طالبانو په پکتیکا کې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې په دورو وهلی

د طالبانو سترې محمکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوه ورځې وړاندې یې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلی دی.

د طالبانو سترې محمکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دوه ورځې وړاندې یې یو کس د «غلا» په تور په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلی دی.
د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې د تورن کس د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ویلي یې دي، چې په «غلا» تورن کس د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د لومړۍ محکمې له لوري ۳۹ دورې وهل شوی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کس ته یې د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته سزا ورکړې ده.
طالبانو په روانه اوونۍ کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۲ کسانو ته د خلکو د سترګو په وړاندې سزا ورکړې ده.
دغې ډلې تېره ورخ په غور ولایت کې درې ښځې او څلور نارینه له «کوره د تېښتې او زنا» په تور په عام محضر کې په دورو ووهل او له درېیو څخه تر څلورو کالو د بند سزاګانې یې ورکړې.
که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونه د طالبانو له لوري په عام مضر کې د سزاګانو ورکولو ته غبرګونونه ښودلي خو طالبان نږدې هره ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې ورکوي.


د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال له دغه منار څخه لېدنه کړې او ویلي یې دي، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی. طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.
د غور د اطلاعات او کلتور ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره ورځ د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د جام منار څخه لیدنه کړې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه طالب چارواکي جام منار ته د اوښتو زیانونو او په راتلونکي کې د احتمالي ګواښونو د څېړلو په موخه دغې سیمې ته ورغلی دی.
په خپره شوې خبرپاڼه کې د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د مرستیال عتیق الله عزیزي له قوله لیکل شوي، چې د سیند اوبو او ورستیو سېلابونو دغه لرغوني منار ته زیان نه دی اړولی، خو د راتلونکو سېلابونو او طبیعي پيښو پر مهال ورته د زیان اوښتو وېره شته.
ښاغلي عزیزي ویلي، چې د دغې ډلې. د اطلاعات او فرهنګ وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو په ګدون یوه ګډه تخنیکي ډله د طالبانو د ریاست الوزرا دفتر په لارښونه ټاکل شوې، چې د دغه نړۍوال جوړښت د لا پیاوړتیا لپاره یو پلان جوړ کړي.
عزیزي ویلي، چې په تېرو کلونو کې نړۍوالو فرهنګي سازمانونو په ځانګړې توګه يونسکو د جام د لرغوني منار د بنسټيزې ساتنې په برخه کې خپل مسووليت نه دى پر ځای کړی.
د راپورونو له مخې، یو له هغو خطرونو چې د جام منار ګواښي د هریرود سیند په غاړه د دغه منار موقیعت دی.
د وخت په تېریدو سره د هریرود سیند د وخت په تېرېدو سره خپله سوېلي څنډه ویجاړه کړې او د دغه منار په لور یې مخ ورګرځولی.
هر کال د بارانونو په موسم کې، د سېلابونو په ډېرېدو او د سیند اوبو د کچې لوړېدو سره منار جام ته د طبیعي زیان اوښتو ګواښ څو برابره ډیریږي.
د جام لرغونی ځای په ۲۰۰۲ کال کې د افغانستان د لومړي نړۍوال میراث په توګه وپېژندل شو. همدارنګه د منار د ساتنې د ناسم حالت او د لوټ کیدو د پایلو له امله، دا د یونسکو د نړۍوال میراث په نوملړ کې ثبت شو.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو حکومتي سرچینو ويلي، چې له پاکستاني ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. خو د طالبانو دفاع وزارت د درېیو ورځو په تېریدو د دغې جګړې او ور اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ويلي.
د افغانستان انټرنشنل خبریال ته په سیمه کې سرچینو د شنبې په ماښام ويلي، چې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ او پښتونخوا غاړې کورمه کې په روانه اوونۍ کې دوه ځلې د دواړو لوریو د ځواکونو تر منځ سختې جګړې شوې دي. چې په کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې دي.
حکومتي سرچينو وړاندې ويلي، چې طالبانو د پاکستاني پوځ پر پوستو بريدونه کړي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د خوست له لوري د طالبانو په توغول شوې هاوان مرمۍ د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول چې په کرمه ایجنسۍ کې په یوه امنیتي پوسته ولګېده.
خو پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان رسنیو د دغه هیواد د چارواکو له قوله بیا افغان طالبان تورن کړي چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پیژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»
خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه هیڅکله د یوې منلې شوې پولې په توګه نه ده منلې.
شنونکي په دې باور دي، چې د دواړو لوریو تر منځ د څرګندې پولې نشتوالی ډیر کله د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ترمنځ نښتې رامنځته کیږي.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څو ځلې نښتې شوې، چې ډېری یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر شوې دي.

