• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: له پاکستاني ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې طالبانو ته د 'سر زیان' اوښتی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو حکومتي سرچینو ويلي، چې له پاکستاني ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. خو د طالبانو دفاع وزارت د درېیو ورځو په تېریدو د دغې جګړې او ور اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال ته په سیمه کې سرچینو د شنبې په ماښام ويلي، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ او پښتونخوا غاړې کورمه کې په روانه اوونۍ کې دوه ځلې د دواړو لوریو د ځواکونو تر منځ سختې جګړې شوې دي. چې په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.

حکومتي سرچينو وړاندې ويلي، چې طالبانو د پاکستاني پوځ پر پوستو بريدونه کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د خوست له لوري د طالبانو په توغول شوې هاوان مرمۍ د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول چې په کرمه ایجنسۍ کې په یوه امنیتي پوسته ولګېده.

خو پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله بیا افغان طالبان تورن کړي چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پیژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»

خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه هیڅکله د یوې منلې شوې پولې په توګه نه ده منلې.

شنونکي په دې باور دي، چې د دواړو لوریو تر منځ د څرګندې پولې نشتوالی ډیر کله د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ترمنځ نښتې رامنځته کیږي.

په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څو ځلې نښتې شوې، چې ډېری یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د دوحې له تړونه د خلیلزاد دفاع: دغه تړون د افغانانو تر منځ د تاریخي خبرو اترو لامل شو

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۸ GMT+۱

د دوحې پر تړون د جمهوري غوښتونکو د بریدونو په ترڅ کې، خلیلزاد ترې دفاع وکړه او پړه یې پر افغانانو واچوله. هغه د جمهوري غوښتونکو د یوه استازي د نیوکې په ځواب کې د غني د حکومت ګوښه کېدو په اړه وویل: «د دوحې تړون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تاریخي خبرو لامل شو.»

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مک‌کال د یکشنبې په ورځ له سي بي اېس سره په مرکه کې د دوحې تړون د زلمي خلیلزاد تېروتنه وبلله او ویې ویل چې دغه تړون د پخواني افغان حکومت پر مورال منفي اغېزې وکړې.

مک‌کال وویل، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي «له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او افغان حکومت یې څنډې ته پرېښود.»

د امریکا د بهرنیو اړیکو کمیټه به په دې اړه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه یو راپور خپروي.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د وتلو په دغه بهیر کې باید سیاسي ګټې ولټول شي.

خلیلزاد پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، د مک‌کال څرګندونې یو «ناسم تور» بللی او ویلي یې دي، چې د دوحې تړون د اشرف غني د حکومت او طالبانو ترمنځ «تاریخي خبرو اترو» ته زمینه برابره کړه.

هغه په یو ډول ومنله چې «له څو غونډو وروسته، د نوي حکومت د جوړولو لپاره مطلوبې پایلې ترلاسه نه شوې.»

د دوحې تړون په ۱۳۹۹ کال کې د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شو او دواړو لوریو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو هوکړه وکړه.

د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو پر مهال د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود.

وروسته د افغان حکومت یو پلاوی قطر ته ولاړ او له طالبانو سره یې خبرې اترې وکړې.

د دغه پلاوي ځینو غړو ویلي، چې طالبان په خپلو خبرو کې جدي نه دي.

د طالبانو ډلې د دوحې د خبرو اترو پر مهال او له هغه وروسته د افغان حکومت د مذاکره کوونکي لوري په توګه له رسمیت پېژندلو ډډه وکړه.

مک‌کال او نورو نیوکه کوونکو ویلي، چې امریکا د طالبانو او اشرف غني ترمنځ د هوکړې په نه شتون کې له افغانستانه پرته له کوم شرطه ووتله او د افغان حکومت پرځېدو ته یې لاره هواره کړه.

خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بین الافغاني خبرو له ناکامۍ وروسته امریکا کولی شوای، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د نه اېستلو پرېکړه وکړي.

خو د هغه په وينا، د امريکا مشرتابه په افغانستان کې د «نه ختمېدونکې جګړې» د دوام په اړه اندېښنه درلوده.

نوموړي د افغانستان پخواني مشران ګرم وبلل او ویې ویل، چې په واشنګټن کې داسې مایوسي خپره وه، چې دوی خپل هېواد ته لومړیتوب نه ورکوي او د حقیقي جوړجاړي په لټه کې نه دي.

