• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هېل ورځپاڼه: افغانستان کې له درېیو کلونو راهیسې 'جنسیتي توپیر' روان دی

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۰۱ GMT+۱

هېل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون، د افغان ښځو له حقونو سره د امریکا او د هغې د ملګرو خیانت په ګوته کوي. ورځپاڼې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکا په وتلو سره د افغان ښځو شل کلن پرمختګ له منځه تللی او دوی له ټولنیز ژوند څخه اېستل شوې دي.

د امریکا هېل ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ د پوهنې برخې د حقونو فعالې پرستو حکیم له خولې لیکلي چې په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې چې څه پېښ شوي د ښځو په وړاندې د جنسیتي توپیر یوه بیلګه ده.

دغې رسنۍ د مېرمن حکيم له خولې دا هم ليکلي، چې ښايي د نجونو پر زده کړو د طالبانو بنديزونه تر لومړنيو ښوونځيو هم وغځول شي.

د ښوونې او روزنې د حقونو فعالې وویل چې افغانې مېرمنې بیا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر د جنسیتي توپیر تر ټولو ناوړه بڼه تجربه کوي.

په همدې حال کې هېل ورځپاڼې د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې د مشرې هېدر بار له قوله ویلي چې له افغانستانه د امریکا له وتلو څه باندې ۱۰۰۰ ورځې وروسته افغان نجونو د وضعیت د بدلون هیله له لاسه ورکړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند او د انسان پر رواني روغتیا یې اغېزه تر ټولو سخت زیان دی چې افغانې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

هیدر بار زیاتوي چې افغان مېرمنې له فشارونو او بندیزونو سره سره د طالبانو سره مبارزې او مخالفت ته دوام ورکوي.

هېل ورځپاڼه د طالبانو د امربالمعروف پر قانون او د دغه قانون له مخې پر رامنځته شویو بندیزونو نیوکه کوي، چې له دې مخکې هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو، هېوادونو او مشهورو کورنیو او بهرنیو شخصیتونو یې پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلېنټن د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون پر ضد د نړۍوالو اعتراضونو غوښتنه وکړه.

اغلې کلېنټن دغه قانون له«کرکې ډک» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو له خوا د امربالمعروف قانون د «احمقانه بنسټپالنې» پایله ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

امربالمعروف وزارت يوناما ته: تاسو تبلیغات کوئ، موږ همکاري نه درسره کوو

۹ وږی ۱۴۰۳ - ۳۰ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د پنجشنبې په ورځ پر یوناما سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د طالبانو د نوي قانون په اړه د دوی څرګندونې «بې ځایه او د لوېدیځ اندېښنه ده.» دغه وزارت د ملګرو ملتونو دغه استازولي دوښمنه وبلله او ویې ویل له یوناما سره به همکاري ونه کړي.

د طالبانو امربالمعروف نوي قانون خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي، دغه قانون د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو حقونه راکم کړي او په ټولنه کې یې د وېرې فضا رامنځته کړې ده.

یوناما ویلي، نارینه باید د ږیرې او ویښتانو پرې کولو او ښځې له پردي سړي سره د خبرو له امله مجازات نه شي. دغه سازمان دا هم ویلي، چې دغه قانون به نړۍ ته له طالبانو سره اړیکې لا ستونزمنې کړي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د افغان ښځو د لا زور زیاتي په اړه د یوناما نیوکه «بې ځایه اندېښنه او د لوېدیځ د افکارو پر بنسټ» وبلله او دا یې د «دوښمن پروپاګند» وباله.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نوی قانون د شریعت پر بنسټ جوړ شوی او ملګري ملتونه او نور هېوادونه یې باید درناوی وکړي.

یو شمېر هېوادونو او سازمانونو پر طالبانو غږ کړی چې د واکمنې ډلې په توګه د نړۍوالو تړونونو له مخې د افغان حکومت مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې «هر هغه څوک چې پر دغه شرعي قانون نیوکه کوي، په اسلام او شرعي احکامو يې نيوکه کړې او بايد له نيوکې ډډه وکړي.»

