• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا کانګرس غړي یو پلان وړاندې کړ چې په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډې ملاتړ کوي

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د امریکا ولسي جرګې غړي ټیم برچیټ د چهارشنبې په ورځ د «ویانا له بهیر» د ملاتړ لپاره ولسي جرګې ته یو پلان وړاندې کړ چې په کې د مقاومت جبهه او د طالبانو نور مخالفان شامل دي. دغه پلان پر امریکا او نورو هېوادونو غږ کوي چې د ویانا په غونډو کې برخه واخلي.

د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو د مخالفانو یوې ډلې د اتریش په پلازمینه ویانا کې څو غونډې وکړې.

د غبرګولي په میاشت کې په خپله وروستۍ غونډه کې، د طالبانو ۷۰ تنو مخالفو څېرو د «سیاسي یووالي او د ازادو افغانانو ترمنځ د یوه روښانه او ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو» خبرې وکړې.

ټیم برچیټ د ویانا بهیر د طالبانو ضد سیاسي ځواکونو لپاره د یوه ټول‌ګډونه چوکاټ په توګه بیان کړ.

د جرګې دغه غړي په یوه بیان کې ویلي، «دغه پلان طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه غندي او پر امریکا غږ کوي چې په ویانا او نورو هېوادونو کې له دغه بهیر سره د یو ځای کېدو لپاره ګډون وکړي.»
له طالبانو سره پر اړېکو سربېره، د امریکا او اروپا استازو د مقاومت له جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو سره خپل واټن خوندي ساتلی. خو په یوه نوي پرمختګ کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال پرون په واشنګټن کې د مقاومت د جبهې له استازو سره وکتل.

د ښاغلي برچیټ په پلان کې راغلي، چې د ویانا غونډه د دې وړتیا لري چې «د طالبانو پر وړاندې یوه متحده جبهه جوړه کړي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره لاره هواره کړي.»
برچیټ له ولسي جرګې وغوښتل چې د ویانا د بهیر د ملاتړ لپاره دغه پلان د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو ته واستوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د امربالمعروف پېغورونو د ښځینه روغتیایي کارکوونکو د کار پروړاندې خنډونه پېدا کړي

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۲۳ GMT+۱

له کندهار څخه سرچينې وايي، چې د امربالمعروف ادارې پيغورونو د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کورنۍ دې ته اړ کړې، چې هغوی له روغتيايي مرکزونو څخه د کار کولو را وګرځوي. امربالمعروف ادارې ټولو ښځينه روغتياپالانو ته امر کړی، چې ولسوالیو ته د تګ پر مهال د محرم ترڅنګ د دوی امر درلودل مهم دي.

د کندهار په ولسوالیو کې په روغتیایي مرکزونو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکو ته د طالبانو له خوا د لګول شويو محدودیتونو له مخې دوی مجبورې دي، چې له ځان سره محرم ولري.

د کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د چهارشنبې په ورځ وويل، چې امربالمعروف ادارې ښځينه روغتياپالانې مجبورې کړي، چې ولسواليو ته د تګ پرمهال باید «کارکوونکې او محرم» د عامي روغتيا او امربالمعروف ادارو تاييد او امر له ځان سره ولري.

مخکې به د ښځيه روغتايي کارکوونکو د کورنۍ غړو ته د تګ لپاره يوازي د روغتیا ریاست کارډ ورکول کېده.

اوس د ښځينه روغتيايي کارکوونکو کورنۍ وايي، چې د امربالمعروف ادارې څخه د امر اخیستلو پر مهال ورته «سپک الفاظ او له کوره د ښځو د وتلو پېغورنه» ورکول کيږي.

په کندهار کې د یوې ښځینه روغتیایي کارکوونکې محرم، چې نه غواړي نوم یې خپور شي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د امربالمعروف ادارې څخه د محرم د امر اخیسلو پرمهال د دغې ادارې مشر د پېغور په ډول ورته ويلي: «ولې دې ښځه په کور کې نه شې ساتلای؟ که مېړه نه لري، موږ به مرسته درسره وکړو.»

د نوموړي په خبره، چې د ادارې مشر دا هم ورته ويلي: «پښتون یې، لږه حیا او شرم ولره.»

یو بل کس، چې د خپلې مېرمنې لپاره د محرم په توګه د کارډ اخیستلو لپاره دغه ادارې ته ورغلی وايي، چې د امربالعمروف مشر ورته ويلي: «په بهرنیو موسساتو کې نارینه او ښځینه کالي غورځوي او هر څه چې زړه یې غواړي کوي يې، تاسو خو لږ حیا وکړئ، څنګه دې ډول ماحول ته خپلې ښځې لیږئ؟»

د کندهار په عامي روغتيا رياست کې يوه سرچينه وايي، چې د کندهار د امر بالمعروف ادارې مشر په یوه عام مجلس کې وويل: «دا (چوریانې) تاسو ولې موسساتو ته معرفي کوئ؟»

چوري د پاکستان په کلیوالو سیمو کې نجلۍ ته ویل کېږي.

