• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې د اوکراین یو بل ښار نیولی او د پوکروفسک پر لور یې پرمختګ دوام لري

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۲ GMT+۱

روسیې د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دوی ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې د یو ښار بشپړ کنټرول په داسې حال کې ترلاسه کړی، چې د مسکو ځواکونه د ستراتیژیک پوکروفسک ښار په لور روان دي او د اوکراین د دفاعي لومړۍ کرښې د ماتولو هڅه کوي.

روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې په اوکراین د یرغل له پیل راهیسې د اوکراین د خاورې پنځمه برخه نیولې ده.

دغه ځواکونه اوس د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې د نیولو هڅه کوي، چې پراخوالی یې شاوخوا د افغانستان د پنځمې پرخې په اندازې دی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونو د نووهرودیفکا ښار نیولی، چې له پوکروفسک ښار څخه ۱۲ کیلومتره لرې پروت دی.

پوکروفسک ښار د اوکرایني ځواکونو لپاره د اکمالاتو مهم مرکز بلل کیږي.

دغه ښار تر جګړې مخکې ۱۴۰۰۰ نفوس درلود.

په اوکراین کې زېږیدلی روسي پلوه پوځي بلاګر یوري پوډولیاکا هغه نقشه خپره کړه، چې ښیې روسي ځواکونه له پوکروفسک څخه لږ تر لږه 7 کیلومتره لرو سیمو باندې بریدونه کړي دي.

ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ وویل، چې د کورسک په سیمه کې د اوکراین برید د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د پرمختګ په کمولو کې پاتې راغلی؛ خو د روسي ځواکونو پر وړاندې یې د کییف دفاع کمزورې کړې ده.

د اوکراین لوړپوړي پوځي قوماندان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د کورسک په سیمه کې د کییف عملیات پر مخ روان دي او په تېرو شپږو ورځو کې په پوکروفسک کې د روسیې ځواکونو هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

100%

هغه وویل، چې د کورسک د عملیاتو یوه موخه دا وه، چې د روسیې ځواکونه له نورو سیمو څخه وباسي، په ځانګړې توګه د پوکروفسک او کورخوف څخه.

هغه زیاته کړه، چې روسیې لوی شمېر ځواکونه کورسک ته استولي وو؛ خو د پوکروسک جبهه هم پیاوړی کوي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي دي، چې د کورسک عملیات هم د دې لپاره وو، چې د روسي ځواکونه له پولې څخه د مخالف لوري ته د تېرېدو مخه ونیسي.

روسیه اوس مهال د دونباس شاوخوا ۸۰٪ خاوره باندې کنټرول لري.

په ختیځ کې د روسیې د وروستیو پرمختګونو سرعت ته په پام سره د روسیې ځینې جنګي واحدونه ښايي د دې توان ونه لري چې لا پراخې سیمې وساتي.

پوتین د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ په میاشت کې اوکراین ته د لسګونو زرو پوځیانو د استولو امر وکړ او دغه جګړه یې د ځانګړو پوځي عملیاتو په نوم یاده کړه.

اوکراین او لویدیځو ملاتړو یې ژمنه کړې، چې روسي ځواکونو ته به ماتې ورکړي او ټول روسي ځواکونه به له اوکراین څخه اوباسي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه بللی دی

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې پرله پسې ناورینونو تر ټولو ډېر فشار پر افغان ښځو او نجونو راوستی دی. دغه سازمان ویلي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې تر ټولو لږ خواړه ترلاسه کوي او د بشري مرستو په کمېدو سره خوړو ته د ښځو لاسرسی نور هم بدتر شوی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ډېری ښځې مجبوره شوې دي، چې خپل ماشومان سوال کولو ته واستوي او د دوی یوازیني خواړه هغه څه دي، چې ماشومان یې تر لاسه کوي.
دغه سازمان په افغانستان کې اقلیمي ناورین ته هم په اشارې سره ویلي دي، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه کسان د سېلابونو او واورو له امله په بېلابېلو سیمو کې مړه شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې ده، چې ښځې د دې له امله چې ډېر په کور کې پاتې کیږي، له یادو پېښو څخه اغېزمنې کیږي.
د جورج ټاون د انسټیټیوټ او د اسلو د څېړنو د موسسې د شمېرو له مخې، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خپرې شوې، افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په منځ د ښځو د پرمختګ په برخه کې په وروستي ځای کې دی.

په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واکمنۍ په دغه هېواد کې لومړنیو حقونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړ، د زده کړو او کار حق یې تر امر ثاني پورې وځنډول شو او د ښځو مخ او غږ عورت وګرځول شو.

