• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينې: په خوست کې پر ډيورنډ کرښه بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې پيل شوې دي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۰۲ GMT+۱

له خوست څخه سيمه ييزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته ددې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښتې پيل شوې دي. د دې جګړو له کبله د ځاځي میدان ولسوالۍ ډېر شمېر اوسېدونکو خپلې مېنې پرېښي دي.

دغه نښتې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په وقفه یي ډول د دواړو لوريو ترمنځ روانې ددي.

له خوست څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې دغه نښتې نن شاوخوا يوه بجه د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ پر ډېورنډ کرښه شوې دي.

سرچينې همداراز زیاتوي، دغه نښتې تر هغه وروسته پیل شوې چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې تاسيسات جوړول، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو پرې برید وکړ.

د سرچینې د معلوماتو له مخي، جګړه په وقفه یي ډول روانې دي او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.

سرچينه وايي، چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو لا يې کره شمېره روښانه نه ده.

د پښتونخوا غاړې کورمه کې هم سرچینو پر ډیورنډ کرښه نښته تاييدوي او وايي، چې دواړې غاړې درنې وسلې کاروي.

د کورمې سرچينه وايي، چې په سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک هم شته او پرله پسې په سيمه کې الوتني کوي.

له خوست څخه سرچينو ويلي، چې له تېرو څو ورځو جګړو له امله ځایي خلکو خپل کورونه پرېښي او په یو بد وضعیت کې له سيمې وتلي دي.

هېڅ يوه لوري د جګړې او تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو حکومتي سرچینو ويلي و، چې له پاکستاني ځواکونو سره د تېرو ورځو په نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست له لوري د طالبانو په توغول شوي هاوان مرمۍ د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، چې په کورمه ایجنسۍ کې په یوه امنیتي پوسته ولګېده.

خو پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله بیا افغان طالبان تورن کړي، چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پېژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»

خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه بیا هېڅکله د یوې منل شوې پولې په توګه نه ده منلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې یو افغان په دار شوی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۸ GMT+۱

د حال وش د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د زاهدان په مرکزي زندان کې د یوه افغان زنداني په ګډون شپږ بندیان په دار شوي. د دغه سازمان په وینا د نورمحمد نوري په نوم يو افغان بندي د نشه‌يي توکو دقاچاق په تور اعدام شوى.

د حال وش د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د درېیو اعدام شویو کسانو هویت چې نومونه یې سعید حسنز، فرزاد سانچولي او یو کس چې کورنی نوم یې « رویدیني» په ډاګه شوی او دوه نور لا تر اوسه پورې څرګند نه دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یاد کسان د اعدام حکم له عملي کولو دوه ورځې مخکې جلا جلا خونو ته لیږدل شوي او د دوشنبې په ورځ یې د کورنیو غړو مخامخ ورسره لیدلي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې په دار ځړول شویو کسانو کې یو افغان و چې په ۱۳۹۹ کال کې نیول شوی و.

دغه تورن افغان د نیمروز ولایت اوسیدونکی او د دوو اولادونو پلار و.

ټول په دار شوي کسان د نشه‌يي توکو په تور زنداني شوي او وروسته په دار شول.

ایران تر اوسه پورې د دغو کسانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

د دغو اعدام شویو کسانو د تورونو د ارزولو او وکیل ته د لاسرسي په اړه په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې شاوخوا شپږ زره افغانان په بېلابېلو تورونو د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

د طالبانو د کار وزرات: نړۍوال او بهرنۍ موسسې څنګه چې اړینه ده هغسې همکاري نه کوي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکو د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل، چې نړۍوال او مرستندویه موسسې ورسره هغسې همکاري نه کوي، چې اړتیا یې ده.

د دغه وزارت یو مرستیال وايي، له راتلونکو درېیو تر پنځو کلو به په افغانستان کې له ۱۴ لکه زیات کسان په کار وګماري.

د دغه وزارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال محمد ذاهد احمدزی ادعا کوي چې په افغانستان کې د بیکارۍ کچه هومره ټیټه نه ده څنګه چې یې په اړه تبلیغات کیږي.

نوموړی وايي: «څه موده مخکې مو د کار ملي کنفرانس جوړ کړی و، او هلته مو له ګڼو وزارتونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړل، چې له درېیو تر پنځو کلونو به څه باندې ۱۴ لکه کسان په کار وګمارل شي.»

خو د دغه وزارت چارواکو دا په ډاګه نه کړه چې دمګړۍ په څومره شمېر کې کسان وزرګار دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د افغانستان د کار د پخواني قانون بیا کتنه یې کړې او ځینو مادو کې د بدلون په راوستو او زیاتونو سره د توشیح لپاره د دغې ډلې مشر ملا هبت‌الله ته استولی.

همدارنګه نوموړی وايي، د ټولینز خوندي توب «ملي پالیسي» تګلاره جوړه شوې ده، او وروسته به د توشیح لپاره ملا هبت‌الله ته واستول شي.

همدارنګه د دغه وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د یاد وزارت د لاسته راوړنو د بیان پر مهال وویل، چې د «امارتي ادارو» او مرستندویه موسسو له لارې یې په تېر یوه کال کې له اته لکو ډیرو بې سرپرسته او یتیمو ماشومانو سره نغدي مرستې کړې دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سلاکار رحیم الله صراح وايي، د راتلونکي کال لپاره پلان کې لري، چې متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، ایران، ترکیې او عمان هېوادونو ته په قانوني توګه د کارګرانو د استولو ترسره شوي هوکړه لیکونه وڅاري.

