طالبانو په تهران کې خپل یو کس د پوځي اتشې په توګه ګومارلی دی

د طالبانو د ملي دفاع وزارت د ایران په پلازمېنه تهران کې د دغې ډلې پوځي اتشې لپاره یو کس ګومارلی دی. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو د ملي دفاع وزارت مشرتابه محمد شفیق په تهران کې د دغې ډلې د پوځي اتشې په توګه په رسمي ډول معرفي کړ.