د دې محدوديتونو سره اندېښنې زياتي شوي، چې ډېری کورنۍ به د خپل کور ښځينه روغتيايي غړي له ښار څخه د باندي په ولسواليو کې له کار کولو را ورګرځوي.

دا کار په ولسواليو کې ښځينه روغتيايي چوپړونه لا محدود کړي او ور سره به د ښځو او ماشومانو روغتيا ته جدي ګواښ پېدا کړي.

دم ګړي د کندهار په اکثره ولسوالیو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکي نه شته او ان ډېرې مېرمنې د زيږون لپاره د کندهار مرکزي روغتون ته وړل کیږي.

ملا حسن: له ترکمنستان سره د ورورۍ، برابرۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکې د پراختیا په حال کې دي

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۱۲ GMT+۱

د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د چهارشنبې (د وږي ۲۱مه) په ورځ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژه او نورې پرمختیایي پروژې په ماري ښار کې پرانیستې.

طالبانو ویلي چې په دې مراسمو کې د ترکمنستان ولسمشر د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.

د طالبانو ارګ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې محمد حسن اخند د ټاپي پروژې د پرانېستې له امله د افغانستان او ترکمنستان خلکو ته مبارکي ویلې او دا ورځ یې یوه تاریخي ورځ بللې ده.

د طالبانو رییس الوزرا وویل: «نوموړي زیاته کړه، د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو، وروري، برابري او ښه ګاونډیتوب اړیکې د پراختیا په حال کې دي او د دغو مهمو پروژو تطبیق نه یوازې د افغانستان او ترکمنستان د ګټو، بلکې د سیمې لپاره هم ارزښت لري.»

ملا حسن ټینګار وکړ، چې دا پروژې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ دوستي لا زیاته کړي.

د طالبانو لومړي وزیر د دغې ډلې مسوولینو ته امر کړی، چې د دغو پروژو د بشپړولو لپاره په صداقت، اخلاص او زغم سره هڅې وکړي.

طالبان وایي، چې د ترکمنستان ولسمشر وویل: «نن د دواړو هیوادونو لپاره تاریخي ورځ ده او د دواړو هیوادونو په اړیکو کې نوی څپرکی پرانیستل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان او ترکمنستان اړیکې تاریخي دي.

هغه وویل، د دغو پروژو پلي کېدل نه یوازې د ترکمنستان او افغانستان د ګټو لپاره، بلکې د سیمې په ګټه هم دي.

هغه وویل، له افغانانو سره په اقتصادي، سیاسي او دیپلوماتیکو برخو کې همکاري د ترکمنستان د پالیسۍ مهمه برخه ده.

د ټاپي پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده. دا پروژه ۱۸۲۱کیلومتره اوږدوالی لري او د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳میلیارد متر مکعب دی.

طالبانو ویلي چې د دې پروژې له ترانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وي.

په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د هند د بهرنیو چارو پخواني وزیر مبشر جاوید اکبر په رسمي ډول دغه پروژه د ترکمنستان په مرو ښار کې پرانیستله.

هغه مهال طالبانو د دې پروژې ملاتړ کړې و او ویلي یې و چې د دې ډلې تر واک لاندې سیمو کې به یې امنیت ټینګ کړي.

د فراه ګمرک کمېشنکارانو د طالبانو له ناسم چلند او سیسټمي ستونزو له امله اعتصاب کړی

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د فراه ګمرک څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرو دوو ورځو څخه کمېشنکارانو د طالب مسوولينو د ناسم چلند او سیسټمي ستونزو له کبله کاري اعتصاب کړی. اعتصاب کوونکي وايي، د ګمرک مرستیال قومي او ژبني مسايلو ته لمن وهي او کارونه په قصدي ډول ځنډوي.

له فراه ګمرک څخه يو شمېر کاري اعتصاب کوونکو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د ګمرک مرستیال له کمېشنکارانو سره ناسم چلند کوي او د کار پر مهال بېلابېلي ستونزې ورته جوړوي.

د دوی په خبره، چې د ګمرک مرستیال ژبني، قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي.

اعتصاب کوونکي وایي، چې طالب مسوولینو د فراه ګمرکي سیسټم په ورځ کې دوه ساعته فعاله وي او د سوداګريزو موټرونو د کارونو ځنډ سوداګر له زياتو ستونزو او زيانونو سره مخ کړي دي.

اعتصاب کوونکي زياتوي، چې د ګمرک مسوولين د جر ايستلو لګښت له یو زر افغانيو څخه ۳ زرو ته پورته کړی.

دغه کمېشنکار اعتصاب کوونکي وايي، چې د فراه د ګمرک کارکوونکي د سوداګريزو موټرو د موادو تشريح په قصدي ډول په ورځو - ورځو ځنډوي او د موټرو په موادو کې د جر ايستلو پر مهال بې غوري هم د دوی سوداګرۍ ته زيان اړولی.

