طالبان: د ۵ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه وتړل شول

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د ۵ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراګانو دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو او سرغړونو له امله وتړل شول. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر دفترونه د رسمي جواز د نه لرلو، د جواز د مودې پای ته رسېدو او د یو لړ سرغړونو له امله وتړل شول.





