• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خوست کې د طالبانو مرستیال والي د دې ډلې ځواکونو ته امر کړی چې «هر ډول تیري ته ځواب ورکړي»

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۱۲ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو مرستیال والي محبوب شاه قانت د دغې ډلې سرحدي ځواکونو ته امر کړی چې «پر افغان خاوره هر ډول تیري ته ځواب ورکړي.» د طالبانو رسنیو دغه څرګندونې په خوست کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ له جګړې یوه ورځ وروسته خپرې کړې.

د طالبانو تر ولکې لاندې ځينو رسنيو د (وږي په ١٨مه) خبر ورکړى، چې د خوست ولايت لپاره د طالبانو د والي مرستيال محبوب شاه قانت د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې له قومي مشرانو او د طالبانو سرحدي ځواکونو سره په لیدنه کې ويلي، چې هیچا ته اجازه ورنه کړئ چې پر افغانستان تیری وکړي.

د طالبانو دغه سیمه ییز چارواکی په داسې حال کې پر افغان خاورې د تیري کوونکو د ځپلو امر ورکړی، چې د شنبې په ورځ د پاکستاني پوله ساتو ځواکونه او طالبانو تر منځ نښته بیا رامنځته شوه.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، دواړو لورو له درنو وسلو کار اخیستی او د پاکستان له لوري یو شمېر مرمۍ په افغانستان کې د خلکو پر کورونو هم لګېدلې دي.

په افغانستان کې د دغو مرمیو د احتمالي زیانونو په اړه لا هم معلومات نه شته.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې د طالبانو له لوري یوه هاوان مرمۍ په کورمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته لګیدلې چې له امله یې د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، چې یاده مرمۍ د افغانستان له خوست ولایت څخه توغول شوې وه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د پارلمان غړی وايي چې بهرني وګړي باید په ایران کې د پاتې کیدو لپاره ضمانت کیږدي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د ايران پارلمان د کمیسیون مشر وايي، دغه کمیسیون د یوې مصوبې له لارې ايران ته د بهرنيو وګړو له ننوتلو وروسته پر هغوی ضمانت حتمي کوي. محمد صالح جوکار وويل، چې د دغه فرمان له مخې به له هغو بهرنيانو څخه چې په ايران کې د پاتې کېدو اراده لري، د ضمانت په ډول پيسې اخيستل کېږي.

هغه څرګنده کړه: «دغه ضمانت به په ایران کې د پاتې کیدو له پای ته رسیدو وروسته د بهرنیو وګړود پر وخت وتلو تضمین کوي چې اندازه به یې د کورنیو چارو وزارت لخوا ټاکل کیږي.»

د هغه په ​​وينا، دغه ضمانت به له ايران څخه د وتلو پر مهال بېرته هغه کس ته ورکړل کیږي.

ایرنا خبری اژانس د شنبې په ورځ د محمد صالح جوکار په حواله راپور ورکړ چې د ایران د پارلمان د کمیسیون په غونډه کې د بهرنیو وګړو د تنظیمولو په موضوع خبرې وشوې.

افغانان په ایران کې د کډوالو تر ټولو زیات شمېر جوړوي.

محمد صالح جوکار زياته کړه: «د مجلس د کمیسیون د پريکړه ليک له مخې د بهرنيو وګړو د معلوماتو د ثبتولو تصميم ونيول شو.»

هغه همداشان وویل چې د ایران د کورنیو چارو په وزارت کې به د رهبرۍ شورا تر عنوان لاندې یوه شورا جوړه کړي، چې د بهرنیو وګړو په موضوع پورې اړوند د ۲۱ ادارو استازي به په کې غړیتوب ولري.

د هغه په ​​وينا، دغه شورا به د بهرنيو وګړوپه چارو کې د پاليسۍ جوړولو مسووله وي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي، په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

د مسعود پزشکیان د حکومت په راتلو سره په ایران کې د افغان کډوالو لپاره شرایط لاپسې سخت شول.

