• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

واشنګټن پوسټ: طالبان د ښځو د ځپلو په یو ډول ناروغۍ اخته دي

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۰:۲۲ GMT+۱

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، چې طالبان په افغان ټولنه کې د ښځو د غږ په غلي کولو او د هغوی له حقونو په بې برخې کولو سره د جنسیتي توپیر په ځواکمنېدو لګیا دي. ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان د «ښځو د ځپلو په یو ډول ناروغۍ اخته دي.»

واشنګټن پوسټ د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ سره مخامخ دی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان افغانستان ځکه ورانوي، چې په زده‌کړو او سوداګرۍ کې د ښځو نشتوالی د دوی د حقونو تر پښو لاندې کولو ترڅنګ د افغانستان کړکېچن اقتصاد ته هم زیان رسوي.

په دغه مطلب کې د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» په۱۱۴ مخیز قانون کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو دغه قانون، چې د روان کال د زمري په ۳۱ مه خپور شو، د ښځو غږ «عورت» بللی او له پردیو نارینه وو سره د ښځو په خبرو او له محرم پرته ورسره د سفر کولو په ګډون یې نور بندیزونه لګولي دي.

په مقاله کې راغلي چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته، ځینو ډیپلوماټانو فکر کاوه چې طالبان به د ۱۹۹۰ لسیزې سختې تګلارې د رسمیت پیژندلو د اړتیا له امله پریږدي، خو اوس داسې ښکاري چې دا انګیرنې «بې معنا» دي.

واشنګټن پوسټ لیکي چې اوسني طالبان کټ مټ د پخوانیو طالبانو په شان انسان ځپونکي دي.

دې ورځپاڼې له حکومتونو غوښتي چې له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو پر مهال دې ښځې په خپلو پلاويو کې ورګډې کړي او په دوامداره توګه د ښځو له حقونو دفاع وکړي.

ورځپاڼې د نړۍوالو مرستو غوښتنه هم کړې، چې افغان ښځو او نجونو ته دې واستول شي. واشنګټن پوسټ د ښځو پر وړاندې د سختو قوانینو د توشیح کولو له امله د طالبانو پر مشرانو د لا زیاتو بندیزونو غوښتنه کړې.

دغې امریکايي ورځپاڼې لیکلي: «ماګنیتسکي قانون په متحده ایالاتو کې د دې لپاره رامینځته شوی چې هغه کسان په نښه کړي چې د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي. امریکا ولې پر هغو طالب مشرانو نور بندیزونه نه لګوي چې دومره سخت قوانین یې وضع کړي دي؟»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه امربالمعروف ته په غبرګون کې: د طالبانو بندیزونه پر افغان ښځو ناوړه اغېزې لري

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په عملي توګه یې ښځې له عامه چارو څخه اېستلې دي. دغې ادارې ویلي، د طالبانو بندیزونه «د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ډېرې جدي او ناوړه اغېزې لري.

د طالبانو د نوي قانون له مخې په عامه ځایونو کې د ښځو غږ بند دی، له محرم پرته ښځې اجازه نه لري چې له عامه ټرانسپورټ څخه کار واخلي او ښځې له کورونو د وتلو لپاره باید خپل بدن او مخونه په بشپړه توګه پټ کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې د بندیزونو تر ۷۰ ډېر فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې دي.

د دغه سازمان په وینا دغو فرمانونو او حکمونو ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.

دغې ادارې وویل، د طالبانو بندیزونو د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.

د شمېرو له مخې، «یوازې په سلو کې یوه مېرمن احساس کوي چې پرېکړې یې د دوی په شاوخوا کې اغېز لري. ۶۴ سلنه مېرمنو ویلي، چې دوی له کوره د وتلو پرمهال د خوندیتوب احساس نه کوي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په نارینه وو کې دوه سلنه دی.»

دغه اداره زیاتوي: «چې اته سلنه ښځو ویلي، نږدې یوه ښځه یا نجلۍ پيژني چې د ۲۰۲۱ کال د اکسټ له میاشتې وروسته یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.»

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې دغه د زورزیاتي قوانینو د سملاسي لغوه کولو غوښتنه وکړه، او ټینګار یې وکړ چې «حاکم چارواکي باید د نړۍوالو قوانینو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي چې د ټولو ښځو او نجونو بشپړ حقونه ورکړل شي.»

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزیر د نړۍوالو نیوکو او څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي و، چې نړۍوال سازمانونه د افغانستان په اړه د تبصرې کولو هیڅ حیثیت نه لري.

خالد حنفي زیاته کړي ده، چې طالبان به یواځي د «اسلامي قوانینو» په چوکاټ کې له نړۍ سره جوړجاړی وکړي.

هېلري کلېنټن د طالبانو د امربالمعروف د قانون پر ضد د نړۍوال اعتراض غوښتنه وکړه

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۰۳ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې د چهارشنبه په ورځ د طالبانو د امربالمعروف قانون له «کرکې ډک» وباله. کلېنټن وویل چې دغه قانون د یوې «احمقانه بنسټ پالنې» پایله ده.

د طالبانو امربالمعروف د نوي قانون توشیح کول د نړۍوالو له لوري وغندل شو.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو او سازمانونو د طالبانو د وروستي قانون په اړه چې د ښځو د حقونو او ازادیو د تروړلو او ځپلو په اړه دی، غبرګونونه ښودلي دي.