خو دا یې نه ویل، چې یادو هېوادونو ته به په څومره شمېر کې کارګر واستوي.

نوموړی وایي، د راتلونکي کال لپاره پلان لري، چې د هېواد په اوو زونونو «کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، پکتیا، کندوز او بلخ» ولایتونو کې د کار موندنې مرکزونو جوړ کړي.

همدارنګه نوموړی وایي، په یادو اوو زونونو کې له خطر سره د مخ ماشومانو د ملاتړ لپاره به مرکزونه هم جوړ کړي.

خو په دې اړه یې نور جزیات ور نه کړل.

طالبان په داسې حال کې په کور دننه د کار د زمینې برابرولو ادعا کوي، چې تېره ورځ د کډوالو نړۍوال سازمان ویلي و، چې په یوه اوونۍ کې نږدې سل زره افغانان ایران او پاکستان ته کډه شوي دي.

طالبانو په پکتیکا کې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د طالبانو سترې محمکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوه ورځې وړاندې یې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلی دی.

د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویلي یې دي، چې په «غلا» تورن کس د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د لومړۍ محکمې له لوري ۳۹ دورې وهل شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کس ته یې د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته سزا ورکړې ده.

طالبانو په روانه اوونۍ کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۲ کسانو ته د خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړې ده.

دغې ډلې تېره ورخ په غور ولایت کې درې ښځې او څلور نارینه له «کوره د تېښتې او زنا» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل او له درېیو څخه تر څلورو کالو د بند سزاګانې یې ورکړې.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونه د طالبانو له لوري په عام مضر کې د سزاګانو ورکولو ته غبرګونونه ښودلي خو طالبان نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي.

طالبان: یونسکو باید د جام منار په ساتنه کې خپل مسوولیت پر ځای کړي

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال له دغه منار څخه لېدنه کړې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی. طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.

د غور د اطلاعات او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د جام منار څخه لیدنه کړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه طالب چارواکي جام منار ته د اوښتو زیانونو او په راتلونکي کې د احتمالي ګواښونو د څېړلو په موخه دغې سیمې ته ورغلی دی.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د مرستیال عتیق الله عزیزي له قوله لیکل شوي، چې د سیند اوبو او ورستیو سېلابونو دغه لرغوني منار ته زیان نه دی اړولی، خو د راتلونکو سېلابونو او طبیعي پيښو پر مهال ورته د زیان اوښتو وېره شته.

ښاغلي عزیزي ویلي، چې د دغې ډلې. د اطلاعات او فرهنګ وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو په ګدون یوه ګډه تخنیکي ډله د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر په لارښونه ټاکل شوې، چې د دغه نړۍوال جوړښت د لا پیاوړتیا لپاره یو پلان جوړ کړي.

عزیزي ویلي، چې په تېرو کلونو کې نړۍوالو فرهنګي سازمانونو په ځانګړې توګه يونسکو د جام د لرغوني منار د بنسټيزې ساتنې په برخه کې خپل مسووليت نه دى پر ځای کړی.

د راپورونو له مخې، یو له هغو خطرونو چې د جام منار ګواښي د هریرود سیند په غاړه د دغه منار موقیعت دی.

د وخت په تېریدو سره د هریرود سیند د وخت په تېرېدو سره خپله سوېلي څنډه ویجاړه کړې او د دغه منار په لور یې مخ ورګرځولی.

هر کال د بارانونو په موسم کې، د سېلابونو په ډېرېدو او د سیند اوبو د کچې لوړېدو سره منار جام ته د طبیعي زیان اوښتو ګواښ څو برابره ډیریږي.

د جام لرغونی ځای په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د لومړي نړۍوال میراث په توګه وپېژندل شو. همدارنګه د منار د ساتنې د ناسم حالت او د لوټ کیدو د پایلو له امله، دا د یونسکو د نړۍوال میراث په نوملړ کې ثبت شو.

سرچینې: له پاکستاني ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې طالبانو ته د 'سر زیان' اوښتی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو حکومتي سرچینو ويلي، چې له پاکستاني ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. خو د طالبانو دفاع وزارت د درېیو ورځو په تېریدو د دغې جګړې او ور اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.

د افغانستان انټرنشنل خبریال ته په سیمه کې سرچینو د شنبې په ماښام ويلي، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ او پښتونخوا غاړې کورمه کې په روانه اوونۍ کې دوه ځلې د دواړو لوریو د ځواکونو تر منځ سختې جګړې شوې دي. چې په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.

حکومتي سرچينو وړاندې ويلي، چې طالبانو د پاکستاني پوځ پر پوستو بريدونه کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د خوست له لوري د طالبانو په توغول شوې هاوان مرمۍ د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول چې په کرمه ایجنسۍ کې په یوه امنیتي پوسته ولګېده.

خو پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله بیا افغان طالبان تورن کړي چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پیژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»

خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه هیڅکله د یوې منلې شوې پولې په توګه نه ده منلې.

شنونکي په دې باور دي، چې د دواړو لوریو تر منځ د څرګندې پولې نشتوالی ډیر کله د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ترمنځ نښتې رامنځته کیږي.

په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څو ځلې نښتې شوې، چې ډېری یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر شوې دي.