طالبانو په هلمند کې درې کسان د غلا په تور په عام محضر کې په دورو وهلي

د طالبانو ستره محکمه وايي، دغو کسانو ته د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو ستره محکمه وايي، دغو کسانو ته د هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ د سپین جومات په سیمه کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړل شوې ده.
تېره ورځ په هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ولسي خلکو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، چې دغو کسانو ته سزا ورکول له نږدې ننداره کړي.
د طالبانو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ د (وږي شپږمه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې یې دریېو کسانو ته د غلا په تور تعزیري سزا ورکړې ده.
په اعلامیه کې د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو ستره محکمه وايي، دوه کسان یې ۳۹ دورې وهلي او په دوه، دوه کاله تنفیذې بند یې محکوم کړي او درېیم کس یې ۳۰ دورې وهلی او د اتو میاشتو تنفیذي بند سزا یې ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو کسانو ته د سزا ورکولو پر مهال د دغې ولسوالۍ سیمهییز طالب چارواکو او سلګونو عامو کسانو هم ګډون درلود.
تېره ورځ هم طالبانو په زابل ولایت کې ۱۲ کسانو ته د «نامشروع اړیکو، د ښځې تښتونې او قتل» په تور په عام محضر کې سزا ورکړې وه.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم بدني سزاوې بیا پيل شوې دي.
د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا ډول سزاګانې د دفاع او عادلانه محاکمې حق ته د درناوي پرته تر سره کېږي او په پلې کولو سره یې انساني کرامت تر پښو لاندې کېږي او په ټولنه کې وېره هم رامنځته کوي.

امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶ چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر وايي، د افغان پوځ ۴۶ الوتکې به د ازبکستان تر څارنې لاندې پاتې شي.
په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک ازبک کوون نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکا او ازبکستان د افغان پوځ اړوند د هغو جنګي الوتکو او پوځي چورلکو د وضعیت په اړه موافقې ته رسېدلي، چې د افغان پېلوټانو له خوا په ۲۰۲۱ کال کې ازبکستان ته وړل شوې وې.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دغه الوتکې او چورلکې به په ازبکستان کې پاتې شي، هینک وویل: "دغه پوځي وسایط به په ازبکستان کې پاتې شي، په دې اړه موافقه شوې ده."
هینیک یادونه وکړه، چې ازبکستان او امریکا په دې مساله کې ګډ کار ته دوام ورکوي او زیاته یې کړه: "دا الوتکې او چورلکې هیڅکله د افغانانو ملکیت نه وو، دا د امریکا ملکیت دی. افغان پوځ دغه الوتکې او چورلکې کارولې؛ خو موږ یې تل مالکان وو. "

وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د افغان پوځ ګڼې جنګي الوتکې او پوځي چورلکې د افغان پوځیانو له خوا ازبکستان او تاجکستان ته یوړل شوې.

د ازبکستان د څارنوالۍ دفتر د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ویلي وو، چې د افغان وسله والو ځواکونو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې د ازبکستان له هوايي حریم څخه سرغړونه کړې او دغه هېواد ته ننوتلي دي.
په داسې حال کې چې طالبانو له ازبکستانه د دغو الوتکو د بېرته اخیستو غوښتنه کړې، ازبکستاني چارواکو ویلي، چې له امریکايي لوري سره د یادو پوځي وسایطو د وضعیت په اړه لا هم خبرې روانې دي.
چارواکي وايي، چې په بلوچستان کې د پوليسو پر مرکزونو، د اورګاډي پر لیکو او د لویو لارو پر ګاډو د بېلتون غوښتونکو په بریدونو او د پوځ په ځوابي ډزو کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ ویلي، له بریدونو وروسته په نښتو کې ۱۴ امنیتي ځواکونه او ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.
په وژل شویو کې لس د پوځ سرتېري او څلور پولیس دي.
دا لا معلومه نه ده، چې په دې شمېر کې هغه ۱۲ وسله وال هم شامل دي او که نه، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یې د وژل کېدو پخلی کړی.
دا په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو تر ټولو پراخ برید بلل کېږي، چې له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندي جنګیږي.
