• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو د څار ډله: د یمن پر حدیده بندر د اسراییل بریدونه ښايي جنګي جرم وګڼل شي

۲۹ زمری ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د بشري حقونو د څار ډله وايي، چې د یمن په حدیده بندر کې تېره میاشت د اسراییل هوايي بریدونه په ولسي وګړو بې تناسبه بریدونه ښکاري او ښايي جنګي جرم وګڼل شي. دغو بریدونو کې د تیلو تاسیسات په نښه شوي او لږ تر لږه شپږ تنه پکې وژل شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

اسراییل د جولای په ۲۰مه اعلان وکړ، چې جنګي الوتکو یې حدیده ته څېرمه د حوثي یاغیانو پر پوځي اهدافو بریدونه کړي دي.

د اسراییل دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول، چې د ایران په ملاتړ حوثي ډلې په تل ابیب کې پر یوه اقتصادي مرکز د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس وواژه.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، چې دا پېښه ښايي جنګي جنایت هم وي.

د بشري حقونو د څار سازمان د دوشنبې په ورځ وویل، چې په حدیده کې اسراییلي الوتکو په بندر کې د تیلو دوه ټانکونه او دوه کښتۍ کرینونه او همدارنګه د دې ایالت په سلف سیمه کې د بریښنا فابریکه په نښه کړې.

د حدیده بندر چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د حوثي یاغیانو په ولکه کې دی، د یمن خلکو ته چې په وارداتو تکیه کوي د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو د رسولو لپاره حیاتي ارزښت لري.

د یمن شاوخوا ۷۰ سلنه سوداګریز واردات او ۸۰ سلنه بشري مرستې له همدې بندره تېریږي.

له فلسطینیانو سره د پیوستون د نښې په توګه د تېر کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې د یمن حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو او کله کله د اسراییل پر اهدافو بریدونه کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ترکي چارواکي: اور وژونکو په لویدیځ او شمال کې د ځنګلونو اورونه تر کنټرول لاندې راوستې

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د ترکیې د ځنګلونو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، چې اور وژونکو د ځنګلونو دوه لویې اورلګیدنې چې له درېیو ورځو راهیسې روانې وې تر کنټرول کړې او تمه کیږي، چې په ټول هېواد کې د یو شمېر نورو ځنګلونو اورلګېدنې او ژر کنټرول شي.

د ترکیې په لویدیځ ساحلي ولایت ازمیر او شمالي ولایت بولو کې اورلګېدنې د پنجشنبې په ورځ ناوخته پیل شوې وې او اور وژونکي له هغه وخت راهیسې د دغو اورلګېدنو د کنټرول لپاره کار کاوه.

د ځنګلونو وزیر ابراهیم یومکلي وویل، چې د ازمیر د کارسیاکا په ولسوالۍ کې د اور د کنټرولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه وویل، چې یوه وړه اورلګېدنه چې د شنبې په ورځ د ازمیر په اورلا ولسوالۍ کې پیل شوې وه، هم تر کنټرول لاندې ده.

د ازمیر میندریس ولسوالۍ او په لویدیځو ولایتونو ایدین، مانیسا او اسک او همدارنګه د کارابوک شمالي ولایت کې د ځنګلونو اورلګیدنې لا هم جریان لري.

الوتکې، چورلکې او نور وسایط د اور د کنټرولولو لپاره راوړل شوي وو او ټولې اورلګیدنې "کنترول کیدو ته نږدې" دي.

ترکي چارواکو خبرداری ورکړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې د لوړې تودوخې، ټیټ رطوبت او قوي بادونو له امله د ترکیې په شمال او لوېدیځ کې د اور د پراخېدو خطر شته دی.

د ترکیې ډېری برخې په ځانګړې توګه ساحلي سیمې په وروستیو کلونو کې د ځنګلي اورلګیدنو له امله ویجاړې شوې دي، ځکه چې اوړی ګرم او وچ شوی، چې ساینس پوهان یې لامل د اقلیم بدلون بولي.

