکا هیمارس توغندی کارولی دی

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، چې اوکراین د روسیې د خاورې پر کرسک سیمې برید کې د امریکا هیمارس توغندی کارولی دی.

د اوکرایین د پوځ قوماندان الکساندر سیرسکي وویل، چې د دغه هېواد ځواکونو د جمعې په ورځ د روسیې د کرسک په ځینو سیمو کې د یو او درې کیلومترو ترمنځ پرمختګ کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي هم وویل، چې د دغه هېواد ځواکونو په کرسک سیمه کې خپلې پوستې پیاوړي کړي دي.

له بلې خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د کرسک په سیمه کې د اوکراین څو بریدونه شنډ کړي دي.

دغه وزارت د کومې سیمې د بېرته نیولو په اړه راپور نه دی ورکړی.

په تېرو ورځو کې روسیې ویلي و، چې «اوکراین د کرسک په سیمه کې امریکايي تسلیحات کارولي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل، چې اوکراین د کرسک په سیمه کې د «سیم» پل د ویجاړولو لپاره د هیمارس توغندي کارولی دی.

امریکايي هیمارس توغندي چې اوکراین ته ورکړل شوي دي شاوخوا ۸۰کیلومتره لرې واټن ویشتلای شي.

اوکراین د زمري په ۱۶مه پر کورسک خپل برید پیل کړ.

دا برید له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر روسیې د یو بهرني ځواک تر ټولو لوی برید دی.

اوکراین ویلي، چې په کرسک کې یې د یو زرو ۱۵۰ کیلومتره مربع مساحت سره تر ۸۰ زیات ښارګوټي نیولي او ۳۵ کیلومتره پرمختگ یې کړی دی.

روسیه هم د اوکراین پر ۱۸ سلنه خاوره واک لري.

د شنبې په ورځ، د روسیې دفاع وزارت اوکراین په دې تورن کړ چې د کورسک اټومي بټۍ باندې د برید پلان لري او ګواښ یې وکړ چې د داسې احتمالي برید په وړاندې، چې پراخه سیمه به ککړه کړي، سخت ځواب ورکوي.

په سویلي لبنان کې د اسراییل په برید کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د لبنان دولتي خبري اژانس ان ان اې د شنبې په ورځ وویل، چې د لبنان په سویل کې د نباتیح په ښار کې د استوګنې پر ودانۍ د اسراییل په هوايي برید کې د دوو ماشومانو په ګډون شاوخوا لس تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

ان ان اې وویل، چې د برید قربانیان ټول د سوریې وګړي دي، او زیاته یې کړه چې د ډي ان اې ازموینو وروسته به د قربانیانو هویت معلوم شي .

اسراییلي پوځ ویلي، چې هوايي برید د حزب الله وسله والو د وسلو یوه ډیپو په نښه کړې ده.

حزب الله په یوه اعلامیه کې وویل، چې د نباتیه برید په غچ کې یې د اسراییل په شمال کې د ایلت هشاهر کیبوتز سیمې په مرکز برید کړی دی.

حزب الله ژمنه کړې چې له اسراییل څخه به غچ واخلي.

اسراییلي پوځ ویلي، د لبنان له لوري په راکټي برید کې دوه پوځیان ټپیان شوي، او زیاته کړې یې ده چې له لبنان څخه په تازه بریدونو کې ټولټال ۵۵توغندي توغول شوي دي.

پر لبنان او غزې د اسراییل بریدونه: د حماس یو چارواکي ژر هوکړې ته رسېدل یو «خیال» وباله

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱

په قطر کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره له خبرو اترو یوه ورځ وروسته، پر لبنان او غزې د اسرايیلو په دوو بریدونو کې ۳۰ کسان ووژل شول. د حماس جګپوړي ویاند په راتلونکو ورځو کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو په اړه خوشبیني «یو خیال» بللی دی.

د لبنان په سویلي ښار نبطيه کې پر یوې ودانۍ د اسراییلو په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

قربانیان ټول د سوریې وګړي دي.

د اسراییلو پوځ ويلي، چې په دې هوايي برید کې یې د حزب الله وسله والو د وسلو یو ګودام په نښه کړی دی.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې روانې دي.

