• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شویو مرستندویه کارمنانو شمېر ښايي ساری ونه لري

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۵۷ GMT+۱

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې يې په ټوله نړۍ کې ۲۸۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، چې ښايي ساری ونه لري. دغه سازمان ویلي، چې د دغو کسانو له نیمايي زیات د غزې د جګړې له پیلېدو وروسته وژل شوي او ښايي سږ کال د مرستندویه کارکوونکو لپاره نور هم وژونکی وي.

د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې تېر کال په ۳۳ هېوادونو کې ۲۸۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، خو وړم کال دغه شمېر ۱۱۸ و، چې د دې شمېر په پرتله دوه برابره زیات دي.

اوچا وویل، د روان کال تر اګست میاشتې ۱۷۲ مرستندویه کارکونکي وژل شوي وو او سږ کال «کیدای شي د لا زیاتې وژونکې پایلې په لور روان وي.»

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په تېرو يوولسو مياشتو کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې تر ۲۸۰ ډېر مرستندويه کارکوونکي چې ډېری يې فلسطينيان دي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په ايکس پانه کې لیکلي، د هغو مرستندویه کارکوونکو درناوی چې د ریکارډ په ترټولو خونړۍ کال کې وژل شوي کافي نه دي.

ګوترش وویل، «په سوډان او نورو ډېرو ځایونو کې پر مرستندویه کارکوونکو بریدونه کېږي، وژل کېږي، ټپي کېږي او تښتول کېږي. موږ د معافیت د پای ته رسولو غوښتنه کوو ترڅو مرتکبین د عدالت سره مخ شي.»

ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې له ۴۰۰ څخه زیاتو بشري مرستندويه سازمانونو ویلي: «هغه وحشیانه دښمنۍ چې موږ یې په نړۍ کې په ډیرو شخړو کې شاهدان یو، یو وحشتناک حقیقت په ډاګه کړ، موږ له سزا څخه د معافیت په عصر کې ژوند کوو.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د اسراییل پوځ په غزه کې د شپږو نورو یرغمل کسانو د جسدونو د موندلو خبر ورکړ

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ نن وویل، چې د غزې جنوب کتهې یې په خان یونس کې د شپږو نورو یرغمل کسانو جسدونه موندلي دي. د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یاګف بوچشتاب، الکساندر دانسیګ، ابراهام موندر، یورام متزګر، ناداو پاپلول او هیم پري کورنیو ته په دې اړه خبر ورکړل شوی دی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر په یوه بیان کې دا خبره تایید کړې ده.

د یرغمل کسانو د کورنیو ټولنې، چې د یرغمل شویو کورنیو استازیتوب کوي، د دې خبر هرکلی کړی، خو بیا یې پر اسراییل حکومت غږ کړی، چې د یرغملو د خلاصون په اړه له حماس سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

دې ټولنې ویلي: "د پاتې ۱۰۹ یرغمل شویو سمدستي راستنېدل یوازې د یوې موافقې له لارې ممکن دي. "د اسراییل حکومت باید د منځګړتوب په مرسته د هغه تړون د وروستي کولو لپاره خپل ټول وس وکړي، چې اوس مهال پر میز دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په روانه اونۍ کې منځني ختیځ ته د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنېدو د موافقې د خوندي کولو هڅه کوي.

هغه ویلي دي چې اسراییل په غزه کې د اوربند وړاندیز منلی او هڅه کوي چې حماس هم هغه ومني.

په غزه کې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل شوه، چې د حماس جنګیالیو د اسراییل پر جنوبي سیمو برید وکړ.

د اسراییل د شمېرو له مخې په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ کسان یرغمل شوي دي.

له هغه وخت راهیسې، اسراییل پوځ د فلسطین ځینې برخې ویجاړې کړې، نږدې ټول ۲.۳ میلیونه خلک یې له خپلو کورونو څخه اېستلي دي.

د فلسطیني روغتیايي چارواکو په وینا دا جګړه د لوږې او وژونکو ناروغیو لامل شوې او د اسراییل په بریدونو کې شاوخوا ۴۰ زره کسان وژل شوي دي.

