په سینیګال کې د کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۲۶ تنه مړه او ګڼ شمېر لادرکه دي

په سینیګال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه شوي او څو تنه په کښتۍ کې سپاره کسان لادرکه دي.

په سینیګال کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۶ تنه مړه شوي او څو تنه په کښتۍ کې سپاره کسان لادرکه دي.
د بريتانيا د خپرونو ادارې د راپور له مخې، دغه کښتۍ د سينيګال له پلازمېنې ٨٠ کيلومتره لرې د اېمبور له ښاره وتلې، چې تر سلو ډېر مساپر په کې سپاره وو؛ خو يوازې له څلور کيلومتره تګ وروسته ډوبه شوې ده.د راپور له مخې، دغه د کب نیونې کښتۍ د اسپانیا کانري ټاپوګانو ته د کډوالو د لېږد لپاره کارول شوې وه.د راپورونو له مخې، په کښتۍ کې ډېری مساپر ځوانان وو چې غوښتل یې د ښه راتلونکې په لټه کې اسپانیا ته داخل شي.د چارواکو په وینا، په کښتۍ کې سپاره له سلو کسانو څخه ۲۶ تنه مړه شوي او ۴ تنه ژغورل شوي دي او پاتې نور کسان لادرکه دي.دغو چارواکو ویلي، چې د ورکو شویو کسانو د لټون لپاره عملیات روان دي.

ایپل ایرلنډ ته د ۱۳ میلیارد یورو (۱۴/۴ میلیارد ډالرو) مالیې پور په اړه خپله حقوقي قضیه وروسته له ډېرو هڅو وبایلله.
په لوګزامبورګ کې د اروپایي اتحادیې محکمې د دوشنبې په ورځ (د وږي۱۹مه) پرېکړه وکړه، چې ایرلنډ د اروپايي ټولنې د ۲۰۱۶ کال د پرېکړې خلاف ایپل ته د ناقانونه مالیاتو په ورکولو سره د دولتي مرستو له مقرراتو سرغړونه کړې ده.
د دغې محکمې د پرېکړې له مخې؛ د اروپايي ټولنې د کمېسيون د پرېکړې په اړه د لومړۍ محکمې د قاضيانو د تېروتنې له امله د دغې محکمې پرېکړه چې د ایپل په ګټه وه، بايد لغوه شي.
دا حکم په بروکسل کې د خپل دوه کلن ماموریت په وروستیو ورځو کې د اروپایي اتحادیې د "انحصار ضد" مشرې مارګرت وستاګر لپاره بریا ده.
وستاګر په ۲۰۱۶ کې په ایرلنډ کې د ایپل د مالیاتو تنظیماتو باندې تمرکز کولو سره لوی جنجال رامنځته کړ.
هغې وويل، چې ایرلنډ دغه شرکت ته ناقانونه ګټې ورکړې او اجازه يې ورکړې وه، چې د کلونو لپاره د نورو شرکتونو په پرتله لږه ماليه ورکړي.
ایپل وویل، چې له دې پرېکړې ناهیلی دی.
د ایپل شرکت یوه ویاند وویل: «موږ د نن ورځې له پرېکړې ناهیلي یوو، ځکه چې عمومي محکمې مخکې پر دې قضیې بیاکتنه کړې وه او دا یې رد کړې وه.»
د نیویارک بورس کې د ایپل شرکت د سهم د ارزښت کمښت
د دې خبر په تعقیب؛ د نیویارک بورس د بیا پرانیستلو د مخه د ایپل د ونډو ارزښت ۱/۳ سلنه راټیټ شو.
دا قضیه ۱۹۹۱ او ۲۰۰۷ کلونو کې د ایرلنډ حکومت سره د ایپل مالیاتي تړونونو پورې اړه لري ، چې دغه شرکت ته یې اجازه ورکړې وه، چې خپل سود هغه مرکزي دفتر ته ورکړي، چې یوازې د کاغذ پر مخ موجود و او په پایله کې لږه مالیه ورکړي.
وروسته له هغې چې وستاګر پر ابتدایي محکمې اعتراض وکړ، دغه قضیه د اروپایي اتحادیې سترې محکمې ته راجع شوه.
د ۲۰۲۳ په سپتمبر کې اروپایی اتحادیې د نړۍ ډیجیټل لوی شرکتونه؛ لکه مایکروسافټ، امازون، بایټ ډنس، اپل، میتا او ګوګل ته شپږ میاشتې وخت ورکړ ترڅو د ډیجیټل بازارونو قانون (ډي ایم ای) سره سم ډیجیټل اقتصاد ډېر رقابتي او عادلانه کړي.
د اروپایي اتحادیې د انحصار ضد تنظیم کونکي پلان لري چې د اپل ، ګوګل او میټا له خوا د "ډیجیټل بازارونو قانون" احتمالي سرغړونو پلټنه وکړي.
ایپل یو له لومړنیو امریکایي ټکنالوژۍ شرکتونو څخه و چې په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو کې د ټیټې مالیې ورکولو له امله یې په ایرلنډ کې دفتر خلاص کړ.
ایپل خپل اروپایي مرکزي دفتر په ۱۹۸۰ کې د ایرلنډ کارک ښار ته نږدې تاسیس کړ او دا مهال په دې هېواد کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسان ورسره په کار بوخت دي.

