طالبان: په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه منو

د طالبانو دفاع وزارت وایي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هېڅ ډول معامله نه مني. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.