• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: سر له نن څخه له اسټبلیشمینټ "پوځ" سره د خبرو دروزاې بندې دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

په ایډیاله زندان کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان خبریالانو ته ویلي، چې سر له نن څخه یې د پاکستان اسټبلیشمینټ "پوځ" سره د خبرو دروازې بندې کړې دي. نوموړي د شپږو ګوندونو مشرانو ته د مذاکراتو اجازه ورکړې وه؛ خو مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې.

د عمران خان په خبره، چې د پاکستان اسټبلیشمنیټ نه غواړي مذاکرات وشي او یا هم کومه محسوسه نتیجه په لاس راشي.

هغه زیاته کړې، چې د پاکستان د شپږو ګوندونو مشرانو ته یې اجازه ورکړې وه، چې له پوځ سره مذاکرات وکړي؛ خو کومه نتیجه یې نه ده تر لاسه کړې.

نوموړي زیاته کړې ده، چې که حکومت د سپټمبر په ۲۱مه نېټه په لاهور کې د لویې جلسې اجازه ورکړي او که نه خو ګوند به یې دغه جلسه کوي.

وروسته له هغې چې په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان حکومت چپه شو، د نوموړي به ګډون د هغه د ګوند ګڼ مشران زنداني شول.

په وروستیو کې د پاکستان د ملي دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو، چې عمران خان باید پوځي محاکمه شي؛ ځکه د نوموړي د ګوند پلویانو پر پوځي مرکز برید کړی و.

پر عمران خان لسګونه قضیې ثبت شوي چې په ګڼو کې یې بری تر لاسه کړی؛ خو هغه څو میاشتې وړاندې د پاکستان له اسټبلیشمنیټ سره د مذاکراتو لپاره یو شمېر سیاسي څېرو او شپږو ګوندونو ته د خبرو اجازه ورکړه، چې لا یې هم نتیجه نه ده معلومه.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان دفاع وزیر: د امریکا د فشار له امله له ایران سره د ګاز نللیکه نشو پلې کولی

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د نړیوال په تېره د امریکا متحده ایالتونو د فشار له امله دغه هېواد ته غځېدونکې د ایران د ګاز نللیکه نشي پلې کولی. خواجه اصف دا خبرداری هم ور کوي، که اسلام اباد دا پروژه بشپړه نه کړي، ایران د ۱۸ میلیارد ډالرو تاوان اخیستلو لپاره شکایت ترې کولی شي.

نوموړي له اردو انډیپېنډېنټ سره مرکه کې زیاته کړه، چې اسلام اباد اوسني مالي کړکېچ کې د دومره لویې جرمانې ور کولو وس نه لري او نه هم غواړي چې امریکا خپه یا ځان د بندیزونو له خطر سره مخ کړي.

خواجه اصف وايي، دې برخه کې د حل لارې موندلو اړتیا ده او له نورو هېوادونو غواړي چې امریکا وهڅوي، ترڅو پاکستان د دې پروژې بشپړولو اجازه تر لاسه کړي.

هغه دا هم وویل، چې د هند په ګډون مختلف هېوادونه له ایران سره سوداګري لري، خو بندیزونه پرې نه لګېږي، اما پر پاکستان بې انصافه فشار اچول کېږي.

ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د نږدې ۱۹ سوه کیلومترو په اوږدوالي له ایران د سولې په نوم د ګاز نللیکه تېرېږي.

دې نللیکې سره به ایران د ۲۵ کلونو لپاره هره ورځ ۷۵۰ میلیونه متر مکعب ګاز پاکستان ته صادروي.

دواړه هېوادونه اړ وو، چې دا پروژه په خپله خاوره کې پلې کړي او د هوکړې له مخې باید دا پروژه تر ۲۰۱۵ کال پورې پیل شوې وی.

د تړون له لاسلیک سره ایران په خپله خاوره کې پر دې پروژه کار پیل کړ، خو پاکستان پخپله خاوره کې څه نه دي کړي.
​څه مهال مخکې پاکستاني رسنیو راپور ور کړ چې ایران غواړي دریمګړې نړیوالې محکمې ته عریضه وکړي او له پاکستان د ګاز پر پروژه د مصرف له امله د ۱۸ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.