د برېتانیا او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۰مه) په منځني ختیځ او اوکراین کې د ایران د نفوذ د مخنیوي پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ.
ډېویډ لمي لندن ته د بلېنکن د سفر په ترڅ کې وویل: «موږ په بشپړ ډول موافق یوو، چې په سیمې او تر سیمې هاخوا د ایران له ویجاړونکو فعالیتونو سره باید مبارزه وشي.»
ډېویډ لمي وویل: «موږ د کرملین د ناقانونه سازمان لپاره د ایران د مخ په زیاتیدونکي ملاتړ یو اندیښمن انځور ګورو او نن موږ د خپلې ګډې ارادې په اړه چې د نړۍوال ثبات د کمزوري کولو په دلیل تهران باید وپوښتل شي، بحث وکړ.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، روسیې ته د بالستیک توغندیو د ورکولو په اړه د ایران پرېکړه د اروپا امنیت ګواښي.
ښاغلي بلېنکن وویل، چې د تهران پر ضد به نور بندیزونه ولګول شي.
ډېویډ لمي هم وویل، چې هغه او د هغه امریکایي سیال به روانه اونۍ کییف ته سفر وکړي، چې دا به په څه باندې یوه لسیزه کې لومړی ګډ سفر وي.
د اوکراین په ختیځ کې د روسیې تدریجي پرمختګ او په غزه کې اوربند د برېتانیا او امریکا د ډېپلوماسۍ په دې پړاو کې تر ټولو مهم مسایل دي.
تېره اونۍ برېتانيا وویل، چې د ۱۶۲ ميليونو پونډو په ارزښت سلګونه نور لنډ واټن ويشتونکي توغندي اوکراين ته لېږلي.

