• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فراه ګمرک کمېشنکارانو د طالبانو له ناسم چلند او سیسټمي ستونزو له امله اعتصاب کړی

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د فراه ګمرک څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرو دوو ورځو څخه کمېشنکارانو د طالب مسوولينو د ناسم چلند او سیسټمي ستونزو له کبله کاري اعتصاب کړی. اعتصاب کوونکي وايي، د ګمرک مرستیال قومي او ژبني مسايلو ته لمن وهي او کارونه په قصدي ډول ځنډوي.

له فراه ګمرک څخه يو شمېر کاري اعتصاب کوونکو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د ګمرک مرستیال له کمېشنکارانو سره ناسم چلند کوي او د کار پر مهال بېلابېلي ستونزې ورته جوړوي.

د دوی په خبره، چې د ګمرک مرستیال ژبني، قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي.

اعتصاب کوونکي وایي، چې طالب مسوولینو د فراه ګمرکي سیسټم په ورځ کې دوه ساعته فعاله وي او د سوداګريزو موټرونو د کارونو ځنډ سوداګر له زياتو ستونزو او زيانونو سره مخ کړي دي.

اعتصاب کوونکي زياتوي، چې د ګمرک مسوولين د جر ايستلو لګښت له یو زر افغانيو څخه ۳ زرو ته پورته کړی.

دغه کمېشنکار اعتصاب کوونکي وايي، چې د فراه د ګمرک کارکوونکي د سوداګريزو موټرو د موادو تشريح په قصدي ډول په ورځو - ورځو ځنډوي او د موټرو په موادو کې د جر ايستلو پر مهال بې غوري هم د دوی سوداګرۍ ته زيان اړولی.

اعتصاب کوونکي د طالب مسوولينو څخه د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

په دې اړه افغانستان انټرنښنل ـ پښتو هڅه وکړه، چې د فراه په ګمرک کې د طالب مسولينو او د طالبانو د والي نظر هم واخلی؛ خو هغوی ځواب نه وایه.

له دې وړاندې یو شمېر سوداګرو د ننګرهار ګمرک له طالب مسوولینو څخه ورته شکایت کړی و او زیاته کړې یې وه، چې طالبان یې چارې په ځنډ تر سره کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

په زابل کې د طالبانو ازبک امنیه قوماندان له خپلې دندې استعفا کړې ده

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندان صلاح الدین ایوبي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې له خپلې دندې یې استعفا کړې ده. ښاغلی ایوبي د افغانستان په شمال کې د طالبانو یو ازبک قوماندان و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په نیولو کې یې لاس درلود.

نوموړی تر دې مخکې هم د طالبانو له کړنو څخه د ناخوښۍ له امله له دې ډلې جلا شوی و.

صلاح الدین ایوبي وروسته له هغه چې پخواني افغان ولسمشر کابل پرېښود، د طالبانو یو له خورا ځواکمنو قوماندانانو څخه و، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت.

ښاغلي ایوبي په خپل استعفا لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، لیکلي چې د شخصي او کورنیو دلایلو له مخې یې له دندې استعفا کړې ده.

هغه د طالبانو مشر ته لیکلي: «په کور کې د سرپرست د نشتوالي او د پلار د مړینې په شمول د کورني ژوند د ستونزو او ځانګړو شرایطو له امله ما پرېکړه وکړه، چې د افغانستان د اسلامي امارت له دندې څخه استعفا وکړم.»

100%

وروسته له هغه چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې واک ته ورسېدل، نوموړی په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري لېوا د درستیزوال په توګه وټاکل شو.

طالبانو بیا دغه ازبک قوماندان له خپلې دندې کړ.

ښاغلی ایوبي وروسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال وټاکل شو. طالبانو هم په ۱۴۰۱ کال کې صلاح الدین ایوبي د زابل ولایت د امنیه قوماندان په توګه وټاکه. صلاح الدین ایوبي له دې مخکې له طالبانو جلا شو او له کابل څخه خپل پلرني ټاټوبي فاریاب ته ستون شو.

هغه وویل، چې شاوخوا ۳۰ زره ازبک جنګیالي د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي دي.

