د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي دي

د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې دوه زدهکوونکي او دوه ښوونکي شامل دي.

د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. په وژل شویو کسانو کې دوه زدهکوونکي او دوه ښوونکي شامل دي.
د امریکايي رسنیو په وینا، له ډزو وروسته یو مشکوک کس په ښوونځي کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، نیول شوی کس ۱۴ کلن زدهکوونکی دی.
له روغتونه هم سرچینې وايي، چې د ډزو له امله څو تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.د غه برید په اپالچي ښوونځي کې شوی دی.له برید وروسته دغه ښوونځی د پولیسو لهخوا تړل شوی او سیمه هم کلابنده شوې ده.چارواکي وايي، له ډزو وروسته د ګډوډۍ له امله هم ځیني کسان ټپيان شوي دي.
د دغې پېښې ټول ټپیان په چورلکو کې روغتون ته وړل شوي دي.
امریکا کې وخت ناوخته دغه ډول بریدونو کېږي، چې په تېر کې هم په ځینو ښوونځيو او پوهنتونونه کې د ډزو بریدونه شوي وو.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.


په اسراييل کې له پراخو اعتراضونو وروسته د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړ، چې په غزه کې د فلاډلفیا دهلیز دوه پړاوه ایستل منل شوي. د سې شنبې په ورځ په تل ابیب کې د یرغمل شویو کسانو خپلوانو لاریون وکړ او د حکومت له خوا د اوربند په خبرو کې ځنډ يې د یرغمل شویو کسانو د مړینې لامل وباله.
یوه عرب ډېپلومات د هارتز ورځپاڼې د راپور تاييد ته په اشارې اسراییل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ نتنیاهو له مطبوعاتي کنفرانس څخه څو ساعته مخکي د موساد مشر ډېویډ برنیا دوحې ته بېړنۍ سفر وکړ، چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ته د مصر او غزې تړانګې سره په پوله د فلادیلفیا دهليز په اړه د اسراییل د دریځ په اړه معلومات ورکړي.
د اسراييل د کورنیو چارو وزیر د خبرو اترو له دوام سره مخالفت
د اسرایيل د داخلي امنیت د ښي اړخه وزیر ایتامار بن ګوییر پر خپله اېکس پاڼه له حماس سره د خبرو اترو د پای ته رسولو او پر دغې ډلې د لا زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه.
هغه ټينګار وکړ، هغه هېواد چې شپږ یرغمل یې په سړه سینه وژل کیږي باید له قاتلینو سره خبرې ونه کړي: «د خبرو اترو پر ځای، موږ باید خبرې اترې ودروو، د تیلو او برېښنا لېږد بند کړو او حماس تر سقوط پورې وځپل شي.»
بین ګويیر د یهودي انجیل په نومونو سره د لویدیځ بانک یادونه وکړه او ویې ویل: «دوامداره خبرې اترې به حماس وهڅوي، چې د یهودي او سامریه په ګډون لا زیاتې ترهګري رامنځته کړي.»
د یرغمل شویو او قربانیانو د کورنیو لاريون
په تېرو ساعتونو کې د اسراييلي یرغمل شویو د کورنیو لسګونه غړو او د هغوی ملاتړو په تل ابیب کې د لیکود ګوند د مرکزي دفتر مخې ته لاريون کړی او له حکومته یې وغوښتل، چې د خپلو دوستانو د بېرته ستنولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
لاریون کوونکو یو لوی بینر نیولی وو، چې پکې لیکل شوي وو: «مرګ په کابينې، يرغمل وژني خلک غواړي، چې هغوی بيرته ژوندی را ستانه شي.»
لاريونوالو د هغو شپږو یرغمل شویو کسانو تصويرونه نیولي وو، چې تېره اونۍ د حماس له خوا وژل شوي وو او د حکومت له خوا د اوربند د موافقې په لاسلیکولو کې ځنډ یې د هغوی د مړینې لامل وباله.

