• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني افغانستان ته د «مجرمو» افغانانو د ستنولو لړۍ پیل کړه

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د شپېګل په نوم جرمن رسنیۍ وايي، دغه هېواد نن د ۲۸ «مجرمو» افغانانو اېستلو سره د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړه چې په دغه هېواد کې «جرمي سابقه» لري. دغه ورځپاڼه زیاتوي، دغه افغانان د جرمني‌له بېلابېلو ایالتونو په یوه پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر کابل ته ستانه کړل شول.

شپیګل لیکلي، چې د جرمني حکومت د هر یوه «مجرم» کډوال ته ۱۰۰۰ یورو هم ورکړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د جرمني حکومت د قطر په منځګړیتوب له طالبانو سره په غیر مستقیم ډول د «مجرمو» افغان کډوالو پر اخراج خبرې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، د جرمن حکومت له لېوالتیا سره د انالنا بربوک په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره له طالبانو سره د هر ډول مخامخ خبرو مخالف و.

د دې راپور له مخې جرمني د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره د افغانستان د کاونډیو هېوادونو په ځانکړي ډول له ازبکستان سره په خبرو بوخت دی.

په جرمني کې د افغان او سوريايي کډوالو د اخراج په اړه بحث په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له خوا تاوتریخوالي له څو پېښو وروسته زیات شوی دی.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې په جرمني کې د یو افغان لخوا پر یوې غونډې برید وروسته په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د اېستلو په اړه فشارونه زیات شول، چې په بېلابېلو جرمنو کې لاس لري.

سلیمان عطايي چې د افغانستان اوسېدونکی دی، د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه د اسلام ضد یوې ښي اړخې ډلې پر یوه غونډه برید وکړ، چې یو پولیس افسر یې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې مخکې د جرمني لومړي وزیر ویلي وو، چې د «مجرمو» افغانانو او سوريايي کډوال د اخراج لړۍ به ډير ژر پيل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاستوالو د ذکیه خدادادي تاریخي بریا ستایلې

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۵۹ GMT+۱

افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي چې د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه، ډېریو افغانانو او پخوانیو چارواکو پرې خوښي وښوده. د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې د ذکیه خدادي دغې بریا وښوده، چې له وطن سره مینه یې حد نه لري.

نوموړي په خپل اېکس کې طالبانو ته په اشارې سره لیکلي: «ان که مو نجونې له وطن څخه هم بې کوره کړې، خو د خپل وطن لپاره ویاړونه راوړي.»

ښاغلی نبیل زیاتوي، چې دغه مډال د مقاومت نښه ده او د یوې کډوالې په زړه کې د افغانستان پر وړاندې بې سارې مینه ښيي.

له دې سره، د افغانستان د جمهوري دولت د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د ذکیه خدادادي پر بریا خوښي ښودلې.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د دې سترې بریا مبارکي د وطن زړورې لور او ټولو هېوادوالو وایم او په چارو کې ورته بریا غواړم.»

اخوا د اسلامي جمعيت ګوند یوه مشر عطا محمد نور هم د خدادادي د بریا په اړه لیکلي، «په داسې حال کې چې افغان ښځې د طالبانو له خوا له ټولو انساني حقوقو محرومې شوې دي د ذکیه خدادادي بریا ددې ښکارندویي کوي، چې افغانې ښځې د سیالیو په نړۍوالو ډګرونو کې د اتلولۍ او بریا وړتیا لري.»

نوموړي هم په خپل اېکس کې دا بریا ستره بریا وبلله او د هیواد د ټولو مېرمنو په ګډون یې د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکړې.

ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه لوبغاړې ده، چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال وګاټه.

تر هغې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په پارالمپیک کې مډال نه دی ګټلی.