تر دې مخکې د طالبانو د امربالمعروف وزیر د نوي قانون په اړه د نړۍوالو نیوکو ته په غبرګون کې ویلي وو چې «نړۍواله ټولنه د افغانستان په اړه د تبصرې کولو حیثیت نه لري.»

تاریخي بریا؛ ذکيه خدادادي د پاريس په پارالمپيک لوبو کې د برونزو مډال وګاټه

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۵۰ GMT+۱

افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي، د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه ورزشکاره ده چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال وګاټه.

تر هغې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په پارالمپیک کې مډال نه دی ګټلی.

اغلې خدادادي د پنجشنبې په ورځ خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کیدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

ټاکل شوې وه چې ذکیه نن شپه، په پاریس کې د پارالمپیک په سیالیو کې، په خپله څلورمه لوبه کې، له مراکش څخه د "نایول لاریف" سره د برونزو مډال پر سر مسابقه وکړي، خو د هغې سیاله له دغې لوبې په شا شوه.

له ترکيې څخه "نورجهان اکینچي" د ذکیه خدادادي دریمه سیاله وه. هغه د اروپا او نړۍ د اتلولۍ ګټونکی وه. ذکیه خپله سیاله ۱-۹ پر وړاندې ماته کړه.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ،‌ ذکیه خدادادي له هیواده ووتله او په فرانسه کې یې پناه واخیسته.‌

نوموړي د سياليو له پيل مخکې ویلي و، چې د پاريس په پارالمپيک لوبو کې د ميليونونو کډوالو استازيتوب کوي او غواړي دوی ته وښيي، چې ټول معلولين او کډوال د سولې، یو بل منلو، زړورتيا، دوستۍ او برابرۍ بېلګې دي.

هغه د اولمپیک د نړیوالې کمیټې د کډوالو ټیم غړیتوب لري.

ذکیې په جاپان کې د پارالمپیک د ۲۰۲۰ کال په سیالیو کې هم حضور لروده.‌

ذکيه په داسې حال کې په نړيوالو سياليو کې ځليږي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر لوبو بنديز لګولى. د دغې ډلې د یو وروستي قانون له مخې ښځې اړ دي چې خپل مخ او ځان په بشپړه توګه پټ کړي. په همدې حال کې د دغې قانون له مخې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی.‌

دغه قانون چې پر ښځو یې پراخ محدودیتونه لګوي، د ښځو او د بشري حقونو مدافعین یې په غوسه کړي دي.

جاپان په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۱

کابل کې د جاپان سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د روږدو کسانو د درملنې لپاره ۱۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون راپور ورکړی، چې کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا د اطلاعاتو او کولتور له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د کوکنارو د بدیل کښت او د روږدو درملنې برخه کې له افغانستان سره ۱۰میلیونه ډالر مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو سره د مبارزې د ادارې د اټکل له مخې؛ په افغانستان کې له هرو درېیو کورنیو څخه یوه یې په نشه یي توکو اخته غړی لري.

تر اوسه دا لا څرګنده نه ده، چې دا مرسته به کله عملي کیږي.

تر دې مخکې ښاغلي کورومیا د روان کال د چنګاښ په اتلمسه هم د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې دا موضوع مطرح کړې وه.

همدا راز، د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزیر د جاپان سفیر سره په کتنه کې «له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او د فرهنګي میراثونو د ساتنې برخه کې» د جاپان د مرستو مننه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي خیرخواه د جاپان سفیر ته ویلی: «افغانستان کې له څلویښتو کلونو وروسته اسلامي امارت لومړی نظام دی، چې په ټول هېواد پوره حاکمیت لري.»

د یادونې وړ ده، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو له هېوادونو وغوښتل چې د کوکنارو د بدیل معیشت لپاره له دوی سره مرسته او په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وکړي.

بلوڅ: افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون په اړه د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال راپورونه شته

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۰۵ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، «د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړیوالو راپورونو تایید کړې چې په افغانستان کې ټي ټي پي شته.» د ممتاز زهرا بلوڅ تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د طالبانو لوی درستیز وویل، «پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شتون په هکله کوم ثبوت نه لري.»