طالبان وايي، په افغانستان کې د دیني زدکړو د مرکزونو شمېر ۲۱ زرو ته رسېدلی دی

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ «د اسلامي زدکړو» مرکزونه فعالیت کوي. د دغه وزارت چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دغو مرکزونو کې ټولټال درې ميليون ۶۸۷ زره ۲۰۰ زدکوونکي په زدکړو بوخت دي.

طالبانو اعلان کړی، چې د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټول شمېر ۱۸ زره ۳۳۷ دی.

دوی وویل، چې د اسلامي زدکړو په مرکزونو کې ۱۶۶۹ديني مدرسې، ۱۲۰۷ دارالحفاظ، ۱۱۵ دارالعلوم او ۳۹ دارالایتام شامل دي.

طالب چارواکو دا ونه ويل، چې دغه دیني مرکزونه په تېرو دریو کلونو کې د دغې ډلې له خوا جوړ شوي او که دا ټول هغه دیني مدرسې دي، چې په تېر حکومت کې جوړي شوې وې.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۱ مه) د دغه وزارت یو کلن راپور وړاندې کړ.

دوی وايي، د اسلامي زدکړو په څانګو کې د سل زره بستونو لپاره د استخدام پروسه روانه ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د هېواد په رسمي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د زدکوونکو شمېر ۱۰ ميليونه ۹۱۴ زره ۳۸ تنه ښودلی.

دغه زدکوونکي په ۱۸ زره ۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځیو کې په زدکړو بوخت دي.

طالب چارواکو هم د دغه وزارت د تشکیل شمېر ۳۸۹ زره ۲۰۰ تنه اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ۲۴۱ زره ۱۲۱ تنه یې ښوونکي او پاتې نور یې اداري او خدماتي کارکوونکي دي.

دوی وویل، دغه وزارت د کوچیانو لپاره ۱۲۳ښوونځي او ۱۵۹ سیمه ییز ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې ۴۱ زره ۸۲۴ کوچي ماشومان په زده کړو پوخت دي .

طالب چارواکو په دې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه وضاحت ور نه کړ.

د طالبانو او ترکمنستان د پټلۍ مشرانو د دوو پروژو پرانیسته وکړه

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د پټلۍ ادارې مشر وايي، د ترکمنستان د پټلۍ ادارې مشره سره یې د هرات په تور غونډۍ کې د دې بندر د پراختیا او د ۲۲ کيلومتره پټلۍ د غځولو دوه پروژې پرانیستې. بخت الرحمان شرافت وایي له تورغونډۍ د هرت په لور تر صنوبر پوري د دې کرښې جوړل د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره مهم دي.

ښاغلی شرافت شرافت د همدې پروژې د پرانيستني په مراسيمو کې ویلي، چې د تورغونډۍ بندر پراختیا سره کې ګدامونه او فرعي پټلۍ جوړېږي.

نوموړي ويلي، چې د هرات لور د ۲۲ کیلومترو په اوږدوالي تر صنوبر پټلۍ غځول ورته ځکه مهم دي، چې هرات له مزار شریف او وروسته له چین سره نښلوي.

شرافت دا ونه ويل، چې دغه پروژه به په څومره وخت کې بشپړه شي او څومره لګښت به پر راشي.

هممهاله د طالبانو رییس الوزار ملا حسن اخوند او د هغه د مرستیال ملا برادر په ګډون مختلف لوړپوړي طالب چارواکي نن هرات ته تر تلو وروسته ترکمنستان ته اوښتي او هلته یې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو پرانیسته وکړه.

دا پروژه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان ګاز رسوي.

ایرانی چارواکی: سږنۍ څلوېښتۍ کې یو لک افغانان او پاکستانیان زموږ له خاورې عراق ته لاړل

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت کونسلي مرستیال وايي، سږنۍ څلوېښتۍ کې له ۷۰ زرو ډېر پاکستانیان او تر ۳۷ زرو افغانان د دغه هېواد له لارې وړیا ویزې سره عراق ته لاړل. د نړۍ له مختلفو په تېره نږدې هېوادونو شیعه یان هر کال د امام حسین څلوېښتۍ یا اربعین کې د ګډون لپاره کربلا ته ځي.