د خپلواکو همګټو هېوادونو ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرکز مشر په ازبکستان کې په یوه غونډه کې د داعش د زیاتېدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ. یوګیني سیسویف وویل، د قومونو ترمنځ د دوښمنۍ او د ټولنو د سخت دريځه کولو لپاره د داعش ګواښونه خپل اوج ته رسېدلي دي.
له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان او د خپلواکو همګټو هېوادونو غونډه نن په ورځ پیل شوه او تر پنجشنبې به دوام کوي.
یوګیني سیسویف وویل، د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلواکو همګټو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا د تاشکند د غونډې د اجنډا په سر کې ده.
د هغه په وينا، سره له دې چې په افغانستان کې طالبان د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې هڅه کوي او په دغه هېواد کې وضعيت مخ په ښه کېدو دى؛ خو د داعش ګواښونه لا هم پر ځاى دي.
هغه زياته کړه: «اوس مهال د داعش ګواښونه په خپل اوج کې دي چې موخه یې د ټولنې سخت دريځه کول، د حکومت له جوړښتونو سره کرکه او د قومونو ترمنځ دوښمني ده.»
د شانګهای له غونډې سره هم مهاله په ازبکستان کې د خپلواکو همګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد تمرين ترسره شو.
واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د سیمې ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړې ده.
د داعش د ګواښونو د زیاتوالي په اړه دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کيږي، چې دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې ځانمرګی برید کړی او یو شمېر څارنوالان په کې وژل شوي دي.
د شانګهای همکارۍ سازمان، چې یو شمېر غړي یې د خپلواکو همګټو هېوادونو غړي هم دي د همدې کال په وري میاشت کې پر طالبانو غږ وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډولو د ځپلو په برخه کې، چې د دغه سازمان غړي ګواښي خپلي ژمنې عملي کړي.

د پاکستان په بلوچستان کې د پنځویشتم او شپږویشتم اګست تر منځه شپه کې د بلوچستان لبریشن ارمي یا بي ایل اې نومې بیلتون خوښې وسله والې ډلې بې ساري پراخ بریدونه وکړل.
په دغه شپه بي ایل اې د بلوچستان په کم نه کم لسو ضلعو کې په پوځي قرارګاوو، د پولیسو په مراکزو او او نورو دولتي موسساتو هم اهنګ بریدونه وکړل چې د مطبوعاتو د راپورونو له مخې د سلو تنو شاوخوا مړه او نور ګڼ کسان ټپیان شول.
د بي ایل اې په دغو بریدونو کې چې د سوونو کیلومترو په ساحه کې په یو وخت تر سره شول، غټ سرکونه هم تړل شوي وو او بلوڅو سرمچارو یا سرښندونکو په سړکونو پاټکونه لګولي وو او د موټرو او بسونو تلاشۍ یې اخستلې.
کراچۍ نه کوټې ته تلونکې پټلۍ هم څو ځایه تخریب شوه.
په لاسبیلا نومې ضلع کې په یوه پوځي مرکز باندې بریدګرو کې دوه تنه ځان مرګي هم وو.
په دوی کې یوه مایل بلوڅ نومې ځوانه محاصله وه چې د حقوقو په فاکولته کې یې په اتم سمسټر کې درس وایه.

دا خبره د یادونې ده چې شپږ ویشتم اګست د بلوڅانو د یوه پیژندل شوي سیاسي او قومي مشر نواب اکبر خان بګټي د شهادت ورځې سره سمون خوري.
په کال ۲۰۰۶ کې د اګست په شپږ ویشتمه د پاکستان د پوځي دکتاتور جنرال مشرف په امر نواب اکبر بګټي د پوځ په یوه برید کې وژل شوی و.
نواب اکبر بګټي یو وخت د بلوچستان والي او سروزیر هم پاتې شوی و.
بي ایل اې د خپلو بریدونو لپاره د دغې نیټې انتخاب د دې خبرې زبادولو لپاره کړی و چې بلوڅ ولس خپل شهیدان او مشران هیر کړي نه دي.
یو بل مهم او د یادونې ټکی دا دی چې د جولاۍ د میاشتې په اته ویشتمه نیټه په بلوڅانو کې د اوسني وخت تر ټولو زیات او پراخ محبوبیت لرونکي سوله ییز سیاسي سازمان-چې د بلوچ یک جهتۍ کمیټېیا د بلوڅانو د پیوستون کمیټه یا BYC په نوم پیژندل کیږي- په ګوادر کې د لکونو تنو په ګډون د بلوڅو د معلوم تاریخ تر ټولو غټه غونډه جوړه شوې وه، چې د بلوڅو د ملي غونډې په نوم یاده شوه.
د دې غوندې د جوړیدو هدف په بلوڅانو باندې د پاکستان د ظلم او زیاتي غندل و او په خصوصي ډول د هغو زرګونو بلوڅو د خلاصولو غوښتنه وه، چې د پاکستاني پوځ او استخباراتو له خوا تړي تم شوي.
دا خبره هم باید په ګوته شي چې د بلوڅو د پیوستون کمیټې مشره يوه ځوانه ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ده او د ګوادر په پرتمینه غونډه کې هم زرګونو ښځو ګډون کړی و.

