• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو ایران کې د اعتراضونو په ترڅ کې ناقانونه وژنې د بشري حقونو نه سرغړونه بللې

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د نژادي تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمېټې په خپل دوره یي راپور کې، ایران کې د تېرو ۵ کلونو او ۱۳۹۸ د لړم له میاشتې راهیسې د اعتراضونو په ترڅ کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو ناقانونه وژنې، شکنجې، جنسي تېري او ناوړه چلند د بشري حقونه له قانون څخه ستره سرغړونه بللې ده.

دغې کمېټې په خپل راپور کې چې د جمعې په ورځ (د وږي دویمه) خپور شو، په ایران کې د مذهبي لږکیو پر وړاندې د بشري حقونو سرغړونې او د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند په اړه خپله ژوره اندېښنه څرکنده کړه، چې د ۱۳۹۸ کال لرم میاشت، ۱۴۰۰ کال چنګاښ میاشت او ۱۴۰۱ په وږي میاشت کې ترسره شوي.

دغې کمېټې ایران څخه وغوښتل، چې په دغو لاریونونو کې د حکومتي استازو له خوا د بشري حقوقو د سرغړونو د ادعاګانو په هکله سمدستي خپلواکه او بې پري څیړنې وکړي او قربانیانو ته دې د تاوان ورکولو امکانات برابر کړي.

کمیټې د هغو راپورونو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه، چې لوی شمېر یې د قومي او مذهبي اقلیتونو قضایي او جنایي قضیې دي.

په راپور کې ټینګار شوی، چې دا اقلیتونه د عمومي او مبهم جرمونو لکه د مخدره توکو د قاچاق، اعدام او نورو سختو سزاګانو سره مخ دي.

د نژادي تبعیض د له منځه وړلو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې له ایران څخه وغوښتل، چې دغه قانون ته له سره کتنه وکړي او له خپلو قوانینو څخه هغه جنایتونه لرې کړي چې دقیق تعریف نه لري خو د اعدام سزا ورته ټاکل شوې.

د هرانا ویب پاڼې په خپل نوي راپور کې ویلي، چې د ایران قضایي څانګې د زمري په میاشت کې په هرو اوو ساعتونو کې په اوسط ډول یو کس اعدام کړی دی.

د دغه راپور له مخې، په تېره یوه میاشت کې لږ تر لږه ۱۰۶ کسان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د هند لومړي وزیر له زلینسکي غوښتي، چې له روسیې سره خبرو ته کښیني

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د جمعې په ورځ له ولسمشر ولادیمیر زلینسکي څخه غوښتي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره له روسیې سره خبرې اترې وکړي.

مودي دا څرګندونې د اوکراین پلازمینې کییف ته د سفر پرمهال کړی دي.

تېره میاشت مسکو ته د مودي سفر، د کییف له پراخو نیوکو سره مخ شوی و.

مودي وايي، چې د سولې له پیغام سره اوکراین ته راغلی او د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو غوښتونکی دی.
هغه وویل: "د حل لاره یوازې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ پر مټ موندل کیدای شي. او موږ باید د وخت ضایع کولو پرته په دې برخه کې کار وکړو. دواړه خواوې باید په ګډه سره کښیني ترڅو له دې بحران څخه د وتلو لاره ومومي."

نوموړي زیاته کړه: "زه غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې هند چمتو دی چې د سولې لپاره په هر ډول هڅو کې فعال رول ولوبوي. که زه په شخصي توګه هم هر څه کولای شم، هغه به وکړم."
دغه څرګندونې د ګډو اعلامیو په ترڅ کې شوې، چې په کې دواړو مشرانو دغه لیدنه "تاریخي" وبلله.

مودي له زلنسکي وروسته وینا وکړه او له همدې امله زیلینسکي فرصت نه درلود، چې د هغه خبرو ته ځواب وايي.
خو د اوکراین ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ویلي چې "د جګړې ختمول او عادلانه سوله د اوکراین لپاره لومړیتوب دی".

دا له پخواني شوروي په ۱۹۹۱ کال کې د اوکراین د ازادۍ له ترلاسولو وروسته اول ځل دی، چې یو هندی لومړی وزیر دغه هېواد ته ځي.

