• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د پارلمان غړی وايي، طالبان د سېلاب راغلې اوبه په حقابه راشمېري

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۴۳ GMT+۱

د ایران د پارلمان یو غړی وايي، طالبانو تر اوسه پورې ایران ته د هلمند سیند د اوبو حق نه دی ورکړی. د زاهدان د استازي فداحسین مالکي په وینا، هغه اوبه چې ایران ته د حقابې په نوم ورکړل شوې، د سېلاب اوبه دي.

هغه د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له نوي وزیر عباس عراقچي څخه وغوښتل چې یو ځل بیا د هلمند سیند د حقابې موضوع وڅاري.

مالکي ایسنا خبری اژانس ته وویل: «د ایران او سیستان و بلوچستان ولایت ته د هلمند د اوبو د حق ورکولو په هکله د طالبانو ادعاوې حقیقت نه لری. ځکه په اصل کې په دې برخه کې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.»

هغه، چې په کابل کې د ایران پخوانی سفیر و، وړاندې وايي: «طالبانو موږ ته سېلاب په حقابه راشمېرلی، خو دا اوبه سېلاب و، نه حقابه. دا موضوع ان هغو کسانو هم نه ده منلې چې د طالبانو له دریځونو یې دفاع کوله.»

د ایران پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړي څرګنده کړه: «د ایران بهرنیو چارو پخوانی وزیر امیر عبداللهیان هم اعتراف کړی و چې ایران ته ننوتونکي اوبه د اوبو حق نه دی او سیلاب دی. دا خبره د هغه وخت وزیر هم منلې وه.»

خو د هغه په ​​وينا، له دې سره سره ځينو ادعا وکړه، چې دا اوبه د حقابې دي، نو له همدې امله موږ اوس هم له ستونزو او سيمه کې د اوبو له سخت کموالي سره مخ ده.

تر دې مخکې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر ویلي وو چې دوی د ایران د حقابې یوه لویه برخه ورکړې ده.

ایراني چارواکو تل د هېواد په ختیځ کې د اوبو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانستان پر واکمنو چارواکو یې تور لګولی چې د ایران د اوبو حق ته درناوی نه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په یوه اونۍ کې نږدې سل زره افغانان ایران او پاکستان ته تللي دي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ويلي، چې په یوه اونۍ کې (د وږي له ۴ تر ۱۰ مې) نېټې پورې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه ۹۶ زره ۵۲۲ کسان ایران او پاکستان ته تللي دي. د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۶۳ زره کسان افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۸ مه) په يوه نشر شوي راپور کې ویلي، پاکستان ته افغانانو د تګ له اصلي لاملونه د خپلو کورنیو له غړو سره لیدنه او زده کړو ته د لاسرسي حق دی.

په راپور کې راغلي، چې ایران ته د افغانانو د تګ کچه د تېرو اوونیو په پرتله ۳۴ سلنه زیاته شوې ده.

دغه سازمان ویلي، چې په دې موده کې ایران ته د افغانانو د تګ د زیاتوالي لامل د «اربعين زیارت» ته سفر دی.

د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي، چې له افغانستان څخه د وتلو او دغه هېواد ته د ستنېدو په بهیر کې د تېرو اونیو په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه راپور له مخې؛ د روان کال له پیله تر اوسه ۱۶ زره ۲۵۷ تنه نور له ترکیې څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان وايي، چې له ترکيې څخه د راستنېدونکو له جملې ۹۸ سلنه نارينه او دوه سلنه نور يې ښځې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې دغه کسان زیاتره یې د کار موندلو لپاره ترکیې ته تللي وو، چې د دغه هېواد د پولیسو د ځورونې، د کاري فرصتونو د نشتوالي او د ترکیې د امنيتي ځواکونو له خوا د نیول کېدو او زنداني کېدو له امله بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان په دې وروستیو کې ویلي، چې د زمري د ۲۸ مې څخه د وږي تر ۳ نېټې پورې څه باندې ۷۲ زره کسان له افغانستانه وتلي دي.

