• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان لوبډله په هند کې په تمریناتو بوخته ده او راتلونکې دوشنبه له نیوزیلینډ سره لوبه کوي

۱۴ وږی ۱۴۰۳ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۶ GMT+۱

افغان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله په هند کې د جانټون ټراټ او نورو بهرنیو روزونکو تر څار لاندې په تمریناتو بوخته ده او د سپټامبر په نهمه به د نیوزیلینډ پر وړاندي د یوازینۍ لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په هند کې له تمریناتي کمپ څخه د افغان ملي لوبډلې د تمریناتو انځورونه او ویډیوګانې هم خپرې کړې دي.

100%


د افغان لوبډلې غړي وايي، چې د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ تېسټ لوبې د تر سره کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د هند په ګریټر نویډا کې د تمریناتو پرمهال د افغان لوبغاړو مشر روزونکي جانټن ټراټ ترڅنګ څو نور بهرني روزونکي هم په انځورونو کې لیدل کېږي.
افغان لوبډله به د روانې میاشتې په نهمه نېټه د دوشنبې په ورځ د حشمت الله شاهدي په لوبډلمشرۍ د هند په ګریټر نویډا کې د نیوزیلنډ په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
افغانستان د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۲مه نېټه د ټېسټ لوبو غړیتوب ترلاسه کړ.
افغانستان تر اوسه نهه تېسټ لوبې تر سره کړې، چې درې یې ګټلې او شپږ یې بایللې دي.
افغانستان په ټېسټ سیالیو کې د نیوزیلنډ پرتله ډېره کمه تجربه لري.
افغانستان تردې مهاله دوه لوبې له بنګله دېش، دوه له زیمبابوې، دوه له اېرلینډ یوه، یوه له وېسټ اېنډیز، سریلانکا او هند سره کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کرېکټ؛ بنګلدېش په لومړي ځل له پاکستان څخه د ټېسټ لوبو لړۍ وګټله

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۶ GMT+۱

بنګلدېش نن د کرېکټ په دویمه ټېسټ لوبه کې کوربه پاکستان ته په ماتې ورکولو سره اول ځل له دغه هېواد د دې د دې سياليو لړۍ وګټله. د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته د ۱۰ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د بنګلدېش کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په دويمه ټېسټ لوبه کې د ۶ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دوهمه ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼې کې ۲۷۴ منډې جوړې کړي، چې بنګلدېش يې په وړاندي ۲۶۲ منډې وکړې.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دويمه پاڼې کې ۱۷۲ منډې جوړي کړي؛ خو د بنګلدېش لوبډلې بيا ورپسې ۱۸۵ منډې جوړې کړې او په دې سيالیو کې يې د ۶ ويکټو په توپير پاکستان مات کړ.

دغه سيالۍ د پاکستان په کوربتوب په راولپنډۍ کې تر سره شوې.

دواړو هېوادونو له دې مخکې ۱۳ ټېسټ لوبې سره ‏کړې وې چې ۱۲ پاکستان ګټلې وې او یوازې یوه لوبه مساوي پای ته ‏رسېدلې وه.‏

فیصل کريم کنډی: د پاکستان بېلابېلو ورزشي برخو کې ډېر لوبغاړي د پښتونخوا دي

۱۳ وږی ۱۴۰۳ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د پښتونخوا والي فیصل کريم کنډی وايي، دامهال د پاکستان په بېلابيلو ورزشي برخو کې د لوبغاړو لويه برخه د پښتونخوا ده. نوموړی وايي، په دغه صوبه کې د لوبغاړو کمی نشته او د پاکستان د نوم ځلولو لپاره د دوی د مالی ملاتړ هڅه کوي.

د پاکستان راډيو د سې شنبې په ورځ په يوه خبر کې ويلي، چې والي فیصل کريم کنډي د سکواش ښځينه لوبغاړو سره په لیدنه کې دا خبره کړې ده.

هغه د ورزش پر ارزښت خبرو کې په پښتونخوا کې د ورزشي فعالیتونو د ودې لپاره د یوه میکانيزم پر جوړولو ټينګار کړی.