پاکستان وايي، شاهین دوه بالستیک توغندی یې «بریالیتوب» سره وازمویه

۳۰ زمری ۱۴۰۳ - ۲۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۰۹ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، نن یې له ځمکې ځمکې ته توغېدونکی د شاهین دوه په نوم بالستیک توغندی په «بریالیتوب» سره وازمویه. د پوځ د عامه اړیکو په اعلامیه کې راغلي، د دې توغندي د توغولو موخه د ځواکونو روزل، د تخنیکي پارامیترونو د ځانګړنو باور سنجول او د سیستمونو د چارو ارزول و.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې توغولو پر مهال پر پوځي قومندانانو سربېره د ستراتیژیکو څانګو انجینران او مشران هم وو.

د پاکستان ولسمشر، لومړي وزیر، د پوځ لوی درستیز او نورو مشرانو د دې بري له امله ساینسپوهانو او انجینرانو ته مبارکي ور کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن رضا نقوي د شاهین دوه توغندي ازمویلو ته په اشاره وايي: «زموږ انجینرانو او پوهانو بیا خپل مسلکي او تخنیکي تخصص ننداره کړ. د دوی په هڅو پاکستان توغندیزه ټیکنالوجۍ کې له یو بل مهم پړاو نه تېر شو.»

پاکستان د پوځي او دفاعي ځواک زیاتولو لپاره پرلپسې هڅه کوي، چې د توغندیو او وسلو برخه کې له خپل سیال هند سره یو شان اوسي.

د پاکستان پوځ د تېرې مۍ پر ۱۵ د د فتح دوه په نوم توغندی وازموی، چې ۴۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي.

پوځ وايي، دغه توغندی د توغندیو له دفاعي سیستمه تېر تېرېدلی او خپل هدف ویشتلی شي.

بلېنکن: اسراییل او حماس دې د غزې د جګړې د پای ته رسولو وروستی چانس له لاسه نه ورکوي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو تړون لپاره اوسنی فرصت شاید تر ټولو غوره او احتمالي وروستی فرصت وي. هغه اسراییل او حماس وهڅول چې د یوې هر اړخیزې موافقې په اړه هوکړه وکړي.

په همدې حال کې د فلسطین اسلامپالې ډلې حماس له څو کلونو وروسته په اسراییل کې د ځانمرګو بریدونو د بیا پیلولو اعلان کړی او اسراییل هم په ټول ځواک سره په غزه کې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړی، هغه څه چې د یوې هوکړې په اړه امیدواري کمرنګه کوي.‌

حماس او د اسلامي جهاد په نوم یوې بلې وسله والې ډلې ویلي، چې دوی د یکشنبې په ورځ په تل ابیب کې یو سنیګاک (د یهودو عبادتځی) ته څېرمه د چاودنې مسوولیت لری.

هغه چاودنه چې بریدګر پکې وژل شوی او یو بل کس یې ټپي کړ.

حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د غزې د جګړې د دوام په صورت کې به ځانمرګي بریدونه له سره پیل کړي.

100%

د غزې په اړه په قطر کې روانې خبرې اترې تېره اونۍ له کوم پرمختګ پرته ودرول شوې؛ خو د امریکا د وړاندیز پر بنسټ به دغه خبرې اترې روانه اونۍ بیا پیل شي.

بلېنکن د دوشنبې په سهار د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرزوګ او لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره کتلي‌ دي.

بلېنکن له هرزوګ سره له کتنې مخکې خبریالانو ته وویل: "دا یوه پرېکړه کونکې شېبه ده، شاید تر ټولو ښه، شاید وروستی فرصت وي چې یرغمل شوي خپلو کورونو ته ستانه شي، اوربند وشي او هر څوک د تلپاتې سولې او امنیت لپاره ښه لاره پرانیزي."

د مياشتو - مياشتو پرله پسې خبرو وروسته اسرایيل وايي؛ جګړه يوازې د پوځي او سياسي ځواک په توګه د حماس په له منځه تللو سره پای ته رسېدی شي او حماس وايي، چې يوازې دايمي اوربند مني، نه موقتي.

د متحده ایالاتو د خوشبینۍ څرګندولو سربېره اسراییل او حماس دواړو ویلي، چې یو تړون رامنځته کېدل به ستونزمن وي.

100%

حماس د یکشنبې په ورځ نتنیاهو تورن کړ چې "د منځګړیتوب هڅې یې شنډې کړې" او ترکیې وویل، چې د حماس استازو ورته ویلي، چې د متحده ایالاتو چارواکي "ډیر خوشبینه انځور رامنځته کوي".

نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د اسراییل کابینې ته وویل، چې "موږ خبرې اترې ترسره کوو خو دا به یوازې داسې سناریو نه چې مونږ به له هر څه تیریږو."

