د م.م. امنیت شورا ځینو غړو پر طالبانو غږ کړی چې د امر بالمعروف قانون دې ژر تر ژره لغوه کړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف د نوي قانون د پلي کیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د امر بالمعروف د نوي قانون د پلي کیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو هېوادونو، بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د دغه قانون د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه یې وکړه.
د اکوادور، فرانسې، ګیانا، مالتا، موزمبیق، سویلي کوریا، سریلانکا، سلوانیا، سویس، بریتانیا، امریکا او جاپان سفیرانو د جمعې په ورځ (د وږي ۱۶مه) دغه اعلامیه په ګډه خپره کړه.
دوی د نړۍ له هېوادونو او سازمانونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د طالبانو په سیاستونو کې بدلون راولي.
د دغو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د دوامدار جنسیتي تبعیض او ظلم په کلکو ټکو غندو.»
په دې اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د طالبانو نوي قانون پر ښځو پراخ محدودیتونه لګولي او امر بالمعروف ته یې پراخ واک ورکړی دی.
دغو هېوادونو ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون د افغانانو پر ژوند منفي اغېز لري او د دوی د اندېښنې لامل ګرځي.
په اعلامیه کې راغلي: «طالبان باید د افغان ښځو او نجونو غږ واوري او د هغوی د زده کړې، کار، د بیان ازادۍ او په ټولنه کې د حضور حق ته درناوی وکړي. دا مساله د یو باثباته، سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره اساسي شرط دی.
همدا راز، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغو غړو د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د دغه قانون د لغوه کولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون توشیح د افغانستان دننه او بهر کې پراخې نیوکې راپارولي. خو دا لومړی ځل دی چې د امنیت شورا ځینو غړو دغه قانون غندلی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ادعا کوي، چې دا له پخوا د یهودیانو پلان دی، چې مسلمانان پخپل دیني قشر بدګمانه کړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي د جمعې په ورځ ( د وږي ۱۶مه) پر اېکس خواله رسنۍ د ندیم د وینا یوه ویډیو خپره کړې چې وایي: « په فیسبوک او ټویټر (اېکس) کې د دنیا ټول مرتدان ځای پر ځای دي، نه د عالم (ملا) عزت پیژني، نه د مجاهد عزت پیژني، نه د اسلام عزت پیژني نه د قران عزت پیژني.»
ندیم اېکس (پخوانی ټویټر) او فیسبوک ته په اشارې سره وایي: «پښتو لیکلي خو خبرې یې د کافرو وي، د مسلمان نه وي. تاسو ټویټر (اېکس) ته مخ واړوی کله درته وایي اسلام ناقص دی نعوذ بالله، د عالم علم ته ښکنځل کوي. زموږ د ټولو فقهاو دا فیصله ده چې استیضاح د عالم او استیضاح د رجال الله سړی له اسلام څخه اوباسي او کافر کوي یې.»
تمه کیږي چې وروسته له دې به هغه کسان هم مجازات شي چې د ملایانو خبرې نقد کړي یا پرې نیوکه وکړي.
مولوي ندیم د افغانستان له خلکو غوښتي چې په هر مسلک کې چې دي خپل اسلام، مشرانو او نظام ته دې متوجه شي او د خپل وطن او شریعت دفاع دې وکړي.
مولوي ندیم د محمد تونسي په نوم د یوه عالم له قوله وویل: « چې یهودو دا تصمیم نیولی چې چې مسلمانان پخپل دیني قشر بدګمانه کړي.»
هغه زیاتوي: «د هغه تښتیدلو، غربي فکر باندې روزل شوو او پردیو غیږو کې پرتو کسانو پر ټویټونو، ویناو او خبرو باور نه دی پکار.»

د طالبانو د کندهار عامې روغتیا ریاست د دعوت او ارشاد مدیریت یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی دی، په دغه ولایت کې د ټولو روغتیايي مراکزو پر ښځینه پرسونل نوي بندیزونه لګولي دي. په مکتوب کې راغلي چې ښځینه پرسونل دې ځانګړی حجاب ولري او پرته له محرمه دې تګ او راتګ نه کوي.
د طالبانو د کندهار د عامې روغتیا وزارت د دعوت او ارشاد مدیریت مکتوب د وږي ۱۱ مه ددې ولایت ښار او ولسوالیو ټولو صحي مراکزو ته لېږلی شوی دی.
دا مکتوب چې ۱۳ مادې لري چې د ریاست د دعوت او ارشاد مدیر مفتي عبدالرازق حقاني لاسلیک کړی دی.
د مکتوب په دریمه ماده کې راغلي چې د کندهار په ښار او ولسوالیو کې د عامې روغتیا مراکزو کې ښځینه پرسونل ته لارښونه شوې ده، چې د امربالمعروف وزارت د حجاب طرحه عملي کړي.