ایران تر اوسه پر دغه پروژه دوه میلیارده ډالر مصرف کړي دي، خو پاکستان لا هم د امریکا د بندیزونو له امله لاس پورې کولی نه شي.

د روان کال لومړیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویل، چې پر دې پروژه کار پیلوي، خو په مارچ کې یې امریکا سخت مخالفت وکړ.

پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران نیولي دي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۵۲ GMT+۱

پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر جګپوړي مشران لکه ګوهر علي خان، عمومي مشر عمر ایوب خان او د دغه ګوند یو جګپوړی غړی شېر افضل مروت په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته د غونډې په جوړولو او له قانونه د سرغړونو په تور نیولي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام اباد پولیسو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۹مه) ناوخته د تحریک انصاف یو شمېر نور مشران هم نیولي دي.

د شاه محمود قریشي زوی زین قریشي، عامر دوګر، شیخ وقاص اکرم، نعیم الرحمن، زبیر خان او د سنیانو د شورا د ګوند مشر صاحب زاده حمید هغه کسان دي چې د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف ګوند د مشرانو د نیولو بهیر د سه شنبې په ورځ (د وږي تر ۲۰مې) تر سهاره روان و.
د تحریک انصاف ګوند له څو میاشتې کرارۍ وروسته، د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ستره غونډه وربللې وه.

دغه غونډه په تاوتریخوالي واوښته او پولیسو د عمران د پلویانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه هم کار واخیست.
پولیسو ویلي، د تحریک انصاف ګوند مشران یې ځکه نیولي چې د غونډې د جوړولو د منعې فانون یې له پامه غورځولی و.
د تحریک انصاف ګوند مشران په داسې حال کې نیول کېږي، چې د دغه ګوند مشر عمران خان او د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشي له تېر یوه کال څخه د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي.

د پاکستان امنیتي سرچېنو منلې، چې د ډیورنډ په کرښه په نښته کې د دوی یو افسر وژل شوی دی

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې ځايي چارواکو منلې، چې د افغان طالبانو او د پاکستاني پوځیانو تر منځ جګړه کې د سرحدي ځواکونو یو افسر وژل شوی او یو تن سیمه‌وال ځوان ټپي شوی دی.

په سیمه کې د پوليسو یوې سرچېنې ویلي، چې د کورمې ولسوالۍ په شورکۍ سیمه کې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې تېره ورځ د افغان طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون اته تنه افغان طالبان وژل شوي دي.
که څه هم چې طالبانو تر اوسه په رسمي بڼه څه نه دي ویلي؛ خو یو شمېر ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوې لیدل کېږي چې طالبان سیمې ته نوي ځواکونه استوي.
د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د جګړي له امله تر دې مهاله ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د یو شمېر دغو بې‌ځایه شویو کورنیو سره یې مرستې کړې دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو د جګړې له امله بې‌ځایه شوې کورنۍ د دغه ولایت صبرۍ، باک او د خوست مرکز ته کډه شوې دي.

په کرښه اوسنۍ روانه چګړه په یوه اونۍ کې دویمه جګړه ده، چې د دواړو خواو تر منځ کېږي.

دغه جګړه د کرښې پورې غاړه د طابانو له‌خوا د یوې پوستې د جوړولو پر سر پیل شوې وه.
د پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله افغان طالبان تورن کړي، چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پېژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»
خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ کرښه هیڅکله د یوې منلې شوې پولې په توګه نه ده منلې.
شنونکي په دې باور دي، چې د دواړو لوریو تر منځ د څرګندې پولې نشتوالی ډېر کله د دې لامل شوی چې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څو ځلې نښتې شوې، چې ډېری یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي پوستو د جوړولو پر سر شوې دي.

پاکستاني رسنۍ: علي امین ګنډاپور له اته ساعته نادرکۍ وروسته بېرته خپلې دندې ته ستون شو

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۳۵ GMT+۱

له تېرې شپې راهیسې داسې راپورونه په خواله رسنیو کې خپرېدل، چې ګواکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور نادرکه شوی او په اړه یې هیڅ ډول معلومات نه شته.

