• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټي ټي پي خپلو وسله والو ته په پاکستان کې د پراخو ډله يیزو او ځانمرګي بريدونو امر کړی

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحريک په يوه اعلاميه کې خپلو جنګياليو ته امر کړی، چې په پاکستان کې پراخ ډله ييز او ځانمرګي بريدونه وکړي. د ټي ټي پي مشر له خپلو کسانو غوښتي، چې پخوانیو سیمو ته ولاړ شي او خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پاکستاني طالبانو تحريک او افغان طالبانو ترمنځ هم اړيکې خرابې شوې دي.

سرچينه زياتوي، چې د پاکستاني طالبانو تحريک څو ورځې وړاندې خپل منځني ناسته کړې او پرېکړه یې کړې، چې د افغان طالبانو له لوري دې پر دوی لګېدلو بنديزونو ته نه ګوري او خپل بريدونه دې زيات کړي.

ویل کيږي، چې د افغان طالبانو په امر ټي ټي پي په پاکستان کې دننه لوی او ځانمرګي بريدونه بند کړي وو، چې له دې وروسته یې د بيا پيل خبرداری ورکړی.

د ټي ټي پي مشر خپلو قوماندانانو ته ویلي: « د افغان طالبانو له خوا پر دوی لګېدلي بندیزونه مه منئ، قوماندانو ته امر کوو هر څومره لوی بریدونه چې کولی شي، ترسره یې کړئ.»

د پاکستاني طالبانو تحريک په يوه تازه اعلاميه کې خپلو قوماندانانو ته د يوالي امر کړی او له هغوی يې هم غوښتي، چې: «له دې وروسته پر ډېورنډ کرښه د عملياتو اجازه لري، تر څو تشکيلاتو ته د ننوتلو لارې خلاصې شي.»

د پاکستاني طالبانو تحريک په اعلاميه کې راغلي، چې په نيول شويو سیمو کې دې د وسلو سره وګرځي: «هغه سرحدي سیمې، چې زموږ د قربانيو په برکت فتحه شوې دي مجاهدين دې مسلح پکې وګرځي.»

په دې اعلاميه کې ټي ټي پي خپلو قوماندانو او سرتېرو ته ويلي، که افغان طالبان یې په کور چاپه وهي او يا وسلې ځني اخلي نو په ګډه دې د خپل ځان او ناموس دفاع وکړي.

ټي ټي پي په دې اعلاميه کې خپلي چارې «دفاعي جهاد» بللې دي او وايي، چې په دې لاره کې د «امام اجازه» شرط نه ده او په سیمه کې ګاونډیانو ته باید د ګډون بلنې ورکول شي.

سرچينه وايي، چې د پاکستان طالبانو تحريک له لوري په مومندو ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو پر یوې اډې لوی بريد پر دوی د لګېدلو بنديزو د ماتېدو پيل دی.

دوې ورځې وړاندې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) په یوې خبرپاڼې کې ویلي وو، چې دوی د مومندو ولسوالۍ په غلنۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې اډې برید کړی او امنیتي ځواکونو ته یې د پراخې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.

د پاکستان ځینو امنیتي سرچینو هم برید تاييد کړی او ویلي یې دي، چې دوی تر دې مهاله دوه ځانمرګي بریدګر وژلي دي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو هلې ځلې پیاوړې او په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت ګډ وډ شو.

د پاکستان د پوځ په ګډون سیاسي ادارې په پاکستان کې د خراب امنیتي وضعیت پړه پر افغان طالبانو اچولې ده او ویلي یې دي، چې ټي ټي پي د پټنځایونو په توګه د افغانستان خاوره کاروي؛ خو افغان طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د شهباز شریف مرستیال: د پاکستان ناامني د چایو د پیالې بیه ده چې فیض حميد په کابل کې وڅښله

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار په پاکستان کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې سره وايي، چې پاکستان په کابل کې د درې ستوري جنرال د چای د پیالې بیه ورکوي. ښاغلي ډار د عمران خان د حکومت «غلطۍ» د ترهګرۍ له زیاتوالي او د پاکستان له اقتصادي ننګونو سره تړلې وبللې.

د پاکستان د لومړي وزير مرستیال چې برېتانیا ته په یوه رسمي سفر تللی، د شنبې په ورځ (د وږي ۱۷ مه) په لندن کې په یوه خبري غونډه کې د عمران خان د حکومت پر سیاستونو او له افغان طالبانو سره پر اړیکو انتقاد وکړ او زياته یې کړه، چې وروستیو ناامنیو او په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتوالی د عمران خان او د هغه وخت د استخباراتو (ای ایس ای) د پرېکړو پایله ده.

