حقیقت دا دی چې د دې ازادۍ سره سره، لږ تر لږه درې امریکايي وګړي، له هغې ډلې یې محمود شاه حبیبي او پل اوربي، لا هم د طالبانو په بند کې دي یا یې برخلیک نامعلوم دی. همدا موضوع ښيي چې د یرغمل شوو کسانو مسئله یوه لنډمهاله پېښه نه ده، بلکې د طالبانو او د امریکا ترمنځ د اړیکو د یوې ژورې او جوړښتي ستونزې برخه ده.
په دې چوکاټ کې، محدودې ازادۍ زیاتره د یوې مدیریت شوې او پړاو په پړاو پروسې د برخې په توګه درک کېدای شي، نه د وروستي حل نښه. په ځانګړي ډول د محمود حبیبي په قضیه کې، چې طالبان یې نیونه ردوي، دا دوسیه لا پېچلې شوې او د رسمي روایتونو او میداني واقعیتونو ترمنځ واټن یې لا روښانه کړی دی.
له اسامه بنلادن څخه تر محمد رحیم پورې
وروسته له هغه چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته ورسېدل، د بهرنیو اتباعو نیونه په تدریجي ډول په ځانګړي توګه د لویدیځ او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې له یوې محدودې امنیتي کړنې څخه د دې ډلې په سیاسي کړنلاره کې یوه هدفمنده وسیله شوه.
طالبان دا نیونې د کورني قضایي بهیر په چوکاټ کې توجیه کوي، خو د تېرو څو کلونو تجربه ښيي چې دا اقدام په زیاتېدونکې توګه سیاسي کارکردګۍ پیدا کړې او د خبرو اترو یوه وسیله ګرځېدلې ده.
روښانه بېلګې یې د بشیر نورزي په بدل کې د مارک فریکس ازادياو نورې تړون شوې د بندیانو تبادلې، ښيي چې طالبان په ځینو مواردو کې له دې وسیلې د ملموسو امتیازاتو د ترلاسه کولو توان لري. همدغه تجربه د دې سیاست د دوام لپاره د طالبانو هڅونه لا پیاوړې کړې ده.
په دې منځ کې، د القاعده مهم غړی او د اسامه بن لادن نږدې کس محمد رحیم نوم د بندیانو د تبادلې په بحث کې بیا بیا راپورته کېدل ښيي چې طالبان غواړي دا وسیله په ستراتیژیکه کچه لوړه کړي. د هغه ساتنه په ګوانتانامو زندان کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې، دا دوسیه د طالبانو او امریکا د غیرمستقیمو تعاملاتو یوه له مهمو کارتونو څخه ګرځولې ده.
دا تاریخي تړاو د طالبانو او القاعدې ترمنځ لا هم د نن ورځې په محاسباتو کې حضور لري او ښيي چې د یرغمل شوو کسانو قضیه یوازې انساني یا حقوقي مسئله نه ده، بلکې د سیمهییز او نړیوالځواک یوه پیچلې لوبه ده.
طالبان او د برمتهکوونکو له کارت سره ګرانبیه لوبه
په هر حال، څرګندې نښې لیدل کېږي چې د دې وسیلې کارکردګي بدلېږي. په تېرو څو میاشتو کې، د امریکا متحده ایالاتو هڅه کړې چې د څو اړخیزې تګلارې په کارولو سره د طالبانو لپاره د یرغمل نیولو لګښت لوړ کړي.
د ډونالد ټرمپ په اداره کې امریکایي چارواکو طالبانو ته په څرګنده خبرداری ورکړی چې دا سیاست ودروي، که نه نو له جدي پایلو سره به مخ شي.