پر هندۍ ډاکټرې د جنسي تیري او د هغې د وژنې له امله پیل شوي لاریونونه په پراخېدو دي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۱

سره له دې چې د ډاکټرانو د اتحادیې له خوا کاري اعتصاب پای ته رسیدلی؛ خو بیا هم د هند ځینې ډاکټرانو د یکشنبې په ورځ خپلو دندو ته له تلو ځکه ډډه کړې چې دوی د خپلې یوې همکارې لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

د اګست په نهمه نېټه د هند په ختیځ ښار کلکته کې د یوې ۳۱ کلنې ډاکټرې له وژل کېدو وروسته په تېره اونۍ کې په ټول هند کې لاریونونه شوي، شمعې بلې شوي او د نا عاجلو ناروغانو لیدو څخه یې ډډه شوې.

د ډاکټرانو سره په پیوستون کې په زرګونو خلکو د یکشنبې په ماښام د کلکته په سړکونو کې لاریونونه وکړل او "موږ عدالت غواړو" شعارونه یې ورکړل.

بل خوا، په لویدیځ بنګال ایالت کې چارواکي د دې وحشتناک جرم پر وړاندې د لاریونونو د مخنیوي لپاره مبارزه کوي.

ښځينه فعالانې وايي، چې د برېتانوي استعمار د دورې ار جي طبي پوهنتون او روغتون کې رامنځته شوې دغه پیښه ښيي، چې مېرمنې څنګه په هند کې په ۲۰۱۲ کې په ډیلي کې په یو روان بس کې پر یوې ۲۳ کلنې زده کونکي د ډله ییز جنسي تیري او وژنې وروسته د سختو قوانینو د وضع کېدو سربیره، بیا هم له دغو ناوړه شرایطو رنج وړي.

د قرباني ډاکترې پلار، چې د هند د قانون له مخې نه شي معرفي کېدی، د شنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل: "زما لور لاړه، مګر په میلیونونو زامن او لوڼې اوس زما سره دي. دې ماته ډیر ځواک راکړ او زه احساس کوم چې موږ به له دې څخه یو څه زده کړو."

هند د ۲۰۱۲ کال له جنسي تیري او وژنې وروسته د سختو سزاګانو په ګډون د جنايي عدالت په سیستم کې پراخ بدلونونه راوستل؛ خو فعالان وايي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره لږ بدلون راغلی او کافي کار نه دی شوی.

فاکس نیوز: چین او روسیه په افغانستان کې د امریکا له امنیتي تېروتنې ګټه پورته کوي

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۱

فاکس نیوز په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې له افغانستانه د وتلو په درشل کې د امریکا د اطلاعاتي ماتې، د امریکايي پوځیانو وژلو کېدو تر څنګ یوه داسې امنیتي خلا رامنځته کړه، چې د امریکا «دښمنان» لکه چین او روسیه یې اوس ګټه اخلي.

دې شبکې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې متحده ایالات د ترهګرۍ پر وړاندې له خپلې اوږدې جګړې څخه فاصله اخیستې ده؛ ځکه چین او روسیې په سوېلي اسیا او منځني ختیځ کې په زیاتیدونکي توګه خپل نفوذ پراخ کړی دی.

مایکل روبین چې د امریکن انترپرایز انسټیټیوټ څیړونکی او په منځني ختیځ او سویلي اسیا کې د امنیتي مسالو کارپوه دی، فاکس نیوز ته وویل: "موږ نه پوهیږو کله موږ افغانستان شا کړو او یوازې غواړو دروازې وتړو او لاړ شو، موږ هلته یو خلا جوړوو. بل څوک راشي او دا تشه ډکه کړي.»

هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو د چین او روسیې په ګډون د سیمې ځینې هېوادونه له دغې ډلې سره نږدې ډېپلوماتیکې اړیکې لري.

فاکس نیوز د چین تیر کال غوښتنې ته په اشارې سره چې طالبان باید له نړۍوالې ټولنې څخه ونه اېستل شي او همدارنګه د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د اېستلو په اړه غور ته په اشارې سره وویل، چې بیجینګ او مسکو له سیمې څخه ستراتیژیک اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار اخلي.

په راپور کې ویل شوي، چې د غربي ایډیالوژۍ سره د طالبانو مخالفت د روسیې په ګټه دی، چې امریکا ضد احساسات راپاروي.

د راپور له مخې مسکو هم په دې لټه کې دی، چې د لوېدیځ د بندیزونو د مخنیوي لپاره له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

له چین سره د طالبانو د اړیکو په اړه په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې تېر کال طالبانو اعلان وکړ، چې دغه ډله د چین د یو کمربند او یوې لارې په پروژه کې د ګډون لپاره لېواله ده.