د طالبانو اسیايي ملګرو لکه روسیه، چین او ایران پر دغه قانون له نیوکې کولو ډډه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې او لومړۍ مېرمنې د چهارشنبې په ورځ په خپلې ایکس پاڼې لیکلي:«ایا تاسو غواړئ وګورئ چې هغه احمقانه بنسټپالنه کوم ځای ته ورسیدله؟ د طالبانو نوی قانون وګورئ چې ښځې یې له کوره بهر له خبرو کولو بندې کړې دي.»

نوموړې پر نړۍ غږ وکړ چې د دغې «ناوړه او له کرکې خپرونکې نوې قضیې په وړاندې اعتراض وکړي.»

طالبانو په یوه توند غبرګون کې ټینګار کړی، چې نړۍوالې نیوکې او غندنې د امربالمعروف د قانون پر پلي کېدا هیڅ اغیز نه لري.

د دغې ډلې ویاند دا نیوکي، «شریعت ته ګستاخي» بللې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر بیا نیوکه کوونکي «بې حیثیته» وبلل.

د طالبانو له انکار سره سره پنټاګون وايي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې اوس هم شته

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۳۸ GMT+۱

د پنټاګون ویاند پاټریک رایډر ویلي چې په افغانستان کې بېلابېلې ترهګرې ډلې فعالیت لري. هغه ټینګار وکړ چې امریکا د سیمې او په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د خپل ملي امنیت د ساتنې او د ترهګرۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره له نږدې کار کوي.

هغه د چهارشنبې په ورځ د (وږي اوومه) په یوه خبري ناسته کې زیاته کړه، د امنیتي ګواښونو د مخنیوي او په سیمه کې د ټیکاو راوستو په موخه له سیمې نږدې څارنه اوس هم د اجنډا په سر کې ده.

د پنټاګون ویاند د داعش او طالبانو ترمنځ د توپیر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «طالبان اوس مهال په افغانستان کې د حکومت په توګه فعالیت کوي، که څه هم زه دا اصطلاح په احتیاط سره کاروم. په دې معنا، چې د طالبانو او داعش تر منځ ښکاره توپیرونه شته.»

طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړی دی. په وروستي ځل د طالبانو دفاع وزارت په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په اړه د پاکستان ادعاوې رد کړې.

خو د امریکا د دفاع وزارت د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو له ارزونې سره موافق دی چې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته ترهګرې ډلې افغانستان ته بېرته راستنې شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي، چې داعش او القاعده د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د ځان د بیا را پورته کېدو لپاره کار اخلي.

امنیت شورا همدارنګه ویلي چې داعش هڅه کوي منځنۍ اسیا ته ځان ورسوي.

مولوي کبير له لوبغاړو وغوښتل، چې ديني ارزښتونه مراعت او د دوی پيغام بهرنیانو ته ورسوي

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال د فوټبال د ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبغاړو سره په ليدنه کې له هغوی غوښتي، چې «ديني او ملي ارزښتونو» ته لومړيتوب ورکړي.

مولوي کبير د مرکزي اسیا فوټبال سياليو کې د افغان لوبډلې بريا ستايلې او غوښتنه يې کړې، چې پر نړۍوالو ميدانونو دې د دوی پيغام وړاندې کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د چهار شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی سياسي مرستیال مولوی عبدالکبير د بدنې روزنې له مسوولینو او د افغان ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال لوبډلې له لوبغاړو سره کتلي او د مرکزي اسيا (کافا) جام سياليو کې يې د افغان لوبډلې د اتلولۍ ستاينه کړې

په اعلاميه کې د مولوي کبير له قوله لیکل شوي، چې دوی د لوبغاړو بشپړ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې: « د لوبو په برخه کې د افغانانو بریاوې د اسلامي امارت د ملاتړ او غوره رهبرۍ له امله دي.»

نوموړي په داسي حال کې له لوبغاړو او لوبو ملاتړ اعلان کړې، چې تېره ورځ د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون له مخې په افغانستان کې د سوک وهنې پر ازادو سیالیو یا فري فايټ بنديز ولګول شو.

د طالبانو په دغه مکتوب کې دغه سيالۍ د دوی د خوښې «اسلامي شریعت» سره په ټکر کې بلل شوې وې.

طالبانو په خپله درې کلنه واکمنۍ کې د ورزش په خاص ډول د فوټبال او کرېکټ لوبغاړو ته په شفاهي ډول د «شريعت د عملي کولو» سپارښتنې کړي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې المنکر محتسبانو په ولایتونو کې د فوټبال له لوبغاړو هم غوښتي، چې ږيري پرېږدی او هم د لوبو پرمهال داسي لباس واغوندي، چې ټول بدن یې پټ وي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته لاړ

۷ وږی ۱۴۰۳ - ۲۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر ولاړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی ښاغلي هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.

د کانونواو پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان په وینا؛ یاد پلاوی به په دغه سفر کې ترکمنستاني چارواکو سره په عشق ابادکې د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ برخو کې د دوه اړخیزې همکاریو پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې وکړي.

بل خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون (سې شنبه د وږي ۶مه) وویل، چې د ټاپي پروژه او افغان ـ ترکمن اقتصادي دهلیز او د انرژۍ د لېږد پروژې د پيلېدو په درشل کې دي.

د یادو پروژو په پیلېدو سره به افغانستان د سیمې لپاره د اتصال او اقتصاد په مرکز بدل شي.

ښاغلی متقي ویلي، یاده پروژه په ترکمنستان کې بشپړه شوې او د ګازو نل لیکه افغانستان ته غځول شوې. افغانستان بشپړ چمتوالی لري چې دغه پروژه پیل کړي.

د ټاپي نل لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدول شي.

د یادو ګازو څخه پنځه میلیارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي.
د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټول لګښت لس میلیارده ډالر اټکل شوی.