بنګله دېش د روهینګیا کډوالو د بیا مېشتیدنې د بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۱

د بنګله دېش د موقت حکومت مشر محمد یونس د یکشنبې په ورځ په میانمار کې د مېشتو روهینګیا مسلمانانو لپاره په چټکه توګه په درېیم هېواد کې د مېشتیدو غوښتنه وکړه.‌

بل خوا؛ د میانمار په راخین ایالت کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو وروسته د کډوالو یوه نوې څپه د بنګلدېش په لور روانه شوې ده.

په وروستیو میاشتو کې شاوخوا اته زره روهینګیا مسلمانان له پولې اوښتي او بنګله دېش ته تښتېدلي دي؛ ځکه د میانمار د واکمن جنتا ګوند او د اراکان پوځ تر منځ جګړه روانه ده.

اراکان پوځ یوه ځواکمن توکمیزه ملېشه ډله ده، چې د دغه هېواد د بودایي وګړو جوړه شوې. بودایان د میانمار د نفوس تر ټولو ډېره برخه جوړوي.

نوي روهینګیا کډوال د بنګله دېش د کاکس بازار په ولسوالۍ کې له پخوا مېشت شویو یو میلیون څخه ډېر روهینګیایي کډوالو سره یو ځای شوي.

دغه کډوال په محدودو امکاناتو په کمپونو کې ژوند کوي او ډېری یې په ۲۰۱۷ کې د میانمار د پوځ په مشرۍ د عملیاتو څخه تښتیدلي دي.

دوی په لویه کچه د تابعیت او نورو اساسي حقونو څخه محروم دي.

د بیا مېشتیدنې هڅو ګړندۍ کولو غږ د کډوالو نړۍوال سازمان یا ای او ایم سره د یوې غونډې په مهال شوی، په کومه کې چې د موقت حکومت مشر یونس وویل "د بیا مېشتیدنې پروسه باید اسانه، منظمه او چټکه وي."

په بنګله دېش کې دای او ایم مشر عبدالستور ایسویف وویل، چې درېیمو هېوادونو ته د روهینګیا کډوالو د بیا مېشتیدنې لړۍ د ۱۲ کلنې وقفې وروسته په ۲۰۲۲ کې بیا پیل شوه؛ خو سږکال چټکه شوې ده.

د بنګله دېش د موقت حکومت مشر له دفتر څخه په خبره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې واشنګټن په متحده ایالاتو کې د زرګونو روهینګیا کډوالو د بیا مېشتیدنې په برخه کې خپله ژمنه یو ځل بیا تکرار کړې؛ خو دا بهیر لا ګړندی شوی نه دی.

د روهینګیا پر وړاندې په تاوتریخوالی کې وروستی زیاتوالی د میانمار د پوځ په مشرۍ د ۲۰۱۷ کال راهیسې د روهینګیا تر ټولو بد حالت دی ،چې ملګري ملتونه یې د نسل وژنې په توګه د پېژندلو اراده لري.

د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزیر محمد توحید حسین تېره میاشت رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، چې بنګله دېش نور روهینګیا کډوال نه شي منلی او په هند او نورو هېوادونو یې غږ کړی، چې له تاوتریخوالي څخه د پناه اخیستو په لټه کې دغو کډوالو ته مېشت ځایونه برابر کړي.

هغه له نړۍوالې ټولنې هم وغوښتل چې په راخین ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو پر وړاندې د بریدونو د بندولو لپاره پر اراکان پوځ ډېر فشار راوړي.

د ایران د روغتیا وزارت وايي، چې افغان روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکوي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

ایراني‌ رسنیو د دغه هېواد د روغتیا وزارت له قوله لیکي، چې ایراني ډاکټران، د متخصصینو او نرسانو په ګډون د ۴۰ افغان روغتیایي کارمندانو لپاره د ځانګړې روغتیايي پاملرنې یا ای سي یو په برخه کې یوه میاشتنۍ روزنه ورکوي.

د تهران ټایمز په راپور کې راغلي، چې دغه روغتیايي کارکوونکي په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان ته د دوی له راستنېدو سره به خپلې زده کړې د افغانستان روغتیايي سیسټم ته انتقال کړي.

د طالبانو روغتیا وزارت ویلي، چې د دوی په کور دننه او بهر د روغتیايي کارکوونکو روزنې ته ژمن دي.

دغه وزارت ویلي، چې د دې نوښت موخه دا ده، چې د روغتیايي پاملرنې یو پیاوړی سیستم رامنځته شي او په ټول هېواد کې ټولو ناروغانو ته په لوړ کیفیت روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د راپور له مخې؛ افغان روغتیايي کارکوونکي به په ایران کې د روزنې له لارې د روغتیا په برخه کې د دغه هېواد له لاسته راوړنو او تجربو څخه ګټه پورته کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې؛ دغه هېواد په روغتیايي برخو کې خوار پرمختګ کړی او خپل د اړتیا وړ ۹۹ سلنه درمل په کور دننه جوړوي.

