د طالبانو یو پلاوی په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته رسېدلی

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون لپاره د دغه وزارت د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی.

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون لپاره د دغه وزارت د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه غونډه به لس ورځې دوام وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه چې د چين په شي ښار کې ترسره کېږي د هغه هېواد د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د لس کلن کرنيز پلان او د دغه هېواد د کرنې د بدلون او پرمختګ د لاملونو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.ویل کېږي، چې په دغه پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت لوړولو په اړه هم خبرې وشي.په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یاده غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي او دغه پلاوی به په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، وسایلو او ماشینونو څخه هم لیدنه وکړي.چین په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره نږدې راشه درشه لري؛ خو د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې د وسلهوالې جګړې ملاتړ نه کوي. د دغه وزارت یو ویاند فاکس نیوز ته ویلي، په افغانستان کې ۴۴ کاله جګړه تېره شوې او امریکا نه غواړي چې یو ځلې بیا په دغه هېواد کې جګړه توده شي.
هغه ټینګار کړی، چې په خپله افغانان هم نور د جګړې دوام نه غواړي.
خو په همدې حال کې د امریکا د استازو په جرګه کې د بهرنیو اړیکو د جرګهګۍ مشر ویلي، چې د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت د جبهې ملاتړ کوي.
مایکل مکال ویلي، چې ډېر ژر به د دغې جبهې له مشر احمد مسعود سره وویني.
د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري چې امریکا ته تللی، له هغه هېواده یې غوښتي چې د طالبانو پر ضد مبارزه کې دې امریکا د دوی څخه ملاتړ وکړي.
نوموړي فاکس نیوز ته ویلي:« موږ په دې باور یو، چې که زموږ څخه په کمه کچه هم ملاتړ وشي؛ نو کولای شو، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ جرړلې وباسو.»
نظري دا رنګه ویلي، چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونه د افغانستان د پخواني امنیتي ځواکونو برخه ده چې په تېرو ۲۰ کالو کې د نړۍوالو او امریکايي ځواکونو لهخوا د ترهګرۍ پر وړاندې روزل شوې ده.
هغه زیاته کړه:« موږ داسې ځواکمن کسان لرو، چې کولای شي د ترهګرو په وړاندې وجنګېږي او دا کار موږ په تېرو درېیو کالو کې پرته له هر ډول ملاتړ څخه ترسره کړی دی.»
فاکس نیوز د شنبې په ورځ لیکلي، چې د بېلابېلو نړۍوالو کړکېچونو او په امریکا کې د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو په رانږدې کېدو سره، داسې نه ښکاري چې د امریکا دولت دې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو درې کاله وروسته هم د هغه هېواد د وضعیت په اړه بحث کولو ته لېواله وي.
د فاکس نیوز شبکې دا رنګه ویلي، چې لا هم د امریکا او لویدیځوالو لهخوا د طالبانو په وړاندې د مقاومت خبره له پامه غورځول شوې ده.
تېر کال د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې د طالبانو د واکمنۍ په رانسکورولو کې له تاوتریخوالي او جګړې څخه ملاتړ نه کوي او دا د افغانستان په ګټه هم نه بولي.
بریټانیا ویلي و، چې د طالبانو له ادارې سره پرته له عملي تعامل څخه بله لار نه ده پاتې.
د منځني ختیځ په موسسه کې جګپوړې څېړونکې فاطمې امان فاکس نیوز دیجیټل ته ویلي، چې لا هم په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهه د طالبانو د حکومت سرسخته مخالفه ډله ده؛ خو نوموړې دمګړۍ د طالبانو پر ځای د بلې ډلې ځای ناستی نه ویني.
هغې ویلي: «په افغانستان کې له یو سراسري پاڅون او د نړۍوالې ټولنې له پراخ ملاتړ پرته، بله هېڅ داسې ډله نه شته چې په ځانته سر وتوانېږي د طالبانو د حکومت ځای ونیسي.»
د ازادۍ جبهه او د ملي مقاومت جبهه دوه سیاسي او پوځي ډلې دي، چې له طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته یې سر راپورته کړی او له دغې ډلې سره وسلهواله جګړه کوي.
دغو دواړو جبهو په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر ضد یو لړ عملیات هم کړي دي.
د فاکس نیوز خبري شبکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ته په اشارې لیکلي، چې طالبانو د خپلو ژمنو په خلاف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له هغې ډلې د القاعده شبکې لپاره د راټولېدو زمېنې برابرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د القاعده شبکې لپاره اډې او مرکزونه جوړ کړي دي.

