پاکستان وايي، شاهین دوه بالستیک توغندی یې «بریالیتوب» سره وازمویه

د پاکستان پوځ وايي، نن یې له ځمکې ځمکې ته توغېدونکی د شاهین دوه په نوم بالستیک توغندی په «بریالیتوب» سره وازمویه. د پوځ د عامه اړیکو په اعلامیه کې راغلي، د دې توغندي د توغولو موخه د ځواکونو روزل، د تخنیکي پارامیترونو د ځانګړنو باور سنجول او د سیستمونو د چارو ارزول و.