• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل - جلال اباد لار د غره د ښویېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۱

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د کابل - جلال اباد لار په تنګي سیمه کې د څو ځایه غره ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې او شدید باران لا هم روان دی.

د سمیع ګل په نوم د ټولنیزو شبکو یوه کارونکي د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې نېږدې ماښام مهال یاده لاره تړل شوې ده.

نوموړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په سلګونه موټر د دواړو خواو څخه بند پاتې دي او باران لا هم روان دی.

همداراز د ننګرهار اوسېدونکی ډاکتر نجیب الله رحیمي چې دا مهال کابل ته پر لار دی، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې څو ځایه غر ښویېدلې او سلګونه موټر پر سړک بند پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دا مهال د لارې د خلاصون لپاره کوم اقدامات نه دي شوي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل - جلال اباد لویه لار وخت ناوخت د شدیدو بارونونو پر مهال د غره د ښویېدنې له امله تړل کیږي.

د لغمان لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم رسنیو ته د لارې بندښت تایید کړی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د ایران په اصفهان کې د دېوال د نړېدو له امله دوه افغان کارګران مړه شول

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د ایران د اصفهان د کاشان ښاروالۍ چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوه افغان کارګران د دېوال د نړېدو له امله مړه شوي دي.

د راپورونو له مخې؛ د څلور مترو په ژوروالي کېندنه د دېوال د نړېدو لامل شوې ده.

د کاشان د ښاروالۍ د اور وژنې او خوندیتوب څانګې ویاند روح الله فدايي ایسنا خبري اژانس ته وویل: «د اور وژنې ۱۳ کارکوونکي د پېښې ځای ته استول شوي، چې د لټون په عملیاتو کې یې کارګران له خاور اېستلي دي.»

هغه ویلي، چې د ژغورنې ټیم له هڅو سره - سره افغان کارګر ژوندي پاتې نه شول.

ایراني رسنیو د کارګرانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

په ایران کې افغان کډوال کارګران په ډېرو سختو کارونو بوخت دي؛ خو د روغتیایي بیمې په څېر له ډېرو حقونو بې برخې دي.

حنیف اتمر: طالبان دې د بېنېټ پر سفر بندیز لرې کړې، دا یوه ډېره ناسمه پرېکړه ده

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وایي، چې د هېواد اوسنيو واکمنانو يوه ډېره ناسمه او خطرناکه پرېکړه کړې او د ښاغلي بېنېټ پر سفر بندیز دې ژر تر ژره لرې شي.

هغه زیاتوي، چې دا پرېکړه کولی شي افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو ته تاوان ورسوي.

حنیف اتمر وایي، چې افغانستان ته د بېنېټ په سفر بندیز د افغانانو د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په اړه ټولې هېلې نا هیلې کړي او د سترې اندېښنې لامل ګرځي.

ښاغلي اتمر د چهارشنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) پر اېکس پاڼې لیکلي: «د ښاغلي ریچارډ بېنېټ ماموریت نړۍوال ملاتړ او مشروعیت لري او له دغه ماموریت سره همکاري د افغانستان د نړۍوالو مسوولیتونو یوه برخه ده، چې باید په هر سیاسي وضعیت او د هر حاکم نظام تر حاکمیت لاندې ورته درناوی وشي.»

ښاغلی اتمر زیاتوي، دا پرېکړه کولې شي افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې، په دوحه کې روان سیاسي بهیر او له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې بشردوستانه مرستو ته چې د افغانستان د خلکو مطلق اکثریت د خپل بقا لپاره ورته اړتیا لري، زیان ورسوي.

اتمر دا نامسوولانه کړنه بللې او د دغې کړنې سمدستي لغوه کولو غوښتنه یې کړې.

طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ په راپور نیوکه کړې او ویلې یې دي، چې بېنېټ افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: «ښاغلی بېنېټ افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی. هغه ته د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده سپارل شوې وه. هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو.»

اتمر وایي، چې د هېواد اوسنيو واکمنانو يوه ډېره ناسمه او خطرناکه پرېکړه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د هېواد سیاسي او مدني جریانونه به په دې قضیه کې چوپه خوله پاتې نه شي.

متحده عربي اماراتو د طالبانو د سفیر باورلیک د افغانستان د جمهوري دولت په استازیتوب منلی

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۱

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د طالبانو د سفیر باورلیک یې منلی دی. دغه وزارت ویلي، چې د دوی د وزارت د پروټوکول مرستیال سیف عبدالله الشامسي د «افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر» بدرالدین مولانا باورلیک منلی دی.

بدرالدین مولانا پخوا په ابوظبۍ کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو شارژدافیر و.

داسې ښکاري، چې متحده عربي اماراتو هغه له شارژدافیر څخه د سفیر په توګه ارتقا کړې ده.

