• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سي ای اې مرستیال: له بېلابېلو لارو طالبانو سره په اړیکه کې یو

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د امریکا د مرکزي استخباراتو سازمان مرستیال وایي، چې سي ای اې په تېرو درېیو کلونو کې له بېلابېلو لارو خپلې اړیکې له طالبانو سره ساتلې دي. ډیویډ کوهن همداراز ادعا وکړه؛ چې په ټوله نړۍ کې د «ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو په اړه بوږنونکي وړاندوینې ناسمې وې.»

ښاغلي کوهن د چهارشنبې په ورځ (د وږي اوومه) د امریکا د مریلنډ په راکوېل کې د ملي امنیت په اړه وویل: «مونږ په دې موده کې له بېلاېبلو لارو له هغوی سره (طالبان) په اړیکه کې وو، ځکه دوی د القاعده او داعش ډلو پروړاندې ځینې مبارزې کړې دي.»

له افغانستانه د امریکا له وتلو سره سم د جمهوري غوښتونکو یو شمېر استازو او د جو بایډن د ادارې نیوکه کوونکو له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي نیوکه وکړه.

د نیوکه کوونکو په باور، له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دا هېواد د ترهګرو په ځانګړې توګه بیا د القاعدې په امن ځای بدل شوی دی.

د ان‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د دې موضوع په غبرګون ډیویډ کوهن ویلي، چې له افغانستانه د امریکایانو د وتلو په اړه وړاندوینې ریښتیا نه شوې.

اخوا د ملګرو ملتونو د راپور له مخې بیا، د داعش خراسان څانګه په افغانستان او ترکیه کې تسهیلونکو شبکو پورې متکي ده، چې کولای شي عاملین له منځنۍ اسیا او افغانستان څخه اروپا ته «د بهرنیو عملیاتو لپاره» ولېږدوي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې مرستیال ویلي دي، چې که څه هم واشنګټن په وروستیو کلونو کې د چین او روسیې پر وړاندې خپل ملي امنیت ته لومړیتوب ورکړی، خو له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم یو داسې ماموریت ګڼل کیږي چې د امریکا استخباراتي ادارې نه شي کولی پکې ماته شي.

کوهن ویلي دي: «مونږ په دې تړاو د سرچینو لېږلو او پانګونې ته دوام ورکوو.»

ښاغلي کوهن د کابل په زړه کې د اېمن الظواهري وژل کېدل له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه، چې داعش ډله اوس هم تر ټولو لوی ګواښ بلل کیږي.

نوموړي وویل، سي ای اې له طالبانو سره اړیکې ساتلي او د دې ډلې ژمنه یې تکرار کړه، چې افغانستان به پر بهرنیو اهدافو د ترهګریزو بریدونو په مرکز نه شي.

کوهن همداراز وویل، چې په افغانستان کې د ځمکنیو امریکایي ځواکونو له ګډون پرته د ترهګرو پیدا کول سخت کار دی.

ملګرو ملتونو مخکې داسې راپورونه خپاره کړي و، چې ځيني حکومتونه د داعش د خراسان څانګې په ګډون له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښمن دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، داعش ډلې مالي، لوژستیکي او د ځواکونو د جذبولو بهیر پیاوړی کړی او احتمال لري چې د دغه کال په پیل کې په روسیه او ایران کې د لویو بریدونو لپاره جنګیالي، بودیجه او روزنې یې برابرې کړې وي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

جاپان سفارت له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه او پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکړي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۱۷ GMT+۱

کابل کې د جاپان سفارت مرستیال، تاکایا تنیماټو د هرات له والي نورمحمد اسلام‌جار سره په خبرو کې ویلي چې د نجونو زده‌کړو ته اجازه او سیمه ییزه پراختیا کې ښځو ته ونډه ورکړي. طالبانو په خپله واکمنۍ کې د ښځو او نجونو پر ز‌ده‌کړو، کار او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګولي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت نن جمعه د (وږي نهمه) په ایکس پاڼه د دغه سفارت د مرستیال، تاکایا تنیماټو او د هرات لپاره د طالبانو د والي نورمحمد اسلام‌جار د لیدنې انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې د جاپان دغه ډیپلوماټ د طالبانو له والي سره د نجونو پر زده‌کړو د بندیز لرې کولو او سیمه ییزه پراختیا کې ښځو ته د ونډې په ورکولو ټينګار کړی.

طالبانو بیا ویلي چې دواړو لوریود جاپان د مرستو او هرات د سیمه ییزې سوداګرۍ پر مرکز د بدلېدو په اړه خبرې کړې دي.

درې ورځې مخکې هم په کابل کې د جاپان سفارت په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د امربالمعروف د نوي قانون له لارې پرله‌پسې بندیزونو د لګولو له امله اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغه سفارت وړاندې لیکلي و، چې دوی به د نړۍوالې ټولنې سره په همغږۍ کی د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره د زده‌کړو، کارموندنې او د ګرځېدلو د ازادۍ لپاره د افغان مېرمنو او نجونو غږ واوري.

