پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی، چې تر ټولو ډېر د جګړې له ګواښ سره مخامخ دي

د دوشنبې په ورځ د (ورلډ رېسک انډېکس) د ۲۰۲۴کال په راپور کې راغلي، پاکستان د هغو ۱۵ هېوادونو په کتار کې راغلی چې د جګړې ترټولو لوړ ګواښ سره مخامخ دي.

د دوشنبې په ورځ د (ورلډ رېسک انډېکس) د ۲۰۲۴کال په راپور کې راغلي، پاکستان د هغو ۱۵ هېوادونو په کتار کې راغلی چې د جګړې ترټولو لوړ ګواښ سره مخامخ دي.
د راپور له مخې، پاکستان سږکال په دغه نوملړ کې د چین ځای نیولی دی.
د دغو ۱۵ هېوادونو له ډلې د جګړې د ښکېلو هېوادونو په ډلبندۍ کې کولمبیا، برازیل، پاکستان، مکسیکو، میانمار، نایجیریا، لبنان، عراق، سوډان او اسراییل د نوملړ په سر کې ځای لري.
فیلیپین د سږکال د لوړو ګواښوونکو هېوادونو په ډلبندۍ کې لومړی ځای لري، چې ورپسې اندونیزیا، هند، کولمبیا او مکسیکو راغلي.
د راپور له مخې، دا هغه هېوادونه دي چې د طبیعي پېښو له امله ترټولو زیات اغېزمن شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې ترټولو ډېرو زیانمنوونکو هېوادونو په نوملړ کې اته یې د افریقا په وچه کې دي او پاتې دوه افغانستان او یمن دي.
راپور زیاتوي، چې دغه هېوادونه د بې وزلۍ، اداري فساد او جګړو له امله کافي اسانتیاوې نه لري او نه شي کولای چې د طبیعي پېښو پر وړاندې لازمې تابیاوې ونیسي.

له تېرې شپې راهیسې داسې راپورونه په خواله رسنیو کې خپرېدل، چې ګواکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډا پور نادرکه شوی او په اړه یې هیڅ ډول معلومات نه شته.
جنګ ورځپاڼې لیکلي، چې نوموړی تېره شپه له پېښوره اسلام اباد ته تللی و؛ خو له اته ساعته وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړي شاهد خټک دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې ښاغلی ګندا پور سره یې خبرې شوې او هغه به ډېر ژر بېرته خپلې دندې ته ستون شي.
تر ده وړاندې د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف ویلي و، چې ښايي ښاغلی ګنډاپور د مرکزي حکومت لهخوا نیول شوی وي.
دا رنګه د مخالفو ګوندونو د اپوزیسیون مشر عمر ایوب هم ویلي و چې، له علي امین ګنډاپور سره یې اړیکې پرې شوې دي.
هغه ویلي و، چې هغه مرکزي حکومت غوښتی و او د هغه په وینا چې مرکزي حکومت نوموړی د (چای پیالې د څښلو) لپاره وربللی و.
عمر ایوب دا هم ویلي و، چې د علي امین ګنډاپور اړیکه له خپلو امنیتي کارکوونکو سره هم پرې شوې او د هغه د امنیتي ساتونکو ټیلیفونونه هم بند شوي دي.
دا رنګه د ګڼدا پور ورور او د پاکستان د پارلمان غړی فیصل امین خان هم په اېکس پاڼه د خپل ورور او د تحریک انصاف د مشر عمران خان انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي، چې ښاغلی ګنداپور له یوې اوږدې غونډې وروسته بېرته پېښور ته ستون شوی دي؛ خو دا یې نه ده په ډاګه کړې، چې دا غونډه د مرکزي حکومت له چارواکو سره وه او که د پخواني لومړي وزیر عمران خان سره.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ښاغلي ګنداپور مرکزي حکومت ته له پاکستاني طالبانو سره د جوړ جاړي او خبرو اترو وړاندیز کړی و او دا یې هم ویلي و، که مرکزي حکومت نوموړي ته اجازه ورنکړي؛ نو هغه به په ځانته سر افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان او پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
تر دې دمه حکومتي سرچېنو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو کتونکي وايي چې د ښاغلي ګنډاپور نا درکي یوه سیاسي مسله ده، ځکه د دوی په وینا د څو ساعتونو لپاره د یوې سترې صوبې د وزیر اعلی او د هغه د امنیتي ساتونکو د بېدرکه کېدلو تر شا سیاسي موخې پرتې دي.