د طالبانو امربالمعروف وزارت: د لمانځه پر مهال د کار بندول «الهي امر دی»

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۱

د طالبانو امربالمعروف وزارت ویلي، چې د یاد وزارت محتسبانو په نیمروز کې خلکو ته ویلي، چې د لمانځه پر مهال خپل کارونه بند کړي. د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبانو په نیمروز کې خلکو ته ویلي، چې د لمانځه پرمهال د کار بندول «الهي امر دی.»

د دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې لیکلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر محتسبان د نیمروز ولایت جوماتونو ته ورغلي.

د یاد وزارت محستبانو د نیمروز ولایت اوسیدونکو ته ویلي، چې د لمانځه پر وخت باید جومات ته ولاړ شي او خپل ځانونه باید له «اسلامي شریعت» سره سم جوړ کړي.

دغه وزارت ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون پلی کول د دوی مهم او بنسټیز هدف دی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر پر قانون په کور دننه او بهر کې په پراخه کچه نیوکې شوې دي.

د دغو غبرګونو په دوام په یوه غبرګون کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون پر پلي کولو اندېښنې ښودلې او د هغه د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د کمالا هریس د کمپاین دفتر وايي، له طالبانو سره د ټرمپ جوړجاړی د «ناوړه پایلو» لامل شو

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د کمالا هریس د کمپاین مرکزي دفتر وايي، له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ جوړجاړی د «ناوړه پایلو» لامل شو. دغه مرکزي دفتر وویل چې دغه جوجاړي د بایډن ادارې ته له افغانستانه د یوه کړکېچن، خطرناک او ملا ماتونکي ایستلو لپاره ضرب الاجل کېښود.

د کمالا هریس دفتر وايي چې دغه «ناشونی» ضرب الاجل د دې لامل شو چې د بایډن - هریس اداره د منظم وتلو لپاره بې پلانه شي.

د کمپاین مرکزي دفتر ویلي، له افغانستان سره د ټرمپ چلند د هغه د بهرنۍ تګلارې یوه بېلګه ده چې امریکايي پوځیان یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د کمالا هریس د کمپاین د ملي امنیت ویاندې مورګن فنکلسټین، سي بي ایس نیوز ته وویل، «ټرمپ په بې شرمۍ سره د ولسمشر په مرستیال برید کوي ځکه چې هغه هیله لري چې هیواد غولوي چې د هغه خپلې کړنې سرتیرو ته زیان رسوي.»

د ۱۴۰۰ کال په وږي میاشت کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې په یوه ځانمرګي برید کې ۱۶۹ افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول.

مورګن فنکلسټین وویل،«ډونالډ ټرمپ غوښتل چې د سپټمبر د ۱۱څخه څو ورځې مخکې طالبان کمپ ډیویډ ته راولي.»

په وروستیو اوونیو کې، د ټرمپ کمپاین او په کانګرس کې د هغه ملګرو د افغانستان سقوط له یادلو کار اخیستی ترڅو په هریس باندې نیوکې وکړي او د وتلو په وروستیو ورځو کې د ځانمرګي برید خبره کته پورته کوي.

ورته مهال، د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دیموکراتانو دا څېړنې په دوامداره توګه رد کړې، او ټینګار کوي چې دا څېړنې نه شي کولای چې څنګه د ټرمپ د خبرو اترو او طالبانو سره د وتلو تړون چې د هغه د ولسمشرۍ پرمهال د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې لاسلیک شو، چې د بایډن په مشرۍ د افغانستان د سقوط لپاره یې شرایط برابر کړل.

وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې کمالا هریس له ډونالډ ټرمپ لږ مخکې ده.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ ترسره شي.