د طالبانو د امربالمعروف د دغه قانون له مخې، په افغانستان کې د موسیقۍ غږول، له محرم او حجاب پرته د ښځو لېږدول او په موټرو کې له نارینه‌وو سره د ښځو پر سفر بندیز لګېدلی دی. او د ښځې غږ او لوڅ مخ یې عورت بللی.

دغه قانون او په دې کې راغلیو نویو بندیزونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو دفاع وزارت یوه چارواکي ويلي چې، غواړي له روسیې ځینې دفاعي تجهیزات وپیري

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۳۰ GMT+۱

د طالبانو دفاع وزارت د لوژسټیک برخې مشر له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې غواړي له روسیې ځینې دفاعي تجهیزات وپیري. عبدالبصیر صابري ویلي، دا مهال د افغانستان پر هوایي حریم د مهارولو او پولو د دفاع لپاره دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا لري.

‏ د طالبانو دفاع وزارت د لوژسټیک برخې مشر عبدالبصیر صابري تېره ورځ د (وږي اتمه) له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې دغه ډله غواړي له روسیې څخه ځینې دفاعي تجهیزات وپیري. چې په دې سره به د افغانستان هوایي حریم په بشپړ ډول مهار کړي او د پولو د دفاع لپاره به یې د دفاعي تجهیزاتو ته اړتیا هم بشپړه شي.

هغه ټاس اژانس ته ويلي، چې د طالبانو حکومت په کافي اندازه ځمکني دفاعي توکي لري خو د هوايي حریم او پولو د دفاع لپاره بشپړ پوځي تجهیزات نه لري.

‏د طالبانو دفاع وزارت دغه چارواکي په مرکه کې ویلي، دا مهال په افغانستان کې «هیڅ امریکایي سرتېری نه شته او په خبره یې، له بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په ځینو برخو کې د امنیت ټینګښت لپاره کاروي.»

‏ عبدالبصیر صابري د دغې مرکې پر مهال له افغانستان سره د روسیې همکاري ستایلې او ویلي یې دي چې افغانستان او روسیه باید د یو او بل ملاتړ وکړي.

د درېیو کلونو په تېرېدو روسیې هم د نورو هیوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو له دغې ډلې سره تودې اړیکې ساتي.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوژستیک برخې مشر زیاته کړه: «موږ له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لرو، موږ چمتو یو چې په نړيواله کچه له هر چا سره خبرې وکړو او ملګري و اوسو.‏»

امریکا د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي خبرو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېرو شلو کلو کې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له روسیې پاتې شوې وسلې له منځه وړلې او اوس په افغانستان کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو کارونه ډیره ده.

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده‌کړو او بشري حقونو ته پام واړوي

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۵۰ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي د پنجشنبې په ورځ د دغه سازمان د ۵۰مې ناستې په څنډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې یاده کړې چې افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار بندیز ته له سره کتنه وکړي او افغانستان کې بشري حقونو ته پام وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان د پنجشنبې په ورځ د (زمري اتمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د یاد سازمان د ۵۰مې ناستې په څنډه کې لیدلي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي بخیت له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار د بندیز په اړه له سره کتنه وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو څخه د افغانو ښځو او نجونو د کار او زده‌کړو په اړه داسې مهال د بندیز لرې کولو غوښتنه کوي چې طالبانو په دې وروستیو د امربالمعروف وزرات په اډانه کې نوی قانون جوړ کړی چې له مخې یې په ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګول شوي دي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې دا هم یاده شوې چې طالبان دې د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت ته پام وکړي او په دغه برخه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.

د اسلامي همکاریو سازمان ۵۰مه غونډه چې د افریقا لوېدیځ کامرون کې جوړه شوې وه، د دغې غونډې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیرانو د رسمي ګډ انځور اخیستلو پر مهال د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې متقي په ۱۴۰۰ کال کې هم په اسلام اباد کې په دې ناسته کې برخه اخیستې وه او هغه وخت یې هم د ګډ‌ انځور اخیستو اجازه تر لاسه نه کړه.

د یادولو ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان غړي هېوادونه پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېیو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه پورې هم دغه ډله په رسمیت نه پېژني.

افغان ډیپلوماټیکو استازولیو په خپلو چارو کې د احتمالي بدلونونو د منفي پایلو خبرداری ورکړی

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۰۸ GMT+۱

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټیکو استازولیو د همغږۍ شورا د دغو استازولیو په اوسني وضعیت کې د هر ډول بدلون د «منفي پایلو» خبرداری ورکړی. تر دې مخکې افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې یو شمېر اروپايي هېوادونه د افغانستان د سفارتونو د تړلو لپاره فشار اچوي.

افغانستان انټرنشنل د چهارشنبې په ورځ د باوري سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې ځینو اروپايي هېوادونو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د وروستي لیک په اړه له افغان سفیرانو سره خبرې کړې دي.