بلوڅ وسله وال غواړي، چې منابع لرونکې صوبه بلوچستان له پاکستانه جلا کړي.
چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، وسله والو په وروستیو بریدونو کې پر لویه لار بسونه او بار وړونکي لارې په نښه کړي، چې لږ تر لږه يې ۲۳ مسافر وژلي او ۳۵ ګاډي يې سوځولي دي.
پولیسو وویل، چې دوی د بريد سېمې ته نږدې د اورګاډي په پل باندې شپږ نامعلوم مړي موندلي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه بیان کې ویلي: «دا بریدونه په پاکستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره یو مفصل پلان دی.»
د اورګاډي یوه چارواکي محمد کاشف وویل، چې د پاکستان او ایران تر منځ د اورګاډي پټلۍ او د اورګاډي یو پل چې د بلوچستان مرکز کوېټه د هېواد له نورو برخو سره نښلوي هم د وسله والو په بریدونو کې چاودیدونکو توکو سره مخ شوی.
هغه زياته کړه، چې د کوېټې د اورګاډي فعاليت ځنډول شوى دى.

په پوځي اهدافو بریدونه
د دغه چارواکي په وینا؛ له دغو بریدونو سره نږدې په بلوچستان کې وسله والو په پراخه کچه د پولیسو مرکزونه او امنیتي ځواکونه په نښه کړل، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول.
د بلوچستان بيلتون غوښتونکو ډلې (BLA) خبريالانو ته په ايميل کې په لېږلې اعلاميه کې د پوځ پر يوه لويه اډه د بريد تر څنګ د ډېرو بریدونو مسوولیت منلی.
پاکستاني چارواکو تر اوسه دا نه ده تایید کړې، چې دا بریدونه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو کار دی.
د پولیسو لوړپوړي مشر ایوب اڅکزي رویټرز ته وویل، چې د یکشنبې په شپه وسله والو د پاکستان په تر ټولو لوی صوبې بلوچستان کې یوه لویه لاره بنده کړه، مسافر یې له موټرو څخه ښکته او د شناختي کارډونو له کتلو وروسته یې په ډزو وویشتل.
د بلوچ بيلتون غوښتونکي پوځ ویلي، چې د دوی وسله والو په ملکي جامو کې د سفر پر مهال پوځي کارکونکي په نښه کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې وژل شوي کسان ملکیان دي.
پاکستاني چارواکي وايي، چې وسله وال په دغو بریدونو کې د ختیځ پنجاب ایالت کارګران په نښه کړي، چې د دوی په باور د دوی له منابعو ګټه اخلي.
دوی په تېرو وختونو کې هم هغه چينایي کارکوونکي خپل هدف ګرځولي، چې په دې ایالت کې یې کار کاوه.
چین د بلوچستان په سوېل کې د ګوادر ستراتیژیک بندر او همدارنګه د دغه ایالت په لویدیځ کې د سرو زرو او مسو کان مدیريت کوي.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي، چې د کلات په سیمه کې په پوځي اډه کې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه شپږ سرتېري، درې ملکي وګړي او یو قومي مشر وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا؛ د پاکستان په سوېل کې په دوو ساحلي ښارګوټو کې د پولیسو مرکزونه هم په نښه شوي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
بلوچستان له ایران او افغانستان سره ګډه پوله لري، چې د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی.
د بلوچ بيلتون غوښتونکی پوځ د څو بېلتون غوښتونکو ډلو تر ټولو لویه ډله ده، چې له لسیزو راهیسې د مرکزي حکومت پر وړاندي جګړه کوي.
دغې ډلې پر مرکزي حکومت تور پورې کړی، چې د بلوچستان د ګازو او نورو کانونو په ناسمه توګه ګټه پورته کوي او د دغه ایالت د خپلواکۍ غوښتونکي دي.
د برېتانیا او امریکا په ګډون یو شمېر لویدیځ هېوادونه بلوچ بيلتون غوښتونکې ډله یوه «ترهګره» ډله ګڼي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» د قانون په اړه د یوناما او ځینو نورو جهتونو اندېښنې بې اساسه وبللې. مجاهد زیاته کړې، چې کوم مسلمانان یاد قانون ردوي هغوی د ایمان له زوال سره مخ دي.
