دا ځل د چین په منځګړیتوب ترسره شوې خبرې د یو بشپړ او بنسټیز توافق پر ځای د “احتیاطي تفاهم” هیله څرګنده شوې، یو داسې تفاهم چې د کړکېچ د کمولو هڅه کوي، خو د حل ژمنه نه کوي.
دا پرمختګ په لومړي نظر مثبت ښکاري، خو ژور تحلیل ښيي چې د دې اړیکو ستونزې لا هم بنسټیزې، پېچلې او تر ډېره حلناشونې پاتې دي.
د ډېپلوماتیکو سرچینو په وینا، دا خبرې پر درې مهمو محورونو راڅرخېدلې: امنیت، سیاست او اقتصاد.
د ټي ټي پي لانجه
امنیتي بحث د خبرو اصلي محور و. پاکستان پر دې ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) فعالیتونه چې اسلاماباد یې له افغانستان سره تړي، باید مهار شي. د پاکستان دریځ دا دی چې د افغانستان خاوره د دې ډلې لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول کېږي.
په مقابل کې طالبانو یو نسبتاً محتاط خو مهم دریځ خپل کړی. دوی چمتووالی ښودلی چې په لیکلې بڼه به ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره به د ټي ټي پي پر ضد نه کارول کېږي؛ خو په عین حال کې یې یو مهم شرط ایښی:
طالبان وايي چې د پاکستان دننه د ټي ټي پي کنټرول د دوی له واکه بهر دی او دا د پاکستان خپله کورنۍ ستونزه ده.
همدا ټکی د دواړو خواوو ترمنځ د اختلاف اصلي ریښه بلل کېږي، پاکستان د ډېورنډ هاخوا د ګواښ خبره کوي او طالبان یې دننه ستونزه ګڼي.
سیاسي باور، مشروعیت او فشارونه
سیاسي اړخ د دې خبرو بل مهم بعد و. طالبان هڅه کوي ځان د یو مسوول حکومت په توګه وښيي، چې له ګاونډیو سره د تعامل وړتیا لري. د پاکستان لپاره هم دا خبرې د دې فرصت برابروي چې د سیمهییزو فشارونو تر سیوري لاندې خپله امنیتي اندېښنه مطرح کړي؛ خو اصلي ستونزه دلته د باور نشتوالی دی.
پاکستان پر طالبانو شک لري چې د ټي ټي پي پر وړاندې کافي اقدام نه کوي او طالبان باور لري چې پاکستان د فشار د وسیلې په توګه دا موضوع کاروي.
دا بېباوري یوازې سیاسي نه ده؛ بلکې تاریخي، استخباراتي او حتا ایدیولوژیک اړخونه هم لري.
پرانیستې لارې، تړلې محاسبې
اقتصادي موضوع هم د خبرو مهمه برخه وه. پاکستان موافقه ښودلې چې د سوداګرۍ لپاره به د ډېورنډ کرښې لارې پرانیستې وساتي، څو د سیمهییز اتصال او اقتصادي ثبات لړۍ ونه درېږي.
خو دا ژمنه مطلقه نه ده. پاکستان دا شرط ایښی چې که امنیتي وضعیت خراب شي، نو دا لارې بیا تړل کېدای شي.
په بل عبارت، اقتصاد دلته د فشار او امتیاز دواړو وسیله ده.
ایا دا خبرې عملي نتیجه لري؟
په دې خبرو کې د چین حضور یوازې یو ساده منځګړیتوب نه دی. چین د تضمین کوونکي رول منلی، څو د دواړو خواوو ژمنې وڅاري او د باور فضا رامنځته کړي.
خو تر دې شا یوه لویه ستراتیژي هم پرته ده.
چین غواړي په سیمه کې ثبات وساتي، ځکه چې د دغه هېواد اقتصادي پروژې لکه د سیمې اتصال او سوداګریز دهلېزونه له امنیتي وضعیت سره مستقیم تړاو لري.
له همدې امله، چین هڅه کوي د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې تر یوې اندازې کنټرول کړي، څو کړکېچ په بشپړ بحران بدل نه شي؛ مګر بیا هم احتیاط کوي او ژور فشار نه واردوي.
د دې مذاکراتو د محتاط ماهیت څو مهم لاملونه لري؛ تر هیڅ واضح میکانیزم نشته چې څنګه به د ټي ټي پي مهار عملي کېږي، بحث موارد تر ډېره عمومي دي، نه مشخص، باور نشته چې دواړه خواوې به پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ټولې ژمنې مشروطې دي؛ نو ځکه دا تفاهم د حل پر ځای د “وخت اخیستلو” هڅه ښکاري.
