• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان امنیتي سرچېنو منلې، چې د ډیورنډ په کرښه په نښته کې د دوی یو افسر وژل شوی دی

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې ځايي چارواکو منلې، چې د افغان طالبانو او د پاکستاني پوځیانو تر منځ جګړه کې د سرحدي ځواکونو یو افسر وژل شوی او یو تن سیمه‌وال ځوان ټپي شوی دی.

په سیمه کې د پوليسو یوې سرچېنې ویلي، چې د کورمې ولسوالۍ په شورکۍ سیمه کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې تېره ورځ د افغان طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون اته تنه افغان طالبان وژل شوي دي.
که څه هم چې طالبانو تر اوسه په رسمي بڼه څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوې لیدل کېږي چې طالبان سیمې ته نوي ځواکونه استوي.
د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د جګړي له امله تر دې مهاله ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د یو شمېر دغو بې‌ځایه شویو کورنیو سره یې مرستې کړې دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د جګړې له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د دغه ولایت صبرۍ، باک او د خوست مرکز ته کډه شوې دي.

په کرښه اوسنۍ روانه چګړه په یوه اونۍ کې دویمه جګړه ده، چې د دواړو خواو تر منځ کېږي.

دغه جګړه د کرښې پورې غاړه د طابانو له‌خوا د یوې پوستې د جوړولو پر سر پیل شوې وه.
د پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله افغان طالبان تورن کړي، چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پېژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»
خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کرښه هیڅکله د یوې منلې شوې پولې په توګه نه ده منلې.
شنونکي په دې باور دي، چې د دواړو لوریو تر منځ د څرګندې پولې نشتوالی ډېر کله د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څو ځلې نښتې شوې، چې ډېری یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

بریتانیا د هغې افغان کورنۍ د ویزې غوښتنه رد کړه، چې غوښتل یې د خپل ۱۳کلن زوی سره یوځای شي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۲ GMT+۱

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د هغې افغان کورنۍ د ویزې غوښتنه رد کړه، چې غوښتل یې د خپل ۱۳کلن زوی سره په لندن کې یوځای شي.

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د احمد په مستعار نوم دغه ۱۳کلن ماشوم په ۲۰۲۱کال کې له خپل تره او ترور (عمه) سره لندن ته لېږدول شوی و.

د راپور له مخې، هغه مهال احمد لس کلن و.

احمد دا مهال په لندن کې له خپل تره او عمه سره اوسېږي.
د احمد عمه وایي، چې هغه خپله کورنۍ یادوي او خپلې کورنۍ ته اړتیا لري.
د احمد کورنۍ په ۲۰۲۳کال کې د ویزې لپاره غوښتنلیک استولی و، چې غوښتل یې د خپل زوی سره یوځای شي.
د کورنیو چارو وزارت دا هم وویل، چې د احمد کورنۍ په افغانستان کې له کوم ګواښ سره مخامخ نه ده.
د احمد پلار تر دې وړاندې ویلي و، چې هغه په افغانستان کې د لویدیځو دفترونو سره کار کاوه چې له امله یې اوس له ګواښ سره مخ شوی دی.
د احمد پلار ګارډین ته په خبرو کې ویلي، چې د بریتانیا د حکومت دغې پرېکړې سخت خپه کړی او د دغې پرېکړې تمه یې نه لرله.
هغه زیاته کړې، چې ټوله کورنۍ یې زوی یادوي او د هغه تشه په کور کې احساسېږي.
د احمد وکیلان هم وایي، چې احمد خپلې کورنۍ ته اړتیا لري او له خپلې کورنۍ څخه د لرې والي له امله په ژور خفګان اخته شوی او اروایي وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر: افغانان دې خپل هېواد ته ستانه شي او خپل هېواد دې ودان کړي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۸ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو وغوښتل، چې «خپل هېواد ته ستانه شي او خپل هېواد ته دې کار وکړي او هغه ځای دې سمسور کړي.»

مومني په یوه ټلویزیوني پروګرام کې د «بهرنیو وګړو» په اړه وویل:« ایران نور دومره کډوال نه شي زغملای».
هغه د دوشنبې په ماښام زیاته کړه:« لومړیتوب د هغو کسانو دی، چې په ناقانونه توګه او له اجازې پرته ننوځي. دا په ټوله نړۍ کې یو معمول دی او کډوال باید د کوربه هېواد جوړښتونو او قانون ته درناوی وکړي.»
د ایران د کورنیو چارو وزیر په ایران کې د بې کارۍ د زیاتوالي پړه پر افغانانو واچوله او ویې ویل:« افغانانو ډېر کاري فرصتونه اخیستي دي.»