نوموړي ویلي، هر هغه غیر مسلمان چې د یادو قوانینو په اړه اندېښنه ښيي او یا یې ردوي باید ځان په اسلامي قوانین پوه او درناوی یې وکړي.
د مجاهد له قوله په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «موږ ټولو جهتونو ته وایو دغه شرعي قوانین له اسلامي مصادرو څخه اخذ شوي او د اسلامي شريعت د حنفي فقهې په رڼا کې ترتيب شوي دي. د هر قانون، هرې مادې او فقرې تخريج يې د فقهې له معتبرو او منل شويو مصادرو څخه شوی، ټول مصادر او منابع يې هملته ور لاندې ليکل شوي.»
د یادې ډلې په خبرپاڼه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون پر وړاندې د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اعتراض ګستاخي بلل شوې ده.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده، چې که دا قانون د مسلمانانو له خوا ردیږي او نیوکه پرې کیږي؛ نو له دین څخه د دوی د بې خبرۍ په معنا ده او ایمان یې له زوال سره مخ دی.
نوموړي په ټولو مسلمانانو غږ کړئ: «په دغو اسلامي قوانینو چې د شریعت احکام دي، ځانونه پوه کړئ او له خپلو علماو څخه په دې اړه پوښتنې وکړئ.»
د طالبانو ویاند ویلي، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او په اسلامي ټولنه کې اسلامي قوانین د اجرا وړ دي.
ښاغلی مجاهد وایي، چې د دغو اسلامي قوانینو د پلي کولو په برخه کې دې هېڅوک اندېښنه نه لري؛ ځکه قوانین د هېچا لپاره هم محدودیت نه دي، نه د چا په حق کې تېری او نه هم په چا ظلم او زیاتی دی.
د خبرپاڼې په یوې بله برخه کې راغلي، چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوي قوانین به په مناسبو لارو پلي شي او د ټولو پر وړاندې به له نرمۍ څخه کار واخیستل شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: «د بېلابېلو جهتونو دغه ډول بې ځایه اندېښنې د اسلامي امارت په دریځ کوم اغېز نشي لرلی، ځکه د شريعت د تطبيق او نفاذ لپاره مو بې سارې قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې موږ د خپل مجاهد ملت او شهیدانو سپېڅلو ارمانونو ته متعهد یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر تېره اونۍ د امربالمعروف او نهې عن المنکر نوی قانون توشیح کړ.
په دې قانون کې له محرم او حجاب پرته د ښځو په ګرځېدو بندیز لګول شوی او همداراز د نارینه و پر جامو او ږیرې پر څارنې ټینګار شوی دی.
دغه قانون د یوناما په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
یوناما په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د طالبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو اخیستل او په دوامداره وېره کې ساتل به د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي.
سرچینې وايي، طالبانو په تخار کې د تېر حکومت یو ډګروال له درېیو میاشتو راهیسې بندي کړی دی. دغو سرچينو ويلي، چې طالبانو امر الدين انصاري د مقاومت د جبهې د غړيتوب په تور نيولى؛ خو د انصاري د خپلوانو په وينا نوموړي له دې جبهې سره هېڅ اړيکه نه درلوده.
سرچينو د وږي په ٥مه، افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې د تېر حکومت دغه نظامي له درېيو مياشتو راهيسې په تخار کې له طالبانو سره بندي دى.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ طالب وسله والو امر الدين انصاري دوه ځلې مخکې هم نيولى و؛ خو د دغه پخواني نظامي پر وړاندې د کره شواهدو له نه موندلو وروسته خوشې شوى دى.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ ښاغلى انصاري په کابل کې اوسېږي، خو تېر کال د کار لپاره بدخشان ته تللى و او هلته طالبانو د ده او ملګرو پر موټر بريد کړى و.
سرچينې زياته کړې، چې د طالبانو په بريد کې د امر الدين انصاري يو شمېر ملګري چې پوځي سابقه يې نه درلوده وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پخوانى نظامي په خپله پښه د مرمۍ په لګېدو ټپي شوى دى.