طالبانو په غور کې د دریو ښځو په ګډون اوه تنه له «کوره د تېښتې او زنا» په تور په دورو وهلي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په غور ولایت کې یې درې ښځې له کوره د تېښتې په تور او څلور نارینه یې د «زنا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۸مه) په یوه خپره پاڼه کې ویلي، چې په غور ولایت کې یې درېیو ښځو ته له کوره د تیښتې په تور او څلورو نارینه وو ته د «زنا» په تور په عام محضر کې سزا ورکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوه تورن کسان یې ۳۹ دورې وهلي او ۳ـ۳ کاله بند سزا یې ورکړې او دوه تورنو کسانو ته یې ۴ـ۴ کاله بند او ۳۹ دورې وهلي دي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یوه تورنه ښځه یې ۳۹ دورې وهلې او یو کال بند او دوه نورې تورنې ښځې یې ۲۹ـ۲۹ دورې وهلې او څلور څلور میاشتې بند سزا یې ورکړې ده.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، پر یادو کسانو یې دغه حکم د یادې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته پلی کړی دی.

طالبانو تېره ورځ هم میدان وردګ او بامیان ولایتونو کې دوه نارینه وو ته د «لواطت» او دوه ښځو ته له کوره د تیښتې په تور په عام محضر کې سزاګانې ورکړې وې.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونه د طالبانو له لوري په عام مضر کې د سزاګانو ورکولو ته غبرګونونه ښودلي خو طالبان نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي.

طالبان وايي، غواړي په دې کار سره شریعت پلی کړي.

طالبانو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې عالي کمیسیون جوړ کړ

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۲۸ GMT+۱

طالبان وايي، د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي لپاره د امکاناتو او توکو له کموالي سره مخ دي او نړۍواله ټولنه دې مرسته ورسره وکړي. طالبان وايي، په افغانستان کې یې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق کچه صفر ته راټيټه کړې ده.

طالبانو د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کمیسیون د جوړېدو او پرانیستې خبر ورکړ.

له نشه‌يي توکو سره د مبارزې کمیسیون کې د طالبانو نږدې ټول وزیران ګډون لري.

طالب چارواکي وايي، نړۍوالو له نشه‌یي توکو سره د مبارزي په برخه کې یواځې پرېښې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، نشه‌يي توکي د افغانستان او نړۍ تر منځ پر اړیکو منفي اغېزې کوي.

نوموړي زیاته کړي: «نشه‌یې توکي که په هیواد کې دننه تولیدیږي یا له بهر راځي، باید مخه یې ونیول شي. د نړۍوالو سره د افغانستان د ولس او نظام پر اړیکو منفي اغېزه کوي، دا یوه نړۍواله موضوع ده او باید کورنۍ موضع نه شي.»

همدارنګه د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب د یاد کمیسیون جوړښت ستاينه کوي خو وايي، نړۍوالو په دې برخه کې خپل مسوولیت په سمه توګه سر ته نه دی رسولی .

د طالبانو له لوري د نشه‌يي توکو پروړاندي د مبارزې کمیسیون د پرانستنې په لومړنۍ ناسته کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وویل، چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزي لپاره د وسایلو او توکو له کموالي سره مخ دي.

نوموړي په دې برخه کې له نړۍوالو د مرستې او د افغانستان د کنګل شوې پانګې د خلاصون غوښتنه وکړه.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ادعا کوي، چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او قاچاق کچه صفر ته نږدې شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «وروستیو وچکالیو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو د افغانستان کرنیز سیستم ډیر سخت زیانمن کړی او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. له نړۍوالې ټولنې‌ غواړو چې د نشه‌يي ‌توکو په له منځه وړلو او کروندګرو ته د بدیل کښت په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.»

همداراز د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معین ملا عبدالحق همکار وايي، په تېرو دریو کلونو کېد نشه‌يي توکو پر ضد ۷۸زره عملیات شوي چې په اړه یې ۲۰زره شکمن کسان نیول شوي، ۱۴۵۰ د بېلابېلو نشه‌يي توکو د تولید کارخونې له منځه تللې، ۱۲۲زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او ۳۷۰۰۰ هکتاره ځمکه له نشه‌يي توکو پاکه شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو څو میاشتې وروسته دغې ډلې د تریاکو پر کښت او نشه‌يي توکو پر کاروبار او قاچاق بندیز ولګاوه.