د دوحې پر تړون د جمهوري غوښتونکو د بریدونو په ترڅ کې، خلیلزاد ترې دفاع وکړه او پړه یې پر افغانانو واچوله. هغه د جمهوري غوښتونکو د یوه استازي د نیوکې په ځواب کې د غني د حکومت ګوښه کېدو په اړه وویل: «د دوحې تړون د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تاریخي خبرو لامل شو.»
د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر مایکل مککال د یکشنبې په ورځ له سي بي اېس سره په مرکه کې د دوحې تړون د زلمي خلیلزاد تېروتنه وبلله او ویې ویل چې دغه تړون د پخواني افغان حکومت پر مورال منفي اغېزې وکړې.
مککال وویل، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي «له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او افغان حکومت یې څنډې ته پرېښود.»
د امریکا د بهرنیو اړیکو کمیټه به په دې اړه له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه یو راپور خپروي.
په دې راپور کې ویل شوي، چې د وتلو په دغه بهیر کې باید سیاسي ګټې ولټول شي.
خلیلزاد پرته له دې چې نور جزیات ورکړي، د مککال څرګندونې یو «ناسم تور» بللی او ویلي یې دي، چې د دوحې تړون د اشرف غني د حکومت او طالبانو ترمنځ «تاریخي خبرو اترو» ته زمینه برابره کړه.
هغه په یو ډول ومنله چې «له څو غونډو وروسته، د نوي حکومت د جوړولو لپاره مطلوبې پایلې ترلاسه نه شوې.»
د دوحې تړون په ۱۳۹۹ کال کې د امریکا د حکومت او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شو او دواړو لوریو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو هوکړه وکړه.
د دواړو لوریو تر منځ د خبرو اترو پر مهال د افغان حکومت استازو ګډون نه درلود.
وروسته د افغان حکومت یو پلاوی قطر ته ولاړ او له طالبانو سره یې خبرې اترې وکړې.
د دغه پلاوي ځینو غړو ویلي، چې طالبان په خپلو خبرو کې جدي نه دي.
د طالبانو ډلې د دوحې د خبرو اترو پر مهال او له هغه وروسته د افغان حکومت د مذاکره کوونکي لوري په توګه له رسمیت پېژندلو ډډه وکړه.
مککال او نورو نیوکه کوونکو ویلي، چې امریکا د طالبانو او اشرف غني ترمنځ د هوکړې په نه شتون کې له افغانستانه پرته له کوم شرطه ووتله او د افغان حکومت پرځېدو ته یې لاره هواره کړه.
خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بین الافغاني خبرو له ناکامۍ وروسته امریکا کولی شوای، چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د نه اېستلو پرېکړه وکړي.
خو د هغه په وينا، د امريکا مشرتابه په افغانستان کې د «نه ختمېدونکې جګړې» د دوام په اړه اندېښنه درلوده.
نوموړي د افغانستان پخواني مشران ګرم وبلل او ویې ویل، چې په واشنګټن کې داسې مایوسي خپره وه، چې دوی خپل هېواد ته لومړیتوب نه ورکوي او د حقیقي جوړجاړي په لټه کې نه دي.
د خلیلزاد په وینا، له سیاسي هوکړې د افغان مشرانو وتل د جګړې د دوام او د نورو امریکايي ځواکونو د قربانۍ لامل کېدل.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر د یکشنبې په ورځ وویل چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د افغان حکومت پر مخ څپېړه وه. مایکل مککال دغه هوکړه د زلمي خلیلزاد تېروتنه وبلله، چې د تېر افغان حکومت پر مورال یې منفي اغېز وکړ.
هغه وویل، خلیلزاد «له طالبانو سره خبرې اترې وکړې او افغان حکومت یې څنډې پرېښود.»
مککال سي بي ایس نیوز ته وویل: «دا د دوی پر مخ یوه څپېړه وه او د دوی په مورال یې منفي اغېز وکړ.»
د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر زیاته کړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د امریکا لپاره منفي او نړۍوالې پایلې لرلې.
هغه وویل: «د افغانستان له سقوط دوه میاشتې وروسته پوتین پر اوکراین یرغل وکړ، شي او پوتین په بیجینګ کې یو ناوړه اتحاد جوړ کړی چې اوس هم ارام سمندر ته ګواښ دی.»
د روسيې ولسمشر پوتين د غوايي په مياشت کې چين ته سفر وکړ او له شي جين پينګ سره يې له ليدنې وروسته وويل چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتيژيکې همکارۍ پياوړې کړې دي.
مککال په هغه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې طالبانو د بګرام له زندانه د داعش خراسان زرګونه غړي خوشې کړي دي.
امریکا او اروپا د داعش په ځانګړې توګه د خراسان څانګه د دغو هېوادونو او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ ګڼي.
مککال دا خبره رد کړه چې ګواکې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د ده څېړنې سیاسي دي او ویې ویل چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته به دغه موضوع وڅاري.
مککال وویل، بایډن او ټرمپ دواړو له افغانستانه د وتلو پلان درلود، خو د ټرمپ وتل مشروط وو، او بایډن پرته له دې چې د افغانستان وضعیت و ارزوي، امریکايي ځواکونه و ایستل.
ټاکل شوې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه د دوشنبې په ورځ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خپل راپور خپور کړي.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې هغه ادعاوې رد کړې چې له افغانستانه د وتلو په اړه یې په خپل نوي راپور کې ویلي چې د امریکا پوځ په ښکاره له طالبانو سره په وتلو او د سولې په خبرو اترو کې ونډه نه لرله.
خلیلزاد ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د دوحې په خبرو کې په بشپړه توګه ګډون درلود او د هغه استازي هم په کې شامل وو.
خلیلزاد په ایکس کې لیکلي: «د ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک میلي استازي په دې خبرو کې برخه اخیستې وه او جنرال میلي شخصاً دوه ځلې له طالبانو سره په دوحه کې وکتل. زموږ د جګپوړو پوځي چارواکو له بشپړ پوهېدو او زموږ د مشرانو په پرېکړو کې د هغوی له ګډون پرته په هېڅ پوځي مسله کې هېڅ هوکړه نه ده شوې.»
د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. دغه تړون له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د امریکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اوربند لپاره مهالوېش وټاکه. خو طالبانو له افغان ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړی.
د دوحې د سولې تړون یوه برخه د افغانانو تر منځ د سولې خبرې وې، خو سمې پایلې ته ونه رسیدې او طالبان د کابل له سقوط وروسته د هغه وخت ولسمشر اشرف غني له تګ وروسته کابل ته ننوتل.