د لایبریا د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، چې د لویدیځې افریقا هېواد د پلازمینې مونرویا په ختیځ کې پرتې یوې کلیوالې سیمې مارګیبي له یو زندانه چې سخت امنیتي تدابیر یې درلودل ۴۷ تنه بندیان تښتیدلي دي.
دغه وزارت وویل، چې لومړنیو څېړنو ښودلې چې بندیان د اونۍ په پای کې د زندان په امنیتي سیسټم کې د یوې ستونزې له امله په تېښته بریالي شوي دي.
د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «د عدلیې وزارت د دې پیښې په اړه ژوره اندېښنه لري او د تښتېدلو بندیانو د بېرته نیولو لپاره ټول اړین اقدامات کوي.»
دغه وزارت وویل، چې د بندیانو په لټون کې د مرستې لپاره اضافي افسران ګمارل شوي او له خلکو یې وغوښتل چې د هر هغه معلوماتو راپور ورکړي، چې د دوی د بېرته نیولو لامل کېدی شي.
د عدلیې وزارت په تښتیدلو بندیانو غږ وکړ، چې ځانونه دوی ته نږدې د پولیسو مرکز یا د زندان چارواکو ته وسپاري تر څو د اضافي تورونو سره مخ نه شي.

د سوېډن د دفاع وزیر پال جانسن د دوشنبې په ورځ وویل، چې دغه هېواد به اوکراین ته خپله ۱۷مه د مرستو بسته د ۴،۶ میلیارده سوېډني کرونو په ارزښت (۴۴۳ میلیونه ډالره) له د نورو پوځي مرستو سره ولیږي.
په نوې کڅوړه کې به د پیاده جنګي وسایطو لپاره مهمات شامل وي، چې د مخه د سوېډن له خوا ورکړل شوي او همدارنګه هغه وسایل چې په راتلونکي کې به د ګریپین جنګي جټ الوتکو لیږد اسانه کړي.
د دغو الوتکو د لېږد په اړه لا نهايي پرېکړه نه ده شوې.
جانسن په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ غواړو چې په راتلونکي احتمالي پړاو کې اوکراین ته د ګریپین جنګي الوتکو د مرستې وړتیا ولرو."
جانسن وویل، چې په مرستو کې اضافي جنګي کښتۍ، توغندي او د سرتېرو نور وسایل او همدارنګه د اوکراین لپاره د دفاعي تدارکاتو تمویل شامل دي.
د دغو مرستو په اړه پرېکړه د کییف سره په نږدې همکارۍ کې شوي.
د کڅوړې ارزښت شاوخوا نیمایي برخه د سوېډن د خپل هوایي ځواک لپاره د وروستي ماډل ګریپین ای جنګي الوتکو په تولید کې اړین وسایل جوړوي.
دا به په دې معنا ده، چې سوېډن به خپلې زړې جیټ الوتکې په راتلونکي احتمالي نېټه اوکراین ته انتقال کړي.
حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي: "اوس مهال اوکراین ته د ګریپین الوتکو د لیږدولو پلان ځکه نه لري چې ښايي دغه هېواد ته د اف – ۱۶ الوتکو د لېږد پروسه کې ستونزې رامنځته کړي."

د سوریې دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په لویدیځ کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دغه برید د اپریل په میاشت کې په دمشق کې د ایران پر سفارت تر برید وروسته د اسراییل تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.
د اسراییل له خوا لا تر اوسه د دغه برید په اړه کومه تبصره نه ده شوې.
دغه هېواد تر ډېره په سوریه کې د بریدونو په اړه چوپه خوله پاتې کیږي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي، چې اسراییل د شپې شاوخوا ۱۱:۲۰ دغه بریدونه کړي او "په مرکزي سیمه کې یو شمېر نظامي موخې" په نښه کړې دي. هغه د برید په اړه د نورو جزییات له ورکولو ډډه کړې ده.
سرچینې ویلي، چې د سوریې هوايي دفاعي سیسټم د اسراییل یو شمېر توغندي رانسکور کړي دي.
سانا د یو ځايي روغتیايي چارواکي له قوله ویلي، چې په دغه برید کې ۳۶ کسان ټپیان شوي، چې د شپږو روغتیايي حالت نازک دی.