نوموړي په ۱۴۰۰ کال د وږي په مياشت کې کابل ته د ای ایس ای د پخواني مشر جنرال فیض حمید سفر او له طالب چارواکو سره د هغه لیدنې ته په اشارې سره وویل: «دا امکان نه لري چې هغه دې د عمران خان له اجازې پرته کابل ته سفر کړی وي.»

په لومړیو ورځو کې چې طالبان د کابل پر ښار واکمن وو، جنرال فيض حميد کابل ته سفر وکړ او د افغانانانو د پراخو اعتراضونو سره مخ شو.

دا سفر پر داسې مهال وشو، چې په پنجشير کې لا هم د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ جګړه شروع وه.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار له زندانونو څخه د وسله والو د خوشي کولو په اړه د جنرال فیض حمید پرېکړه په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ د خپرېدو لامل وګڼله او ویې ویل: «هغه کسان، چې په هغه وخت کې خوشې شوي وو په بلوچستان کې د ترهګرۍ اصلي طراحان وو.»

جنرال فیض حمید کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره وکتل او ځینو رسنیو هغه د «طالبانو د کابینې طرح» کوونکی بللی و.

د کابل په سرینا هوټل کې د چای له پیالې سره د هغه یو عکس د خبرونو سر ټکی شو، هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هرڅه به سم شي.»

کابل ته د فیض حمید د سفر په ورځو کې په کابل، مزارشریف او نورو ښارونو کې د «مرګ پر پاکستان» په شعارونو سره لاریونونه وشول.

له دغه سفر شاوخوا درې کاله وروسته د زمري په ۲۲مه د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیول شوی دی.

پوځ اعلان وکړ، چې هغه د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوایۍ په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې پروسه پیل شوې ده.

ویل کیږي، چې د عمران خان حکومت او په ځانګړې توګه جنرال فیض حمید له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې؛ خو په دې وروستیو کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.

د پاکستان اوسني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې خونړي بریدونه د پاکستان طالبانو تحریک له خوا د افغانستان څخه پلانيږي.

خیبرپښتونخوا کې په مخامخ ډزو او چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او درې ټپیان دي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا سوېلي وزیرستان په واڼه کړېکوټ سیمه کې د جمیل په نوم د یوه قومي مشر په موټر چاودنه شوې چې د هغه ځوان زوی په کې وژل شوی او د ده په ګډون یې د کورنۍ درې تنه ټپیان دي. لکي مروت کې هم دوه وروڼه او واڼه کې یو تن په ډزو وژل شوی.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وږي ۱۸مه) راپورونه خپاره کړي چې د سوېلي وزیرستان واڼه په کړېکوټ سیمه کې د یوه قومي مشر جمیل په موټر د سړک غاړې ماين چاودلی چې د هغه ځوان زوی په کې وژل شوی او د ده په ګډون یې د کورنۍ درې تنه ټپیان شوي.

ویل کیږي، ټپیان نږدې روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي.

د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې دوه وروڼه نا څرګندو وسله والو په مخامخ ډزو وژلي، ویل کیږي دغه کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وو، خو خپله دغه غورځنګ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې په اړه وسله والو ډلو لا څه نه ویلي،

د سوېلي وزیرستان د واڼه بازار په څنډو کې د اسماعیل په نامه یو بل کس هم وسله والو په ډزو وژلی او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د دغو ټولو پېښو خبرونه پولیسو تایید کړي او ویلي یې دي چې د دوی څېړنې روانې دي او په سیمه کې په وسله والو پسې د پلټنې عملیات هم روان دي.

په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې نا امني ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او اوسیدونکي یې حکومت د امن په راوستو کې پاتې بولي، خو د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي چې امن ژر ټینګ کړي.

پاکستاني رسنۍ: اسلام اباد کې حکومت د عمران خان د پلویانو د کېدونکي غونډې مخه نیسي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د راپورونو له مخې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غونډه نن د اسلام اباد په سنګجاني سیمه کې ترسره کیږي خو د اسلام اباد پولیسو دغې سیمې ته ورتلونکې لارې په کانټینرونو بندې کړې او هر ډول تګ راتګ پرې بند دی.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۸مه) د تحریک انصاف د ګوند د مشر ګوهر علي خان له قوله راپور ورکړی، چې نن یکشنبه به په سنګجاني سیمه کې یاد ګوند لویه غونډه وکړي.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، د (پي ټي ای) د نننۍ غونډې له امله د اسلام اباد چارواکو په لارښوونه ټول امنیتي کسانو ته د بیړنې حالت او تیارسۍ امر شوی.