اغلې خدادادي د پنجشنبې په ورځ خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کېدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د سي ای اې مرستیال: له بېلابېلو لارو طالبانو سره په اړیکه کې یو

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان مرستیال وایي، چې سي ای اې په تېرو درېیو کلونو کې له بېلابېلو لارو خپلې اړیکې له طالبانو سره ساتلې دي. ډیویډ کوهن همداراز ادعا وکړه؛ چې په ټوله نړۍ کې د «ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو په اړه بوږنونکي وړاندوینې ناسمې وې.»

ښاغلي کوهن د چهارشنبې په ورځ (د وږي اوومه) د امریکا د مریلنډ په راکوېل کې د ملي امنیت په اړه وویل: «مونږ په دې موده کې له بېلاېبلو لارو له هغوی سره (طالبان) په اړیکه کې وو، ځکه دوی د القاعده او داعش ډلو پروړاندې ځینې مبارزې کړې دي.»

له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سم د جمهوري غوښتونکو یو شمېر استازو او د جو بایډن د ادارې نیوکه کوونکو له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه.

د نیوکه کوونکو په باور، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دا هېواد د ترهګرو په ځانګړې توګه بیا د القاعدې په امن ځای بدل شوی دی.

د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د دې موضوع په غبرګون ډیویډ کوهن ویلي، چې له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په اړه وړاندوینې ریښتیا نه شوې.

اخوا د ملګرو ملتونو د راپور له مخې بیا، د داعش خراسان څانګه په افغانستان او ترکیه کې تسهیلونکو شبکو پورې متکي ده، چې کولای شي عاملین له منځنۍ اسیا او افغانستان څخه اروپا ته «د بهرنیو عملیاتو لپاره» ولېږدوي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مرستیال ویلي دي، چې که څه هم واشنګټن په وروستیو کلونو کې د چین او روسیې پر وړاندې خپل ملي امنیت ته لومړیتوب ورکړی، خو له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم یو داسې ماموریت ګڼل کیږي چې د امریکا استخباراتي ادارې نه شي کولی پکې ماته شي.

کوهن ویلي دي: «مونږ په دې تړاو د سرچینو لېږلو او پانګونې ته دوام ورکوو.»

ښاغلي کوهن د کابل په زړه کې د اېمن الظواهري وژل کېدل له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې داعش ډله اوس هم تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږي.

نوموړي وویل، سي ای اې له طالبانو سره اړیکې ساتلي او د دې ډلې ژمنه یې تکرار کړه، چې افغانستان به پر بهرنیو اهدافو د ترهګریزو بریدونو په مرکز نه شي.

کوهن همداراز وویل، چې په افغانستان کې د ځمکنیو امریکایي ځواکونو له ګډون پرته د ترهګرو پیدا کول سخت کار دی.

ملګرو ملتونو مخکې داسې راپورونه خپاره کړي و، چې ځيني حکومتونه د داعش د خراسان څانګې په ګډون له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، داعش ډلې مالي، لوژستیکي او د ځواکونو د جذبولو بهیر پیاوړی کړی او احتمال لري چې د دغه کال په پیل کې په روسیه او ایران کې د لویو بریدونو لپاره جنګیالي، بودیجه او روزنې یې برابرې کړې وي.

جاپان سفارت له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه او پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکړي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۱

کابل کې د جاپان سفارت مرستیال، تاکایا تنیماټو د هرات له والي نورمحمد اسلام‌جار سره په خبرو کې ویلي چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه او سیمه ییزه پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکړي. طالبانو په خپله واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر ز‌ده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګولي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت نن جمعه د (وږي نهمه) په ایکس پاڼه د دغه سفارت د مرستیال، تاکایا تنیماټو او د هرات لپاره د طالبانو د والي نورمحمد اسلام‌جار د لیدنې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د جاپان دغه ډیپلوماټ د طالبانو له والي سره د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو او سیمه ییزه پراختیا کې ښځو ته د ونډې په ورکولو ټينګار کړی.

طالبانو بیا ویلي چې دواړو لوریود جاپان د مرستو او هرات د سیمه ییزې سوداګرۍ پر مرکز د بدلېدو په اړه خبرې کړې دي.