د غور ولایت څخه باوري سرچینې وايي، چې د دولت یار ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر د شخړې په پایله کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ۶۰۰ کورنۍ په زور کډه کولو ته اړې کړي دي. طالبانو د کاشرو کلي د خلکو له کورونو د وتلو پرېکړه «سوله ییزه» بللې ده.
د هغو اسنادو له مخې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، له کلونو راهیسې د دولت یار په ولسوالۍ کې د «سردارخېلو» او «تایمني» قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه روانه ده.
ويل کېږي، چې د دغو دوو قومونو ترمنځ پر شاوخوا اته سوه زره جريبه ځمکې شخړه ده.
د ځايي اوسېدونکو په خبره، په دې وروستيو کې په غور کې د طالبانو والي احمدشاه دين دوست د دې ډلې د قومونو او قبايلو د وزير نورالله نوري په ملتيا د دغو دوو قومونو ترمنځ د جګړې د مخنيوي اړوند پرېکړه کړې، چې د کشرو درې د کلي ټول اوسیدونکي دې خپل کورونه پریږدي او دغه کورونه او جایدادونه دې د سردارخیلو قوم ته وسپاري.
ځايي سرچينې وايي، چې د خلکو د شورا د معلوماتو له مخې، په کشرو کلي کې شاوخوا ٦٠٠ کورنۍ ژوند کوي.
دوی وايي: «په غور کې د طالبانو والي دغو کورنیو ته امر کړی، چې ژر تر ژره خپل کورونه پرېږدي او دا چې حق نه لري، چې کرنیز محصولات، وسایل او څاروي له ځانه سره یو سي.»
تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
یو شمېر ځايي اوسېدونکي، چې د طالبانو له خوا «جبري ایستلو» ته اړ شوي، افغانستان انټرنشنل ته ځینې اسناد استولي او ادعا کوي، چې په دغه کلي کې له څو نسلونو او نږدې ۵۰۰ کلونو راهیسې ژوند کوي.
دوی وايي، چې د افغانستان د تاریخ کې د لومړيو وختونو د ملکیت سندونه لري؛ خو طالبان دا اسناد نه مني.



د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د وږي ۹ مه نېټه له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتیري د وتلو پر ورځ «بشري حقونه» یو «بې ځایه او له شرمه ډک شعار» وباله. ښاغلي قانع په یوه اعلامیه کې ناټو «تر ټولو ستر طاغوتي پوځي ځواک» وباله.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پرون له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو په مناسبت په يوه اعلاميه کې ویلي، چې مسلمانان باید «متحد او منظم» شي او د «کفارو» پر وړاندې مبارزه وکړي.
دغه طالب چارواکی همداراز په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځ شل کلن شتون پر دغه هیواد تیری وباله او ټینګار یې وکړ، چې طالب ډلې دوی ته د عبرت درس ورکړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د امریکا او د ناټو وتل « د شرمنده ځواکونو» د وتلو ورځ بللې او له افغانستانه د امریکا وتل یې د طالب ډلې بریا ګڼلې ده.
تر دې وړاندې طالبانو د زمري ۲۴مه د «امریکا او متحدینو اشغال » پر وړاندې د خپلې بریا د ورځې په توګه لمانځله.
طالبانو دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې او کابل ته یې د خپل راتګ دریمه کلیزه ولمانځله.
د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو بیا له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو په مناسبت په غبرګون کې د طالبانو چارواکو ته لیکلي، چې دا ډله اوس هم له امریکا څخه هره اوونۍ پیسې ترلاسه کوي او د امریکا ملاتړ ورسره دی.

طالبان وايي د دوی د افغانستان د برېښنا شرکت اجراييوي مشر عبدالباري عمر د ترکمنستان له انرژۍ وزير اناګلدي ساپاروف سره په عشق اباد کې د ټاپي پروژې د چارو د پلي کولو هوکړه لاسلیک کړه. طالبانو په خپله اعلاميه کې ټاپي د خپلو مهمو پروژو څخه ياده کړې.
د طالبانو په واک کې د افغانستان برېښنا شرکت د شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په دې هوکړه کي په دواړو هېوادونو کې د همدې پروژې د پلي کولو لپاره تاسیسات جوړول او د پروژو اړوند اسنادو بشپړولو ژمنې وشوې.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري تېره چارشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر ولاړل.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې، په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی له هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.
د کانونواو پټرولیم وزارت د ویاند همایون افغان ويلي، دا پلاوی له رکمنستاني چارواکو سره په عشق ابادکې د ټاپي، ټاپ او پټلۍ برخو کې د دوه اړخیزې همکاریو پر پراختیا او د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په تړاو خبرې کوي.
ټاپي نل لیکه ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، د افغانستان له لارې به له ترکمنستان څخه پاکستان او بیا هند ته ۳۳ میلیارډه متره مکعبه ګاز ولېږدوي.
دغه ګاز پنځه میليارډه متره مکعبه به یې په افغانستان کې وکارول شي.
د دې پروژې ټول لګښت لس ميليارډه ډالر اټکل شوی.

د طالبانو د کانونو او پټرولېم وزارت په ټولنیزو رسنیو کې هغه اوازې رد کړې، چې لوګر کې «د مس عینک کان پر انجنیرانو هوايي برید شوی دی.» له تېرو څو ورځو راهسې د مس عینک کان پر انجینرانو د هوايي برید راپورونه خپرېږي او ویل کېږي په دغه برید کې «چینایان هم وژل شوي دي.»
خو د طالبانو د کانونو او پترولېم وزارت نن په خپل اېکس کې د دې خبر په ردولو سره زیاتوي: «د افغانستان د خاورې او خلکو د ښمنانو تل هڅه کړې چې په بې ځایه او درواغو ویلو باندې وېره رامنځته کړي.»
له څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو کې ادعا کېږي، چې په لوګر کې د مس عنیک پر چینايي او افغان اینجنرانو هوايي برید شوی دی او دوی ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت تېره میاشت د مس عینک کان د پروژې رسمي پرانېستنه وکړه.
د پروژي تړون په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د حامد کرزي حکومت کې د اېم سي سي په نوم د یوې چنايي کمپنۍ سره د ۳۰ کالو لپاره لاسلیک شوی و، خو د امنیتي ستونزو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د اوږدې کیندنې له امله یې د کان کیندنه وځنډېده.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ دغه کان ۱۱ میلیونه ټنه مس لري او په نړۍ کې د مسو دویم ستر کان بلل کېږي.
