• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار په زندان کې د جمهوري نظام ۲۳۱ سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زنداني دي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۲۲ GMT+۱

په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې له زندان څخه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته یو شمېر زنداني د جمهوري نظام سرتېرو ویلي، چې په دغه زندان کې ۲۳۱ د پخواني جمهوري نظام سرتېري او استخباراتي کارکوونکي زندانیان دي؛ خو تر اوسه د طالبانو محکمې ته نه دي وړاندې شوي.

دغه سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې په یادو سرتېرو کې هېڅوک په خپلې کړې ګناه نه پوهېږي او نه هم ورته د طالبانو له خوا څه ویل شوي دي.

سرچینه وړاندې وايي، چې په یادو زندانیانو کې داسې کسان هم شته چې نېږدې دوه نیم کاله یې پوره کیږي؛ خو تر اوسه محکمې ته نه دی معرفي شوی.

د سرچینې په خبره؛ د پخواني دولت د دغو غړو لویه برخه د طالبانو د استخباراتو ریاست، امنیه قوماندانۍ او امربالمعروف ریاست نیولي دي.

سرچینه زیاتوي: "نو که د ملا هبت الله بښنه د ټولو لپاره وي؛ نو موږ یې ولې بندیان کړي یو؟ هو له دې خو منکر نه یو موږ په ملي اردو کې وو، څوک پولیسو کې وو او څوک امنیت ملي کې؛ خو نظام چې بدل شو موږ وظیفه پرېښی وه او ما په خپل کلي کې دوکان جوړ کړی و".

یو بل زنداني چې خپل مستعار نوم رحمان الله ښيي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې زندان ته د هغه د کورنۍ غړي په ډېرې سختۍ ورپرېږدي.

د رحمان الله په خبره؛ د جلال اباد په زندان کې د پخواني نظام غړو د ننګرهار لپاره د طالبانو والي ته یو لیک هم لېږلی و؛ چې د دوی د سرنوشت په اړه تصمیم ونیسي خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

هغه زیاتوي: "دا څنګه بښنه ده، یا مو دې ټول مړه کړي یا خو دې موږ محکمې ته معرفي کړي، چې پوی شو زموږ قضیه څه ده؟"

نوموړی وايي، چې په زندان کې یې د امربالمعروف ریاست کارکوونکي ذهني شکنجه کوي او دوی د "کافرو د غلامانو" په نوم یادوي.

د جلال اباد په زندان کې د امربالمعروف غړي
100%
د جلال اباد په زندان کې د امربالمعروف غړي

بل خوا د ننګرهار په ولایت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېرې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د ننګرهار ولایت د اداري جلسې د خبرو د اجنډا یوه برخه د همدغو زندانیانو په اړه تصمیم نیول وو.

د سرچینې په خبره؛ په اداري غونډه کې د ولایت د استازي په ګډون استخباراتو او امنیه قوماندانۍ دنده سپارل شوې، چې یادې ۲۳۱ قضیې وګوري او بیا یې محکمې ته معرفي کړي.

یاده سرچینه زیاتوي، چې د استخباراتو ریاست او امنیه قوماندانۍ به د یادو سرتېرو او د ملي امنیت پخوانیو غړو دوسیې او شالید څېړي او دا به معلوموي، چې یادو نظامیانو په څومره جنګونو کې برخه اخیستې وه او په جګړه کې یې څوک وژلي که نه؟

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په څو راپورونو کې خبر ورکړی، چې طالبان په افغانستان کې د پخواني دولت نظامیان او کارکوونکي زنداني کوي، شکنجه کوي او ان وژني یې؛ خو طالبانو بیا په وار - وار دغه مساله رد کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې يوه ښځه «د نامشروع جنسي اړيکو» په تورو په دورو وهلې ده

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۳۵ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، نن یې په کابل کې یوه ښځه د «نامشروع جنسي اړيکو» په تور ۳۵ دورو وهلې ده. دغې محکمې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغه ښځه په دوه کاله تنفیذي بند هم محکومه شوې ده.

د طالبانو محکمې د دغې ښځې د هويت او هغې ته د سزا ورکولو په اړه نور څه نه دي ويلي.

طالبانو ویلي، چې د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د دغې ډلې د ابتدایه محکمې له خوا د سترې محکمې له تصویب وروسته دغې ښځې ته د سزا حکم صادر او عملي شوی.

طالبانو په دې وروستیو کې په مزارشریف کې یو کس د «الکول او رواني درملو د پلورلو» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی و.

جسمي سزا، سنګسار او اعدام په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته بیا پیل شوي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو مدافعینو په وار وار د طالبانو له خوا د تورنو کسانو د جسمي مجازاتو د بندیدو غوښتنه کړې، خو دغې ډلې د خپلې نظريې سره سم د «اسلامي شریعت» پلي کولو ته دوام ورکړی دی.

ملګرو ملتونو پرله پسې ويلي، چې طالبان د خلګو په دورو وهلو سره له قانون او انساني کرامت سرغړاوی کوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان: د ایران اسلامي جمهوریت تېرو شلو ورځو کې اته افغانان اعدام کړي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۵۲ GMT+۱

په ناروې کې د ایران د انساني حقونو اداره وايي، اسلامي جمهوریت تېرو ۲۰ ورځو کې د اتو افغانانو په ګډون ۵۸ سیاسي بندیان اعدام کړي دي. دغه اداره په یوه راپور کې د اعدام شویو کسانو د شمېرو وړاندې کولو سره له خلکو غواړي چې د ایران د حکومت د اعدام پرضد اعتراض کې ور سره یو ځای شي.

