• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوناما: د امربالمعروف نوی قانون به د نړۍ او طالبانو تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۲۲:۴۲ GMT+۱

یوناما د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د طالبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو تروړل او په دوامداره ویره کې ساتل به د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي. یوناما له طالبانو د ځینو مادو په اړه وضاحت غوښتی دی.

یوناما د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: «نړۍواله ټولنه په ښه نیت سره د واکمنو چاوراکو سره د “رغنده ښکېلتیا ” په لټه کې ده. نړۍ غواړي افغانستان د سولې او سوکالۍ لوري ته وویني، چې ټول افغانان په کې د خپل راتلونکي په ټاکلو کې برخه ولري، حقونه ولري او داسې نه وي چې یوازې د ډسپلین سپارښتنې ورته وشي. د افغانانو د حقونو زیات تروړل او په دوامداره ویره کې ساتل به هدف ته رسېدل نور هم ګران کړي.»

یوناما د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» ۳۵ ماده ییز قانون چې د طالبانو د مشرتابه له خوا په دې وروستیو کې توشیح شوی او د پلي کولو له سختو میکانیزمونو سره د افغان وګړو لپاره د پام وړ بندیزونه توضیح کوي او محتسبانو ته په کې پراخ اجرایوي واک ورکړل شوی.

طالبانو لا د یوناما دغې خبرپاڼې ته غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د یوناما د دفتر مشره روزا اوتونبایوا وايي: «دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو زورونکی لیدلوری دی، چې محتسبان بشپړ واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لست پر بنسټ هر څوک وګواښي او بندي یې کړي.»

اغلې اوتونبایوا وویل چې د طالبانو دغه قانون پخواني بندیزونه سخت کړي او ان له کوره بهر د ښځو غږ یې اخلاقي سرغړونه ګڼلې ده.

یوناما په دغه خبرپاڼه کې ویلي، د نوي قانون متن د افغانستان مذهبي ټولنې ته په کتو سره، د مذهبې ازادۍ په اړه اندیښنې له ځانه سره لري. او نور بندیزونه په کې نغښتي دي چې د خبریالانو او رسنیو کار به اغېزمن کړي.

یوناما ویلي، چې افغانان باید د لمانځه لپاره ناوخته رارسېدلو یا د یوې داسې مېرمنې مخ ته په کتلو چې د کورنۍ غړي یې نه وي او یا د خپلو خپلوانو د انځورونو د ساتلو په پار سزا ونه ویني.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي، چې دغه سازمان د افغانستان پر خلکو او دغه هېواد ته د نړۍوالو بشري مرستو د اغېزو څېړنه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ندیم د نجونو زده‌کړو ته په اشارې: په «اسلامي نظام کې» د خلکو غوښتنې نه شو منلی

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر وايي،‌ د نجونو د پوهنتونو او ښوونځیو د پرانیستلو په اړه بیړنی تصمیم نیول شونی نه دی. هغه وايي، په دې اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي، او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

ندا محمد ندیم وایي: «د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د تګ په اړه د عالمانو څېړنې دوام لري، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم د یاد وزارت په اړه د کلنيو لاسته راوړنو په پروګرام کې د نجونو زده‌کړو ته په اشاره وویل، چې د خلکو د غوښتونو سره سم چارې نه شو ترسره کولی.

نوموړي زیاته کړه: «زموږ په هېواد کې ۹۰ سلنه د ښځو حقوقونه ورکړل شوي او خلک یوازې دې ته متوجه دي چې ولې ښوونځي نه خلاصیږي. دلته چې هر څه کیږي د اسلامي شریعت په رڼا کې به کیږي. موږ نه شو کولی چې په اسلامي چاپيریال او سل په سله اسلامي نظام کې د خلکو د غوښتنې مطابق چارې تر سره کړو، هغه که شریعت مني که یې نه مني.»

نوموړی وايي، د نجونو د پوهنتونو او ښوونځيو په اړه په بیړه تصمیم نیول شونی نه دی.

ندا ندیم وايي،‌ پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه دیني عالمانو خپل څېړنې پیل کړې. او د هغوی له څېړنو وروسته به پوهنتونونو او ښوونځیو ته د نجونو د تګ په اړه پرېکړه وشي.

نوموړي زیاته کړه: «که څېړنې دا وښوده، چې نجونې ښوونځیو او پوهنتون ته باید ولاړې نه شي، نو بیا به پوهنتونونه او ښوونځي همداسې تړلي پاتې وي. موږ په ډاډ نه شو ویلی، چې په کومه ورځ به ښوونځي پرانیستل شي.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر چې د دغې ډلې مشر هبت الله ته نږدې کس دی وايي، د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو په اړه چې هره پرېکړه کیږي هغه به د «اسلام، شری‍عت او کلتور» سره به په ټکر کې نه وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دغه چارواکی وايي، د لوړو زده‌کړو په چوکاټ کې یې شاوخوا ۱۳۰ نصابونه د مسودې په ډول بدل کړي او د تایید لپاره یې د یادې ډلې مشر هبت الله ته استولي دي.

نوموړی وايي: «ټول به یو نصاب وي، هغه مضمونونه چې اړتیا یې نه شته هغه به لرې کړي او هغه فکري انحرافات چې په مضامینو کې ځای پر ځای شوي دي هغه به لري کوو، او د افغانستان د افکارو او اسلامي مضامین به په کې ځای پر ځای کړو.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر له هېوادونو غوښتنه کوي، چې زده‌کړیالانو ته د بورسونو ورکړه دې د یادې ډلې سره په همغږۍ ترسره کړي.