دوو سیمه ییزو استخباراتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د مدیترانې ساحل ته څېرمه د حما ولایت په مسیاف ښار کې د کیمیاوي وسلو د تولید پر یو لوی پوځي مرکز څو ځلې برید شوی دی.
دوی ویلي، چې ګومان کېږي د ایران د پوځي کارپوهانو یوه ډله د وسلو په تولید کې ښکېله وي.
دمشق او تهران ته نږدې سیمه ییزې پوځي سرچینې دغه معلومات رد کړي، چې ګواکې دا د کیمیاوي وسلو مرکز و او ویلې یې دي، چې د برید هدف د سوریې د څېړنو یو مشهور مرکز و.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.
د سنا له خوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې برید کې د ۱۶ کسانو د وژل کېدو او ۳۶ کسانو د ټپي کیدو سربېره "د استوګنې ځینو سیمو ته مادي زیانونه اوښتي."
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، تهران په سوریه کې دغه "جنایي برید" په کلکه غندي.
هغه د یوې خبري غونډې پر مهال وویل: "موږ هغه رپوټونه نه تاییدوو چې د صهیونیستي رژیم (اسراییل) پورې تړلو رسنیو له خوا د ایران په یوه مرکز یا د ایران تر ساتنې لاندې مرکز باندې د برید په اړه خپاره شوي دي."
د سوریې دولتي رسنیو هم راپور ورکړی، چې بریدونه د دوو اورلګېدنو لامل شوي، چې د اور وژونکو له خوا یې د کنټرول هڅه کیږي.
اسراییل له کلونو راهیسې په سوریه کې هغه څه په نښه کوي، چې دوی یې د ایران یا ایران ملاتړي اهداف بولي، چیرې چې ایراني ځواکونه او د تهران ملاتړې ملېشې د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ لپاره په پراخه کچه ځای پرځای شوي دي.

د امریکا استازو جرګې جمهوري غوښتونکو د یکشنبې په ورځ له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه د دوی د څېړنو په اړه یو راپور خپور کړ، چې د ولسمشر بایډن اداره یې تورنه کړې چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړه یې په بحراني توګه پای ته رسولې.
په دغه رپوټ کې د افغانستان په موضوع د ټرمپ رول چې طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړی و، ضعیف ښودل شوی دی.
د اسوشییتید پرس خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان جګړې ته دغه ګوندي بیا کتنه د ۲۰۲۰ کال په فېبروري کې د طالبانو سره د ټرمپ د سولې تړون له لاسلیک کېدو وروسته په افغانستان کې رامنځته شویو پوځي او ملکي ناکامي انځور کړې.
دغه تړون طالبان ته اجازه ورکړه، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې پر ټول افغانستان خپل واک ټینګ کړي او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کابل ونیسي.
په ګډه وډه توګه له افغانستانه د امریکا وتل د دې سبب شو، ډېر شمېر امریکایان، د امریکا افغان متحدین، فعالې مېرمنې او نور هغه کسان په افغانستان کې پاتې شي، چې د طالبانو له خوا یې ژوند ته خطر متوجې و.
د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د استازو جرګې پخوانیو څېړنو او تحلیلونو د تېرو څلورو ولسمشرانو په ادارو کې پرلپسې سیسټماټیکو ناکامیو ته اشاره کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې بایډن او ټرمپ تر ټولو ډېر ملامت دی.
د ټیکساس جمهوري غوښتونکي سناتور مایکل مککال چې د جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې د رییس په توګه یې د څېړنو مشري کوله وویل، چې د بایډن ادارې "د افغانستان د حکومت د کېدونکې سقوط په برخه کې د پلان جوړولو لپاره اړین معلومات او فرصت درلود. موږ کولای شول چې په خوندي توګه د متحده ایالاتو پرسونل، امریکایي وګړي، د امریکا د دایمې استوګنې د کارتونو لرونکي او زموږ زړور افغان متحدین وباسو؛ خو داسې ونه شول."
هغه په یوه اعلامیه کې وویل: "د بایډن ادارې په هر ګام کې د خلکو د امنیت پر ځای سیاست غوره کړ."
سره له دې چې ویل کیږي؛ د امریکا د استازو جرګې جمهوري غوښتونکي غړي د افغانستان له موضوع د ډیموکراتانو په وړاندې سیاسي ګټه پورته کوي ځکه یې دغه راپور له ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې خپور کړی؛ خو مککال دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، چې جمهوري غوښتونکې د افغانستان په موضوع کې د ټرمپ تېروتنې له پامه نه غورځوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې شارون یانګ وویل، چې د جمهوري غوښتونکو راپور د "د ځینو حقایقو، ناسمو معلوماتو او پخوانیو تعصبونو" پر بنسټ جوړ شوی دی.
یانګ په یوه اعلامیه کې وویل: "د هغه ناوړه تړون له امله چې پخواني ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره لاسلیک کړ او وعده یې وکړه، چې امریکايي ځواکونه به د ۲۰۲۱ کال تر می میاشتې پورې له افغانستانه وباسي، ولسمشر بایډن مجبور و، چې یا د پیاوړو شویو طالبانو پر وړاندې د متحده ایالاتو جګړې ته دوام ورکړي او یا خپل ځواکونه وباسي. "
د استازو جرګې ډېموکراتانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی د جمهوري غوښتونکو همکارانو راپور په جوړولو کې د ټرمپ د رول په اړه حقایق له پامه غورځول شوي دي.
د استازو جرګې د بهرنیو چارو په کمېټه کې د جمهوري غوښتونکو له خوا د ۱۸ میاشتو په موده کې د افغانستان په موضوع څېړنې شوې دي.
