فضلي: د طالبانو له افراطي ډلې باید فاصله واخلو او د هغوی په قانع کولو وخت ضایع نه کړو

د پخواني جمهوري حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د طالبانو ډله مذهبي - افراطي ډله بولي او وایي، چې له دې ډلې باید فاصله واخیستل شي. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې له طالبانو سره دیني یا عقلي استدلال د وخت ضایع کول دي او په زاریو باید دې ډلې ته عملي مشروعیت ورنه کړل شي.