دا لیدنه په داسې مهال شوې ده چې د اوکراین ځواکونو د روسیې لوېدیځ کې کورسک سیمه نیولې او په همدې حال کې روسي ځواکونه هم د اوکراین ختیځ کې ورو پرمختګ کوي.

په تایلنډ کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله نهه کسان ووژل شول

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د تایلنډ چارواکي وايي، یوه کوچنۍ الوتکه چې نهه تنه سپرلۍ په کې وې، د دغه هېواد پلازمېنې بنکاک ته نژدې نسکوره شوې او سپرلۍ یې وژل شوې دي. د دغو چارواکو په وینا په دې پېښه کې دوه تایلنډي پېلوټان، پنځه چینايي سېلانیان او دوه تایلنډي مسافر وژل شوي دي.

د تايلنډ په چاچوینګ ساو کې د حکومت د عامه اړيکو د څانګې ځايي دفتر رسنيو ته ويلي، دغه وړه الوتکه د پنجشنبې په ماسپښين د بنکاک له هوايي ډګر څخه ترات ښار ته روانه شوې وه.

دوی زیاتوي چې له الوتنې لس دقیقې وروسته له الوتکې سره اړیکه پرې شوه.

د تایلنډ چارواکو تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو د غورځېدو د علت په اړه څېړنې روانې دي.

د عامه اړیکو سیمه ییز دفتر زیاته کړې، چې د الوتکې د غورځېدو د لاملونو د څېړلو او تحلیل لپاره یې د الوتکې د پاتې شونو ۷۰ ټوټې راټولې کړې دي.

دا دفتر دا یادونه هم کړې چې الوتکې تور بکس نه درلود او د هوایی ترافیک کنټرول سره مستقیم تماس درلود.

د تایلنډ په کوه کود ټاپو کې د یوه لوکس ارامځي چارواکو ویلي چې دوه تایلنډي سېلانیان د دوی د مېلمنو په منځ کې وو او دغه ارامځي ته د تګ پر مهال مړه شول.

ویل کیږي چې د دې ارامځي میلمانه معمولا د خصوصي الوتکې لخوا نږدې هوایی ډګر ته رسول کیږي.

پاکستان د اې اېم اېف د شرایطو سختېدو سره د منځني ختیځ له بانکونو د پور اخیستو هڅه کوي

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د پاکستان مالیې وزیر د دغه هېواد د بهنریو پورونو د دوو میلیارد ډالرو درز ډکولو لپاره د نور پور اخیستلو لپاره د منځني ختیځ بانکونو لمن نیولې ده. په دا مهال حکومت پرون مشرانو جرګې ته ویلي چې له پیسو نړیوال صندوق د پور اخیستو لګښت تر پنځه سلنې ګټې پورته شوې او دا ګران کار دی.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د پنجشنبې په ورځ له دوبۍ اسلامي بانک د پور غوښتنه کړې ده.

د ایکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، دا په یوه اونۍ کې د پور غوښتلو لپاره د ښاغلي اورنګزېب دویمه لیدنه ده.

نوموړي تر دې مخکې د پور ترلاسولو لپاره د مشرق بانک له چارواکو سره هم لیدنه درلوده.

د دوبۍ اسلامي بانګ ګروپ له اجرايي مشر ډاکټر عدنان چلوان سره لیدنه کې د پاکستان اقتصادي تراژیدي یاده کړې او په دغه هېواد کې یې د بانک پانګونه غوښتې ده.

د پاکستان مالیې وزارت وایي، ډاکټر چلوان هم د پاکستان په مالي وده په تېره اسلامي بانکوالۍ، بېخ بنسټو او نورو برخو کې د مهم رول لوبولو لېوالتیا ښودلې ده.

اورنګزېب د اګسټ پر شپږمه دا هم وویل، چې یوه اروپايي بانک د پور ور کولو لپاره تماس ور سره نیولی دی، خو د دې پور په مقابل کې ګټه دومره ډېره وه چې منل یې له سیاسي او اقتصادي پلوه پاکستان ته ناممنکن و.

د پاکستان د مالیې وزیر په داسې مهال له منځني ختیځ بانکونو د پور اخیستلو هڅه کوي چې د دوه میلیارده پیسو درز ډکولو او د سعودي عربستان، چین او متحده عربي اماراتو د ۱۲ میلیارده نغدو پیسو ستنولو کې په پاتې راتلو سره روانه اونۍ د پیسو نړیوال صندوق دغه هېواد ته د ۷ میلیارد ډالرو پور تصویب تر نامعلوم وخت وځنډاوه.