د افغانستان انټرنشنل د دغه پخواني نظامي ځینې عکسونه لیدلي، چې په پښه ټپي شوی دی.
د سرچینو په وینا؛ هغه مهال طالبانو ښاغلی انصاري د هغه پر وړاندې د شواهدو د نشتوالي له امله له اته میاشتې بند وروسته خوشې کړ.
د امر الدين انصاري خپلوانو د ملي مقاومت په جبهه کې د هغه د غړيتوب تورونه "ناسم" وبلل او ويې ويل، چې تر نيول کېدو مخکې هغه د وچې مېوې په کاروبار بوخت و.
د سرچينو د معلوماتو له مخې؛ نوموړى وروستی ځل درې مياشتې مخکې د وچې مېوې د پېرلو لپاره د افغانستان شمال ته تللی و او په تخار کې نيول شوى و.
سرچينې زياته کړې، چې نوموړى د طالبانو په زندان کې هم شکنجه شوى دى.
دغه پخواني پوځي افسر ته نږدې سرچينې پوښتنه کوي، چې که ښاغلي انصاري جرم نه وي کړی، نو ولې يې د درې مياشتې وړاندې ازاد شو.
دوی زیاته کړه، که طالبان فکر وکړي چې امر الدین انصاري جرم کړی دی، دوی دې د هغه دوسیه محکمې ته وړاندې کړي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دغه پخواني سرتېري د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.
د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال د دې ډلې له خوا د "ټولبښنې" له اعلان سره - سره د ګڼو راپورونو له مخې؛ د تېر حکومت د کارکوونکو او سرتېرو نيولو، شکنجو او له قانونه بهر وژنې دوام لري.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ د هغو ۱۳ امریکايي پوځیانو د قربانیو یادونه کړې، چې درې کاله وړاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور په وروستیو ورځو کې د کابل د هوايي ډګر په دروازه کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شول.
بایډن په یوه اعلامیه کې ویلي: "موږ باید هیڅکله دا هېر نه کړو چې هر یو سرتېری چې موږ له لاسه ورکړی داسې یو انسان و، چې خپله ټوله کورنۍ او ټولنه یې شاته پریښې ده. موږ په ګډه باید تل د هغوی قربانۍ په یاد ولرو."
هغه زیاته کړه: "نن ورځ موږ ژمنه کوو، چې تل به د هغوی یاد ژوندی ساتو. خدای دې زموږ ټول وژل شوي اتلان وبښي. خدای دې ټولو هغو کسانو ته برکت ورکړي چې خدمت یې کړی او قربانۍ یې ورکړې."
سپینې ماڼۍ وايي، چې وژل شوي سرتېري د سمندري قول اردو غړي وو.
بایډن وویل، چې دا ۱۳ امریکایان او ډېر نور چې ټپیان شوي وو "په لوړه کچه هېوادپالان وو."
هغه وايي: "ځینې دغه سرتېري په هغه کال کې زېږیدلي وو، چې په افغانستان کې جګړه پیل شوې وه. ځینې یې افغانستان ته په دویم یا درېیم سفر وو؛ خو ټولو د خپل ځان څخه لوی هدف ته د خدمت کولو لپاره جوګه شوي وو. هغوی د خپلو امریکایانو، متحدینو او ملګرو د خوندیتوب لپاره خپل ځان په خطر کې واچاوه."
په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوايي ډګر په ایبي دروازه کې یو ترهګریز برید له ۱۰۰ ډېر افغانان په داسې حال کې ووژل، چې د جګړه ځپلي افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو وروستۍ ورځې وې. د امریکا د ځواکونو د وتلو له بشپړېدو مخکې افغان ولسمشر اشرف غني هېواد پرېښوده او طالبانو یو ځل بیا په کابل واک تر لاسه کړ.
د داعش خراسان ډلې د دغې چاودنې مسوولیت منلی و.
د امریکا متحده ایالاتو له دغه چاودنې پنځه ورځې وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه خپل ټول ځواکونه وویستل او ۱۲۰ زره امریکایان او افغانان یې هم تخلیه کړل او په دې توګه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.