دا مذاکرات یوازې د پیغام رسولو په موخه دي، ځکه ډېر ټیټ پوړي استازي پکې ګډون کوي. په دې مذاکراتو کې لوړپوړي وزیران یا اصلي تصمیم نیوونکي شامل نه دي. د طالبانو پلاوی یوازې تخنیکي استازي لري — د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع، او استخباراتو ټیټ رتبه چارواکي پکې د مذاکراتو استازیتوب کوي..
دوی نه شي کولی وروستۍ پرېکړه وکړي. یوازې د خبرو اورېدنه، یادښت اخیستل، او د خپلو مشرانو د پیغامونو رسولو واک لري. حتا دوی کندهار ته هم په مستقیم ډول پیغام نه شي رسولی مجبور دي چې لومړی کابل او بیا د کابل له خوا لوړپوړي طالبان کندهار ته پیغام ورکړي.
کټ مټ دا مساله د پاکستان پر پلاوي هم د تطبیق وړ ده، هلته هم د پاکستاني لوري استازیتوب ټیټ رتبه چارواکي کوي چې د پرېکړې صلاحیت نه لري.
له دې امله، د ژر توافق او عملي پایلې تمه، واقعبینانه نه ده.
د دواړو ترمنځ تر ټولو ستر خنډ د تحریک طالبان پاکستان مساله ده.
پاکستان غواړي چې طالبان دا ډله کنټرول کړي یا یې ختمه کړي، خو طالبان وایي چېټي ټي پيد دوی تر بشپړ واک لاندې نه ده.
دا تضاد څرګندوي چې اصلي امنیتي مسایل د سیاسي مذاکراتو له ځواک نه لوړ دي.
پاکستان له یوې خوا په خبرو کې ښکاروي چې سوله غواړي، خو له بلې خوا یې ستراتیژي د فشار، کنټرول شوې ناامنۍ، او د طالبانو د ګامونو مدیریت دی.
یعنې: اسلاماباد غواړي چې د افغانستان له خاورې د ګواښ کچه راکمې شي، خو په داسې توګه چې خپل امنیتي او سیمهییز اهداف یې خوندي پاتې شي.
دا “کنټرول شوې ناامني” — یعنې جګړه یا ناامني بشپړه نه وي، خو د خپلواکې پرېکړې او فشار له لارې مدیریت کېږي — د پاکستان اوږدمهاله ستراتیژي ده.
په عمل کې د پاکستاني طالبانو تحریک بشپړ له منځه وړل تقریباً ناممکن دي؛ مګر د پاکستان اساسي غوښتنه همدغه ده.
ټي ټي پي یوازې یو نظامي جوړښت نه دی، بلکې یوه ایډیالوژیکه شبکه ده چې په قبایلي سیمو کې ریښې لري، پټنځایونه یې خوندي دي، او د فشار په وړاندې بېلابېلې فرعي څانګې راپورته کېدای شي.
حتا که طالبان پرې فشار راوړي، دا ډله به هم ووېشل شي یا نورې سختدریځې ډلې به راپورته شي، نه دا چې په بشپړ ډول له منځه ولاړه شي.
خو پاکستان غواړي:امنیتي تضمین موجود وي او هېڅ برید ونه شي.
طالبان غواړي:
پر نورو جهادي ډلو ښکاره جګړه ونه کړي او خپل داخلي مشروعیت وساتي.
که طالبان د پاکستان غوښتنې ومني، خپل مشروعیت له خطر سره مخ کوي. که یې ونه مني، له اسلاماباد سره یې اړیکې خرابېږي.
یعنې دواړه خواوې د داسې څه غوښتنه کوي چې عملي کول یې د مقابل لوري لپاره سیاسي زیان دی.
بلخوا چین یوازې منځګړیتوب کوي او ژور سیاسي فشار نه راوړي؛ یوازې هڅه کوي چې خبرې روانې وساتي او سیمهییز بحران کنټرول شي.
په ټوله کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ خبرې د یو بنسټیز بدلون نښه نه ده، بلکې د کړکېچ د مدیریت هڅه ده.
دا خبرې ښيي چې دواړه خواوې نه غواړي اړیکې بشپړې پرې کړي، خو په عین حال کې نه شي کولی خپلې بنسټیزې ستونزې حل کړي.
تر هغه چې د ټي ټي پي مساله حل نه شي، د باور فضا رامنځته نه شي او دواړه خواوې پر یو ګډ تعریف سره سلا نه شي؛ نو دا ډول “احتیاطي او ټیټ رتبه مذاکرات” به دوام وکړي، خو پایلې به یې محدودې، موقتي او ناپایداره وي.
په بل عبارت، دا یوه داسې معادله ده چې تر اوسه یې حل نه دی موندل شوی او ښايي په نږدې راتلونکې کې هم حل نه شي.