د پاکستان حکومت په ګوادر کې د بلوڅو د ملي غونډې د مخنیويلپاره ډیرې هلې ځلې وکړې او ډیرې موانع یې ایجاد کړې خو په لکونو بلوڅانو خپل ځانونه ګوادر ته ورسول.
په لارو باندې د پولیسو سره په اخو ډب کې درې بلوڅان مړه شول او ګڼ شمیر نور یې هم ټپیان شول.
دغه پروتست دوه اونۍ ادامه وکړه او د بلوچستان مختلفو سیمو ته خور شو او په ملیونونو بلوځانو په کې برخه واخسته.
د پاکستان او بلوڅانو تر منځ شخړه څه نوې نه ده. پاکستان په ۱۹۴۷کې جوړ شو، تر دې وخته بلوڅانو د کلات په نوم خپل بیل دولت درلود او د کلات خان احمد یار خان یې واکدار و.
کلات د هند برخه نه و، که څه هم په نولسمه پیړۍ کې د انګلیسانو پوځ کلات اشغال کړ او په خپله تحت الحمایه سیمه یې بدل کړ.
خو بیا هم کات داخلي خودمختاري درلوده، نو چې کله انګلیسان له هندوستان ووتل نو د کلات خان د آزادۍ اعلان وکړ.
یو کال کلات مستقل پاته شو، په ۱۹۴۸ کې پرې پاکستان برید وکړ او کلات یې اشغال کړ، په زور یې په پاکستان ورګډ کړ.
د کلات د خان کشر ورور شهزاده عبدالکریم غره ته لاړو او وسله واله مبارز یې پیل کړه.
دا د پاکستان په ضد د بلوڅو وړومبی وسله وال پاڅون و.
له ۲۰۰۶ پیل شوی وسله وال پاڅون په تیرو ۷۷ کلونو کې پنځم وسله وال پاڅون دی، خو اوس په یوه میاشت کې د یوه بل سره ډیر نزدې او پرله پسې په تیرو ۷۷ کلونو کې تر ټولو ستر ولسي پاڅون او وسله وال پاڅونونه د دې خبرې ثبوت دي چې د بلوڅو ملي غورځنګ یو نوی قوت موندلی دی.
بلوچستان د جغرافیاپه لحاظ تر ټولو غټ ایالت دی، چې د پاکستان د ټولې جغرافیا ۴۴ فیصده ساحه تشکیلوي، خو نفوس یې د شلو میلیونو نه لږ څه کم دی.
په دې کې تر نیمايي شاوخوا پښتانه دي. په دې خبره پوهیدل لازم دي چې پښتانه په خپله تاریخي خاوره اوسیږي، خو په ۱۹۶۹ کې پاکستان کلات او د پښتنو سیمه په یوه ایالت کې ګډ کړل او په کوټه کې څو لکه هزاره ګان هم ژوند کوي.
بلوچستان د طبیعي وسایلو له اړخه ډیر غني دی، چې د نفتو، ګاز، سرو زرو او نورو اومو موادو غټې زیرمې لري.
د بحر هند په غاړه پروت بلوچستان ۸۰۰ کیلومیتره سمندري ساحل لري. د پاکستان ټول سمندري ساحل ۱۰۵۰ کیلومیتره اوږد دی.
بلوڅ ملی ګرایان وايي،چې په ایران کې هم د بحر هند په غاړه زیاتره سیمه د بلوڅو ده. چابهار بندر د بلوڅو په سیمه کې دی، نو خلیج فارس باید خلیج بلوڅ وبلل شي.
بلوڅانو سره تر ټولو غټ تشویش دا دې چې د پاکستان حکومت د دوی طبعی منابع چور کوي او داسې پلان لري چې د اقتصادي پرمختګ د پلانونو تر پردې لاندې د نورو قومونو خلک د بلوڅو خاورې ته راولي او بلوڅ په خپله خاوره باندې په یوه اقلیت بدل کړي.
پاکستان د بلوڅو د بیا بیاغوښتنو باوجود دا تضمین نه دی ورکړی چې هغه به دا کار نه کوي.
د هند د بحر په غاړه پروت بلوچستان تل د جنوبي اسیا، غربي اسیا او مرکزي اسیا په منځ کې ستراتیجک اهمیت لري، خو د سیمې او نړۍ په نویو پرمختګونو کې د بلوچستان ستراتیجیک اهمیت لا پسې سیوا شوی دی.
د پاکستان او چین تر منځه د CPECپه نوم جوړیدونکې اقتصادی شاهراه د بلوچستان بندر ګاه ګوادر ته غځیږي، دغه شاهراه له یوې خوا چین ته د شرق میانه سره د تجارت لپاره د وصل کیدو لنډه لاره ورکوي، نو له بلې خوا د بحر هند په غاړه او خلیج فارس ته نزدې د ګوادر سترا تیجیکه بندرګاه د چین په اختیار کې ورکوي.
اوس چې د امریکا او چین تر منځه د نوي ساړه جنګ په نتیجه کې بحر هند د پوځيسیالیو په ساحه بدلیږي،نو د ګوادر بندر په لاس کې لرل د دواړو زبرځواکونو لپاره غټ اهمیت لري.
په بلوچستان کې سیاسياو وسله وال پاڅونونه هند ته موقع مساعدوي چې په کشمیر کې د پاکستان د لاسوهنو غچ په بلوچستان کې واخلي، خو بهرحال بلوڅ تر ټولو وړومبې د خپل ملي سرنوشت په ټاکلو کې زیاته دلچسپی لري.
د بلوچستان مسله د پاکستان د جنرالواکۍ د لاسه ورانه شوی ده چې د خبرو اترو له لارې د مسلې سیاسي حل ته د کیناستلو په ځاې په بلوچستان پوځي حل تحمیلوي .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ فلسطینیانو وژل شوي دي. دا شمېر د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ یوازې په شمالي او سوېلي برخو کې ثبت شوی دی.
په دې کې د خان یونس ښار ختیځه برخه هم شامله ده، چیرته چې د نن سهار راهیسې د درنو توپونو ډزې روانې دي.
بل خوا، په د غزې په مرکزي ښار دېر البلاح کې اسراییل د لاقصی د شهیدانو روغتون ته څېرمه د استوګنې یوه ودانې په نښه کړه، چې له امله یې ۵ ماشومان ټپیان شول.
اسراییلي پوځ د لویدیځې غاړې په طولکرم سیمې د ډرون برید وکړ، چې یو ۱۴ کلن هلک او ۱۶ کلنه نجلۍ یې په جنین کې ووژل.
همدا راز، د غزې په جبالیا کې د (یو ان ار ډبیلیو اې) کډوالۍ کمپ کې د اسراییل برید په داسې حال کې اته کسان ووژل چې د ډوډۍ پلورونکي په کتار کې ولاړ وو.
فلسطیني چارواکو پرون (د دوشنبې په ورځ) ویلي وو اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ فلسطینیان وژلي دي.
د الجزیرې د رايور له مخې؛ د تېر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره او ۸۱۹ فلسطینیان وژل شوي او ۹۴ زره او ۲۹۱ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا، د حماس په مشرۍ وسله والو د تېر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید کې، یو زرو ۱۳۹ اسراییلیان او بهرنیان وژلي وو.