هغه زیاته کړه، تمه لري چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
مومني څلور ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې په ایران کې د افغانانو د تنظیم هر اړخیز پلان به ډېر ژر چمتو او عملي شي.
هغه وويل:« دغه هر اړخيز پلان به د يوه مناسب پروګرام او د سيمه‌ييزو او ګاونډيو ملحوظاتو په پام کې نيولو سره پلی شي.»
مهر خبری اژانس وایي، د ایران د کورنیو چارو وزیر تېره پنجشنبه د شېراز ښار سنګ سیاه سیمې ته د سفر په ترڅ کې په ایران کې د افغانانو د منظمولو په ضرورت ټینګار وکړ.
مومني چې تازه د ایران د کورنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی، د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د ده لومړی ګام به د ناقانونه او بې اسناده کډوالو اېستل وي.
نوموړي په ايران کې د افغانانو لپاره د هر اړخيز پلان په اړه جزیيات نه دي ورکړي.
خو مومني چې د زمري په میاشت کې لا د کورنیو چارو وزیر نه و، د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست په کمېسیون کې ټینګار وکړ، چې د کډوالو د داخلېدو د مخنیوي حل لاره د سرحدونو تړل دي.

نوموړي ویلي، چې په دې اړه به یوه تګلاره جوړه کړي.
هغه په خپله یوه ټلویزیوني مرکه کې هم په یو اړخیز ډول د پولو د بندولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د ایران د ټولو پولو د بندولو لپاره یې د وسله‌والو ځواکونو د کار د پیل خبره وکړه.
تر دې مخکې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال له افغانستان سره د پولو پر تړلو ټینګار کړی و.
د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته د دغه هېواد سلګونه زره وګړي ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شول.
په تېرو درېیو کالو کې دواړو ګاونډيو هېوادونو سلګونه زره افغانان له خپلو هېوادونه په زوره اېستي دي.
د زمري په میاشت کې د شرق ورځپاڼې د ۱۰ او ۱۷ کلونو ترمنځ د یو شمېر افغان ځوانانو چې د اوسېدو قانوني اسناد یې هم لرل د نیول کېدو خبر ورکړ.
شارق په دې راپور کې د دماوند په ښار کې له یوه افغان کډوال «سید مهدي» سره د پولیسو د یوه افسر د ناوړه چلند په بیانولو سره په ایران کې له کډوالو سره د چلند موضوع لاپسې پېچلې کړه.
دغه راپور د ټولنیزو فعالانو په حواله لیکلي، که څه هم له ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو او ښځو لپاره یوازې له هېواده اېستل نا قانونه کړنه ده؛ خو دا ډول پېښې رامنځ ته کېږي.
په دماوند ښار کې له «سید مهدي» سره د ایراني پولیسو د تاوتریخجن چلند ویډیو د زمري د میاشتې په ۱۷مه نېټه په افغانستان انټرنشنل کې هم خپره شوه.
دغې ویډیو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راوپارول او دوی د دې ځوان پر غاړه د ایراني افسر د زنګون فشار په ۱۳۹۹ کال کې په امریکا کې د جورج فلویډ له مړینې سره پرتله کړ، چې په هغه هېواد کې د پراخو لاریونونو لامل هم شوی و.

پاکستاني رسنۍ: علي امین ګنډاپور له اته ساعته نادرکۍ وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شو

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۵ GMT+۱

له تېرې شپې راهیسې داسې راپورونه په خواله رسنیو کې خپرېدل، چې ګواکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور نادرکه شوی او په اړه یې هیڅ ډول معلومات نه شته.

جنګ ورځپاڼې لیکلي، چې نوموړی تېره شپه له پېښوره اسلام اباد ته تللی و؛ خو له اته ساعته وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړي شاهد خټک دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې ښاغلی ګندا پور سره یې خبرې شوې او هغه به ډېر ژر بېرته خپلې دندې ته ستون شي.

تر ده وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف ویلي و، چې ښايي ښاغلی ګنډاپور د مرکزي حکومت له‌خوا نیول شوی وي.

دا رنګه د مخالفو ګوندونو د اپوزیسیون مشر عمر ایوب هم ویلي و چې، له علي امین ګنډاپور سره یې اړیکې پرې شوې دي.

هغه ویلي و، چې هغه مرکزي حکومت غوښتی و او د هغه په وینا چې مرکزي حکومت نوموړی د (چای پیالې د څښلو) لپاره وربللی و.

عمر ایوب دا هم ویلي و، چې د علي امین ګنډاپور اړیکه له خپلو امنیتي کارکوونکو سره هم پرې شوې او د هغه د امنیتي ساتونکو ټیلیفونونه هم بند شوي دي.

دا رنګه د ګڼدا پور ورور او د پاکستان د پارلمان غړی فیصل امین خان هم په اېکس پاڼه د خپل ورور او د تحریک انصاف د مشر عمران خان انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې ښاغلی ګنداپور له یوې اوږدې غونډې وروسته بېرته پېښور ته ستون شوی دي؛ خو دا یې نه ده په ډاګه کړې، چې دا غونډه د مرکزي حکومت له چارواکو سره وه او که د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښاغلي ګنداپور مرکزي حکومت ته له پاکستاني طالبانو سره د جوړ جاړي او خبرو اترو وړاندیز کړی و او دا یې هم ویلي و، که مرکزي حکومت نوموړي ته اجازه ورنکړي؛ نو هغه به په ځانته سر افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان او پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
تر دې دمه حکومتي سرچېنو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو کتونکي وايي چې د ښاغلي ګنډاپور نا درکي یوه سیاسي مسله ده، ځکه د دوی په وینا د څو ساعتونو لپاره د یوې سترې صوبې د وزیر اعلی او د هغه د امنیتي ساتونکو د بې‌درکه کېدلو تر شا سیاسي موخې پرتې دي.