ملګرو ملتونو افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه بللی دی

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په افغانستان کې پرله پسې ناورینونو تر ټولو ډېر فشار پر افغان ښځو او نجونو راوستی دی. دغه سازمان ویلي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د تر ټولو ستونزمنو هېوادونو څخه دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل اېکس کې لیکلي، چې په افغانستان کې ښځې تر ټولو لږ خواړه ترلاسه کوي او د بشري مرستو په کمېدو سره خوړو ته د ښځو لاسرسی نور هم بدتر شوی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې ډېری ښځې مجبوره شوې دي، چې خپل ماشومان سوال کولو ته واستوي او د دوی یوازیني خواړه هغه څه دي، چې ماشومان یې تر لاسه کوي.
دغه سازمان په افغانستان کې اقلیمي ناورین ته هم په اشارې سره ویلي دي، چې په وروستیو میاشتو کې زرګونه کسان د سېلابونو او واورو له امله په بېلابېلو سیمو کې مړه شوي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې ده، چې ښځې د دې له امله چې ډېر په کور کې پاتې کیږي، له یادو پېښو څخه اغېزمنې کیږي.
د جورج ټاون د انسټیټیوټ او د اسلو د څېړنو د موسسې د شمېرو له مخې، چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې خپرې شوې، افغانستان د ۱۷۷ هېوادونو په منځ د ښځو د پرمختګ په برخه کې په وروستي ځای کې دی.

په افغانستان کې د طالبانو دویم ځل واکمنۍ په دغه هېواد کې لومړنیو حقونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړ، د زده کړو او کار حق یې تر امر ثاني پورې وځنډول شو او د ښځو مخ او غږ عورت وګرځول شو.

د شهباز شریف مرستیال: د پاکستان ناامني د چایو د پیالې بیه ده چې فیض حميد په کابل کې وڅښله

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار په پاکستان کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې سره وايي، چې پاکستان په کابل کې د درې ستوري جنرال د چای د پیالې بیه ورکوي. ښاغلي ډار د عمران خان د حکومت «غلطۍ» د ترهګرۍ له زیاتوالي او د پاکستان له اقتصادي ننګونو سره تړلې وبللې.

د پاکستان د لومړي وزير مرستیال چې برېتانیا ته په یوه رسمي سفر تللی، د شنبې په ورځ (د وږي ۱۷ مه) په لندن کې په یوه خبري غونډه کې د عمران خان د حکومت پر سیاستونو او له افغان طالبانو سره پر اړیکو انتقاد وکړ او زياته یې کړه، چې وروستیو ناامنیو او په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتوالی د عمران خان او د هغه وخت د استخباراتو (ای ایس ای) د پرېکړو پایله ده.

نوموړي په ۱۴۰۰ کال د وږي په مياشت کې کابل ته د ای ایس ای د پخواني مشر جنرال فیض حمید سفر او له طالب چارواکو سره د هغه لیدنې ته په اشارې سره وویل: «دا امکان نه لري چې هغه دې د عمران خان له اجازې پرته کابل ته سفر کړی وي.»

په لومړیو ورځو کې چې طالبان د کابل پر ښار واکمن وو، جنرال فيض حميد کابل ته سفر وکړ او د افغانانانو د پراخو اعتراضونو سره مخ شو.

دا سفر پر داسې مهال وشو، چې په پنجشير کې لا هم د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ جګړه شروع وه.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار له زندانونو څخه د وسله والو د خوشي کولو په اړه د جنرال فیض حمید پرېکړه په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ د خپرېدو لامل وګڼله او ویې ویل: «هغه کسان، چې په هغه وخت کې خوشې شوي وو په بلوچستان کې د ترهګرۍ اصلي طراحان وو.»

جنرال فیض حمید کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره وکتل او ځینو رسنیو هغه د «طالبانو د کابینې طرح» کوونکی بللی و.

د کابل په سرینا هوټل کې د چای له پیالې سره د هغه یو عکس د خبرونو سر ټکی شو، هغه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: «هرڅه به سم شي.»

کابل ته د فیض حمید د سفر په ورځو کې په کابل، مزارشریف او نورو ښارونو کې د «مرګ پر پاکستان» په شعارونو سره لاریونونه وشول.