درې ورځې مخکې هم په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د امربالمعروف د نوي قانون له لارې پرله‌پسې بندیزونو د لګولو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغه سفارت وړاندې لیکلي و، چې دوی به د نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ کی د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د زده‌کړو، کارموندنې او د ګرځېدلو د ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو او نجونو غږ واوري.

د طالبانو د امربالمعروف د دغه قانون له مخې، په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه‌وو سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی. او د ښځې غږ او لوڅ مخ یې عورت بللی.

دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو دفاع وزارت یوه چارواکي ويلي چې، غواړي له روسیې ځینې دفاعي تجهیزات وپیري

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت د لوژسټیک برخې مشر له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې غواړي له روسیې ځینې دفاعي تجهیزات وپیري. عبدالبصیر صابري ویلي، دا مهال د افغانستان پر هوایي حریم د مهارولو او پولو د دفاع لپاره دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

‏ د طالبانو دفاع وزارت د لوژسټیک برخې مشر عبدالبصیر صابري تېره ورځ د (وږي اتمه) له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دغه ډله غواړي له روسیې څخه ځینې دفاعي تجهیزات وپیري. چې په دې سره به د افغانستان هوایي حریم په بشپړ ډول مهار کړي او د پولو د دفاع لپاره به یې د دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا هم بشپړه شي.

هغه ټاس اژانس ته ويلي، چې د طالبانو حکومت په کافي اندازه ځمکني دفاعي توکي لري خو د هوايي حریم او پولو د دفاع لپاره بشپړ پوځي تجهیزات نه لري.

‏د طالبانو دفاع وزارت دغه چارواکي په مرکه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې «هیڅ امریکایي سرتېری نه شته او په خبره یې، له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په ځینو برخو کې د امنیت ټینګښت لپاره کاروي.»

‏ عبدالبصیر صابري د دغې مرکې پر مهال له افغانستان سره د روسیې همکاري ستایلې او ویلي یې دي چې افغانستان او روسیه باید د یو او بل ملاتړ وکړي.

د درېیو کلونو په تېرېدو روسیې هم د نورو هیوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له دغې ډلې سره تودې اړیکې ساتي.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوژستیک برخې مشر زیاته کړه: «موږ له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لرو، موږ چمتو یو چې په نړيواله کچه له هر چا سره خبرې وکړو او ملګري و اوسو.‏»

امریکا د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي خبرو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېرو شلو کلو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له روسیې پاتې شوې وسلې له منځه وړلې او اوس په افغانستان کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو کارونه ډیره ده.

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده‌کړو او بشري حقونو ته پام واړوي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۰ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ د دغه سازمان د ۵۰مې ناستې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې یاده کړې چې افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار بندیز ته له سره کتنه وکړي او افغانستان کې بشري حقونو ته پام وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د پنجشنبې په ورځ د (زمري اتمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د یاد سازمان د ۵۰مې ناستې په څنډه کې لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بخیت له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د بندیز په اړه له سره کتنه وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو څخه د افغانو ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په اړه داسې مهال د بندیز لرې کولو غوښتنه کوي چې طالبانو په دې وروستیو د امربالمعروف وزرات په اډانه کې نوی قانون جوړ کړی چې له مخې یې په ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګول شوي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې دا هم یاده شوې چې طالبان دې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته پام وکړي او په دغه برخه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰مه غونډه چې د افریقا لوېدیځ کامرون کې جوړه شوې وه، د دغې غونډې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیرانو د رسمي ګډ انځور اخیستلو پر مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې متقي په ۱۴۰۰ کال کې هم په اسلام اباد کې په دې ناسته کې برخه اخیستې وه او هغه وخت یې هم د ګډ‌ انځور اخیستو اجازه تر لاسه نه کړه.

د یادولو ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېیو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه پورې هم دغه ډله په رسمیت نه پېژني.