روسیه وايي، اوکراین د کرسک په سیمه کې په یو بل برید کې درېیم پل هم ویجاړ کړی دی

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د رویټرز خبري‌ اژانس د یو راپور له مخې؛ مسکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې اوکراین د روسیې د کرسک په سیمه کې په یو برید کې یو بل پل په نښه کړی چې کییف وايي، له دې کار یې موخه د امنې ساحې رامنځته کول او د روسیې د جنګي پرمختګ مخنیوی دی.

اوکراین وايي، چې د اګسټ په شپږمه یې پر روسیې له ناڅاپي برید وروسته د کرسک ښار له ۱۱۵۰ کیلومتره مربع پراخې سیمې کې تر ۸۰ ډېر ښارګوټي نیولي، چې له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته پر روسیې تر ټولو لوی برید بلل کیږي.

خو اوکرایني ځواکونه په نورو سیمو کې په دفاعي حالت کې دي او د ستراتیژیک ختیځ ښار پوکروفسک د ساتنې لپاره جګړه کوي، چیرې چې روسیې په وروستیو اونیو کې د سختو جګړو له لارې په پرله پسې توګه پرمختګ کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د دوشنبې په ورځ د ټیلیګرام په یو پیغام کې ویلي: "موږ خپلو اهدافو ته رسیږو او چې په کرسک سیمه کې یې روسي سرتیري نیولي دي."

روسیې ویلي، چې درېیم پل د سیم سیند پر سر ویجاړ شوی د کرسک سیمې څخه تیریږي او دغه سیمه د شمال ختیځ اوکراین سره وسلوي.

اوکراین تر اوسه د برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د کییف د هوايي ځواک مشر مخکې ویلي وو، چې د دوی ځواکونو د دښمن د اکمالاتو د کمزوري کولو لپاره دوه پلونه ویجاړ کړي دي.

پوځي شنونکو ویلي، چې دغه پلونه د هغو روسیې ځواکونو لپاره د اکمالاتي لارو یوه برخه وه، چې د سیمې دفاع کوي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې په خپلواکه توګه په کرسک کې د پلونو او یا د جګړې د ډګر وضعیت نه شي تاییدولی.

حماس او اسلامي جهاد ډلو په تل ابیب کې د بمي چاودنې مسوولیت پر غاړه اخیستی

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۶ GMT+۱

د حماس او د اسلامي جهاد وسله والو ډلو د دوشنبې په ورځ په تل ابیب کې یهودي عبادتځي ته څېرمه د بمي چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست چې د اسراییل پولیسو او د شین بیت استخباراتي ادارې یو تروریستي برید بللی دی.

د اسراییل د پولیسو په وینا؛ د یکشنبې په ورځ ناوخته په رامنځته شوې دې پېښه کې یو سړی چې بم یې لېږداوه وژل شوی او یو لاروی ټپي شوی دی.

د اسراییل د حکومت ویاند ډیویډ مینسر وویل، چې دغه کس له چاودیدونکو توکو ډکه کڅوړه له ځانه سره لیږدوله او "مخکې له دې چې ډېرې ګڼ میشتې سیمې ته ورسیږي" دغو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې.

په یوه ګډه اعلامیه کې دواړو فلسطیني اورپکو ډلو ویلي، چې په اسراییل کې د دوی د "شهادت عملیات" به تر هغه وخت دوام وکړي، چې د "اشغال د قتل عام او وژنې پالیسي دوام ولري".

دا په غزه کې د اسراییل د بریدونو او په تهران کې د جولای په ۳۱ مه د حماس د مشر اسماعیل هنیه د وژلو د بدل اخیستو یوه هڅه وه.

اسراییل تر اوسه د ایران په پلازمینه کې د هنیه د وژنې مسوولیت منلی او نه یې هم رد کړی دی.

په غزه کې جګړه د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه هغه مهال پیل شوه، چې د حماس وسله والو له پولې هاخوا پر اسراییلي ټولنو برید وکړ، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

اسراییل د پوځي عملیاتو په پایله کې له هغه وخت راهیسې د غزې په تړانګه کې پراخې سیمې نیولې او د صحي چارواکو په وینا؛ لږ تر لږه ۴۰ زره کسان یې وژلي دي.

په تل ابیب کې د یکشنبې د ورځې چاودنه له هغه یو ساعت وروسته وشوه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تل ابیب ته ورسېد، چې په غزه کې د اسراییل او حماس تر منځ د لس میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره پر اوربند ټینګار وکړي.