د طالبانو واکمنېدو او په پاکستان کې د وسلوالو په تېره د پاکستاني طالبانو غورځنګ د بریدونو زیاتېدو سره اسلام اباد وايي چې دا ډله په افغانستان کې پټنځي لري او له هغه ځای د دوی پرضد فعالیت کوي.

طالب چارواکي بیا بیا د اسلام اباد ورته تورونه ردوي او پرون یې هم لوی درستیز فصیح الدین فطرت د دفاع وزارت د کلنیو لاسته راوړنو غونده کې، بیا د پاکستان دا تور بې ځایه وباله.

د ښاغلي فطرت په خبره، د پاکستان طالبانو تحریک د پاکستان پر سیمو کنټرول لري او له هغه ځایه عملیات کوي.

هغه زیاته کړه، پاکستان هیڅ داسې ثبوت نه لري، چې دا ډله په افغانستان کې شته او په افغانستان کې عمليات پلان او په پاکستان کې يې عملي کړي.

فطرت وویل، طالبان به اجازه ور نه کړي چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر وړاندي عملیات وکړي.

خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ نن اسلام اباد کې خبري غونډې ته د طالب چارواکو دا څرګندونې رد کړې.

د مېرمن بلوڅ په خبره، د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو ادارو ګڼ داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې «د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو فعالیت ثابتوي.»

هغې دا هم وویل، چې د اسلام اباد حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې نه کوي.

ملا برادر:‌ ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د کابل او تاشکند د دوستۍ اوشراکت نوی څپرکی دی

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال ازبکستان ته په سفر کې وویل، چې «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز د کابل او تاشکند د دوستۍ او شراکت نوی څپرکی دی.» ملا عبدالغني برادر د دغه مرکز په پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډې سوداګریزې اړیکې او سیمه‌ییزه همکاري مهمه وبلله.

دغه مرکز نن د ملابرادر په ګډون د ازبکستان د لومړي وزیر، د لومړي وزیر د مرستیال او د قزاقستان او قرغزستان د لوړپوړو چارو له خوا پرانیستل شو.
نوموړی وایي، چې دغه سوداګریز مرکز به په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریز مناسبات او کاري فرصتونه زیات او همداراز د تولیداتو او محصولاتو لپاره به نوی مارکېټ پیدا او ورسره به اقتصادي وده ګړندۍ شي.
ملا برادر همداراز زیاتوي: «دا یوازې یو سوداګریز مرکز نه؛ بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او شراکت یو نوی فصل دی، چې د دواړو هېوادونو د اوسیدونکو لپاره د اوږدمهالې هوساینې او پرمختګ زمینه برابروي.»
د نوموړي په وینا، دغه مرکز د سیمې په کچه یو مهم اقتصادي مرکز او د مرکزي او سویلي اسیا هېوادونو لپاره سوداګریزه دروازه هم کېدای شي.
د راپورونو له مخې دا سوداګریز مرکز به د تکنالوژۍ او نوښتونو په برخه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ ګډه همکاري هم پیاوړې کړي.

د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوي کې د دې ډلې د صنتعت او تجارت وزیر او نور چارواکي هم  نن تاشکند ته تللي
100%
د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوي کې د دې ډلې د صنتعت او تجارت وزیر او نور چارواکي هم نن تاشکند ته تللي


د افغانستان او ازبکستان تر منځ پر پوله د زادې سوداګریزې حوزې د جوړیدو په اړه د تېر حکومت پرمهال هوکړه لیک لاسلیک شوی و، خو دا مرکز بیا له اوو کلونو وروسته پرانیستل شو.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره ازبکستان د سیمې له هغو هېوادونو دی، چې له افغانستان سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

د ازبکستان لومړي وزیر تېره میاشت کابل ته په سفر کې له طالبانو سره د ۲،۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي چې دغه هېواد د ۱،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د پانګونې په برخه کې او ۱۲ هوکړه لیکونه یې د ۱،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت په سوداګریزه برخه کې لاسلیک کړل.

طالبانو ویلي، چې د دې تړونونو په عملي کېدو سره به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې او د سوداګرۍ کچه به د پام وړ لوړه شي.