د خلیلزاد په وینا، له سیاسي هوکړې د افغان مشرانو وتل د جګړې د دوام او د نورو امریکايي ځواکونو د قربانۍ لامل کېدل.

مک‌کال وايي، په دوحه کې له طالبانو سره د خلیلزاد تړون د افغان حکومت پر مخ څپېړه وه

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۵ GMT+۱

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د افغان حکومت پر مخ څپېړه وه. مایکل مک‌کال دغه هوکړه د زلمي خلیلزاد تېروتنه وبلله، چې د تېر افغان حکومت پر مورال یې منفي اغېز وکړ.

هغه وویل، خلیلزاد «له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او افغان حکومت یې څنډې پرېښود.»

مک‌کال سي بي ایس نیوز ته وویل: «دا د دوی پر مخ یوه څپېړه وه او د دوی په مورال یې منفي اغېز وکړ.»

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د امریکا لپاره منفي او نړۍوالې پایلې لرلې.

هغه وویل: «د افغانستان له سقوط دوه میاشتې وروسته پوتین پر اوکراین یرغل وکړ، شي او پوتین په بیجینګ کې یو ناوړه اتحاد جوړ کړی چې اوس هم ارام سمندر ته ګواښ دی.»

د روسيې ولسمشر پوتين د غوايي په مياشت کې چين ته سفر وکړ او له شي جين پينګ سره يې له ليدنې وروسته وويل چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړې دي.

مک‌کال په هغه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې طالبانو د بګرام له زندانه د داعش خراسان زرګونه غړي خوشې کړي دي.

امریکا او اروپا د داعش په ځانګړې توګه د خراسان څانګه د دغو هېوادونو او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ ګڼي.

مک‌کال دا خبره رد کړه چې ګواکې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ده څېړنې سیاسي دي او ویې ویل چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته به دغه موضوع وڅاري.

مک‌کال وویل، بایډن او ټرمپ دواړو له افغانستانه د وتلو پلان درلود، خو د ټرمپ وتل مشروط وو، او بایډن پرته له دې چې د افغانستان وضعیت و ارزوي، امریکايي ځواکونه و ایستل.

ټاکل شوې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه د دوشنبې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور خپور کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې هغه ادعاوې رد کړې چې له افغانستانه د وتلو په اړه یې په خپل نوي راپور کې ویلي چې د امریکا پوځ په ښکاره له طالبانو سره په وتلو او د سولې په خبرو اترو کې ونډه نه لرله.

خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دوحې په خبرو کې په بشپړه توګه ګډون درلود او د هغه استازي هم په کې شامل وو.

خلیلزاد په ایکس کې لیکلي: «د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلي استازي په دې خبرو کې برخه اخیستې وه او جنرال میلي شخصاً دوه ځلې له طالبانو سره په دوحه کې وکتل. زموږ د جګپوړو پوځي چارواکو له بشپړ پوهېدو او زموږ د مشرانو په پرېکړو کې د هغوی له ګډون پرته په هېڅ پوځي مسله کې هېڅ هوکړه نه ده شوې.»

د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. دغه تړون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د امریکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اوربند لپاره مهالوېش وټاکه. خو طالبانو له افغان ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړی.

د دوحې د سولې تړون یوه برخه د افغانانو تر منځ د سولې خبرې وې، خو سمې پایلې ته ونه رسیدې او طالبان د کابل له سقوط وروسته د هغه وخت ولسمشر اشرف غني له تګ وروسته کابل ته ننوتل.

د ایران د پارلمان غړی وايي، طالبان د سېلاب راغلې اوبه په حقابه راشمېري

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د ایران د پارلمان یو غړی وايي، طالبانو تر اوسه پورې ایران ته د هلمند سیند د اوبو حق نه دی ورکړی. د زاهدان د استازي فداحسین مالکي په وینا، هغه اوبه چې ایران ته د حقابې په نوم ورکړل شوې، د سېلاب اوبه دي.

هغه د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له نوي وزیر عباس عراقچي څخه وغوښتل چې یو ځل بیا د هلمند سیند د حقابې موضوع وڅاري.

مالکي ایسنا خبری اژانس ته وویل: «د ایران او سیستان و بلوچستان ولایت ته د هلمند د اوبو د حق ورکولو په هکله د طالبانو ادعاوې حقیقت نه لری. ځکه په اصل کې په دې برخه کې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.»