په دغو خبرو کې یوه موضوع په اروپا کې د افغانستان د سفارتونو تړل دي.

سرچینې وايي، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د روان کال د زمري په نهمه ټولو هغو هېوادونو ته یو لیک استولی چې تر اوسه پورې یې د افغانستان د سفارتونو واک دغې ډلې ته نه دی سپارلی.

یاد وزارت ویلي، چې د پخواني حکومت د سفیرانو کاري موده پای ته رسېدلې، دوی د طالبانو استازیتوب نه کوي او دغه ډلې ته د دوی فعالیتونه د منلو نه دي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیکو او کونسلي چارو د همغږۍ شورا د پنجشنبې په ورځ د وږي په اتمه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې د دغو ماموریتونو په اوسني وضعیت کې هر ډول بدلون کولی شي ژورې منفي پایلې ولري، د کونسلګرۍ د خدمتونو پای ته رسېدل په اروپا او له هغې بهر د افغان کډوالو د ټولنې د یوې لویې برخې لپاره خورا مهم دي.»

دغې شورا ویلي، چې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت له خوا په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د ۱۴ افغان سیاسي استازولیو او کونسلي خدمتونو لغوه کول «بې بنسټه او په قانوني ډول ناسم» دي.

دغه شورا چې د افغان حکومت له پخوانیو ډیپلوماټانو څخه جوړه ده، ویلي چې د طالبانو د تیري کوونکي چلند او د افغانانو بنسټیزو حقونو ته د زیاتې بې غورۍ په پام کې نیولو سره د خلکو پر وړاندې د استبدادي سیاستونو د بدلولو لپاره پر طالبانو د لا زیات فشار راوړلو ته اړتیا ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت ډیپلوماتیکو استازولیو کوربه هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې د طالبانو د «ناقانونه» غوښتنو په ځواب کې هر ډول امتیازات به «ناوړه پایلې» ولري او دغه ډله به وکولای شي خپل نورې «ناقانونه» موخې وڅاري.

دغو استازولیو ویلي چې دوی چمتو دي چې د کوربه هیوادونو سره کار وکړي چې د نړۍوالو منل شویو معیارونو او تلنلارو سره سم تخنیکي او کونسلي ننګونو ته عملي حل لارې ومومي.

تر دې مخکې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په اروپايي هېوادونو، کاناډا او استرالیا کې د ۱۴ افغان سیاسي او کونسلي چارې نور ورته د اعتبار وړ نه دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د زمري په میاشت کې، په اسپانیا، هالنډ، بلغاریا، چک جمهوریت او د جرمني په مونیخ کې خپل همکار سفارتونه معرفي کړل او په اروپا کې میشتو افغانانو څخه یې وغوښتل چې د کونسلي خدمتونو لپاره یادو سفارتونو ته ورشي.

هېل ورځپاڼه: افغانستان کې له درېیو کلونو راهیسې 'جنسیتي توپیر' روان دی

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۱ GMT+۱

هېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون، د افغان ښځو له حقونو سره د امریکا او د هغې د ملګرو خیانت په ګوته کوي. ورځپاڼې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا په وتلو سره د افغان ښځو شل کلن پرمختګ له منځه تللی او دوی له ټولنیز ژوند څخه اېستل شوې دي.

د امریکا هېل ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د پوهنې برخې د حقونو فعالې پرستو حکیم له خولې لیکلي چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې چې څه پېښ شوي د ښځو په وړاندې د جنسیتي توپیر یوه بیلګه ده.

دغې رسنۍ د مېرمن حکيم له خولې دا هم ليکلي، چې ښايي د نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديزونه تر لومړنيو ښوونځيو هم وغځول شي.

د ښوونې او روزنې د حقونو فعالې وویل چې افغانې مېرمنې بیا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر د جنسیتي توپیر تر ټولو ناوړه بڼه تجربه کوي.

په همدې حال کې هېل ورځپاڼې د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې د مشرې هېدر بار له قوله ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو څه باندې ۱۰۰۰ ورځې وروسته افغان نجونو د وضعیت د بدلون هیله له لاسه ورکړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند او د انسان پر رواني روغتیا یې اغېزه تر ټولو سخت زیان دی چې افغانې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

هیدر بار زیاتوي چې افغان مېرمنې له فشارونو او بندیزونو سره سره د طالبانو سره مبارزې او مخالفت ته دوام ورکوي.

هېل ورځپاڼه د طالبانو د امربالمعروف پر قانون او د دغه قانون له مخې پر رامنځته شویو بندیزونو نیوکه کوي، چې له دې مخکې هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو، هېوادونو او مشهورو کورنیو او بهرنیو شخصیتونو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون پر ضد د نړۍوالو اعتراضونو غوښتنه وکړه.

اغلې کلېنټن دغه قانون له«کرکې ډک» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون د «احمقانه بنسټپالنې» پایله ده.