اعتصاب کوونکي د طالب مسوولينو څخه د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

په دې اړه افغانستان انټرنښنل ـ پښتو هڅه وکړه، چې د فراه په ګمرک کې د طالب مسولينو او د طالبانو د والي نظر هم واخلی؛ خو هغوی ځواب نه وایه.

له دې وړاندې یو شمېر سوداګرو د ننګرهار ګمرک له طالب مسوولینو څخه ورته شکایت کړی و او زیاته کړې یې وه، چې طالبان یې چارې په ځنډ تر سره کوي.

په زابل کې د طالبانو ازبک امنیه قوماندان له خپلې دندې استعفا کړې ده

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندان صلاح الدین ایوبي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې له خپلې دندې یې استعفا کړې ده. ښاغلی ایوبي د افغانستان په شمال کې د طالبانو یو ازبک قوماندان و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په نیولو کې یې لاس درلود.

نوموړی تر دې مخکې هم د طالبانو له کړنو څخه د ناخوښۍ له امله له دې ډلې جلا شوی و.

صلاح الدین ایوبي وروسته له هغه چې پخواني افغان ولسمشر کابل پرېښود، د طالبانو یو له خورا ځواکمنو قوماندانانو څخه و، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت.

ښاغلي ایوبي په خپل استعفا لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، لیکلي چې د شخصي او کورنیو دلایلو له مخې یې له دندې استعفا کړې ده.

هغه د طالبانو مشر ته لیکلي: «په کور کې د سرپرست د نشتوالي او د پلار د مړینې په شمول د کورني ژوند د ستونزو او ځانګړو شرایطو له امله ما پرېکړه وکړه، چې د افغانستان د اسلامي امارت له دندې څخه استعفا وکړم.»

100%

وروسته له هغه چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې واک ته ورسېدل، نوموړی په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري لېوا د درستیزوال په توګه وټاکل شو.

طالبانو بیا دغه ازبک قوماندان له خپلې دندې کړ.

ښاغلی ایوبي وروسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال وټاکل شو. طالبانو هم په ۱۴۰۱ کال کې صلاح الدین ایوبي د زابل ولایت د امنیه قوماندان په توګه وټاکه. صلاح الدین ایوبي له دې مخکې له طالبانو جلا شو او له کابل څخه خپل پلرني ټاټوبي فاریاب ته ستون شو.

هغه وویل، چې شاوخوا ۳۰ زره ازبک جنګیالي د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي دي.

طالبان وايي، په افغانستان کې د دیني زدکړو د مرکزونو شمېر ۲۱ زرو ته رسېدلی دی

۲۱ وږی ۱۴۰۳ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، په ټول هېواد کې ۲۱ زره ۲۵۷ «د اسلامي زدکړو» مرکزونه فعالیت کوي. د دغه وزارت چارواکو په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دغو مرکزونو کې ټولټال درې ميليون ۶۸۷ زره ۲۰۰ زدکوونکي په زدکړو بوخت دي.

طالبانو اعلان کړی، چې د دولتي او خصوصي ښوونځیو ټول شمېر ۱۸ زره ۳۳۷ دی.

دوی وویل، چې د اسلامي زدکړو په مرکزونو کې ۱۶۶۹ديني مدرسې، ۱۲۰۷ دارالحفاظ، ۱۱۵ دارالعلوم او ۳۹ دارالایتام شامل دي.

طالب چارواکو دا ونه ويل، چې دغه دیني مرکزونه په تېرو دریو کلونو کې د دغې ډلې له خوا جوړ شوي او که دا ټول هغه دیني مدرسې دي، چې په تېر حکومت کې جوړي شوې وې.

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۱ مه) د دغه وزارت یو کلن راپور وړاندې کړ.

دوی وايي، د اسلامي زدکړو په څانګو کې د سل زره بستونو لپاره د استخدام پروسه روانه ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د هېواد په رسمي او خصوصي تعلیمي مرکزونو کې د زدکوونکو شمېر ۱۰ ميليونه ۹۱۴ زره ۳۸ تنه ښودلی.

دغه زدکوونکي په ۱۸ زره ۳۳۷ دولتي او خصوصي ښوونځیو کې په زدکړو بوخت دي.

طالب چارواکو هم د دغه وزارت د تشکیل شمېر ۳۸۹ زره ۲۰۰ تنه اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ۲۴۱ زره ۱۲۱ تنه یې ښوونکي او پاتې نور یې اداري او خدماتي کارکوونکي دي.

دوی وویل، دغه وزارت د کوچیانو لپاره ۱۲۳ښوونځي او ۱۵۹ سیمه ییز ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او په دغو مرکزونو کې ۴۱ زره ۸۲۴ کوچي ماشومان په زده کړو پوخت دي .

طالب چارواکو په دې غونډه کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو په اړه وضاحت ور نه کړ.