طالبان: اوس‌مهال د کورنیو چارو وزارت فعالیتونه د ستراتېژیک پلان له مخې تنظیمېږي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبې (د وږي ۶مه) د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې اوس‌مهال د دغه وزارت ټول فعالیتونه د ستراتېژیک پلان له مخې تنظیمېږي.