د ښاغلي کنډي په خبره، په پښتونخوا کې د ورزشي استعدادونو کمی نشته، خکه دی هڅه کوي د بيلابيلو لوبو لپاره مالي ملاتړ پيدا کړي.

هغه وويل، د پښتونخوا ډېرو مشهورو لوبغاړو د پاکستان نوم ځلولی دی او د لا نور ځلولو لپاره د سپورتي چارو د ودې لپاره میکانیزمونه جوړېدل پکار دي.

د پښتونخوا لوبغاړو سره د توپیري چلن تور

خو د پښتونخوا خلک بیا ګیلمن دي چې د دې صوبې د لوبغاړو بریاوې نه ستایل کېږي.

د پاکستان لوبغاړی ارشد ندیم چې نېزه کې یې تېره میاشت په المپیک لوبو کې د سرو مډال وګاټه ان د دغه هېواد لومړي وزیر او ولسمشر وستایه.

خو په همغو ورځو کې د پښتونخوا د باجوړ عامر خان تایلنډ کې د تیکواندو نړیوال جام کې د سرو مډال وګاټه، خو پر مرکزي حکومت سربېره د صوبې په کچه هم چارواکو ونه ستایه.

عامر خان له ځايي رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې لاهور هوایي ډګر ته یې هم کوم حکومتي چارواکی هرکلی ته نه و تللی او یوازې د سوات ښاروال وستایه.

نوموړی وايي، له لاهور تر اسلام اباد او بیا پښتونخوا پورې په عامه ټرانسپورټ کې لاړ، خو یوازې کلي او سیمه کې یې خلکو هرکلی وکړ.

تاریخي بریا؛ ذکيه خدادادي د پاريس په پارالمپيک لوبو کې د برونزو مډال وګاټه

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۲۱:۵۰ GMT+۱

افغانې پاراتکواندوکارې ذکیه خدادادي، د پنجشنبې په ورځ د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه.

ذکیه خدادادي د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ افغانه ورزشکاره ده چې د پارالمپیک په سیالیو کې یې مډال وګاټه.

تر هغې وړاندې هیڅ افغان لوبغاړي په پارالمپیک کې مډال نه دی ګټلی.

اغلې خدادادي د پنجشنبې په ورځ خپلو کیوبايي او ترکي سیالانو ته ماتې ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې د هغې مراکشي سیال د ټپي کیدو له امله له سیالۍ ووتله او ذکیه خدادادي د برونزو مډال ترلاسه کړ.

ټاکل شوې وه چې ذکیه نن شپه، په پاریس کې د پارالمپیک په سیالیو کې، په خپله څلورمه لوبه کې، له مراکش څخه د "نایول لاریف" سره د برونزو مډال پر سر مسابقه وکړي، خو د هغې سیاله له دغې لوبې په شا شوه.

له ترکيې څخه "نورجهان اکینچي" د ذکیه خدادادي دریمه سیاله وه. هغه د اروپا او نړۍ د اتلولۍ ګټونکی وه. ذکیه خپله سیاله ۱-۹ پر وړاندې ماته کړه.

وروسته له هغې چې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ،‌ ذکیه خدادادي له هیواده ووتله او په فرانسه کې یې پناه واخیسته.‌

نوموړي د سياليو له پيل مخکې ویلي و، چې د پاريس په پارالمپيک لوبو کې د ميليونونو کډوالو استازيتوب کوي او غواړي دوی ته وښيي، چې ټول معلولين او کډوال د سولې، یو بل منلو، زړورتيا، دوستۍ او برابرۍ بېلګې دي.

هغه د اولمپیک د نړیوالې کمیټې د کډوالو ټیم غړیتوب لري.