د ایسنا د راپور له مخې، عليرضا بیګدلي د حسیني څلوېښتي د مرکز په ۱۲۸ غونډه کې وویل، چې افغان او پاکستاني زیارتوالو ته یې د لا ښو خدمتونو لپاره په لارو کې ۱۴ کونسلي ادارې پرانیستې وې او همدارنګه یې د عراق په کربلا، نجف، بغداد، اربیل، سلیمانیه کې هم کونسلګریو څلرویښت ګړۍ خدمت کاوه.

ښاغلی بېګدلي وايي، د عراق حکومت ته د قناعت ور کولو لپاره یې ډېره هڅه وکړه، چې د دغه هېواد خاورې ته د افغان او پاکستاني زیارتوالو د تګ لپاره د محرم میاشتې له پیل تر پایه ویزې ور کړي.

له دې سره نوموړی بیا هم مني چې د ایران خاوره کې به دغه زیارتوال له ستونزو سره مخ شوي وي، ځکه ترې بښنه غواړي.

څلوېښتۍ ته د تلو په درشل کې افغان زیارتوالو شکایت درلود چې د ایران دولت د ۱۸۰ شرکتونو کسانو ته وزیرې نه دي ور کړې چې شمېر یې زرګونو ته رسېږي.

حنیف اتمر: طالبان دې نور په افغانستان کې له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه نه اخلي

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر د هغه راپور په غبرګون کې چې په جلال اباد ښار کې د خوارځواکۍ او نورو ناروغیو له امله سلګونه ماشومان مړه شوي، پر طالبانو غږ کړی چې له بشري مرستو دې ناوړه ګټه نه اخلي. حنیف اتمر خبرداری ورکړ چې افغانستان له ستر بشري ناورین سره مخ دی.

اتمر د سې شنبې په ورځ وروسته له هغه په خپله ایکس پاڼه کې اعتراض وکړ چې، د بي بي سي په يوه راپور کې ويل شوي وو، په تېرو شپږو مياشتو کې د جلال اباد په روغتون کې ٧٠٠ ماشومان مړه شوي.
د دغو ماشومانو د مړینې د زیاتوالي اصلي لاملونه خوارځواکي او د مخنیوي وړ ناروغۍ بلل شوې دي. چې په منځنۍ کچه یې په جلال اباد کې هره ورځ تر درېيو پورې د ماشومانو ژوند اخیستی.
د بي بي سي د راپور له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
نړۍوال بنسټونه وايي، لږ تر لږه ۲۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو ملګري ملتونه وايي، له افغانستان سره په نړۍوالو مرستو کې کموالی راغلی دی.

ورته مهال، له افغانستان سره د امریکا د مرستو د څارنې د دفتر په ګډون یو شمېر بنسټونو ویلي چې طالبانو له نړۍوالو مرستو ناوړه ګټه اخیستې او په دې برخه کې یې د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره کوم ګامونه نه دي پورته کړي.
پخواني وزیر اتمر د خپلې ایکس پاڼې له لارې په طالبانو غږ کړی، چې باید د ژوند د ژغورلو لپاره د افغانستان ملي عواید په مسوولیت سره وکاروي.

د مخکیني حکومت دغه وزیر په افغانستان کې د تیلو، ګازو او نورو کانونو د ایستلو لسګونه تړونونو ته اشاره کوي، چې طالبانو د چین، ایران او منځنۍ اسیا له شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.

حنیف اتمر له طالبانو وغوښتل چې په «هېواد کې د ښځو پر بنسټیزو حقونو لګیدلي ټول بندیزونه لرې کړي، چې هغوی وکولای شي د بشري مرستو په رسولو کې برخه واخلي او هغه په سم او مساوي ډول تر ټولو اړمنو ورسوي.»
هغه د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ او د نړۍ له هېوادونو یې وغوښتل چې د «طالبانو پر تګلارو د کرکې له امله باید دغه مرستې بندې نه کړي چې د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.»

د طالبانو یوه ویاند ویلي چې دوی ته دا وضعیت له پخواني حکومت څخه په میراث پاتې دی. دا هغه ادعا ده چې د روغتیا او بشري مرستو د بنسټونو وروستۍ ارزونې یې د طالبانو له وروستیو تګلارو سره تړي.
په افغان ماشومانو کې خوارځواکۍ خبره نوې نه ده. په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان د روغتیا وزارت ځینو شمېرو ښودلې وه چې له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو له کیدو سره هم تر ۴۰ سلنې زیات ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.