نرېندر مودي د هند د اولني لومړي وزیر په توګه اوکراین ته لاړ

۲ وږی ۱۴۰۳ - ۲۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د هند لومړی وزیر نرېندر مودي نن د اوکراین له ولسمشر سره د خبرو لپاره دغه هېواد ته ورسېد. دا له پخواني شوروي په ۱۹۹۱ کال کې د اوکراین د ازادۍ له ترلاسولو وروسته اول ځل دی چې یو هندی لومړی وزیر دغه هېواد ته ځي.

دا لیدنه په داسې مهال ده چې د اوکراین ځواکونو د روسیې لوېدیځ کې کورسک سیمه نیولې او په مقابل کې روسي ځواکونه هم د اوکراین ختیځ کې ورو پرمختګ کوي.

اوکراین ته د سفر په جریان کې پخپله نرېندر مودي هم ویلي چې اوکراین کې د روان کړکېچ د سوله ییز حل لپاره د خپل نظر شریکول غواړي.

مسکو ته د نرېندر مودي د سفر بهیر کې پر اوکراین د روسیې توغندیز برید روغتون په نښه شو، چې له امله یې نوموړي پر ولادیمیر پوتین نیوکې وکړې.

د اوکراین د ولسمشر یو سلاکار میخایلو پودولیاک وايي، نوی ډېلی او مسکو ډېر اغېز لری، ځکه کیف ته د هند د لومړي وزیر سفر مهم بولي

د کاناډا د ریل پټلۍ شرکتونو بندېدو او خبرو اترو د ناکامېدو وروسته ۹۰۰۰ کارګران بېکاره شوي

۱ وږی ۱۴۰۳ - ۲۲ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د کاناډا دوه مهم د ریل پټلیو شرکتونو له ۹۰۰۰ څخه ډېر کارکوونکي له دندو ایستلي، هغه څه چې ښايي د میلیاردونو ډالرو اقتصادي زیان لامل شي او د شمالي امریکا اکمالاتو لارو ته لوی زیان ورسوي.

د کاناډا د ریل پټلۍ ملي شرکت او کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت د دغه ریل پټلۍ د بندېدو پړه وروسته له هغه پر یو بل اچولې، چې د کاري شرایطو د ښه کولو او د معاشونو د لوړو په برخه د خبرو اترو څو پړاونه ناکام شول.

د کاناډا د ریل اتحادیې مشر پاول بوچر وايي: " د کاناډا د ریل پټلۍ ملي شرکت او کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت د لا زیاتو پیسو د ګټلو لپاره امنیتي مسایلو ته لیوالتیا نه ده ښودلې او د اضافي پیسو ګټلو لپاره یې کورنۍ جلا کړي."

هغه وویل، چې خبرې اترې لا هم دوام لري.

100%

د اورګادي پټلۍ دواړو شرکتونو ویلي، چې دوی په ښه نیت معامله کړې او د غوره معاش او ښه کاري شرایطو لپاره یې ډېر وړاندیزونه کړي دي.

او کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت وویل: "زموږ د غوره هڅو سربېره، دا روښانه ده چې د کاناډا د ریل اتحادیې سره خبرې اترې بې ګټه دي."

د کاناډا حکومت تر دې دمه د ریل پټلۍ او اتحادیې څخه غوښتنه کړې چې په ګډه کار وکړي او یوې موافقې ته ورسیږي.

د ریل اتحادیې مشر خبریالانو ته وویل، چې هغه تمه نه درلوده چې حکومت به کارګران منځګړتوب ته مجبوره کړي.

هغه وايي: "موږ باور لرو چې دا موضوع باید د خبرو اترو له لارې حل شي. موږ په دې باور نه یو چې درېیم اړخ ته اجازه ورکړي چې پرېکړه وکړي."

په لسګونو زره خلک چې د ټورنټو، وینکوور او مونټریال ښارونو ته د ځانګړي ریل شرکتونو له لارې سفر کوي، لا هم په انتظار کې دي، ځکه چې د کاناډا پاسفیک کنساس سیټي شرکت ملکیت د ریل پټلۍ کې د اورګاډو تګ راتګ درول شوی دی.