د امریکا ځانګړې استازې پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کېدو ډډه وکړي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا استازې د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا انتقادي غونډې ته په اشارې سره پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره دې د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي. رینا امیري وویل چې د طالبانو په چلند کې باید «ژور بدلون» راشي.

رینا امیري وویل، د جنسیت پر بنسټ د ځورونې ختمول او د افغانانو حقونو ته درناوی د افغانستان د راتلونکي ګډې موخې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د وضعیت په اړه د بشري حقونو د شورا د ۵۷مې غونډې په څنډه کې وکړې.

په دې ناسته کې هېوادونو د طالبانو د امربالمعروف پر قانون سختې نیوکې وکړې. د جرمني استازي وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او نه دی بدل شوی.
رینا امیري له دې مخکې ویلي و چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول به د ښځو پر وړاندې د دغې ډلې د افراطي تګلارو د پای ته رسولو په شرط وي.

هغې تېره اوونۍ هیل ورځپاڼې ته وویل چې د طالبانو د ښځو ضد تګلارې لکه د دغې ډلې د واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر به بالاخره د طالبانو د نسکورېدو لامل شي.
په دې وروستیو کې ځینو هیوادونو په ځانګړي ډول متحده عربي امارات چې په منځني ختیځ کې د امریکا ملګری دی، د طالبانو استازی د سفیر او د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه منلی دی.

امریکا وايي، هیڅکله یې داسې نه ګڼله چې د اشرف غني حکومت دې په ۱۱ ساعتونو کې ړنګ شي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس د یو نوي راپور په غبرګون کې چې نوی ېې خپور کړی وايي، په ټولو ارزونو کې یې داسې وړاندوینه نه وه کړې چې د اشرف غني حکومت دې داسې ژر ړنګ شي.

د دغه وزارت په وینا، اشرف غني له سقوطه یوه ورځ مخکې بلېنکن ته ویلي و چې تر مرګه به جنګېږي.
په هغه وینا پاڼه کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې، راغلي چې د افغانستان له سقوطه یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو جارو وزیر انتوني بلېنکن له اشرف غني سره په ټلیفون غږېدلی و.
ښاغلي غني ورته ویلي و، چې «تر مرګه» جګړې ته چمتو دی او نه پرېږدي چې افغانستان د طالبانو لاس ته ورشي؛ خو یوه ورځ وروسته له افغانستانه ووت.
په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي وايي، پرته له کوم شرطه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ‌وتلو دې ته لاره هواره کړه چې د افغانستان پخوانی رژیم ړنګ شي.

د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر مایکل مکال تېره ورځ سي بي اېس شبکې ته ویلي و، چې د بایډن حکومت د افغانستان شرایطو ته په نه پاملرنې له هغه هېواده خپل ځواکونه واېستل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان حکومت د ۲۰۲۱ کال د اکسټ تر ۶مې ټول ولایتونه په خپل واک کې لرل؛ خو د یوې اونۍ په ترڅ کې ټول ولایتونه سقوط شول او (د اګست په ۱۵مه) د اشرف غني له وتو سره سم طالبان کابل ته د ورننه شول.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کانګرس له راپور سره همغږی دی، چې د دوحې تړون د طالبانو له بري سره مرسته وکړه.

د بهرنیو چارو وزارت هم دغه تړون نیمګړی بولي، ځکه د افغانانو تر منځ یې خبرې اترې ګډې وډې کړې او «طالبانو یې دومره ځواکمن کړل، چې په تېرو ۲۰ کالو کې هومره نه و ځواکمن شوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سنتکام د قوماندان جنرال مکنزی له قوله ویلي، چې «د دوحې تړون لاسلیکولو د افغانستان پر دولت او د هغه هېواد پر ځواکونو ډېر منفی اغېز پرئویستی و.»
دغه وزارت له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو او اغېزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستانه د ځواکونو وتل «اسانه» چاره نه وه او دغه څه د ټرامپ له حکومته بایډن ته په میراث پاتې شوي و.
د امریکا کانګرس بایډن په دې تورنوي، چې د پوځي کارپوهانو او د امریکا له نورو بنسټونو سره یې له سلا مشورو پرته په ځانته سر له افغانستانه د ځواکونو د اېستو پریکړه کړې وه؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ټینګار کوي، چې ولسمشر بایډن د امریکا د خلکو ګټو ته په کتو، د امریکا ډېره اوږده جګړه پای ته ورسوله.
دغه وزارت د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه د ناسمو اطلاعاتو په خپرولو تورنوي او وايي:« دغه ناسم اطلاعات د دې لامل شول، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د غیر سیاسي کارکوونکو شهرت او نوم ته زیان ورسوي.»