د ایران د نفوسو د څېړنې انسټیټیوټ ویلي، چې تېر کال د ښځو د واده اوسط عمر ۲۴ او د سړو ۲۸ کلونو ته رسېدلی و. د دغو معلوماتو له مخې؛ په ایران کې له ۱۳۹۰ کال راهیسې د ودونو شمېر کم شوی دی.
د ایران د نفوسو د څېړنې د انسټیټیوټ مشر محمد جواد محمودی د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) له ایسنا خبرې اژانس سره په خبرو کې په ایران کې د ۱۳۴۵ او ۱۴۰۲ کلونو ترمنځ د ودونو د ارقامو پرتلیز تحلیل ترسره کړی.
د ۵۷ کلونو په دې موده کې د واده اوسط عمر د ښځو لپاره پنځه نیم کاله او د نارینه و لپاره درې نیم کاله زیات شوی دی.
د دې احصایې له پیل څخه تر ۱۳۹۸ کال پورې، یعنې په ۴۴ کلونو کې د ثبت شویو ودونو شمېر له ۱۵۲ زرو او ۴۱۱ قضیو څخه ۸۹۱ زره او ۶۲۷ قضیو ته لوړ شوی، چې دا په ایران کې له نیمې پېړۍ څخه د ډېرو ثبت شویو ودونو تر ټولو لوړه شمېره ده.
له ۱۳۹۰ کال راهیسې د ودونو شمېر کم شوی، چې له همدې امله تېر کال ۴۸۰ زره او ۸۶۸ ودونه ثبت شوي دي.
د دغو څېړنو شمېر ښيي، چې په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د هرو زرو کسانو لپاره ۵/۷۶ ودونه ثبت شوي دي.
محمودي وويل، په تېرو درېيو لسيزو کې د ودونو په شمېر کې زياتوالى يا کموالى په بشپړه توګه له ١٨ څخه تر ٢٣ کلونو عمر د کمښت سره سمون لري چې په ايران کې له څه د پاسه يوې لسيزې مخکې په پرتله کم شوى دى.