سپيس ايکس د لومړي ځل لپاره د "سپیس واک" تر سره کولو لپاره په پنځه ورځني (پولاریس ډاون) ماموریت کې فضا ته څلور ستورمزلي واستول. د دې خطرناک ماموریت هدف د نوي فضايي لباسونو ازموینه او ساینسي څېړنې ترسره کول دي.
ستورمزلی په دې ماموریت کې د دوی د ترمیم شوي ډریگن کیپسول سره فضا ته لاړ.
دغه ماموریت چې د میلیاردر سوداګر جیرډ ايزاکمن له خوا تمویل شوی لومړی شخصي فضايي سفر دی.
ایزاکمن تر دې وړاندې د سپيس ايکس سره د انسپريشن ۴ ماموريت بشپړ کړی و.
دا ځل هغه د امریکا د هوایی ځواک متقاعد پیلوټ سکاټ پوټیټ او د سپيس ايکس دوه کارمندانو، سارا ګیلس او انا مینن سره یو ځای فضا ته سفر کړی دی.
دغه فضايي سفر په ځايي وخت د سهار په ۵:۲۳ دقیقو په فلوریډا کې د ناسا له کینیډي فضایي مرکز څخه وشو.
څنګه چې د ډریګون کیپسول د خپل ملاتړې کڅوړې څخه جلا شو، د ځمکې یو انځور یې ښکاره کړ، چې د لمر د رڼا له خوا روښانه شوی.
تاریخي ماموریت
دا ماموریت نه یوازې چې یو شخصي سفر و، بلکې د دې لپاره هم تاریخي اهمیت لري، چې په ۱۹۷۲ کال کې د اپولو پروګرام راهیسې له ځمکې څخه تر ټولو لرې الوتنه وه.
ستورمزلي به په بیضوي مدار کې ځای پر ځای شي او د ځمکې څخه به د ۱۹۰ او ۱۴۰۰ کیلومترو ترمنځ سفر وکړي.
د دې عملیاتو په جریان کې پوټیټ او مینون د کیپسول دننه پاتې کیږي او ایزاکمن او ګیليس د کیپسول څخه ایستل کیږي او د اکسیجن ټیوبونو سره نښلول کیږي.
علمي اهداف
د سپيس ایکس د فضايي نوي لباسونو د ازموینې سربیره دا ماموریت هڅه کوي د کاسمیک وړانګو اغیزو او د انسان په بدن کې د خلا پورې اړوند ساینسي څېړنې ترسره کړي.
دا څېړنې به په نړۍوال فضايي سټیشن کې د ستورمزلو په اړه د لسیزو څېړنو ته یوه ځانګړې اضافه وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د نړیوال په تېره د امریکا متحده ایالتونو د فشار له امله دغه هېواد ته غځېدونکې د ایران د ګاز نللیکه نشي پلې کولی. خواجه اصف دا خبرداری هم ور کوي، که اسلام اباد دا پروژه بشپړه نه کړي، ایران د ۱۸ میلیارد ډالرو تاوان اخیستلو لپاره شکایت ترې کولی شي.
نوموړي له اردو انډیپېنډېنټ سره مرکه کې زیاته کړه، چې اسلام اباد اوسني مالي کړکېچ کې د دومره لویې جرمانې ور کولو وس نه لري او نه هم غواړي چې امریکا خپه یا ځان د بندیزونو له خطر سره مخ کړي.
خواجه اصف وايي، دې برخه کې د حل لارې موندلو اړتیا ده او له نورو هېوادونو غواړي چې امریکا وهڅوي، ترڅو پاکستان د دې پروژې بشپړولو اجازه تر لاسه کړي.
هغه دا هم وویل، چې د هند په ګډون مختلف هېوادونه له ایران سره سوداګري لري، خو بندیزونه پرې نه لګېږي، اما پر پاکستان بې انصافه فشار اچول کېږي.
ایران او پاکستان په ۲۰۰۹ کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د نږدې ۱۹ سوه کیلومترو په اوږدوالي له ایران د سولې په نوم د ګاز نللیکه تېرېږي.
دې نللیکې سره به ایران د ۲۵ کلونو لپاره هره ورځ ۷۵۰ میلیونه متر مکعب ګاز پاکستان ته صادروي.
دواړه هېوادونه اړ وو، چې دا پروژه په خپله خاوره کې پلې کړي او د هوکړې له مخې باید دا پروژه تر ۲۰۱۵ کال پورې پیل شوې وی.
د تړون له لاسلیک سره ایران په خپله خاوره کې پر دې پروژه کار پیل کړ، خو پاکستان پخپله خاوره کې څه نه دي کړي.
څه مهال مخکې پاکستاني رسنیو راپور ور کړ چې ایران غواړي دریمګړې نړیوالې محکمې ته عریضه وکړي او له پاکستان د ګاز پر پروژه د مصرف له امله د ۱۸ میلیارد ډالرو غوښتنه وکړي.
ایران تر اوسه پر دغه پروژه دوه میلیارده ډالر مصرف کړي دي، خو پاکستان لا هم د امریکا د بندیزونو له امله لاس پورې کولی نه شي.
د روان کال لومړیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویل، چې پر دې پروژه کار پیلوي، خو په مارچ کې یې امریکا سخت مخالفت وکړ.

پاکستاني پولیسو د تحریک انصاف ګوند یو شمېر جګپوړي مشران لکه ګوهر علي خان، عمومي مشر عمر ایوب خان او د دغه ګوند یو جګپوړی غړی شېر افضل مروت په اسلام اباد کې د پارلمان مخې ته د غونډې په جوړولو او له قانونه د سرغړونو په تور نیولي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د اسلام اباد پولیسو د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۱۹مه) ناوخته د تحریک انصاف یو شمېر نور مشران هم نیولي دي.
د شاه محمود قریشي زوی زین قریشي، عامر دوګر، شیخ وقاص اکرم، نعیم الرحمن، زبیر خان او د سنیانو د شورا د ګوند مشر صاحب زاده حمید هغه کسان دي چې د پولیسو لهخوا نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د تحریک انصاف ګوند د مشرانو د نیولو بهیر د سه شنبې په ورځ (د وږي تر ۲۰مې) تر سهاره روان و.
د تحریک انصاف ګوند له څو میاشتې کرارۍ وروسته، د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې ستره غونډه وربللې وه.
دغه غونډه په تاوتریخوالي واوښته او پولیسو د عمران د پلویانو د خورولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګازه هم کار واخیست.
پولیسو ویلي، د تحریک انصاف ګوند مشران یې ځکه نیولي چې د غونډې د جوړولو د منعې فانون یې له پامه غورځولی و.
د تحریک انصاف ګوند مشران په داسې حال کې نیول کېږي، چې د دغه ګوند مشر عمران خان او د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشي له تېر یوه کال څخه د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندیان دي.