جنګ ورځپاڼې لیکلي، چې نوموړی تېره شپه له پېښوره اسلام اباد ته تللی و؛ خو له اته ساعته وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړي شاهد خټک دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې ښاغلی ګندا پور سره یې خبرې شوې او هغه به ډېر ژر بېرته خپلې دندې ته ستون شي.

تر ده وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف ویلي و، چې ښايي ښاغلی ګنډاپور د مرکزي حکومت له‌خوا نیول شوی وي.

دا رنګه د مخالفو ګوندونو د اپوزیسیون مشر عمر ایوب هم ویلي و چې، له علي امین ګنډاپور سره یې اړیکې پرې شوې دي.

هغه ویلي و، چې هغه مرکزي حکومت غوښتی و او د هغه په وینا چې مرکزي حکومت نوموړی د (چای پیالې د څښلو) لپاره وربللی و.

عمر ایوب دا هم ویلي و، چې د علي امین ګنډاپور اړیکه له خپلو امنیتي کارکوونکو سره هم پرې شوې او د هغه د امنیتي ساتونکو ټیلیفونونه هم بند شوي دي.

دا رنګه د ګڼدا پور ورور او د پاکستان د پارلمان غړی فیصل امین خان هم په اېکس پاڼه د خپل ورور او د تحریک انصاف د مشر عمران خان انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې ښاغلی ګنداپور له یوې اوږدې غونډې وروسته بېرته پېښور ته ستون شوی دي؛ خو دا یې نه ده په ډاګه کړې، چې دا غونډه د مرکزي حکومت له چارواکو سره وه او که د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښاغلي ګنداپور مرکزي حکومت ته له پاکستاني طالبانو سره د جوړ جاړي او خبرو اترو وړاندیز کړی و او دا یې هم ویلي و، که مرکزي حکومت نوموړي ته اجازه ورنکړي؛ نو هغه به په ځانته سر افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان او پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
تر دې دمه حکومتي سرچېنو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو کتونکي وايي چې د ښاغلي ګنډاپور نا درکي یوه سیاسي مسله ده، ځکه د دوی په وینا د څو ساعتونو لپاره د یوې سترې صوبې د وزیر اعلی او د هغه د امنیتي ساتونکو د بې‌درکه کېدلو تر شا سیاسي موخې پرتې دي.

سیمه ییزې سرچینې: لکي مروت کې پولیسو د پاکستاني پوځ پر ضد لاریون کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له سیمې څخه سرچینو ویلي، چې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ لسګونو ځايي پولیسو د پاکستاني پوځ پر ضد لاریون کړی او غوښتنه یې کړې چې پوځ دې له دغې سیمې ووځي. له پولیسو سره د هغوی د کورنیو غړو او سیمې اوسیدونکو هم د دوی غږ بدرګه کاوه.

له خیبرپښتونخوا ایالت لکي مروت څخه سیمه ییزو سرچینو نن دوشنبه د (وږي ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د لکي مروت اړوند لسګونه پولیسو او د هغوی د کورنیو غړو او د سیمې سلګونو نورو اوسیدونکو په دغې سیمه کې د پاکستاني پوځ پر ضد لاریون کړی او هغوی ته یې ویلي چې په څو ساعتونو کې د دوی له سیمې ووځي.

له سیمې خپلواک خبریال او د حالاتو څارونکي لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پولیسو ځکه دغه لاریون کړی چې په دې وروستیو کې یې ډیر ملګري په هدفي وژنو کې په نښه او وژل شوي.

هغه وايي، «پولیسو په دغه لاریون کې د پاکستان پوځ تورن کړ چې د ترهګرۍ په پیښو کې لاس لري او پولیس په وسله ډلو باندې وژني.»

هغه وايي، په سیمه کې د پاکستاني پوځ کسان دغه لاریون ته ورغلي او له پولیسو یې غوښتنه کړې چې خبرو ته ورسره کیني.

ویل کیږي، لاریون کوونکو د لکي مروت او ډېره اسماعیل خان تر منځ لویه لاره د احتجاج په ډول تړلې ده.

100%

خپله پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم د پاکستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو دغه لاریون تایید کړی.

شنونکي وايي، تر وړاندې هم د خیبرپښتونخوا په ځینو ولسوالیو کې پولیسو د پاکستاني پوځ په کړنو شک ښودلی و او په دې اړه احتجاجونه کړي وو.