په څلورمه ماده کې راغلي چې ښځینه ډاکترې او پرسونل باید د دندې ترځایه او بېرته کور پورې تګ او راتګ له شرعي محرم سره وکړي.
په بله ماده کې راغلي چې صحي مراکزو کې باید له اړتیا پرته مردانه او زنانه پرسونل سره کډ نه وي.
په شپږمه ماده کې بیا په صحي مراکزو کې له ښځینه پرسونل او مراجعینو غوښتنه شوې چې په لوڅ مخ ونه ګرځي.
د مکتوب په بله ماده کې راغلي، چې نارینه پرسونل له رسمي ضرورت پرته نشي کولی ښځینه وارډونو ته ورشي او که ورځي هم باید ښځې پرده وکړي.
همدراز په دغه مکتوب کې راغلي، چې له ښځینه صحي پرسونل سره باید د ټرینینګونو په وخت کې محرم موجود وي.
د مکتوب په یوولسمه اماده کې راغلي چې ښځینه صحي پرسونل دې د دندې پرمهال له ارایش یا میک اپ څخه ډډه وکړی.

په مکتوب کې راغلي چې ښځينه صحي پرسونل دې له غټو موبیلونو کارول لاس واخلی.
له کندهاره سرچینې وايي چې د طالبانو د امربالمعروف قانون تصویبېدو وروسته دغه ډله هڅه کوي چې په ټولو خلکو دغه قانون عملي کړي.
په دې قانون کې طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو حضور د نارینه محرم تابع ګرځولی او په عامه ځایونو کې یې د ښځو غږ «عورت» بللی دی.
د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې د وږي په ۱۴مه وویل چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت قانون موخه «په بشپړه توګه له عامه ډګر څخه د ښځو لرې کول» دي.
رینا امیري وايي: «له طالبانو سره زموږ د صبر کاسه نوره مخ په نسکورېدو ده.»

د پښتونخوا سر وزیر وايي، له اسلام اباده یې په دغه صوبه کې د سولې په اړه له افغان طالبانو سره د خبرو اترو اجازه غوښتې ده. علي امین ګنډاپور وايي، که حکومت ورته اجازه ورنه کړي، نو د سر وزیر په توګه به قومي مشرانو ته لارښونه وکړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
علي امين ګنډاپور د پنجشنبې په ورځ د وږي په ١٥مه، له قومي مشرانو او د ګوندونو له استازو سره په ليدنه کې وويل: په دې صوبه کې سوله په يوه سوله ييز افغانستان پورې اړه لري.
هغه ټینګار وکړ، چې د اورپکۍ له منځه وړلو لپاره یوې مشخصې پالیسۍ او مهال ویش ته اړتیا ده.
د پښتونخوا سر وزیر اعتراف کړی چې ډېر ژر به په دې اړه د ایالتي عالي کمېټۍ غونډه راوبولي او له طالبانو سره به د سولې خبرو ته کېني.
ښاغلي ګنډاپور وویل: «د خلکو له ملاتړ پرته جګړه نه شي ګټل کېدای. "حکومت باید د دې ریاست له خلکو سره په همغږۍ د وسله والو پر ضد پوځي عملیات وکړي."
دغه پاکستاني چارواکي یادونه وکړه، چې حکومت باید د امنیتي ستونزو په اړه له قبایلي ولس سره مشورې وکړي او د حل لپاره یې عمل وکړي.
علي امین ګنډاپور چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړی دی، د قبایلي سیمو په اړه د دغه هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د تحریک انصاف د مشرانو پر ضد د دوسیو جوړول"بې انصافي" ده.
له دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۱۵مه په یوه خبری غونډه کښې وویل: د دغه هېواد د ګاونډیانو په خلاف د ترهګرۍ لپاره د افغانستان د خاورې کارول یوازې د اسلام اباد د اندېښنې وړ خبره نه ده. "
هغې زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځیو په اړه شواهد وړاندې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه په ګوته شوي دي. هغې له افغان طالبانو هم وغوښتل چې د دغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي او ډاډ ورکړي چې دغه ډلې به پر پاکستان بریدونه نه کوي.

د طالبانو حکومت د امریکا ډرون برید کې د خپل یوه وژل شوي قومندان سنګین ځدراڼ په تړاو د شمالي وزیرستان د اوسېدونکي طالب قومندان محب الله تبسم ویډیو خپره کړې ده. نوموړی په دغه ویډیو کې په افغانستان کې د جمهوریت او بهرنیو ځواکونو پرضد د جنګېدو کیسه کوي.