فاکس نیوز دا هم لیکلي چې بیجینګ په دې لټه کې دی، چې طالبانو ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي چې په افغانستان کې د امریکا د "افق سرویلانس" ستراتیژۍ ته زیان ورسوي.

د راپور له مخې؛ پاکستان دا هم ښودلې چې ښايي له روسیې سره د لویدیځ د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

په سیمه کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په برخه کې د امریکا ماتې ریښې ته په اشارې سره د امریکا د انترپرایز د انسټیټیوټ څېړونکي وویل، چې افغانستان ته په جلا توګه کتل ناسم کار دی. ښاغلي روبین وویل: «موږ غواړو ونې وګورو نه ځنګل.

روسیې له اوکراین سره د نامستقیمو خبرو اترو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۱

روسیې د یکشنبې په ورځ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په کرسک سیمه کې د اوکراین برید د کییف سره د انرژۍ او برېښنا پر اهدافو د بریدونو د درولو په اړه غیر مستقیمې خبرې اترې له خنډ سره مخ کړې او ویلي یې دي، چې د کییف سره د ملکي بنسټیزو تاسیساتو په اړه خبرې نه دي شوي.

واشنګټن پوسټ د شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې اوکراین او روسیه به په روانه میاشت کې قطر ته پلاوی واستوي چې د دواړو جنګیالیو د انرژۍ او برېښنا زیربناو باندې د بریدونو مخنیوي په اړه خبرې اترې وکړي.

واشنګټن پوسټ لیکي، چې دا موافقه به یو اړخیز اوربند پورې اړه ولري، مګر دا چې خبرې اترې د روسیې پر خاوره د اوکراین د برید له امله له خنډ سره مخ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د واشنګټن پوسټ راپور په اړه وویل: "هیچا هیڅ تړون نه دی مات کړی ځکه چې د ماتولو لپاره کوم تړون نه شته."

هغې زیاته کړه: "د روسیې او کییف رژیم تر منځ د ملکي مهمو زېربنایي تاسیساتو د خوندیتوب په اړه مستقیمې یا غیر مستقیمې خبرې اترې نه دي شوي."

د اوکراین حکومت سمدلاسه په دې اړه د نظر ورکولو لپاره د رویټرز غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړی، چې د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې په دوحه کې خبرې اترې د منځني ختیځ د وضعیت له امله ځنډول شوې او د اګست په ۲۲ مه د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شي.

روسیه او اوکراین دواړه یو بل تورنوي چې په جګړه کې د ملکي وګړو پر تاسیساتو برید کوي؛ خو دواړه بیا انکار کوي چې ګواکي دغه بریدونه د دوی له خوا ترسره کیږي.

د غزې کړکېچ؛ په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۹ تنه ووژل شول

۲۸ زمری ۱۴۰۳ - ۱۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي. د روغتیايي چارواکو په وینا؛ دغه ماشومان د دیر البلاح په مرکزي ښار کې په یوه کور کې له خپلې مور سره یو ځای وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ تر اوسه د وژل شویو ماشومانو په اړه څه نه دي ویلي.

اسراییل پوځ ویلي، چې په دغو بریدونو کې یې په جنوبي ښار خان یونس کې چې په وروستیو اونیو کې د سختو نښتو ډګر و، پر اسراییل د بریدونو کې کارول شوي راکټ لانچرونه له منځه وړي او ۲۰ فلسطینیان یې وژلي دي.

په همدې حال کې په دې وروستیو ورځو کې د اسراییل او حماس تر منځ د شخړو پای ته رسولو او د غزې د یرغمل شویو کسانو د بېرته ستنولو لپاره د یوې موافقې د تر لاسه کولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شوي دي.

په پام کې ده، چې د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب خبرې اترې روانه اونۍ په قاهره کې دوام وکړي.

تمه ده، چې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او نورو لوړ پوړو اسراییلي چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د نتنیاهو دفتر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې "محتاطه خوشبیني" شته، چې یوې موافقې ته به ورسیږي او دا چې امریکایي چارواکو هم د خبرو اترو هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې حماس د امریکایانو خوشبینانه څرګندونې "دروغ" وبللې او نتنیاهو یې تورن کړ، چې د خبرو اترو د ګډوډولو لپاره نوي شرایط رامنځته کوي.