له دغه سفر شاوخوا درې کاله وروسته د زمري په ۲۲مه د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید نیول شوی دی.

پوځ اعلان وکړ، چې هغه د «ټاپ سټي» د استوګنې پروژې د رسوایۍ په تړاو نیول شوی او د هغه د پوځي محکمې پروسه پیل شوې ده.

ویل کیږي، چې د عمران خان حکومت او په ځانګړې توګه جنرال فیض حمید له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې؛ خو په دې وروستیو کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي.

د پاکستان اوسني چارواکي ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې خونړي بریدونه د پاکستان طالبانو تحریک له خوا د افغانستان څخه پلانيږي.

د ایران د روغتیا وزارت وايي، چې افغان روغتیايي کارکوونکو ته روزنه ورکوي

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۶ GMT+۱

ایراني‌ رسنیو د دغه هېواد د روغتیا وزارت له قوله لیکي، چې ایراني ډاکټران، د متخصصینو او نرسانو په ګډون د ۴۰ افغان روغتیایي کارمندانو لپاره د ځانګړې روغتیايي پاملرنې یا ای سي یو په برخه کې یوه میاشتنۍ روزنه ورکوي.

د تهران ټایمز په راپور کې راغلي، چې دغه روغتیايي کارکوونکي په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې افغانستان ته د دوی له راستنېدو سره به خپلې زده کړې د افغانستان روغتیايي سیسټم ته انتقال کړي.

د طالبانو روغتیا وزارت ویلي، چې د دوی په کور دننه او بهر د روغتیايي کارکوونکو روزنې ته ژمن دي.

دغه وزارت ویلي، چې د دې نوښت موخه دا ده، چې د روغتیايي پاملرنې یو پیاوړی سیستم رامنځته شي او په ټول هېواد کې ټولو ناروغانو ته په لوړ کیفیت روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.

د راپور له مخې؛ افغان روغتیايي کارکوونکي به په ایران کې د روزنې له لارې د روغتیا په برخه کې د دغه هېواد له لاسته راوړنو او تجربو څخه ګټه پورته کړي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې؛ دغه هېواد په روغتیايي برخو کې خوار پرمختګ کړی او خپل د اړتیا وړ ۹۹ سلنه درمل په کور دننه جوړوي.

د دغه هیواد ډېری ناروغان تر ډېره د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د تللو اړتیا نه لري.

یوناما د سواد د نړۍوالې ورځې په مناسبت ټينګار کړی، چې هر څوک باید زده کړو ته لاس رسی ولري

۱۸ وږی ۱۴۰۳ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۹ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ماموریت "یوناما" د سپټمبر د اتمې د سواد د نړۍوالې ورځې په مناسبت پوهنې او سواد ته د ټولو لپاره د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی. دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.

د سواد نړۍواله ورځ په داسې حال کې راځي، چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴ کابل ته له ننوتلو وروسته په ټول افغانستان کې د نجونو لپاره د منځنیو او عالي ښوونځیو د بیا پرانیستلو مخه ونیوله.

دې ډلې په پوهنتونونو کې هم د نجونو زده کړې بندې کړې.

د ملګرو ملتونو د علمي، کلتوري او تعلیمي ادارې یونسکو د شمېرو له مخې؛ طالبانو ۲.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې کړې دي.

د دې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر پلاوي د یوناما پر اېکس پاڼه ليکلي، چې زده کړه او سواد د هر انسان اساسي حق دی.

یوناما لیکلي: «په بېلابېلو ژبو د زده کړو ترویج د متقابل تفاهم، ټولنیز تحرک او سولې لامل کېږي او په دې توګه خلک د خپلو حقونو د غوښتلو توان تر لاسه کوي.»

هر کال د سواد نړۍواله ورځ د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د ټولو خلکو لپاره تعلیم او سواد ته د لاسرسي د ودې لپاره د فرصت په توګه نمانځل کیږي.

په افغانستان کې د پوهنې بحران په ځانګړې توګه ښځې او نجونې اغېزمنې کړې، چې په تېرو درېیو کلونو کې سلګونه زره نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.