کابل کې د امریکا سفارت پخوانۍ مرستیاله انی فورزایمر، افغانستان انترنشنل سره په خبرو کې ویلي: د امریکا د جدي فشارونو په پام کې نیولو سره، طالبان به د نویو یرغمل نیولو لپاره هڅه ونکړي؛ خو کېدای شي لاهم پرېکړه ونه کړي چې پاتې یرغمل شوي کسان آزاد کړي، که دوی داسې وګڼي چې له دې کسانو کار اخیستلای شي څو د اړیکو د ښه کولو لپاره تړون ترلاسه کړي.
دا ارزونه ښيي چې که څه هم د دې وسیلې کارکردګي کمه شوې، خو لا هم د طالبانو له محاسباتو حذف شوې نه ده.
ډیپلوماټیک فشار او زیاتېدونکې انزوا
د امریکا یو له مهمو فشار محورونو څخه د نړیوالې کچې ډیپلوماټیک وسایل کارول دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی په څو غونډو کې د افغانستان په اړه د طالبانو د یرغمل نیولو سیاست او د دوی کورني سیاستونه، په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې، په کلکه نیوکه کړې ده.
په یوه تازه مورد کې، امریکا افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ماموریت د یو کلن تمدید مخه ونیوله او غوښتنه یې وکړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د څرنګوالي بیاکتنه دېوشي؛ په پایله کې د یوناما ماموریت یوازې د درې میاشتو لپاره تمدید شو. دا اقدام د طالبانو سیاسي انزوا ډېروي او د افغانستان د تر ټولو لویې مرستندویه شبکې لپاره هم فشار رامنځته کوي.
همدارنګه، واشنګټن هڅه کړې چې د یرغمل شویو کسانو ازادي د طالبانو سره د هر ډول پراخ تعامل لپاره مخکې شرط وګرځوي. دغه سیاست په عملي توګه د اړیکو د عادي کولو لار یې بنده کړې او او طالبان یې له یوه سخت انتخاب سره مخامخ کړي دي: د یرغمل نیولو دوام او د لا انزوا منل، یا د لږ لګښت په بدل کې تعامل ته مخه کول.
اقتصادي فشار
د ډیپلوماټیکو فشارونو ترڅنګ، اقتصادي اهرم هم مهم رول لري. د بندیزونو دوام، د شتمنیو بندول او نړیوال مالي نظام ته د طالبانو لاسرسی محدودول، دا ډله له دوامداره فشار سره مخ کړې ده.
که څه هم د امریکا د مالیې وزارت د افغانستان د اقتصادي بشپړ سقوط د مخنیوي لپاره ځینې معافیتونه ساتلي، لکه د بشردوستانه مرستو برخه او د سویفټ مالي سیستم ته لاسرسی، خو دا معافیتونه ماتیدونکي دي او که د یرغمل نیولو سیاست دوام وکړي، بیا کتنه پرې کېدای شي. دغو معافیتونو په عملي توګه د تېرو شاوخوا پنځو کلونو په جریان کې د اقتصادي بشپړ سقوط مخه نیولې ده.
د دې مرستو بندیدل یا محدودېدل کولی شي د افغانستان بشري بحران په جدي توګه زیات کړي، په ځانګړي توګه دا چې امریکا په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان تر ټولو لوی مالي ملاتړی و او له ۲۰۲۱ وروسته هم د بشردوستانه مرستو او د اقتصادي سقوط مخنیوي کې یې مهم رول درلود. د دې ملاتړ کمول د میلیونونو افغانانو د بنسټیزو خدماتو لاسرسی محدودوي او د بې وزلۍ او خوړو ناامني خطر زیاتوي. په پایله کې، دا اقتصادي اهرم د طالبانو پر وړاندې یوه غیر مستقیمه، خو اغیزمنه وسیله ګرځي.
د دې فشارونو ترڅنګ، امنیتي انتخابونه که څه هم څنډه کې دي، خو لاهم د امریکا په محاسباتو کې شتون لري. د افغانستان انټرنشنل راپور پراساس، کابل ته د امریکایي پلاوي له سفر مخکې، د جورج ګلزمن د آزادۍ لپاره ټول ممکنه انتخابونه څېړل شوي و چې پکې د امریکا د ځانګړو ځواکونو، چې «ډیلټا فورس» نومېږي، د عملیاتو احتمال هم شامل و.
