طالبان: د پاکستان په زندانونو کې ۶۶ بندي افغانان ازاد او افغانستان ته واستول شول

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې یاد کسان په پاکستان کې له زندانونو تر راخوشي کېدو وروسته تېره ورځ د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.