هغه، چې په کابل کې د ایران پخوانی سفیر و، وړاندې وايي: «طالبانو موږ ته سېلاب په حقابه راشمېرلی، خو دا اوبه سېلاب و، نه حقابه. دا موضوع ان هغو کسانو هم نه ده منلې چې د طالبانو له دریځونو یې دفاع کوله.»

د ایران پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړي څرګنده کړه: «د ایران بهرنیو چارو پخوانی وزیر امیر عبداللهیان هم اعتراف کړی و چې ایران ته ننوتونکي اوبه د اوبو حق نه دی او سیلاب دی. دا خبره د هغه وخت وزیر هم منلې وه.»

خو د هغه په ​​وينا، له دې سره سره ځينو ادعا وکړه، چې دا اوبه د حقابې دي، نو له همدې امله موږ اوس هم له ستونزو او سيمه کې د اوبو له سخت کموالي سره مخ ده.

تر دې مخکې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر ویلي وو چې دوی د ایران د حقابې یوه لویه برخه ورکړې ده.

ایراني چارواکو تل د هېواد په ختیځ کې د اوبو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانستان پر واکمنو چارواکو یې تور لګولی چې د ایران د اوبو حق ته درناوی نه کوي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي دي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ويلي، چې په یوه اونۍ کې (د وږي له ۴ تر ۱۰ مې) نېټې پورې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه ۹۶ زره ۵۲۲ کسان ایران او پاکستان ته تللي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶۳ زره کسان افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۸ مه) په يوه نشر شوي راپور کې ویلي، پاکستان ته افغانانو د تګ له اصلي لاملونه د خپلو کورنیو له غړو سره لیدنه او زده کړو ته د لاسرسي حق دی.

په راپور کې راغلي، چې ایران ته د افغانانو د تګ کچه د تېرو اوونیو په پرتله ۳۴ سلنه زیاته شوې ده.

دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې ایران ته د افغانانو د تګ د زیاتوالي لامل د «اربعين زیارت» ته سفر دی.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي، چې له افغانستان څخه د وتلو او دغه هېواد ته د ستنېدو په بهیر کې د تېرو اونیو په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه راپور له مخې؛ د روان کال له پیله تر اوسه ۱۶ زره ۲۵۷ تنه نور له ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، چې له ترکيې څخه د راستنېدونکو له جملې ۹۸ سلنه نارينه او دوه سلنه نور يې ښځې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه کسان زیاتره یې د کار موندلو لپاره ترکیې ته تللي وو، چې د دغه هېواد د پولیسو د ځورونې، د کاري فرصتونو د نشتوالي او د ترکیې د امنيتي ځواکونو له خوا د نیول کېدو او زنداني کېدو له امله بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي، چې د زمري د ۲۸ مې څخه د وږي تر ۳ نېټې پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستانه وتلي دي.

ملګرو ملتونو افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه بللی دی

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې پرله پسې ناورینونو تر ټولو ډېر فشار پر افغان ښځو او نجونو راوستی دی. دغه سازمان ویلي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې تر ټولو لږ خواړه ترلاسه کوي او د بشري مرستو په کمېدو سره خوړو ته د ښځو لاسرسی نور هم بدتر شوی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ډېری ښځې مجبوره شوې دي، چې خپل ماشومان سوال کولو ته واستوي او د دوی یوازیني خواړه هغه څه دي، چې ماشومان یې تر لاسه کوي.
دغه سازمان په افغانستان کې اقلیمي ناورین ته هم په اشارې سره ویلي دي، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه کسان د سېلابونو او واورو له امله په بېلابېلو سیمو کې مړه شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې ده، چې ښځې د دې له امله چې ډېر په کور کې پاتې کیږي، له یادو پېښو څخه اغېزمنې کیږي.
د جورج ټاون د انسټیټیوټ او د اسلو د څېړنو د موسسې د شمېرو له مخې، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خپرې شوې، افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په منځ د ښځو د پرمختګ په برخه کې په وروستي ځای کې دی.

په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واکمنۍ په دغه هېواد کې لومړنیو حقونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړ، د زده کړو او کار حق یې تر امر ثاني پورې وځنډول شو او د ښځو مخ او غږ عورت وګرځول شو.