متحده عربي اماراتو د طالبانو نوم نه دی اخیستی؛ خو لیکلي یې دي، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر باورلیک یې منلی.

طالبان خپل حکومت د افغانستان اسلامي امارت بولي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دغه وزارت مرستیال د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراخولو په موخه د طالبانو سفیر منلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه متحده عربي اماراتو ته د سفیر په کچه د خپل ډیپلوماتیک استازي د معرفي کولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه د سیمې ډېرو هېوادونو د سفیرانو په کچه د طالبانو سیاسي استازي نه دي منلي او اکثره دغو هېوادونو په کاري کچه د دغې ډلې ډیپلوماټیک استازي منلي دي.

په تېرو میاشتو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او په وروستیو ورځو کې د طالبانو رییس الوزرا متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د حکومت له مشر سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې «د افغانستان له بیارغونې سره مرسته، د ترافیکو مدیریت ډیجیټل کول، د بندیانو خلاصون او د سیمې امنیت او ثبات» د غونډې موضوعات وو.

افغانستان د وضعیت په اړه اندیښنه؛د ګډ امنیتي تړون سازمان په منځنۍ اسیا کې پوځي تمرینات کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۵۷ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ويلي، چې د ډله ییز امنیت د تړون غړي هېوادونه به ډېر ژر په منځنۍ اسیا کې پوځي تمرینات وکړي. ميکايل اګسانديان وويل، چې د افغانستان حالاتو ته په کتو به دغه تمرينونه په قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان کې ترسره شي.

په ورته وخت کې د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د سې شنبې په ورځ د میکایل اګساندیان په حواله خبر ورکړ، چې دغه تمرینات به په راتلونکو اونیو کې په منځنۍ اسیا کې د ګډو پوځي عملیاتو او ثبات د عملي کولو په هدف ترسره شي.

د ګډ امنیتي تړون سازمان د فېبرورۍ په میاشت کې اعلان وکړ، چې د روان کال له سپټمبر څخه تر اکټوبر پورې به په قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان کې پوځي تمرینات وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو په وزارت کې د ګډو مشترکاتو د خپلواکو هېوادونو د لومړۍ څانګې مشر ميکايل اګسانديان وويل؛ هېواد يې په دوامداره توګه هڅه کوي، چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان ظرفیت ته په منځنۍ اسیا کې د ثبات ساتلو لپاره د اغیزمن جوړښت په توګه وده ورکړي.

په تېرو درېیو کلونو کې د ډله ییزو امنیتي تړونونو سازمان په وار - وار له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د تروریزم د خپریدو د خطر خبرداری ورکړی دی.

د ډله ییزو امنیتي تړونونو د سازمان عمومي منشي ایمانګلي تسماګامباتوف سږ کال اعلان وکړ، چې لا هم له افغانستان څخه منځنۍ اسیا ته د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق د پراخېدو احتمال شته.

ايمانګلي تاسماګامبتوف وویل؛ افغانستان لا هم په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.

ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغزستان، روسیه او تاجکستان د ډله ییز امنیت د تړون غړي دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې لسګونه زره ځانمرګي بریدګر روزل کېږي او د افغانستان په پولو کې ډېر ترهګر فعال دي.

شپږيزه لیګ؛ امونهنګان لوبډلې بندامير ښامارانو ته د ۱۹ منډو په توپير ماتې ورکړه

۳۱ زمری ۱۴۰۳ - ۲۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۸ مه لوبه کې امونهنګان لوبډلې بندامير ښامارانو ته د ۱۹ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې پنځمه بريا هم خپله کړه. امو نهنګانو لوبډله ۱۰ امتيازه لري، د سبا تر لوبې وروسته به یې پايلوبې ته د رسېدو برخلیک معلوم شي.

د شپږېزې کرېکټ لیګ د ۱۸ مې لوبې پچه د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ امونهنګان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

امونهنګانو لوبډلې په بهترينه توپوهنې سره د لوبې غوره پيل وکړ.

دغه لوبډلې په ۲۰ اورنو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې هدف وټاکه.

عبدالمالک تر نور لوبغاړو ډېرې په ۵۶ توپونو ۷۳ منډې وکړې او د لوبې تر پايه ولوبيد.

د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ د بندامير ښامارانو لوبډله په ۱۹.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړی کړې او دغه لوبه یې د ۱۹ منډو په توپير وبايلل.

د امونهنګانو په لوبډله کې تېز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي د سيالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د دې سیالیو په وروستيو کې د امو په لوبډله کې شرف الدين اشرف د لوبې تغير کوونکی، عبدالمالک د «سټايلش» لوبغاړي، قیس احمد غوره توپ نيوونکی او کریم جنت د ډېرو شپږيزو وهوونکي وټاکل شول او جايزې هم ورکړل شوې.