په راپور کې ویل شوي، چې د امنیت ساتلو په موخه د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې لارې په کانټینرونو تړل شوې دي.

راپور زیاتوي چې د اسلام باد ریډ زون سیمې ټولې لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېرې اګسټ میاشتې په ورستیو کې هم لاریون رابللی و، چې وروسته د ګوند له چارواکو له لوري د لاریون د نه ترسره کېدو پرېکړه وشوه او د ګوند پلویانو ته وویل شول، چې د سپټمبر په اتمه نېټه به لاریون راوبولي.

د پاکستان حکومت خپله پوره هڅه کوي چې د تحریک انصاف ګوند د نننۍ غونډې ترسره کېدو مخه ونیسي.

پر ټولینزو رسنیو د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له لوري داسې ویډیګانې هم خپرې شوې، چې لیدل کیږي موټریز کاروانونه د خیبرپښتونخوا ایالت او د پنجاب ایالت د لاهور ښار څخه د اسلام اباد سنګجاني سیمې ته ور روان دي.

نن سهار د پاکستانیو رسنیو له لوري داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په کې ویل شوي وو، د تحریک انصاف د کېدونکي غونډې ځای ته څېرمه د لاسي بمونو ډک یو بکس موندل شوی.

د خوست په ځاځي میدان کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ یو ځل بیا جګړه پیل شوې

۱۷ وږی ۱۴۰۳ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې ځايي اوسیدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو ځل بیا د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ د ډېورنډ پر کرښه جګړه پیل شوې ده.

د دغو اوسیدونکو په وینا، دا ځل دواړه لوري له درنو وسلو کار اخلي‌ او د پاکستان له لوري ویشتل شوي درنې مرمۍ د افغانستان په خاوره کې په یو شمیر کورونو لګیدلي، خو د مرګژوبلې په اړه یې لا معلومات نشته.

دوی وايي،‌ چې د روانې جګړې له امله کرښې سره نږدې څوک له خپلو کورونو نه نشي وتلی او ټول پاټک، پالوڅو او سټیوان سیمو خلک په کورونو کي بند پاتې دي.

یو شمیر کورنۍ د جګړې له ویرې لا له وړاندې له خپلو کورونو وتلې وې.

د ځايي سرچینو په وینا، له یوې مودې راپه دې خوا طالبانو هڅه کوله، چې د پالوڅو او پټک دوه پوستې جوړې کړي؛ خو پاکستاني ځواکونو یې مخالفت کړی دی.

تر اوسه طالبانو او پاکستان د یادې جګړې په تړاو په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ پر ډېورنډ کرښه جګړه رامنځته کیږي؛ درې ورځې وراندې هم په دغه سیمه کې جګړه شوې وه. تر دې وړاندې په تورخم، کونړ، پکتیکا او خوست کې په وار – وا د دواړو خواو تر منځ جګړې شوي دي.

یو پاکستانی په نیویارک کې د یهودانو پر یوه مرکز د داعش لپاره د برید په پلانولو تورن شو

۱۷ وږی ۱۴۰۳ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د محمد شهباز خان په نوم یو پاکستانی، چې په کاناډا کې اوسيږي، په نیویارک کې د یهودانو پر یوه مرکز د داعش لپاره د وسله وال برید په پلانولو تورن شو. محمد شهباز خان د چهارشنبې په ورځ په کاناډا کې ونیول شو.

د امريکا د عدليې وزارت د جمعې په ورځ (د وږي ١٦مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، ټاکل شوې وه محمد شهباز خان دغه بريد د اکتوبر په اوومه پر اسراييل د حماس د بريد د کليزې په شاوخوا کې په نيويارک کې ترسره کړي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، نوموړي په نيويارک کې د يهودانو پر يوه مرکز د ډزو نيت درلود.

دغه پاکستانی وګړی تېره چهارشنبه د کاناډا په کبک کې ونیول شو.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، محمد شهباز خان چې په شازب جادون مشهور و، د ایف بي ای او کاناډايي امنیتي چارواکو په همکارۍ پېژندل شوی دی.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې امریکا به له خپلو کورنیو او نړیوالو شریکانو سره د داعش او نورو ترهګرو سازمانونو او د هغوی د ملاتړو له خوا له رامنځته شوي ګواښ سره د مقابلې لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.