د حقاني شبکې قومندان په ملا سنګین مشهور سنګین ځدران د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په ۶ شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې له شپږو وسلوالو سره ووژل شو.
ملا سنگین د امریکا د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل و.
د دې ډلې اړوند جلال بنسټ د مولوي سنګین ځدراڼ په اړه یو مستند خپور کړی، چې د هغه په جنګي سابقه او جګړه ییزو تاکتیکونو پکې د هغه نږدې ملګري او د پاکستاني طالبانو غړي غږیدلي دي.
په دوی کې د شمالي وزیرستان اوسېدونکی او د سنګین یو قومندان محب الله تبسم هم دی.
د طالبانو د کابل لپاره د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران د نوموړي د ویډیو خپرولو سره لیکلي: «وزیرستانی جهادي قومندان حافظ محب الله تبسم د ملا سنګین د بهادرۍ کیسه کوي.»
ښاغلی تبسم د ملا سنګین په هکله وايي، چې یوه ورځ یې د خوست د تڼیو ولسوالۍ په ورژله کې برید درلود: «خو الوتکې راغلې، جېټ الوتکه چې پر موږ را ټیټه شوه، ټول طالبان څملاستل، خو ما چې وطن وکوت مولوي صیب هماغسې ولاړ و.»
نوموړی وايي، له همدې سره پوه شو، چې ملا سنګین څومره «بهادر او زړور دی.»
د وزیرستاني طالبانو بل قومندان مولوي احسان الله احسان هم نوموړی «اتل» بولي او وايي، چې له سنګین سره به د وزیرستان وسلوال هم تلل او تر دوه دوه نیم سوو به وژل شوي وي.
ملا سنگین په سوېل ختیځ زون په تېره خوست او پکتیکا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېده.
د هغه نوم هغه وخت ډېر مشهور شو، چې په ۲۰۰۹ کال یې یو امریکايي پوځي یې وتښتاوه.
تر څو کلونو وروسته د بو برګډال په نوم دا پوځي ۲۰۱۴ کې له ګونټنامو د طالب مشرانوعبدالحق واثیق، ملا نورالله نوري، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه او ملا محمد نبي په بدل کې خوشي شول.
ملا محمد نبي عمري چې اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال دی وايي، زوی ته یې ملا سنګین ویلي و چې پلار دې پرې خوشی نه کړم، دا امریکایی به نه وپلورم او نه به یې چا ته ور کړم.
ملا سنګین په خوست او پکتیکا کې د افغان ځواکونو او په قبایلو کې د پاکستان پرضد له ټي ټپي سره په عملیاتو کې برخه درلوده نوموړی د دې دوه ګوني شخصیت له امله د دواړو غاړو په وسلوالو کې ډېر محبوبیت پیدا کړی و.
په همدې سبب ځینې سرچینې وايي، چې د حقاني شبکې بنسټګر په وسلوالو کې د نوموړی له ډېر نفوذ وېره درلوده او پاکستان یې هم د خپلو ځواکونو پرضد بریدونه زعملی نه شول.
د مولوي سنګین او حقانيانو ترمنځ په ۲۰۱۱کال کې د سنګین د تره زوی د مرګ پر سر اړیکې خرابې شوې.
د سنګین د تره زوی په میرانشاه کې ورک شوی و او څو ورځې وروسته یې خلکو مړی چشمه پل سیمې ته نږدې وموند.
سنګین د هغه د مرګ په تور د ازبک جنګیالیو د قوماندان سید کریم کسان ونیول، خو له څیړنو وروسته یې په دې پېښه کې د سراج الدین حقاني ماما، حاجي مالي خان ښکیل وباله.
د مالي خان په اړه شک و، چې سنګین د ده د ملګرو په همکارۍ وژل شوی او د سنګین پر وروڼو شک و، چې مالي خان ددوی په اطلاع امریکایانو نیولی.
حقانیانو ته یوه نږدې سرچینه وايي، چې د مولوي سنګین او حقاني ډلې ترمنځ په دې مساله اړیکې ترینګلې شوې، خو د القاعدې په منځګړتوب دغه شخړه له بګرام زندان نه د مالي خان تر بیرته ستنیدو پورې وځنډیده.
مالي خان، چې د حقاني شبکې مهم او باوري کس ګڼل کیږي، د ۲۰۱۱کال د اکتوبر پر ۱۱مه په جاني خېلو ولسوالۍ کې د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ونیول شو.
حقاني شبکې وروسته په خوست کې دده پرځای حاجي حبیب وټاکه. خو د شمالي وزیرستان د چشمه پل له پېښې وروسته د خوست په صبریو او سپیرې ولسوالۍ کې د هغه د کورنۍ دوه نور غړي هم ووژل شول.