د ایران د انساني حقونو ادارې د څېړونکو موندنې ښيي چې د دغه هېواد حکومت د اګسټ میاشتې له پیل تر اوسه دا بندیان د قزل حصار، کرج، یاسوج، میناب، زاهدان، مشهد، ګرګان، کرمان، بوم او رفسنجان په زندانونو کې کې اعدام کړي دي.

دې ادارې د اعدام شویو د جرمونو په هکله څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د هه نګاو په نوم د بشري حقونو ادارې ویلي و چې ایران په یزد او شېراز کې دوه افغانان اعدم کړي دی.

وروستیو کې د ایران د بشري حقونو سازمان یوه راپور کې ویلي چې ایران تېرو اوو میاشتو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون درې سوه کسان اعدام کړي دي.

د ایران د حکومت چارواکو او طالبانو د افغان وګړو د اعدام په هکله څه نه دي ویلي.

ایران کې د پاکستاني زیارتوالو د مړو شمېر ۳۵ او د ټپیانو ۱۵ ته ورسېد

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۱

د پاکستان حکومت وايي، د ایران په یزد کې د موټر د چپه کېدو له امله د دغه هېواد ۳۵ زیارتوال مړه او ۱۵ نور ټپي شوي دي. تر دې مخکې د ایران چارواکو ویلي و چې په دغه پېښه کې ۲۸ کسان مړه او ۲۳ نور ټپي شوي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې په تړاو د هر ډول همکارۍ ژمنه کړې ده.

د یزد د بېړنیو چارو ادارې په خبره، موټر بېګا له سړک اوښتی او چپه شوی، چې له امله یې اور لګېدلی او د زیارتوالو مړینه هم د همدې اور له امله ده.

د پاکستان چارواکي وايي، د موټر برېک کار پرېښودلی او دا پېښه شوې ده.

د دې پېښې ډېری قربانیان د سیند د لړکانا، غوټکي او نورو سیمو دي.

د پاکستان لومړي وزیر او ولسمشر د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا غوښتې ده.

دواړو مشرانو په تهران کې پر خپل سفارت غږ کړی چې د پېښې اغېزمنو ته هر ډول سهولتونه برابر کړي.

په تهران کې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو وايي، په یزد کې بېړنۍ چارې له نږدې څاري او ټپیانو ته د پوره اسانتیاوو برابرولو ډاډ ور کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او د پاکستان حکومت ته یې ډاډ ور کړی چې هر ډول مرستې ته چمتو دي.

سرچینې: د پخواني حکومت يو سرتېری په کوټه کې په هدفي بريد کې وژل شوی

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۴۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د تېر حکومت د کندهار د سرحدي قطعې یو سرتېری سيدولي د بلوچستان په مرکز کوټه کې په يوه هدفي بريد کې وژل شوی. وژل شوي سرتيري د کوټې ښار په سورکي سړک کې په ليړۍ کې وريژې پلورلې او خپل عادي ژوند یې کاوه.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهار شنبې په ورځ وويل، چې سيدولي د پخواني حکومت پر مهال د کندهار د ميوند ولسوالۍ د امنيه قومندان حاجي لالا سره دنده درلوده او وروسته په سرحدي قطعه کې و.

د کندهار تر سقوط وروسته د کندهار ډېری نظاميان پاکستان او ایران ته ولاړل او ډېری هلته خپل عادي ژوند کوي.

سيدولي د خپلې کورنۍ مشر و او يوه اونۍ وروسته یې واده کاوه.

د پخواني حکومت د پکتیکا ولایت د شېخ اباد ولسوالۍ قومندان عبدالرحمان هم تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

د پخواني افغان پوځ مشرانو پر نظامیانو ږغ کړی، چې په کور دننه او ګاونډيو هېوادونو کې د ځان ساتني تدابير ونیسي.

د دوی په خبره، طالبانو د غچ اخيستلو لړۍ جارې ساتلې.

د پخواني افغان پوځ يو جنرال سمېع سادات څو ورځي وړاندي په بلوچستان کې د یو بل افغان قومندان برات خان باختر د مرموزې وژنې په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې غچ به یې اخلي.
ښاغلي سادات دغه راز د پاکستان له حکومت هم غوښتي، چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

۱۹ افغان زده‌کړیالانې د زده‌کړو د دوام په موخه سکاټلېنډ هېواد ته رسېدلې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

۱۹ افغانې زده‌کړیالانې د سکاټلېنډ پلازمېنې اډینبورګ ته رسېدلې چې د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په مرسته د روغتیا په برخه کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. دغه زده‌کړیالانې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د خپلو زده‌کړو له دوام ګرځول شوې وې.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه زده‌کړیالانې له کابل، میدان وردګ، دایکنډي او بامیان ولایتونو څخه د پاکستان له لارې برېتانیې ته لېږدول شوې دي.

دغه بنسټ وايي، له درې کلنو هڅو وروسته دغه نجونې سکاټلېنډ ته ورسېدلې.

۱۹ کلنې زهرا حسیني چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته یې د طب پوهنځي لومړی کال پای ته رسولی و وايي، هیله لري چې افغانستان ته د ستنېدو تر مهاله به یې کور امن شوی وي.

د لینډا نورګرو خیریه بنسټ چې له نجونو سره د مرستې لپاره جوړ او د لینډا نورګرو په نوم د یوې مرستندویه کارکونکي د مور او پلار له‌خوا رامنځته شوی، لینډا نورګرو په ۲۰۱۰ کال کې په کونړ ولایت کې وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتون ته د نجونو پر تګ یې بندیز لګولی دی.