ذکیې په جاپان کې د پارالمپیک د ۲۰۲۰ کال په سیالیو کې هم حضور لروده.‌

ذکيه په داسې حال کې په نړيوالو سياليو کې ځليږي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر لوبو بنديز لګولى. د دغې ډلې د یو وروستي قانون له مخې ښځې اړ دي چې خپل مخ او ځان په بشپړه توګه پټ کړي. په همدې حال کې د دغې قانون له مخې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی دی.‌

دغه قانون چې پر ښځو یې پراخ محدودیتونه لګوي، د ښځو او د بشري حقونو مدافعین یې په غوسه کړي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د افغان ابدالیانو ملي لوبډلې ۲۴ کسیز نوملړ اعلان کړ

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۴ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دافغان ابدالیان «افغانستان الف» کرېکټ ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ لپاره د ملي لوبډلې د ځینو لوبغاړو تر څنګ د قوش تپې شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزې کرېکت لیګ له غوره لوبغاړو ۲۴ کسیز نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، دغه لوبډله به د سپټبمر میاشتې په لومړیو کې خپل روزنیز کمپ پیل کړي او یاده لوبډله یې د یوې څلور اړخیزې لوبلړۍ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون لپاره ټاکلې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې یاده لوبډله به د راتلونکي سپټمبر میاشتې په لومړیو کې خپل لومړی تمریناتي روزنیز کمپ پیل کړي او دوه اوونۍ به روان وي.

دغه راز به افغان ابدالیان (د افغانستان الف ملي لوبډله) د سپټمبر میاشتې په وروستیو کې هم تمریناتي روزنیز کمپ کې برخه واخلي او دوه اوونۍ به دوام ولري.

خبرپاڼه زیاتوي چې له یادو روزنیزو کمپونو وروسته به افغان ابدالیان لوبډله په اکټوبر میاشت کې په عمان کې، د عمان، هانګ کانګ او سریلانکا الف لوبډلو په وړاندې څلور اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي.

کرېکت بورډ وايي یاده لوبډله به په ډېسمبر میاشت کې د الف لوبډلو اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

د افغانستان د کرېکت بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېتې له لوري صدیق الله اتل، زبید اکبري، وفي الله تره خېل، حسن عیسی خېل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، اعجاز احمد احمدزی، صدیق الله پاچا، محمد اسحاق، نعمان شاه، شرف الدین اشرف، ننګیال خروټی، کریم جنت، شمس الرحمن، قیس احمد، الله محمد غضنفر، عرب ګل مومند، عبدالرحمن رحماني، محمد سلیم ساپی، بلال سمیع، یما عرب، فریدون داودزی، بشیر احمد او محمد اکرم نومونه اعلان شول.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکی د هانګ کانګ د فوټبال لوبډلې روزونکی وټاکل شو

۸ وږی ۱۴۰۳ - ۲۹ اګست ۲۰۲۴، ۰۵:۳۹ GMT+۱

د هانګ کانګ فوټبال فدراسیون په رسمي توګه ویلي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخواني روزونکي اشلي ویسټ ووډ سره یې قرارداد لاسلیک کړ. مخکې ویل شوي و، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي د افغانستان د فوټبال له فدراسیون سره په یو اړخیز ډول خپل تړون لغوه کړی.

یاده موضوع تردې مهاله د افغانستان د فوټبال فدراسیون نه منلې او نه یې هم رد کړې ده.

په تېرو څو ورځو کې ویل شوي وو، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي ایشلي ویسټ ووډ په یو اړخیزه توګه د افغانستان د فوټبال د ناسم حالت، کمزوري مدیریت او روزونکي ته د فدراسیون د مالي ژمنتیا د نشتوالي له امله خپل قرارداد په یو اړخیز ډول لغوه کړی او فیفا ته یې شکایت کړی دی.

خو د افغانستان د فوټبال فدراسیون په دې اړه لا څه نه دي ويلي.

تېره ورځ د افغانستان د فوټبال لوبډلې روزونکي د هانګ کانګ د فوټبال ملي لوبډلې مشري په غاړه واخیسته او د یاد هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه یې قرارداد لاسلیک کړ.

د هانګ کانګ فوټبال فدراسیون پر خپله رسمي پاڼه لیکلي:«د هانګ کانګ فوټبال فدراسیون په دې خوښ دی چې اشلي ویسټ ووډ د هانګ کانګ د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.»

ایشلي ویسټ ووډ د اروپا او اسیا فوټبال اتحادیې څخه د مسلکي روزونکي سند لري.

ایشلي ویسټ ووډ د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي په توګه د افغانستان د فوټبال فدراسیون سره قرارداد لاسلیک کړی و.