د دې سرچینو په خبره، ښايي دا دوه هغه لاملونه وي چې د ۲۰۱۳ کال سټمپر په شپږمه ملا سنګین د امریکا بې پیلوټه الوتکه کې ووژل شو..

مولوي سنګین، چې په فاتح مشهور و، د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ د تنګي کلي اوسیدونکی و.
نوموړی په۱۹۷۴ کال د شمالي وزیرستان په دته خیلو کې پیدا شوی و.
سنګین د مولوي جلال الدین حقاني تر قوماندې لاندې په پکتیکا کې د هغه د ډلې نظامي مسوول و.
ځدراڼ د نظامي مهارتونو ترڅنګ د ولسي قضایاوو او شخړو په حل کې هم ځانګړی مهارت درلود. د سنګین تر قوماندې لاندې په ۲۰۰۶کال کې د پکتیکا پر نکې ولسوالۍ، چاربران، زیړوک او ګیان ولسوالیو او ورسره نږدې امریکايي ځانګړو ځواکونو، په لواړه کې د امریکایانو پر کمپاین مکرر بریدونه وشول.
د ده جنګیالیو اکمالاتی کاروانونو ته دوامداره کمینونه نیول ،چې بالاخره امریکایان مجبور شول د لواړه کمپاین پریږدي.
د سنګین تر مرګ وروسته د نوموړي پرځای د هغه ۱۸کلن ورور فاروق جان ځدراڼ وټاکل شو خو هغه هم په واڼه کې پاکستاني ځواکونو وواژه.
فاروق ځدراڼ ترقومندانۍ وړاندې د میرانشاه بازار په مالاخان سرای کې د موټرو د پرزو دوکان درلود.
وروسته بلال فاتح ته چارې وسپارل شوې چې له داعش سره په جګړو کې یې ټاکونکی رول ولوباوه، اما د طالبانو واکمنېدو سره د سنګین ډله ډډې ته کړل شوه.

دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انترنشنل ته وویل، طالبانو له جرمني غوښتي چې برلین او بن کې د تېر حکومت د ديپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي. سرچینې زیاتوي طالبان د جمهوریت د وخت د دیپلوماتانو د مصونیت لغوه کېدو سره غواړي جرمني ته خپل کسان ولېږي او کنټرول خپل کړي.
د دی په خبره، اړوند دیپلوماتانو له طالبانو سره د تعامل هڅه کړې، خو طالبانو تعامل رد کړی.
سرچینې وايي کله چې د مجرمو افغانانو ستنولو په اړه برلین له طالبانو سره په دوحه کې خبرې پیل کړې؛ نو د طالبانو ترې وغوښتل د افغانستان سیاسي نمایندګیو کونسلي برخې د طالبانو په واک کې ورکړي.
ديپلوماتیکو سرچینو د افغانستان انټرنشل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي، چې جرمني هم د طالبانو غوښتې ته د هو ځواب ویلو سره په برلین او بن کې د افغانستان سیاسي نمایندګیو سره تماس نیولی دی.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت افغان ډیپلوماټاتو ته ویلي، طالبانو ترې غوښتي چې په برلین او بن کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر او سرکونسل په کډون د دېپلوماتانو دېپلوماتیک مصونیت لغوه کړي، ځکه باید دوی په اړه تصمیم ونیسي.
طالبانو دوه میاشتې مخکې د برلین او بن په شمول یو شمیر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان زیاتره سیاسي نمایندګیو کونسلي چارې بې اعتبارې اعلان کړې دي.
دغه سرچینې زیاتوي د طالبانو له دې ګام سره « دوی غوښتل له طالبانو سره تعمل وکړي خو طالبانو نه یوازې د کونسلي چارو کې تعمل غوښتنه کوله بلکې د بیعت لفظ یې هم کاراوه.»
دغه ديپلوماتیکي سرچیني وايي طالبان په دې هڅه کې دي، چې د کونسلي چارو کنټرول ترڅنګ د پخواني حکومت دېپلوماتانو دیپلوماتیک مصونیت لغوه کړي؛ ترڅو پر جرمني د کابل نوي ديپوماتان ومني.
د دوی په خبره، که د جرمني حکومت د طالبانو غوښتنه ومني او له دوی ديپلوماتیک مصونیت واخیستل شي نو مجبور دي چې په کوربه او یا هم نورو بهرنیو هېوادونو کې سیاسي پناه واخلي.
د جرمني په برلین او بن کې د افغانستان په سیاسیو نمایندګیو کې شاوخوا ۱۴ دیپلومات په کار بوخت دي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو د معلوماتو له مخې، په مونیخ کې د افغانستان کونسلګرۍ له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې په ناروې کې د افغانستان پر سفارت هم ورته فشارونه شته، چې دغه استازولي هم له طالبانو سره تعامل وکړي.