د دغه هیواد ډېری ناروغان تر ډېره د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تللو اړتیا نه لري.

خیبرپښتونخوا کې په مخامخ ډزو او چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او درې ټپیان دي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

پاکستاني رسنۍ وايي، د خیبرپښتونخوا سوېلي وزیرستان په واڼه کړېکوټ سیمه کې د جمیل په نوم د یوه قومي مشر په موټر چاودنه شوې چې د هغه ځوان زوی په کې وژل شوی او د ده په ګډون یې د کورنۍ درې تنه ټپیان دي. لکي مروت کې هم دوه وروڼه او واڼه کې یو تن په ډزو وژل شوی.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (وږي ۱۸مه) راپورونه خپاره کړي چې د سوېلي وزیرستان واڼه په کړېکوټ سیمه کې د یوه قومي مشر جمیل په موټر د سړک غاړې ماين چاودلی چې د هغه ځوان زوی په کې وژل شوی او د ده په ګډون یې د کورنۍ درې تنه ټپیان شوي.

ویل کیږي، ټپیان نږدې روغتون ته د درملنې په موخه لیږدول شوي.

د یو بل خبر له مخې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې دوه وروڼه نا څرګندو وسله والو په مخامخ ډزو وژلي، ویل کیږي دغه کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وو، خو خپله دغه غورځنګ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پېښې په اړه وسله والو ډلو لا څه نه ویلي،

د سوېلي وزیرستان د واڼه بازار په څنډو کې د اسماعیل په نامه یو بل کس هم وسله والو په ډزو وژلی او بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.

د دغو ټولو پېښو خبرونه پولیسو تایید کړي او ویلي یې دي چې د دوی څېړنې روانې دي او په سیمه کې په وسله والو پسې د پلټنې عملیات هم روان دي.

په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې نا امني ورځ تر بلې په ډېرېدو ده او اوسیدونکي یې حکومت د امن په راوستو کې پاتې بولي، خو د پاکستان حکومت وايي، هڅه کوي چې امن ژر ټینګ کړي.

پاکستاني رسنۍ: اسلام اباد کې حکومت د عمران خان د پلویانو د کېدونکي غونډې مخه نیسي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د راپورونو له مخې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غونډه نن د اسلام اباد په سنګجاني سیمه کې ترسره کیږي خو د اسلام اباد پولیسو دغې سیمې ته ورتلونکې لارې په کانټینرونو بندې کړې او هر ډول تګ راتګ پرې بند دی.

پاکستاني رسنیو د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۸مه) د تحریک انصاف د ګوند د مشر ګوهر علي خان له قوله راپور ورکړی، چې نن یکشنبه به په سنګجاني سیمه کې یاد ګوند لویه غونډه وکړي.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، د (پي ټي ای) د نننۍ غونډې له امله د اسلام اباد چارواکو په لارښوونه ټول امنیتي کسانو ته د بیړنې حالت او تیارسۍ امر شوی.

په راپور کې ویل شوي، چې د امنیت ساتلو په موخه د اسلام اباد په بېلابېلو سیمو کې لارې په کانټینرونو تړل شوې دي.

راپور زیاتوي چې د اسلام باد ریډ زون سیمې ټولې لارې هم د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېرې اګسټ میاشتې په ورستیو کې هم لاریون رابللی و، چې وروسته د ګوند له چارواکو له لوري د لاریون د نه ترسره کېدو پرېکړه وشوه او د ګوند پلویانو ته وویل شول، چې د سپټمبر په اتمه نېټه به لاریون راوبولي.

د پاکستان حکومت خپله پوره هڅه کوي چې د تحریک انصاف ګوند د نننۍ غونډې ترسره کېدو مخه ونیسي.

پر ټولینزو رسنیو د تحریک انصاف ګوند د پلویانو له لوري داسې ویډیګانې هم خپرې شوې، چې لیدل کیږي موټریز کاروانونه د خیبرپښتونخوا ایالت او د پنجاب ایالت د لاهور ښار څخه د اسلام اباد سنګجاني سیمې ته ور روان دي.

نن سهار د پاکستانیو رسنیو له لوري داسې راپورونه هم خپاره شول، چې په کې ویل شوي وو، د تحریک انصاف د کېدونکي غونډې ځای ته څېرمه د لاسي بمونو ډک یو بکس موندل شوی.