که څه هم دغه انتخابونه لږ عملي کېږي، خو د دغه پلان ښيي چې د یرغمل نیولو سیاست کولای شي له ډیپلوماسۍ او اقتصاد څخه بهر هم پایلې ولري او د امنیتي برخې سره هم اړیکه پیدا کړي. همدې علت د مخنیوي کچه لوړه کړې ده.
انی فورزایمر باور لري چې امریکا به په لنډمهاله کې د ډیپلوماټیکو فشارونو څخه وړاندې، د طالبانو پر ضد بېړني او شدید اقدامات نه ترسره کوي. د هغه په وینا، واشنګټن په دې پړاو کې د دې ډلې پر وړاندې د انتقادونو زیاتولو او د ډیپلوماټیکو فشارونو په سختولو تمرکز کوي.
د یرغمل نیونې ډیپلوماسي؛ د یوه سیاست زوال
په ټوله کې، که څه هم طالبان په تېرو کلونو کې د یرغمل نیونې ډیپلوماسۍ له لارې ځینې موخې ترلاسه کړې، لکه د خپلو مهمو کسانو ازادي، خو اوسني شرایط ښيي چې د دې وسیلې کارکردګي کمه شوې ده.
د سیاسي او اقتصادي لګښتونو زیاتوالی، د امتیاز اخیستلو محدودوالی او د نړیوالې انزوا ټینګښت، ټول ښيي چې دا سیاست نور لکه پخوا ګټور نه دی.
په دې چوکاټ کې، د دنیس کوییل ازادي باید د دې تګلارې د بریالیتوب پر ځای د امریکا د متحده ایالاتو د زیاتېدونکي فشار نتیجه وبلل شي.
ښايي طالبان په داسې حالت کې وي چې د دې سیاست دوام نه یوازې د پام وړ ګټه نه ورکوي، بلکې د فشار زیاتوالی، د ډیپلوماټیکو انتخابونو محدودیدل او د نړیوالې انزوا ژوروالی هم رامنځته کوي.
په دې شرایطو کې، «د یرغمل نیونې ډیپلوماسي» له یوې وسیلې د امتیاز اخیستلو څخه یوه ستراتیژیک لګښت ته بدلېږي، چې کولی شي د طالبانو راتلونکی تعامل له نړۍ سره هم اغېزمن کړي.
همدارنګه، د امریکا متحده ایالاتو یو بل مهم ګام هم اخیستی او د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړی چې په کې د بهرنیو اتباعوپه ځانګړي ډول امریکايي اتباعو «ناقانونه او خپل سري نیونې» په سیستماتیک ډول ترسره کېږي. دا اقدام یوازې سیاسي موقف نه دی، بلکې پراخې حقوقي او ډیپلوماټیکې پایلې لري.
په داسې یوه لېست کې شاملیدل د طالبانو نړیوال مشروعیت نور هم کمزوری کوي او د نورو محدودیتونو لپاره زمینه برابروي، لکه هدفمند بندیزونه، د سفر محدودیتونهاو دملګرو ملتونو سازمان په څېر سازمانونو کې څو اړخیزه فشارونه راوړل.
سربېره پر دې، دا طبقهبندي له افغانستان سره د شرکتونو، بشردوستانه بنسټونو او بهرنیو پانګهوالو تعامل هم خورا محدودوي، ځکه د داسې نظام سره د همکارۍ حقوقي او اعتباري خطرونه زیاتوي.
په پایله کې، د امریکا دا اقدام د طالبانو د برمتهکولو دیپلماسي د چڼې وهلو وسیلې څخه په هغه عامل بدلوي چې د هغوی انزوا او بنسټیز لګښتونه لا پسې زیاتوي.