نوموړی وایي، په هغو هېوادونو کې چې د خپلو زده‌کړیالانو، پر «مفکروه، ایمان صورت او سیرت» باندې باوري نه دي هلته د لوړو زده‌کړو ل‍پاره زده‌کړیالان نه استوي.

خالد حنفي: هیڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» وزیر محمد خالد حنفي فاریاب کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، «هیڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.» طالبانو په دې وروستیو کې پر ښځو نور بندیزونه هم ولګول.

خالد حنفي دا خبرې داسې مهال کوي چې د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» د قانون په توشیح کولو سره پر افغانو ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګولي چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن یکشنبه د (وږي څلورمه) د دغې ډلې د «امربالمعروف او نهي عن‌ المنکر» وزیر محمد خالد حنفي له قوله ویلي، چې حنفي فاریاب کې د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې «هېڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه د پښو لاندې کړي.»

نوموړي زیاته کړې: «موږ د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکولو ته ژمن یو او هر هغه څوک چې په یاده برخه کې شکایت لري شکایت یې اورېدل کېږي او حل کېږي.»

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي چې د ښځو بشپړ بدن پټول په کې جبري ښودل شوي او دا یې هم په کې ویلي، چې «د ښځې غږ عورت دی.»

تېره اوونۍ خالد حنفي په کندوز کې یوې غونډې ته ویلي و، چې «شریعت پلی کوو» او په دې برخه د هیچا فشار نه منو.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته درې کاله کیږي، چې نړۍواله ټولنه او د سیمې هیوادونه له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې دې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د وګړو ټول بشري حقونه دې په پام کې ونیسي، خو طالبان وايي، دوی د خپلې خوښې حکومت کوي او د نورو دا ډول څرګندونې په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.

جاپان له طالبانو غوښتي چې د زده‌کړو، کار او ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۰ GMT+۱

په کابل کې د جاپان سفارت د طالبانو له خوا د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون له مخې پر افغان ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه سفارت د ایکس پاڼې له لارې پر طالبانو غږ کړی چې د زده‌کړو، کار او ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.

په کابل کې د جاپان سفارت د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «موږ به له نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ طالبان وهڅوو چې د افغانستان د راتلونکي لپاره د زده‌کړو، کارموندنې او ازادۍ لپاره د افغان ښځو او نجونو غږ واوري.»

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون» توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو پر وړاندې بې ساري بندیزونه لګولي دي. طالبانو پر ښځو دا جبري کړې چې خپل ټول بدن به پټوي، او وايي «د ښځو غږ عورت دی.»

دغه قانون د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره حاجا لحبیب وايي، د امربالمعروف له قانون څخه د طالبانو هدف له ټولنې څخه د افغانستان د نیم نفوس اېستل دي.حاجا لحبیب د وږې میاشتې په درېیمه نېټه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې د ښځو دریځ باید پیاوړی شي.»

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د کافا جام اتلولي وګټله

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې د ازبکستان د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې ته په پایلوبه کې په ۱ـ۰ ماتې ورکولو سره د یاد جام اتلولي وګټله. د افغانستان او ازبکستان تر منځ د کافا جام سیالیو په پایلوبه کې افغان لوبغاړي اعظم الدین حاجي زاده په ګول وهلو سره ازبکستان ته ماتې ورکړه.

افغان لوبغاړو د لوبې د لومړۍ نیمایي په ۲۸مه دقیقه کې د ازبکستان په وړاندې ګول وواهه او د لوبې تر ورستیو شېبو په کلکه د ازبکستان په وړاندې وجنګېده.

د ازبکستان لوبډلې لوبغاړو ډېره هڅه وکړه چې لوبه مساوي کړي، خو افغان لوبغاړو د یوې په زړه پورې او تاکتیکي لوبې په کولو سره د ازبکستان د لوبغاړو مخه نیولې وه او دغه ستره اتلوليیې په خپل نوم کړه.

په پایلوبه کې یوازې یو ګول د شلم نمبر جاکټ لرونکي افغان لوبغاړي اعظم الدین حاجي زاده وواهه.

د دغه جام د غوره لوبغاړي او غوره ګول ساتونکي جایزه افغان لوبغاړو حامد امیري او اعظم الدین حاجي زاده ته ورکړل شوه.

په یادو سیالیو کې افغانستان لومړی، ازبکستان دویم، تاجکستان درېیم، ایران څلورم، ترکمنستان پنځم او قرغزستان شپږم مقامونه خپل کړل.

د بلجیم بهرنیو چارو وزیره: د امربالمعروف له قانونه د طالبانو هدف له ټولنې د ښځو اېستل دي

۴ وږی ۱۴۰۳ - ۲۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۵۷ GMT+۱

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیره حاجا لحبیب وايي، د امربالمعروف له قانون څخه د طالبانو هدف له ټولنې څخه د افغانستان د نیم نفوس اېستل دي. حاجا لحبیب د وږې میاشتې په درېیمه نېټه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «په افغانستان کې د ښځو دریځ باید پیاوړی شي.»

هغې همداراز ټینګار وکړ چې بلجیم به د مدني ټولنې او هغو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي چې له خپلو حقونو دفاع کوي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزیرې تېره میاشت همپه خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، چې د طالبانو واک ته رسېدل د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې د سترې ماتې لامل شوی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.

طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو بشپړ بدن پټول جبري کړی او ویلي دي، چې «د ښځې غږ عورت دی»

دغه قانون د بشري حقونو فعالانو او یو شمېر هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.