د ایران د پارلمان یو غړی وايي، طالبانو تر اوسه پورې ایران ته د هلمند سیند د اوبو حق نه دی ورکړی. د زاهدان د استازي فداحسین مالکي په وینا، هغه اوبه چې ایران ته د حقابې په نوم ورکړل شوې، د سېلاب اوبه دي.
هغه د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له نوي وزیر عباس عراقچي څخه وغوښتل چې یو ځل بیا د هلمند سیند د حقابې موضوع وڅاري.
مالکي ایسنا خبری اژانس ته وویل: «د ایران او سیستان و بلوچستان ولایت ته د هلمند د اوبو د حق ورکولو په هکله د طالبانو ادعاوې حقیقت نه لری. ځکه په اصل کې په دې برخه کې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.»
هغه، چې په کابل کې د ایران پخوانی سفیر و، وړاندې وايي: «طالبانو موږ ته سېلاب په حقابه راشمېرلی، خو دا اوبه سېلاب و، نه حقابه. دا موضوع ان هغو کسانو هم نه ده منلې چې د طالبانو له دریځونو یې دفاع کوله.»
د ایران پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړي څرګنده کړه: «د ایران بهرنیو چارو پخوانی وزیر امیر عبداللهیان هم اعتراف کړی و چې ایران ته ننوتونکي اوبه د اوبو حق نه دی او سیلاب دی. دا خبره د هغه وخت وزیر هم منلې وه.»
خو د هغه په وينا، له دې سره سره ځينو ادعا وکړه، چې دا اوبه د حقابې دي، نو له همدې امله موږ اوس هم له ستونزو او سيمه کې د اوبو له سخت کموالي سره مخ ده.
تر دې مخکې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر ویلي وو چې دوی د ایران د حقابې یوه لویه برخه ورکړې ده.
ایراني چارواکو تل د هېواد په ختیځ کې د اوبو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانستان پر واکمنو چارواکو یې تور لګولی چې د ایران د اوبو حق ته درناوی نه کوي.