په غزه کې د اوربند د ټینګولو او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه له دوو ورځو خبرو اترو وروسته، د دغو خبرو منځګړو درې واړو هېوادونو اعلان وکړ، چې امریکا په دې برخه کې نوی وړاندیز کړی دی.

امریکا، مصر او قطر د دوحې خبرې «رغنده او جدي» بللې دي.

په ورته وخت کې د حماس لوړپوړي ویاند سمیع ابوزهري په راتلونکو ورځو کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو په اړه خوشبیني «یو خیال» بللی دی.

هغه وویل، چې اسراییل «د موافقې چانس له منځه وړي او امريکا د هغوی د کړنو ملاتړ کوي.»

د حماس دغه لوړپوړي چارواکي ټینګار وکړ: «موږ د یوې موافقې یا رښتیني خبرو اترو په لور نه یو روان، بلکې د امریکا د حکمونو د تحمیلولو په لور روان یو.»

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې منځګړو له اسراییل غوښتي، چې راتلونکې اوونۍ د کړکېچ له زیاتېدو ډډه وکړي.

په همدې حال کې امریکايي او سیمه ییزو چارواکو ایران ته خبرداری ورکړی، چې که د اسماعیل هنیه د وژنې په غچ کې پر اسراییلو برید وکړي له ناوړه عواقبو سره به مخ شي او په غزه کې د اوربند خبرې اترې به هم ودرول شي.

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ایران له چارواکو سره ټیلیفوني خبرې کړي او له هغوی یې غوښتي، چې د خبرو اترو د له منځه وړلو د مخنیوي په خاطر پر اسراییلو له احتمالي برید څخه ډډه وکړي.

د کابینې د ارزونې په غونډه کې پزشکیان: د نوي وزیرانو په ټاکلو کې مې له خدای سره مشوره وکړه

۲۷ زمری ۱۴۰۳ - ۱۷ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د مسعود پزشکیان د حکومت له خوا د وړاندیز شویو وزیرانو د وړتیاوو د ارزونې لپاره د اسلامي شورا عمومي غونډه نن د شنبې په ورځ د زمري په ۲۷مه پیل شوه. د غونډې استازو موافقه وکړه، چې غونډه به د شنبې څخه تر چهارشنبې پورې - د زمري له ۲۷ مې څخه تر ۳۱ مې پورې - دوام وکړي.

پزشکیان غونډه کې د خپلې وینا په یوه برخه کې د خپلې کابینې لپاره له وړاندیز شویو وزیرانو دفاع وکړه او وویل، چې دوی مشهور کسان دي او زیاته یې کړه: «د وزیرانو په ټاکلو کې مې له خدای سره مشوره وکړه.»

د نننۍ غونډې په پیل کې پزشکیان په خپلو خبرو کې په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون او د ایران اسلامي جمهوریت د حکومتدارۍ څخه د ټولنې نهيلۍ ته اشاره وکړه.

د شاوخوا یو ساعت خبرې کولو وروسته، پزشکیان وویل، چې هغه په ​​​​خبرو چندانې بلد نه دی او کله یې چې د کاغذ له مخې لولي نو خبرې یې لا خبرابیږي.

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان وړاندېز شوي د کابینې وزیران د باور رایو د ترلاسه کولو په موخه اسلامي شورا ته ور وپېژندل.

د دغه نوملړ پر بنسټ، عباس عراقچي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه معرفي شوی دی.

همدا راز اسماعیل خطیب د اطلاعاتو د وزیر په توګه وړاندیز شوی دی.

عراقچي د حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف مرستیال و او له لوېدیځ سره یې د اټومي خبرو اترو په برخه کې مهم رول لوبولی و.

خطیب د ابراهیم رییسي په حکومت کې د اطلاعاتو وزیر و او د قاسم سلیماني د تلین په مناسبت په کرمان کې د چاودنې او د سلګونو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو او همدا شان په تهران کې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو په څېر پیښې د هغه په دوره کې رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، عبدالناصر همت د اقتصاد د وزیر په توګه د پزشکیان له خوا اسلامي شورا ته معرفي شوی دی.

نوموړی پخوا په ۱۴۰۰ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و او د ایران د مرکزي بانک مشر هم و.